وروستي خبرونه
آخرین اخبار
کود خبر: 5109
منبع خبر: تاند

د تاريخ بې‌خونده تکرار؛ يو باتور ملت، بيا غرقېږي؟

6 سنبله 1398

کم و زيات اته ويشت کاله وړاندې په افغانستان کې جګړې لکه د اوس ګرمې وې، بيا “د سولې خبرې” لکه اوس تودې شوې، شهيد ډاکټر نجيب الله د ملي روغې جوړې غږ پورته کړ او پر حکومت يې “د ملي وحدت حکومت” نوم کېښود.

هغه مهال “دوستم“ د ارګ په خوا کې ولاړ و، د شمال “جهادي توپکيان“ اپوزيسيون ول، له “پاکستان“ سره د حکومت اړيکې سمې شوې، جي‌ايچ‌کيو د ملي وحدت حکومت ته په حکومت کې د ننوتو اشرارو يو اوږد ليسټ ورکړ.

“ګارنېزيونونه“ جوړل شول، ملېشې او “اربکيان“ وسله‌وال شول، خو د جنګ لمبې د کښېناستو پر ځای، لا ژبغړاندې شوې.

ناامنۍ د هېواد له لمنو راوخوځېدې، مرکزونو ته يې خوله ورکړه، “لويې لارې توپکيانو ونيوې“، داړه داړه به پر لويو لارو د پاټکونو پر سر ولاړ ول، له روانو موټرو به يې “باج“ اخيست، ځينې موټرونه به يې تشول او ځينې به يې درول.

سوکه سوکه له پاکستان سره اړيکې بېرته ترينګلې شوې، بيا پسې تر بدو بترې شوې او بالاخره شهيد ولسمشر نجيب “سر ورکوم، خو سنګر نه پرېږدم“ چيغه پورته کړه، د وطن او کفن خبره يې ياده کړه او هېواد له پاکستان سره عملا د جګړې ډګر ته کښته شو.

ډېورنډ ته پر څېرمه پرتو سيمو د پاکستان بريدونه پيل شول، د ننګرهار حماسه په دې وخت پېښه او د پنجابيانو او جهادي توپکيانو په شرم پای ته ورسېده، خو حکومت د داخلي کشمکشونو تاب را نه وړای شوای.

وروسته “دوستم لاره بېله کړه“، ملېشې او اربکيان په بدو واوښتل، سيمې يو په بل پسې د حکومت له لاسه ووتې، ذهنونه مغشوش او فکرونه ګنګس شول، خلکو همدا چيغې وهلې چې نجيب دې واک پرېږدي او بيا د ملي وحدت حکومت وروستۍ سلګۍ ووهلې، تخت نسکور شو او افغانستان اور واخيست.

ملامت به نه ياست که فکر کوئ چې زه د اوسني وضعيت او اوسني حکومت کيسه کوم.

دا د تاريخ بې‌خونده تکرار دی. هغه ملتونه چې له تاريخه عبرت نه اخلي، پر جغرافيو يې تاريخي پېښې بيا بيا راګرځي او بيا بيا تکرارېږي، خو ښايي د نړۍ هيڅ ولس به دغسې ټکي په ټکي تکرار نه وي ليدلی لکه موږ چې يې ګورو.

څه باندې څلور کاله مخکې د ډاکټر اشرف غني احمدزي په مشري “د ملي وحدت حکومت“ جوړ شو. “دوستم“ به سهار په ارګ کې منډې وهلې او د څاښت پر مهال به يې له رسنيو سره د ارګ په سلام‌خانه کې د خبرو پر وخت، خولې وچولې.

له “پاکستان“ سره هغه مهال اړيکې ښې شوې، يو تړون هم لاسليک شو، خو اړيکې بېرته ترينګلې شوې، تړون لغوه شو او بيا ولسمشر په خپلو څرګندونو کې وويل چې “له پاکستان سره په نااعلان شوې جګړه کښېوتی دی. “

پخواني “جهادي توپکيان“ بيا په اپوزيسيون کې دي او له حکومت سره په ډغرو کې پر نظام داسې وارونه کوي چې د دې نيمه‌نيمزاله نظام ستنې ورسره ښوري.

“دوستم“ پخوانۍ ملېشې بيا وسلې والې کړې، تر دوو دريو لښکرکشيو او مانورونو وروسته يې ارګ تر شا پرېښود او يو ځل بيا د حکومت مخ ته ودرېده.

