وروستي خبرونه
آخرین اخبار
کود خبر: 5469
منبع خبر: آزادی رادیو

د ټرمپ پر خبرو د افغان حکومت تأیید؛ "د طالبانو نومول شوي والیان او مشران‌ مو وژلي"

20 سنبله 1398

 افغان حکومت د طالبانو د بې‌ساري ځپلو په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ وروستۍ څرګندونې تأییدوي.

 د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي وايي، په دې وروستیو کې په ټول هېواد کې د طالبانو د نومول شويو والیانو او د دغې ډلې د استخباراتي مشرانو په وژلو سره‌یې طالبانو ته درانه تلفات اړولي دي.

 ښاغلی صدیقي زیاتوي د طالبانو پر وړاندې ډېری عملیات د افغان امنیتي ځواکونو له لوري شوي.

 صدیق صدیقي د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وږې ۱۹» ازادي راډیو ته وویل: "اکثریت ستر عملیاتونه د افغان امنیتي ځواکونو له لوري ترسره کېږي، طالبانو ته په دې تېرو څو میاشتو کې چې دوی خپلې حملې زیاتې کړې وې، دوی له سختو تلفاتو سره مخ شول او دا فیصدي لوړه ده، د طالبانو رهبران، نومول شوي والیان او استخباراتي مشران‌یې په نښه شوي او له‌منځه تللي دي."

 ښاغلی صدیقي د وژل شویو طالبانو د شمېر په اړه څه ونه‌ویل، خو په ازرګان، فراه، هلمند، بدخشان، کندز او غزني ولایتونو کې یې دوی ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا وکړه.

 د امریکا ولسمشر د دوشنبې په ماښام پر ټویټرپاڼه ولیکل چې په تېرو څلورو ورځو کې یې دښمن ته دومره ګوزار ورکړی چې په تېرو ۱۰ کلونو کې یې نه‌و ورکړی.

 په ورته وخت کې په کابل کې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت دفتر ازادي راډيو ته په استول شوي پیغام کې ویلي چې ناټو هڅه کوي، افغان امنیتي ځواکونه د نړیوال ترورېزم سره په مبارزه کې لا زیات پیاوړي کړي، د دې لپاره چې د افغان سولې زمینه برابره شي.

 له دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ امریکايي رسنیو سره په خبرو کې هم ویلي وو چې امریکا به پر طالبانو بریدونو ته دوام ورکړی او د ده په خبره یوازې په تېرو ۱۰ ورځو کې تر ۱۰۰۰ زیات طالبان په جګړو کې وژل شوي دي.

 د وسله‌والو طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا ازادي راډيو سره په خبرو کې د ولسمشر ټرمپ خبرې ردوي او وایي چې په تېرو څو ورځو کې یې د بهرنیو ځواکونو په ګډون لسګونه افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

 د نړیوالو چارو پوه هارون میر بیا وایي چې که څه هم دواړه خواوې "امریکا او طالبان" هڅه کوي چې فشار وارد کړي، خو د افغان کشالې د حل یوازنۍ لار بین‌الافغاني مذاکرات دي.

 هغوی [طالبان] فکر کوي چې خلک وژني او ځان ته په خبرو کې غوره موقف اخلي.

ښاغلی میر زیاتوي: "اوس په افغانستان کې دا یو نوی حالت دی، پرته له شک نه چې دواړه اړخونه خپل فشارونه زیاتوي، خو یو څه واضح او ښکاره ده چې په افغانستان کې د سولې یوازنۍ لاره له سیاسي لارې د سولې خبرې اترې دي، زه په دې باور یم چې د تاوتریخوالي په تشدید لا هم د مذاکراتو ور خلاص دی."

 دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د کابل ښار په شش درک سیمه کې د طالبانو د پنجشنبې ورځې تر ځانمرګي برید وروسته په یوه بېړني اقدام کې د شنبې ماښام ناوخته د طالبانو له مشرانو سره لیدنه لغوه کړه او په دوحه کې یې د سولې خبرې ودرولې. په دغه برید کې د یوه امریکايي سرتېري په ګډون ۱۲ کسان ووژل شول.

