وروستي خبرونه
آخرین اخبار
کود خبر: 12736
منبع خبر: آزادي راډیو

پنټاګون:

افغان هوايي ځواک لاهم د قراردادیانو په ملاتړ متکي دی

14 ثور 1400

د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) وایي، افغان هوايي ځواکونه لاهم د قراردادیانو په ملاتړ متکي دي.


د پنټاګون ویاند جان کربي د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غويي ۱۳» خبریالانو ته وویل چې د افغانستان امنیتي ځواکونه په ځانګړې توګه د افغانستان هوایي ځواک، د قراردادیانو ملاتړ ته اړتیا لري او د متحده ایالاتو همکاري به له دغو ځواکونو سره په غیر ملموس ډول دوام وکړي.


ښاغلي کربي د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې وویل: “لکه څنګه چې موږ وویل، د دوی څخه ځیني په ځانګړې توګه هوایي ځواک، د قرارداديانو ملاتړ باندې تکیه کوي او ځیني [قراردادونه] لاهم په هغه هېواد کې ترسره کېږي، مګر دا قراردادونه به متفاوت وي د هغو په پرتله چې اوس شتون لري.”


ښاغلي کربي وویل چې امریکایي سرتېري به نور په افغانستان کې حضور ونه‌لري او له افغانستان څخه به د متحده ایالاتو ملاتړ تر ډېره مالي برخه کې وي.


نوموړي ټینګار وکړ چې دغه مرستې به د اوسنیو مرستو په پرته غیر ملموسې وي.


 د افغانستان هوایي ځواک د دغه هېواد له مهمو پوځي برخو شمېرل کېږي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره‌یې په اړه اندېښنې مطرح کېږي.


له افغانستان د بهرنیو ځواکونو په وتلو او له افغان هوایي ځواک څخه د امریکا د ملاتړ د څرنګوالي په بدلون سره اوس دغه ځواک له نوي ازمایښت سره مخ دی.


د جګړې په ډګر کې د ځمکنیو ځواکونو ملاتړ او د مخالفینو په نښه کول د دې ځواکونو له اصلي دندو څخه ده.


که څه هم د ملي دفاع وزارت د ورځنيو هوایي بریدونو په اړه ارقام نه‌وړاندې کوي، خو چارواکي وايي چې دوی د دولتي ځواکونو په ملاتړ هره ورځ تر۶۰ پورې ټرانسپورتي الوتنې ترسره کوي.


د وسلو او مهماتو رسول او د جګړې په ډګرونو کې د ټپيانو لېږد د دغو ځواګونو بله دنده ده.


د افغانستان د هوايی ځواک د انتقالاتو د برخې مسؤل ذبیح‌الله اکبري وايي: “د افغانستان هوايي ځواکونه د دې وړتیا لري چې خپلو ټولو پوځیانو ته رسېدنه وکړي او دغه‌شان شهیدانو او تپیانو ته هم. موږ په ورځ کې له ۵۰ تر ۶۰ پروازونه لرو.”


د شمېرو له مخې، د افغانستان اردو ۱۷۰ الوتکې او هلیکوپټرې لري.


خو ځیني پخواني پوځي چارواکي په دې باور دي چې د افغانستان هوایي ځواک په هغه ډول چې باید پیاوړی شوی وی، نه‌دی شوی.


د افغانستان د هوایي ځواک پخواني قوماندان عتیق‌الله امرخېل ازادي راډیو ته وویل: “لکه څنګه چې اړینه وه چې یو هوایي ځواک ولرو هغې شان ونه‌شول، زه دا ځکه وایم چې که د هوایي ځواک لپاره اړین توکي په وخت سره برابر شي، له هرې نقطې څخه اکمالات او تخنیکي پرسونل کولای شي په خپلو پښو ودرېږي بیا دوی کولای شي خپله دنده ترسره کړي.”


 په داسې حال کې چې بهرنيان د دغو ځواکونو ترڅنګ د مشورې ورکولو وروستۍ ورځې تېروي، خو د هوایي عملیاتو او مسؤلیتونو سپارلو په تړاو اندېښنې زیاتې شوې دي.


خو د ملي دفاع وزارت وايي چې د افغانستان هوايي ځواک د جګړې بشپړ مسؤلیت اخیستی دی.


د هوایي تخنیک او خفظ او مراقبت د برخې قوماندان عبدالفتاح اسحاق‌زي وویل: “موږ د Mi17 الوتکو په برخه کې بشپړ وړتیا لرو او مستقل کار کوو، MD الوتکو په برخه کې هم موږ ۷۰ سلنه مستقل یو، د هیا بال په الوتکو کې تاسې ګورﺉ چې دا اوس پرسونل کار کوي، موږ ۷۰ تر ۸۰ سلنې پورې مستقله وړتیا لرو، په تېرو لس پنځلسو کلونو کې د نړیوالو همکارانو په مرسته نږدې یو زرو ۶۰۰ کسان په مسلکي ډول روزل شوي دي.”