په تېرو کلونو کې “ناامنۍ“ تدريجي زياتې شوې، ولسوالۍ سقوط شوې، ولايتونه له ګوتو ووتل، غزني اور واخيست، پر فراه قيامت راغی، د کندوز د څلورلارو پر فوارو طالبانو استنجاوې وهلې او په کوڅو کې يې توپک په اوږه قوماندانانو په موبايلونو کې د چينجي ګېمونه وهل.

پر “لويو لارو“ اوږدې ږېري او ځړېدلې لمنې وروختې، له موټرو باج اخيستل پيل شول، شکمن مسافر په نيمه لار کې له موټرو کښته کېدل پيل شول او اوس د هېواد حلقوي سړک د طالبانو د عوايدو لويه برخه جوړوي.

 دا دی بيا “د سولې خبرې“ خوله په خوله کېږي، يو په بل پسې د سولې ناستې کېږي او بې نتېجې ختمېږي. ولس نه پر ډيموکراسي باور لري، نه يې د وطن راتلونکي ته تمه پاتې ده. د جنګ د دوام تاب ختم دی، خو د سولې له پروسې هم د خپلو اولادونو د وينو بوی ورځي.

ولس بيا ګنګس دی، اذهان مغشوش دي او له فکرونو د حل لارې ورکې دي.

ځينې ځينې اوس بيا چيغې وهي چې ولسمشر دې واک خوشې کړي. ځينې نور کټ مټ لکه څه کم درې لسيزې وړاندې د موقت حکومت ډول په غاړه ګرځوي، ځينې له نظامه دننه دښمن ته لکۍ ښوروي. ځينې يې په حکومت کې دننه د واک پر سر په کمکشو اخته دي او حکومت له دننه له پښو غورځوي.

“ملېشې او اربکيان“ بيا په بدو اوښتي، حکمتيار ژوندی ګرځي، د مسعود پر ځای شل مسعودان نور ناست دي، د ربانې زوی يې تر پلار لوړ کښېني، سياف تر پخوا تر و تازه دی، دوستم تر بغل زوی هم درولی، اسماعيل خان لا هماغه چهارخانه‌يي دسمال تر سر پېچلی او پاتې نور توپکيان چې مخکې يې دا وطن ټوکر ټوکر کړ، لا هم ژوندي، ګړندي او د نظام په دښمني کې ښه خونړي دي.

که د تاريخ دې بې‌خونده تکرار ته په ځير وګورو، يوازېنی بدلون چې راغلی هغه د ولسمشر په نوم کې دی، خو نومونه هم دوه په درې حصې سره ورته دي.

“ډاکټر نجيب احمدزی، ډاکټر غني احمدزی“

کلونه وروسته تاريخ بيا تکرارېږي. د ساعت عقربه سوکه سوکه د سقوط نقطې ته نږدې کېږي. موږ لکه پر ټايم بم چې سپاره يوو، هره لحظه چې تېرېږي، د انفجار وخت رالنډېږي. زموږ لاسونه او پښې د خپل حماقت په رسۍ تړلي او د خپلې خودخواهي په چاړه، لکه د قرباني اوښ، اووه واره حلالېږو.

کمیسیون شکایات:

بیش از ۹۰۰ نفر به نهاد های عدلی معرفی شده است

کمیسیون شکایات انتخاباتی با اعلام پایان بررسی شکایات انتخاباتی می‌گوید که از مجموع ۴۵۲۸ شکایت، به ۴۳۶۲ مورد آن رسیدگی شده است.​

آگاهان اقتصادی:

حکومت دستاورد قابل ملاحظه‌ای در امر مبارزه با فساد اداری ندارد

شماری از آگاهان امور سیاسی می‌گویند که افغانستان هنوز هم فاسدترین کشور جهان است و حکومت وحدت ملی دستاورد قابل ملاحظه‌ای در امر مبارزه با فساد اداری نداشته است.

اعتراض به افزایش سرقت‌های مسلحانه از موبایل‌فروشی‌های هرات

بیش از صد تن از موبایل‌فروشان هرات در مقابل ساختمان قوماندانی پولیس این ولایت در واکنش به افزایش سرقت‌های مسلحانه بر دکان‌های‌شان امروز دست به تجمع اعتراضی زدند.