 په پام کې وه ښاغلی ټرمپ د یکشنبې په ورځ د امریکا د ولسمشر په استراحت ځای یا کمپ ډېوېډ کې د طالبانو له مهمو مشرانو او همداراز له ولسمشر اشرف غني سره وویني.

 ښاغلي ټرمپ د دوشنبې په ورځ «۲۰۱۹ کال د سپټمبر ۰۹» په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو سره په خبرو کې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې دغه مذاکرات له‌منځه تللي.

 ټرمپ زیاتوي چې له طالبانو سره د مذاکراتو لغوه کول‌یې خپله پرېکړه وه: "تر کومه ځایه چې په ما پورې اړه لري، خبرې له‌منځه تللي دي. هغوی [طالبان] فکر کوي چې خلک وژني او ځان ته په خبرو کې غوره موقف اخلي. هغوی د یوه امریکایي سرتېري په ګډون ۱۲ تنه ووژل. دا کار زما سره نه‌شي کولای، ځکه هغسې چې زه پوهېږم، خبرې له‌منځه تللې دي."

 د امریکا ولسمشر په یوه بل ټویټ کې لیکلي چې ډېر جعلي راپورونه خپاره شوي چې ګواکې ده خپل مرستیال او سلاکاران په کمپ ډېوېډ کې د طالبانو د لیدنې په موضوع کې له پامه غورځولي دي، خو د ده په وینا دا موضوع حقیقت نه‌لري، ځکه د ده په باور هغه تل فکر کوي چې خبرې تر ټولو غوره لار ده، خو وایي په دې اړه‌یې غوره ګڼلې چې دا کار ونه‌کړي.

 خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین بیا ازادي راډیو ته ویلي چې له زلمي خلیل‌زاد سره اوس هم اړیکې شته، خو د سولې خبرې نه‌دي روانې.

 زلمي خلیل‌زاد تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

 د ویلو ده چې د سولې د خبرو له درېدو وروسته، افغان حکومت د ولسمشر ټرمپ د دې اقدام ستاینه وکړه او ویې‌ویل چې سوله له اوربند پرته امکان نه‌لري، خو یو شمېر نور سیاستوال او خلک په دې باور دي چې که دا خبرې اترې له سره پیل نه‌شي او یوې پایلې ته ونه‌رسېږي، جګړې به زور واخلي او ډېر خلک به لاهم قرباني شي.

کمیسیون شکایات:

بیش از ۹۰۰ نفر به نهاد های عدلی معرفی شده است

کمیسیون شکایات انتخاباتی با اعلام پایان بررسی شکایات انتخاباتی می‌گوید که از مجموع ۴۵۲۸ شکایت، به ۴۳۶۲ مورد آن رسیدگی شده است.​

آگاهان اقتصادی:

حکومت دستاورد قابل ملاحظه‌ای در امر مبارزه با فساد اداری ندارد

شماری از آگاهان امور سیاسی می‌گویند که افغانستان هنوز هم فاسدترین کشور جهان است و حکومت وحدت ملی دستاورد قابل ملاحظه‌ای در امر مبارزه با فساد اداری نداشته است.

اعتراض به افزایش سرقت‌های مسلحانه از موبایل‌فروشی‌های هرات

بیش از صد تن از موبایل‌فروشان هرات در مقابل ساختمان قوماندانی پولیس این ولایت در واکنش به افزایش سرقت‌های مسلحانه بر دکان‌های‌شان امروز دست به تجمع اعتراضی زدند.

د افغانستان د غالیو صادرات د تېر کال په پرتله ۳۰ سلنه کم شوي

د افغانستان د غالیو او فرشونو مرکز وايي، تېر کال ته په کتو په روان کې بهر ته ددغه هېواد د غالیو په صادراتو کې ۳۰ سلنه کموالی راغلی دی.

ولسمشر له افغانستانه د جلغوزې، پستې او زعفرانو قاچاق منع اعلان کړ

ولسمشر غني د یو حکم په صادرولو سره له افغانستان څخه د جلغوزې، پستې او زعفرانو قاچاق منع اعلان کړ.

