وروستي خبرونه
آخرین اخبار
کود خبر: 5125
منبع خبر: بی بی سی

امریکا ته افغان جګړه په څومره بیه تمامه شوه؟

7 سنبله 1398

 د امریکا پوځ افغانستان کې د طالبانو ضد جګړه کې له ۲۰۰۱ کال راهیسې په میلیاردونو ډالر لګولي دي.

 خو که د قطر پلازمېنه دوحه کې د طالبانو او امریکا خبرې بریالۍ کېږي، ښايي افغانستان کې ور سره د امریکايي پوځيانو شتون هم پای ومومي.

 افغان ولسمشر اشرف غني وايي، افغان جګړه د امریکا حکومت او ټولنې ته پنځه سوه میلیارد ډالره بیه تمامه شوې ده.

 خو دا شمېره څومره سمه ده او څنګه دومره لګښت شوی دی.

 له ۲۰۱۲ تر ۲۰۱۸ په افغالنستان کې امریکايي ځواکونه.

امریکا د ۲۰۰۱ کال اکټوبر کې پر افغانستان په دې دلیل یرغل وکړ چې طالبانو د القاعده پخواني مشر بن لادن او لوړپوړو مشرانو ته چې د سپټمبر ۱۱ بریدونو باندې تورن ته پنا ور کړې ده.

 امریکا طالبان له واک لرې کړل، خو دې ډلې افغانستان کې اوږدمهالې جګړه پیل کړه.

 افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د شمېر ډېرېدلو سره واشنګټن اړ شو چې د طالبانو سره جګړې او بیارغونې ته په میلیاردونو ډالر ځانګړي کړي.

 د امریکايي حکومت د شمېرو له مخې د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۲ ترمنځ چې دغه هېواد افغانستان کې له یو لیک ډېر سرتېري لرل، د کال یې لګښت سل میلیارد ډالرو ته رسېد.

 خو امریکايي پوځ چې له عملیاتو په ځای د افغان پوځ پر روزلو بوخت شو، لګښت یې هم کم شو او د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۸ کلونو ترمنځ یې لګښت هم تر ۴۰ میلیارد ډالرو ټیټ شو.

 د روان کال لګښت هم ۱۸ میلیارد ډالر اټکل شوی دی.

 د ۲۰۱۹ کال تر مارچ پورې د کال ۱۸ بیلون لګښت شوی دی.

 خو د امریکا دفاع وزارت وايي، دوی د ۲۰۰۱ کال له اکټوبر د ۲۰۱۹ کال تر مارچ پورې ۷۶۰ میلیارد ډالر لګولي دي.

 دا شمېر تر هغه ډېر دی چې افغان حکومت یې وايي.

 مګر د امریکا د برن پوهنتون د څېړنه وايي، په افغانستان کې د لګښت په هکله د امریکا رسمي شمېر له اصلي شمر ډېر کم ښودل شوی دی.

 څېړنه کې ویل شوي، دې پیسو کې له جګړه د ستنو امریکايي پوځیانو لګښت، هغه پیسې چې د جګړه اړوند نورو حکومتي ادارو کې لګېدلې او د جګړې لپاره د پور پیسو سود هم پکې شامل نه دی.

 دا څېړنه ښيي چې له نورو لګښتونو سره د جګړې ټول لګښت یو تریلیون ته رسېږي.

 دا پیسې چېرته ولګول شوې؟

  د پیسو ډېره برخه د وسلوالو ضد عملیاتو او د پوځیانو، په خوړو، جامو، روغتیايي چارو، تنخا او نورو شیانو لګول شوې دي.

 چارواکي وايي، له دې پیسو ۱۳۳ میلیارد ډالر چې د ټول لګښت ۱۶ سلنه کېږي تېرو ۱۷ کلونو کې یې د افغانستان پر بیا رغونه لګولې دي.