د افغانستان د غالیو صادرات د تېر کال په پرتله ۳۰ سلنه کم شوي

د افغانستان د غالیو او فرشونو مرکز وايي، تېر کال ته په کتو په روان کې بهر ته ددغه هېواد د غالیو په صادراتو کې ۳۰ سلنه کموالی راغلی دی.

ولسمشر له افغانستانه د جلغوزې، پستې او زعفرانو قاچاق منع اعلان کړ

ولسمشر غني د یو حکم په صادرولو سره له افغانستان څخه د جلغوزې، پستې او زعفرانو قاچاق منع اعلان کړ.

"امریکا د افغانستان پر ټاکنیزو کمیسیونونو د هرډول سیاسي فشار مخالفه ده"

یوې لوړپوړې امریکايي ډیپلوماتې الیس وېلز ویلي چې امریکا په افغانستان کې پر انتخاباتي کمیسیونونو د هر ډول سیاسي فشار او لاسوهنې مخالفه ده.

یک منبع آگاه:

توافقنامۀ صلح آمادۀ امضای شدن است

یک منبع طالبان به رادیو آزادی گفت: “توافقنامه صلح میان این گروه و ایالات متحده نهایی شده و تنها امضای آن باقی مانده است.”

فرنتکس:

مهاجرین افغان به اروپا امسال بیش از سوری ها است

ادارۀ سرحدات اتحادیۀ اروپا یا ‘فرنتکس’ می‌گوید در ٩ ماه اول سال ۲۰۱۹، رقم افغان‌های که برای پناهجویی وارد کشورهای عضو این اتحادیه شده اند، بیش از پناهجویان سوریه بوده است.

ارګ:

سیګار د فساد پر ضد د افغان حکومت په مبارزې خوښ دی

د امریکا د متحدو ایالتونو سرمتفش جان ساپکو له ولسمشر غني سره لیدلي او د فساد پر ضد یې د افغان حکومت د مبارزې په اړه خبرې کړي دي.

د ټاکنو کمیسیون مرکزي سرور ته د بیومټریک معلوماتو انتقال لا هم نه دی بشپړ شوی

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسيون وايي له بيومټريک دستګاوو، د مرکزي زېرمتون سيسټم ته د رايو د لېږد بهير لا هم نه دى بشپړ شوى.

دخالت ستره محکمه در انتخابات، خیانت ملی است

نامزد انتخابات ریاست جمهوری تاکید کرد که مداخله ستره محکمه در امور انتخابات، خیانت ملی است و تیم حاکم تلاش دارد با این حربه، آرای بدون بایومتریک‌ را محاسبه کند.

د ولسمشر د طرحې له مخې پر کاردان پوهنتون د مرکزي سيلو د لسګونه جريبه ځمکې پلور

داسې اسنادونه موندلي چې په کې ښيي د ماليې او ښار جوړولو وزارت او همداراز کابل ښاروالۍ د مرکزي سيلو ۴۰ جريبه ځمکه کاردان خصوصي پوهنتون ته ورکړي.

روغتیا وزارت:

هر کال سلګونه ماشومان د اسهال ناروغیو له امله مړه کېږي

د عامې روغتیا وزارت وایي، افغانستان لا هم د هغو هیوادنو په نوملړ کې قرار لري، چې له پنځو کلونو څخه د ټیټ عمر ماشومان پکې ډیر مړه کیږي.

یوناما:

در جریان انتخابات ریاست جمهوری ۸۵ نفر کشته و ۳۷۳ تن زخمی شده‌اند

دفتر نماینده‌گی سیاسی سازمان ملل متحد در کابل، یوناما، ۱۷ روز پس از برگزاری انتخابات ریاست جمهوری، روز سه‌شنبه، بیست‌وسوم میزان گزارش ویژه‌ی خود درباره پی‌آمد‌های خشونت‌های مرتبط به انتخابات بر غیرنظامیان را نشر کرد.