"امریکا د افغانستان پر ټاکنیزو کمیسیونونو د هرډول سیاسي فشار مخالفه ده"

یوې لوړپوړې امریکايي ډیپلوماتې الیس وېلز ویلي چې امریکا په افغانستان کې پر انتخاباتي کمیسیونونو د هر ډول سیاسي فشار او لاسوهنې مخالفه ده.

یک منبع آگاه:

توافقنامۀ صلح آمادۀ امضای شدن است

یک منبع طالبان به رادیو آزادی گفت: “توافقنامه صلح میان این گروه و ایالات متحده نهایی شده و تنها امضای آن باقی مانده است.”

فرنتکس:

مهاجرین افغان به اروپا امسال بیش از سوری ها است

ادارۀ سرحدات اتحادیۀ اروپا یا ‘فرنتکس’ می‌گوید در ٩ ماه اول سال ۲۰۱۹، رقم افغان‌های که برای پناهجویی وارد کشورهای عضو این اتحادیه شده اند، بیش از پناهجویان سوریه بوده است.

ارګ:

سیګار د فساد پر ضد د افغان حکومت په مبارزې خوښ دی

د امریکا د متحدو ایالتونو سرمتفش جان ساپکو له ولسمشر غني سره لیدلي او د فساد پر ضد یې د افغان حکومت د مبارزې په اړه خبرې کړي دي.

د ټاکنو کمیسیون مرکزي سرور ته د بیومټریک معلوماتو انتقال لا هم نه دی بشپړ شوی

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسيون وايي له بيومټريک دستګاوو، د مرکزي زېرمتون سيسټم ته د رايو د لېږد بهير لا هم نه دى بشپړ شوى.

دخالت ستره محکمه در انتخابات، خیانت ملی است

نامزد انتخابات ریاست جمهوری تاکید کرد که مداخله ستره محکمه در امور انتخابات، خیانت ملی است و تیم حاکم تلاش دارد با این حربه، آرای بدون بایومتریک‌ را محاسبه کند.

د ولسمشر د طرحې له مخې پر کاردان پوهنتون د مرکزي سيلو د لسګونه جريبه ځمکې پلور

داسې اسنادونه موندلي چې په کې ښيي د ماليې او ښار جوړولو وزارت او همداراز کابل ښاروالۍ د مرکزي سيلو ۴۰ جريبه ځمکه کاردان خصوصي پوهنتون ته ورکړي.

روغتیا وزارت:

هر کال سلګونه ماشومان د اسهال ناروغیو له امله مړه کېږي

د عامې روغتیا وزارت وایي، افغانستان لا هم د هغو هیوادنو په نوملړ کې قرار لري، چې له پنځو کلونو څخه د ټیټ عمر ماشومان پکې ډیر مړه کیږي.

یوناما:

در جریان انتخابات ریاست جمهوری ۸۵ نفر کشته و ۳۷۳ تن زخمی شده‌اند

دفتر نماینده‌گی سیاسی سازمان ملل متحد در کابل، یوناما، ۱۷ روز پس از برگزاری انتخابات ریاست جمهوری، روز سه‌شنبه، بیست‌وسوم میزان گزارش ویژه‌ی خود درباره پی‌آمد‌های خشونت‌های مرتبط به انتخابات بر غیرنظامیان را نشر کرد.