 له دې پیسو بیا تر نیمايي ډېرې یا (۸۳ میلیار ډالر) د افغان امنیتي ځواکونو پر جوړلولو مصرف شوې دي.

 پاتې هم تر ډېره د حکومتولۍ د ښه والي او بېخ بنسټونو او همدارنګه اقتصادي او انساني مرستو او د نشه يي توکو ضد هڅو کې لګول شوې دي.

 امریکا د ورځې ۱،۵ میلیونه یا له ۲۰۰۲ کال د دې کال تر جون نږدې ۹ میلیارد ډالر د نشه يي توکو ضد هڅو لګولې دي، خو د ملګرو ملتونو شمېرې ښيي چې دا کرونده لا هم زیاتېږي.

 پر ۲۰۱۷ کال د افغانستان د بیارغونې امریکايي څارونکي وویل چې تېرو ۱۱ کلونو کې د امریکا ۱۵،۵ میلیارد ډالر په اداري فساد کې ورک شوي دي.

 دا پیسې ښايي د ضایع شویو پیسو یوه برخه وي، ویل کېږي چې د امریکا پیسو جګړه توده کړې، فساد یې رامنځ ته کړی او اورپکو ډلو ته یې د مرستې زمینه برابره کړې.

 انساني بیه یې څومره ده؟

 پر ۲۰۰۱ کال د طالبانو ضد جګړې راهیسې افغان جګړه کې د امریکا دوه زره درې سوه سرتېري وژل شوي او شل زره پنځه سوه سرتېري ټپي شوي دي.

 د رسمي شمېرو له مخې د ۲۰۱۸ کال تر جون پورې افغانستان کې د امریکا څوارلس زره سرتېري و، خو نورو یوولس زره ولسي امریکایانو هم د قراردادیانو په ډول کار کاوه.

 خو د امریکایانو مرګ ژوبله له افغان ځواکونو او ولس خورا کمه ده.

 ولسمشر غني سږ کال وویل چې پر ۲۰۱۴ کال د ده له واکمنېدو راهیسې له ۴۵ زرو ډېر افغان سرتېري وژل شوي دي.

 د غني څرګندوې هیښوونکې وې، ځکه امریکا او افغان حکومتونو تر ډېره د افغانانو مرګ ژوبلې شمېره نه خپروله.

 خو بیا هم رپوټونه وايي، وروستیو کلونو د افغان پوځ د مرګ شمېر خورا ډېر دی او د ورځې له ۳۰ تر ۴۰ اټکل شوی دی.

 ملګري ملتونه وايي دې جګړه کې له ۳۲ زرو ډېر افغانان وژل شوی او تر ۶۰ زرو ټپي شوي او دا مرګ ژوبله له ۲۰۰۹ کال راهیسې په ریکارډ ډول زیاته شوې ده.

کاهش کارخانه‌ها در بلخ و فرار سرمایه‌ها از شمال افغانستان به ازبکستان

در پارک صنعتی امیرعلی شیرنوایی در حومه‌ شرقی شهر مزار شریف، مرکز ولایت بلخ در شمال افغانستان تا سال ۲۰۱۴ نزدیک به ۳۰۰ کارخانه تولید مواد غذایی، پوشاک و مواد ساختمانی فعالیت داشتند. براساس آمار رسمی این کارخانه‌ها تا ۲۵ درصد نیاز ولایت‌های شمال افغانستان را تولید می‌کردند.

جاوید احمدي او نجات مسعود؛ د شپږیزې نوي ریکارډ جوړوونکي

په افغانستان کې د شپږیزې په سږني لیګ کې د دوشنبې په ورځ (اکتوبر۱۴) دوه نوي ریکارډونه جوړ شول.

د ټاکنو کمېسیون ته د بهرنیو سفیرانو تګ راتګ سختې نیوکې راپورته کړې دي

د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا فیفا مشر یوسف رشید، د ټاکنو کمېسیون ته د یو شمېر هېوادونو د سفیرانو تګ راتګ اندېښمنوونکی او ناسم بللی دی.