  • میس عینک لوبډله د شپږیزې پایلوبې ته ووتله

  • میس عینک لوبډله د شپږیزې پایلوبې ته ووتله

  • کشته‌شدن 7 عضو یک خانواده در حملۀ هوایی نیروهای آمریکایی در وردک

  • کشته‌شدن 7 عضو یک خانواده در حملۀ هوایی نیروهای آمریکایی در وردک

  • برای نخستین‌بار یک مهاجر افغان در ایران کافه ایجاد کرده‌است

  • برای نخستین‌بار یک مهاجر افغان در ایران کافه ایجاد کرده‌است

  • جاپان د لویانو سواد زده کړې لپاره څه باندې ۷ میلیون ډالر مرسته وکړه

  • جاپان د لویانو سواد زده کړې لپاره څه باندې ۷ میلیون ډالر مرسته وکړه

  • شکایتونو کمېسیون د ۱۸۱۷ محلونو رایو د بیا شمېرلو فیصله کړې

  • شکایتونو کمېسیون د ۱۸۱۷ محلونو رایو د بیا شمېرلو فیصله کړې

  • د غزني په دوو ولسوالیو کې هوايي بریدونو پنځه طالبان وژلي

  • د غزني په دوو ولسوالیو کې هوايي بریدونو پنځه طالبان وژلي

  • شورای نامزدان غنی و عبدالله را به تقلب‌های گُسترده متهم می‌سازد

  • شورای نامزدان غنی و عبدالله را به تقلب‌های گُسترده متهم می‌سازد

  • د لغمان په علیشنګ ولسوالۍ کې موټربم برید شوی

  • د لغمان په علیشنګ ولسوالۍ کې موټربم برید شوی

  • ''د افغانستان نژدې نیمايي نفوس د خوړو خوندیتوب نه لري''

  • ‘‘د افغانستان نژدې نیمايي نفوس د خوړو خوندیتوب نه لري’‘

  • 70 تن ازنیروهای امنیتی درولسوالی گیزاب ولایت ارزگان محاصره شده اند

  • 70 تن ازنیروهای امنیتی درولسوالی گیزاب ولایت ارزگان محاصره شده اند

    وزارت امور داخله

  • حمل سلاح و تردد موترهای شیشه سیاه باید قانونی شود

  • وزارت امور داخله تاکید دارد که حمل سلاح و تردد موترهای شیشه سیاه و مقام های عالی رتبه باید در چارچوب برنامه مبارزه با جرایم در کابل، قانونی شود.

    د پاکستان د پارلمان مشر :

  • د افغانستان د ولسي جرګې د غړو ظرفیت لوړونه کې مرستې ته تیار یو

  • د پاکستان د پارلمان مشر وايي، دوی چمتوو دي چې د پاکستان د پارلماني خدمتونو د موسسې لخوا د افغانستان د ولسي جرګې د غړو په ظرفیت لوړونه کې مرسته وکړي.

    د بګرام ولسوال:

  • پروان کې د سړک غاړې ماین چاودنې پنځه کسان ټپيان کړل

  • د پروان د بګرام ولسوالۍ په قلعه خواجه سیمه کې د سړک غاړې ماین چاودنې پنځه کسان ټپیان کړي دي.

    صنعت‌گران هرات:

  • دامپینگ ایران، ده‌ها کارخانه‌ صنعتی را در افغانستان تعطیل کرده‌است

  • دامپینگ یا قیمت‌شکنی از سوی کشور ایران باعث مسدودشدن ده‌ها کارخانه تولیدی در شهرک صنعتی ولایت هرات شده‌است. آمارهای اتاق صنایع و معادن هرات نشان می‌دهد که نزدیک به ۲۰۰ کارخانه تولیدی در این شهرک از فعالیت بازمانده‌اند.
    <
     
    >
    SunMonTueWedThuFriSat
      123

    4

    5
    6789101112
    13141516

    17

    18

    19

    20

    21

    22

    23

    24

    25

    26

    27

    28

    29

    30

    31

      
    <
     
    >
    SunMonTueWedThuFriSat
      123

    4

    5
    6789101112
    13141516

    17

    18

    19

    20

    21

    22

    23

    24

    25

    26

    27

    28

    29

    30

    31

      

    گالری تصاویر

    مشاهده همه

    زخمی شدن سطحی امرالله صالح
    د امرالله صالح په دفتر برید
    حمله بر دفتر کمپاین امرالله صالح
    حمله امروزی طالبان در کابل
    په کابل کې په یوه بس نننۍ چاودنه
    انفجار کابل بر کارمندان وزارت معادن
    اعتراضات امروزی کابل
    معترضې کاندیدانې
    کاندیدان معترض

    گالری ویدیو

    مشاهده همه

    اسلام آباد کې د ولسمشر مهمه وینا
    د طالب پلاوی وینا
    زورواکو ته د ولسمشر خبرداری
    زورواکو ته د ولسمشر خبرداری