خو په داسې حال کې چې د امریکا دفاع وزارت له افغان ځواکونو سره د همکارۍ ډاډ ورکوي، وسله‌والو طالبانو په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د حضور ناوړه پایلو په تړاو خبرداری ورکړی.


د دې ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل،که بهرني ځواکونه او د هغوی قراردادیان په افغانستان کې پاتي شي دوی به خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.


د الوتکو د ساتنې او تخنیکي اړتیاوو پوره کول د هوایي ځواک د بقا لپاره یو له خورا مهمو برخو څخه شمېرل کېږي.


د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان وايي، نړیواله ټولنه او متحده ایالات په دې برخه کې ژمن دي: “نړیواله ټولنه، په ځانګړې توګه متحده ایالات د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ځانګړې توګه د افغان ځواکونو ملاتړ ته ژمن دي. دوی د افغانستان هوایي ځواک څخه تخنیکي او مالي مرستې او ملاتړ ته دوام ورکوي.”


 له دې وړاندې، د افغانستان د بیارغونې لپاره د متحده ایالاتو عمومي سرمفتش (سیګار) د ۲۰۲۱ کال په لومړیو درېیو میاشتو راپور کې ویلي چې د افغانستان هوایي ځواک نه‌شي کولای چې د متحده ایالاتو له دوامدار ملاتړ پرته له څو میاشتو څخه د ډېرې مودې لپاره په جګړه کې دوامداره اغېز ولري.


بل‌خوا د اپرېل په ٢٢مه په منځني ختیځ کې د امریکا مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال کېنت فرانک مک‌کنزي د امریکا سنا مجلس د پوځي خدماتو کمېټې استماعیه غونډه کې د افغان ځواکونو په وړتیاوو شک څرګند کړی و.


د افغانستان هوایي ځواک په ۲۰۰۷ کال کې د امریکا او ناټو په مرسته بیا جوړ شو چې دا مهال د افغانستان د پېچلې جګړې دروند پېټی د دغو ځواکونو پر اوږو پروت دی.


 

طالبان سابق.jpg

طالبان:

تورو لېستونو کې زموږ د مشرانو نومونه د سولې پر وړاندې لوی خنډ جوړوي

15 ثور 1400
افغان طالبانو ویلي، په هېواد کې د سولې پر وړاندې یو لوی خنډ دا دی چې د دوی د یو شمېر مشرانو نومونه لا هم په ‘تورو لېستونو’ او د ‘جایزو په لېستونو’ کې دي.‌ طالبانو له ملګرو ملتونو او نورو اړونده ادارو…
کمک فقر نان خشک زنان.jpeg

برنامه جهانی غذا:

یک سوم نفوس افغانستان امنیت غذایی ندارد

14 ثور 1400
دریک گزارش تازه حکومت، برنامه جهانی غذا و سازمان غذا و کشاورزی سازمان ملل آمده است که یک سوم نفوس افغانستان امنیت غذلیی ندارد.
بمبار.jpeg

دفاع وزارت:

هلمند کې 'د هند لپاره د القاعدې شبکې' ۲۲ غړي وژل شوي دي

14 ثور 1400
د افغانستان دفاع وزارت اعلان کړی چې په هلمند کې یې له څو ورځو راهیسې روانې جګړې په ترڅ کې د هند جزيرې لپاره د القاعده شبکې ۲۲ غړي وژلي. یاد وزارت وایي، دا وسلوال د پاکستان د پنجاب ایالت اصلي اوسیدونک…
طالبان جنگ.jpg

د افغانستان دفاع وزارت:

تېر یوه شپه او ورځ کې ۱۸۱ وسله‌وال طالبان ووژل شول

14 ثور 1400
د افغانستان دفاع وزارت وایي، تېر یوه شپه او ورځ ۱۸۱ وسله‌وال طالبان د افغان ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي او ۸۷ نور یې ټپيان دي.
اشرف غنی نمبر یک.jpg

اشرف غني:

طالبان د سولې په پرتله واک رسېدو ته ډېر لیوال دي

14 ثور 1400
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني له طالبانو سره د سولې، مذاکرې او جګړې د طرحې په اړه یوه مقاله لیکلې چې «Foreign Affairs » خپره کړې ده.
موادمخدر.jpg

نتایج یک سروی:

کشت کوکنار در افغانستان ۳۷ درصد افزایش یافته است

14 ثور 1400
  اداره ملی احصاییه و معلومات و دفتر مبارزه با مواد مخدر و جرایم سازمان ملل متحد (UNODC) در یک اعلامیه مشترک اعلام کرده‌اند که کشت کوکنار در افغانستان ۳۷ درصد افزایش یافته است.

  • خوستوال په خپلو پیسو د ښوونځیو لپاره کتابونه چاپوي

  • 15 ثور 1400
    خوستوالو په یوه بل نادر اقدام کې له مدنیت او پوهې سره خپله مینه ثابته کړه.