تهدید طالبان ۲۶ درصد کودکان هرات را از واکسین پولیو محروم کرده‌است

کمپاین خزانی واکسین پولیو، امروز (دوشنبه، ۲۲ میزان) در شهر و ولسوالی‌های هرات نیز همزمان با سایر نقاط کشور آغاز شده‌است؛ اما به دلیل تهدیدات طالبان، کودکان از تطبیق پولیو در مناطق ناامن بازخواهند ماند.

بغلان کې جګړه‌ييز وضعيت؛ امنيتي ځواکونه همغږي نه دي

بغلان ولایت کې امنیتي سرچینې چې نه غواړي نوم یې راپور کې واخیستل شي، سلام‌وطندار ته وايي، د دغه ولایت د لویو لارو شاوخوا کې د طالبانو وروستیو نښتو کې د افغان ځواکونو تر ۱۵ زیاتې امنیتي پوستې ورانې شوي او د افغان پوځ او پولیسو ترمنځ د نه همغږۍ له کبله دغه پوستې تر اوسه بېرته نه دي جوړې شوي.

نخستین نشست شورای وزیران پس از انتخابات برگزار شد

نخستین نشست نوبتی شورای وزیران پس از برگزاری انتخابات ریاست جمهوری به ریاست عبدالله عبدالله، رییس اجرایی حکومت وحدت ملی، برگزار شد.

له مالیاتو د تېښتې مخنیوی؛ وارداتي توکي جلا پلټل او محصولیږي

د افغانستان مالیې وزارت وايي، په هېواد کې یې د ټولو بندرونو مسوولینو ته سپارښتنه کړې چې وارداتي توکي تشریح او د پانګې له تېښتې څخه مخنیوی وکړي.

منابع نزدیک به طالبان:

امریکا برای آغاز مجدد گفتگوهای صلح با طالبان تمایل نشان داده است

منابع نزدیک به گروه طالبان می‌گویند که دور تازه گفتگوهای مقام‌های امریکایی و نمایندگان طالبان، پس از اعلام نتایج انتخابات ریاست جمهوری افغانستان آغاز می‌شود.

اسکات میلر:

نیروهای امنیتی افغان تروریستان را در جنگ شکست داده‌اند

ارگ ریاست جمهوری می‌گوید که جنرال اسکات میلر، قوماندان عمومی نیروهای ناتو در افغانستان، در دیداری با رییس جمهور غنی گفته است که نیروهای امنیتی و دفاعی افغان «تروریستان» را در جنگ شکست داده‌اند.

وزارت دفاع:

46 طالب در 7 ولایت کشته شدند

وزارت دفاع ملی با نشر خبرنامه‌ای از اجرای عملیات‌های مختلف در 7 ولایت کشور خبرداده و گفته که در این عملیات‌ها 46 دهشت افگن طالب کشته شده‌اند.

سازمان ملل تنها از اعتباردهی به آرای بایومتریک شده حمایت می‌کند

دفتر نماینده‌گی سیاسی سازمان ملل متحد در کابل یا یوناما، یک بار دیگر اعلام کرده است که از کمیسیون‌های انتخاباتی به عنوان نهادهای رسمی و قانونی برگزارکننده انتخابات و تصمیم‌های آن‌ها حمایت می‌کند.

چارواکي:

په پکتیا کې نهه وسله وال طالبان ووژل شول

ځایي چارواکي په پکتیا کې د نهو وسله والو طالبانو د وژلو خبر ورکوي.

د کابل ښاریان:

هره شپه وسله وال کسان خلک وژني، غلاګانې کوي او خلک ځوروي

کابل ښاریان د ځان وژونکو حملو او چاودنو ترڅنګ جنايي جرمونو، وسله والو غلاوو، وژنو او داسې نورو پېښو اندېښمن کړي دي.