  • میس عینک لوبډله د شپږیزې پایلوبې ته ووتله

  • میس عینک لوبډله د شپږیزې پایلوبې ته ووتله

  • کشته‌شدن 7 عضو یک خانواده در حملۀ هوایی نیروهای آمریکایی در وردک

  • کشته‌شدن 7 عضو یک خانواده در حملۀ هوایی نیروهای آمریکایی در وردک

  • برای نخستین‌بار یک مهاجر افغان در ایران کافه ایجاد کرده‌است

  • برای نخستین‌بار یک مهاجر افغان در ایران کافه ایجاد کرده‌است

  • جاپان د لویانو سواد زده کړې لپاره څه باندې ۷ میلیون ډالر مرسته وکړه

  • جاپان د لویانو سواد زده کړې لپاره څه باندې ۷ میلیون ډالر مرسته وکړه

  • شکایتونو کمېسیون د ۱۸۱۷ محلونو رایو د بیا شمېرلو فیصله کړې

  • شکایتونو کمېسیون د ۱۸۱۷ محلونو رایو د بیا شمېرلو فیصله کړې

  • د غزني په دوو ولسوالیو کې هوايي بریدونو پنځه طالبان وژلي

  • د غزني په دوو ولسوالیو کې هوايي بریدونو پنځه طالبان وژلي

  • شورای نامزدان غنی و عبدالله را به تقلب‌های گُسترده متهم می‌سازد

  • شورای نامزدان غنی و عبدالله را به تقلب‌های گُسترده متهم می‌سازد

  • د لغمان په علیشنګ ولسوالۍ کې موټربم برید شوی

  • د لغمان په علیشنګ ولسوالۍ کې موټربم برید شوی

  • ''د افغانستان نژدې نیمايي نفوس د خوړو خوندیتوب نه لري''

  • ‘‘د افغانستان نژدې نیمايي نفوس د خوړو خوندیتوب نه لري’‘

  • 70 تن ازنیروهای امنیتی درولسوالی گیزاب ولایت ارزگان محاصره شده اند

  • 70 تن ازنیروهای امنیتی درولسوالی گیزاب ولایت ارزگان محاصره شده اند

    وزارت امور داخله

  • حمل سلاح و تردد موترهای شیشه سیاه باید قانونی شود

  • وزارت امور داخله تاکید دارد که حمل سلاح و تردد موترهای شیشه سیاه و مقام های عالی رتبه باید در چارچوب برنامه مبارزه با جرایم در کابل، قانونی شود.

    د پاکستان د پارلمان مشر :

  • د افغانستان د ولسي جرګې د غړو ظرفیت لوړونه کې مرستې ته تیار یو

  • د پاکستان د پارلمان مشر وايي، دوی چمتوو دي چې د پاکستان د پارلماني خدمتونو د موسسې لخوا د افغانستان د ولسي جرګې د غړو په ظرفیت لوړونه کې مرسته وکړي.

    د بګرام ولسوال:

  • پروان کې د سړک غاړې ماین چاودنې پنځه کسان ټپيان کړل

  • د پروان د بګرام ولسوالۍ په قلعه خواجه سیمه کې د سړک غاړې ماین چاودنې پنځه کسان ټپیان کړي دي.

    صنعت‌گران هرات:

  • دامپینگ ایران، ده‌ها کارخانه‌ صنعتی را در افغانستان تعطیل کرده‌است

  • دامپینگ یا قیمت‌شکنی از سوی کشور ایران باعث مسدودشدن ده‌ها کارخانه تولیدی در شهرک صنعتی ولایت هرات شده‌است. آمارهای اتاق صنایع و معادن هرات نشان می‌دهد که نزدیک به ۲۰۰ کارخانه تولیدی در این شهرک از فعالیت بازمانده‌اند.
    <
     
    >
    SunMonTueWedThuFriSat
      123

    4

    5
    6789101112
    13141516

    17

    18

    19

    20

    21

    22

    23

    24

    25

    26

    27

    28

    29

    30

    31

      
    <
     
    >
    SunMonTueWedThuFriSat
      123

    4

    5
    6789101112
    13141516

    17

    18

    19

    20

    21

    22

    23

    24

    25

    26

    27

    28

    29

    30

    31

      

    گالری تصاویر

    مشاهده همه

    زخمی شدن سطحی امرالله صالح
    د امرالله صالح په دفتر برید
    حمله بر دفتر کمپاین امرالله صالح
    حمله امروزی طالبان در کابل
    په کابل کې په یوه بس نننۍ چاودنه
    انفجار کابل بر کارمندان وزارت معادن
    اعتراضات امروزی کابل
    معترضې کاندیدانې
    کاندیدان معترض

    گالری ویدیو

    مشاهده همه

    اسلام آباد کې د ولسمشر مهمه وینا
    د طالب پلاوی وینا
    زورواکو ته د ولسمشر خبرداری
    زورواکو ته د ولسمشر خبرداری