  • پاکستان وايي، د افغانستان له لوري په برید کې یې ۴ پوځیان وژل شوي

  • 15 ثور 1400
    پاکستان نن ادعا وکړه چې څلور پوځیان یې په هغه حمله کې  ووژل شول چې د افغانستان له خاورې څخه پرې وشوه.

  • په ۲۰ ولایتونو کې د سختو بارانونو وړاندوینه شوې

  • 15 ثور 1400
    د افغانستان د هوا پېژندنې اداره د هیواد په ۲۰ ولایتونو کې د شدیدو بارانونو او تالندې وړاندوینه کړې ده.

  • به‌دنبال خروج نیروهای خارجی تحولات نظامی در افغانستان سرعت یافته است

  • 15 ثور 1400
    همزمان با تأیید سقوط ولسوالی برکه ولایت بغلان در شمال افغانستان به دست طالبان، مقامهای امنیتی از عقب‌زدن نزدیک به ۹۰ حمله این‌گروه در ولایت جنوبی هلمند خبر داده‌اند.

  • پس از اعلام زمان خروج نیروهای خارجی جوانان در حال ترک کشور استند

  • 15 ثور 1400
    با اعلام زمان خروج نیروهای امریکایی از افغانستان، شماری از شهروندان کشور، به‌ویژه جوانان تصمیم گرفته‌اند تا افغانستان را ترک بگویند.

  • د افغانستان ۱۵ ولایتونو کې سېلابونو ۴۶ کسان مړه کړي

  • 15 ثور 1400
    طبیعي‌ پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، د تیرې څلورو ورځو راپدېخوا په ۱۵ ولایتونو کې د سېلابونو را وتلو له امله ګڼ ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

  • د پکتیکا د سروضې ولسوالۍ امنیه قوماندان ماین چاودنه کې وژل شوی

  • 15 ثور 1400
    د پکتيکا پوليس وايي چې د دغه ولايت د سروضې ولسوالۍ امنيه قوماندان د سړک غاړې په يوه بمي چاودنه کې وژل شوی دی.

  • چهار نظامی پاکستانی هنگام حصارکشی در مرز افغانستان کشته شدند

  • 15 ثور 1400
    نظامیان پاکستانی گفته اندکه چهار سرباز آن کشور هنگام حصار کشی در امتداد مرز آن کشور با افغانستان، در کمین تندروان مسلح کشته شدند.

    د لښکرګاه ایمرجنسي روغتون:

  • څلورو ورځو کې تر ۱۰۰ ډېر ټپیان راوړل شوي

  • 15 ثور 1400

    د امریکا استخبارات:

  • افغانې میرمنې ښایي خپل حقونه وبایلي

  • 15 ثور 1400

    غني طالبانو ته:

  • بهرني ځواکونه وځي؛ جګړې ته پلمې مه‌لټوئ، افغانستان مه‌بربادوئ

  • 14 ثور 1400
    د افغانستان جمهور رییس محمد اشرف غني وايي، طالبان دې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د جګړې د دوام پلمې نه لټوي او د پردیو په غوښتنه دې افغانستان نه بربادوي.

    معنوي:

  • یو شمیر پخواني افغان چارواکي د انسان په قاچاق تورن دي

  • 14 ثور 1400
    د افغانستان د عدليې وزیر فضل احمد معنوي وايي چې د افغان حکومت یو شمېر پخواني چارواکي د انسانانو او د کډوالو په قاچاق تورن دي.

    وزیر امور خارجه امریکا:

  • خروج نیروهای امریکایی به معنای ترک کامل افغانستان نیست

  • 14 ثور 1400
    آنتونی بلینکن، وزیر امور خارجه امریکا می‌گوید که خروج نیروهای امریکایی از افغانستان به معنای ترک کامل این کشور نیست.

    د نورو خبرونو د لیدو لپاره لاندې نیټه کلیک کړئ / برای دیدن اخبار قبلی تاریخ آن را کلیک کنید

    <
     
    >
    SunMonTueWedThuFriSat
      

    1

    2

    3

    4

    5

    6

    7

    8

    9

    10

    11

    12

    13

    14

    15

    16

    17

    18

    19

    20

    21

    22

    23

    24

    25

    26

    27

    28

    29

    30

       

    گالری تصاویر

    مشاهده همه

    په کابل کې د څارنوالانو ترور
    انفجار در مسجد
    کورونا په افغانستان کې
    کورونا او طالبان
    افغانستان و خودکفایی از خرما
    طالب جنګیالي په جومات کې
    مراسم افتتاح کاسا یکهزار
    زیبایی کابل در زمستان سرد امسال
    زیبایی ولایت کنر/ د کنر ولایت ښکلا

    گالری ویدیو

    مشاهده همه

    موادمخدر در افغانستان و بحران آن / بدون تبصره
    مصاحبه با نستوه نادری و سونامی اعتیاد در افغانستان
    میز گرد/ مواد‌مخدر در افغانستان و اسلام
    اسلام آباد کې د ولسمشر مهمه وینا