مشرانو جرګه:

یو سناتور ۵ ساعته پولیسو له ځانه سره ساتل و

د ملي شورا له یو شمېر غړو سره د کابل پولیسو له سخت چلند وروسته، اوس مشرانو جرګه وايي، پولیسو یو سناتور هم د پنځو ساعتونو لپاره نیولی و.

یوناما:

قبل از ابراز نظر، درک دقیقی از روند شمارش آرا داشته باشید

دفتر هیات معاونت سازمان ملل در افغانستان یا یوناما امروز یک‌شنبه ۲۱ میزان در خبرنامه‌ی نگاشته است که از افراد دخیل در انتخابات ریاست جمهوری خواسته است که پیش از این‌که درک دقیقی از روند شمارش آرا داشته باشد اظهار نظر نکند.

چارواکي:

د غزني په ده یک ولسوالۍ کې ۷ طالبان وژل شوي

د غزني چارواکي وايي، د دغه ولایت په ده یک ولسوالۍ کې ۷ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

څېړنه:

پر ټاکنیز بهیر ۶۸ بریدونو کې ۳۷۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د بشري حقونو کمېسیون وايي، موندنې یې ښيي چې د ۱۳۹۸ کال د ولسمشرۍ پر ټاکنیز بهیر اود رایو په مرکزونو ۶۸ بریدونه شوي چې ۳۷۷ کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

اترا:

وسله والو مخالفانو د مخابراتي شرکتونو ۴۹ سایټونه ویجاړ کړي

د اترا یا د افغانستان د مخابراتي خدماتو د تنظیم اداره وايي، د دولت وسله والو مخالفانو په وروستیو کې د مخابراتي کمپنیو ۴۹ سایټونه ویجاړ کړي چې له کبله یې دغو کمپنیو ته د ملیونونو ډالرو تاوان اوښتی دی.

تأکید ارگ بر ادامه حضور نظامیان خارجی در افغانستان

ارگ ریاست جمهوری، در واکنش به گفته‌های اخیر دونالد ترمپ، رئیس جمهور، ایالات متحده امریکا، می‌گوید، هنوزهم نیاز است که نیروهای امریکایی با نظامیان افغانستان به گونه مشترک در برابر هراس‌افگنان مبارزه کنند.

آغاز ششمین دور توزیع آله شنوایی از سوی بنیاد بیات به همکاری موسسه ستارکی

برای ششمین‌بار بنیاد بیات با همکاری موسسه «ستارکی» امروز(شنبه، ۲۰ میزان) صدها آله شنوایی را برای ناشنوایان در کابل توزیع کرد.

ورځني لنډ خبرونه / اخبار کوتاه روز

<
 
>
SunMonTueWedThuFriSat
  123

4

5
6789101112
1314

15

16

17

18

19

20

21

22

23

24

25

26

27

28

29

30

31

  
<
 
>
SunMonTueWedThuFriSat
  123

4

5
6789101112
1314

15

16

17

18

19

20

21

22

23

24

25

26

27

28

29

30

31

  

تحلیل او تبصرې

 بیانیه ها و اعلامیه ها

افغانستان در شبکه های اجتماعی

موضوعات مختلف

گالری تصاویر

مشاهده همه

زخمی شدن سطحی امرالله صالح
د امرالله صالح په دفتر برید
حمله بر دفتر کمپاین امرالله صالح
حمله امروزی طالبان در کابل
په کابل کې په یوه بس نننۍ چاودنه
انفجار کابل بر کارمندان وزارت معادن
اعتراضات امروزی کابل
معترضې کاندیدانې
کاندیدان معترض

گالری ویدیو

مشاهده همه

اسلام آباد کې د ولسمشر مهمه وینا
د طالب پلاوی وینا
زورواکو ته د ولسمشر خبرداری
زورواکو ته د ولسمشر خبرداری