وروستي خبرونه
آخرین اخبار
کود خبر: 4981
منبع خبر: تاند

طالبان او داعش؛ اووه مشابهتونه، اووه توپیرونه

1 سنبله 1398

لیکوال: محمد محق په مصر کې د افغانستان سفیر  

په دې وروستیو میاشتو کې له وسلوالو طالبانو سره د سولې خبرې اترې ګرمې شوي، خو تر څنګ يې دا اندیښنې هم رامنځ ته شوي چې طالبان به یو ځل بیا واک ته ورسیږي. اصلي پوښتنه دا ده چې د وسلوالو طالبانو او نورو تروریستې ډلو ترمنځ لکه داعش څه توپیر دی، تر څو داسي اطمنان ترلاسه شي چې د دې ډلې واک ته رسیدل د تروریزم د کامیابۍ په معنا نه دي.

دا دواړه ډلې یو له بل سره توپیرونه او ورتوالي لري. د ورتوالي له امله د دواړو ډلو په هکله اندیښنې راولاړیږي، خو توپیرونه یې د دې سبب کېږي چې په سیمه ییزه او نړیواله کچه د هرې ډلې په هکله بیلا بیل حساب او متفاوت چلند ورسره کیږي.

په دې هکله د اندیښنو راکمولو لپاره، لاندې مهمو مشابهتونو او توپیرونو ته اشاره کېږي څو د دې دوو ډلو په مقابل کې د کوم دریځ خپلول آسانه شي.

 

مشابهتونه:


د اسلام تفسیر:

طالبان او داعش چې د اسلام کوم تفسیر کوي هغه ظاهری تفسیر دی چې په عربی کې ورته نصی تفسیر او په انګریزي کې ورته (Literalistic) تحت اللفظی یا محوري متن ویل کېږي. په دې ډول د تفسیر اصل د لفظ سره تړل کېږي چې د معنا افق په متن پوري محدودوي. د اسلام په تاریخ کې اولنۍ او مشهوره ډله چې په دې ډوله یې فکر کاوه هغوی خوارج وو، وروسته د اهل حدیث ځینې ډلي لکه، حشویه، اخباریون او د هغوی څخه لږ نرم ځینې وروستني اشاعره. د دې تفسیر په اساس هرهغه څه چې په دینی نصوصو کې وي لکه کتاب الله او سنت یا هم د سلف صالح په خبرو کې راغلي وي مشروعیت لري، هرهغه څه چې په دې نصوصو کې نوي اعتبار او مشروعیت نلري. په لوي تقسیم بندی کې دغه دواړه ډلې د سلفي فکر سره تړاو درلودونکي دي.

د حکومتدارۍ بڼه:

د دواړو ډلو لپاره قدرت ته رسیدل ستراتیژیک هدف و او دی.

د ټولو اسلامي سیاسي ډلو لوي هدف قدرت ته رسیدل دي د دوي په خاصه اصطلاح کې ورته د “تمکین” مرحله وایې. د هغوي له نظره نور مهم هدفونه که داخلي اصلاحات دی او یا هم خارجي او نړیوال تغییرات دي، خو هدف د دوي د خوښي حکومت تشکیلول دي.

د داعش او طالبانو د حکومتدارۍ بڼه یوه ده. دواړه ډلي غواړي چې یو کس باید د امیر المؤمنین په نوم دواک واګي په لاس کې ونیسي. امیر المؤمنین د مسلمانانو په سنتي فکر کې بی حده صلاحیتونه او واک لري، د تاریخي تجربي په لړ کې مونږ ته څرګندیږي چې هیڅ داسي اداره نشته چې د امیر المؤمنین واکونه محدود کړي. 

په اسلامي نظام کې امیر المؤمنین تر ټولو لوي مقام لري چې د رتبه پر اساس د خدای او پیغمبر وروسته امیر المؤمنین دي، په مسلمانانو واجب ده چې د اولو الامر اطاعت وکړي آن که ورسره موافق هم نوي. د دي دواړو ډلو په آند هغه نظامونه چې د خلکو لخوا ټاکل شوي وي غیر شرعی دی او خلک شرعا مکلف دي چې امیر المؤمنین ومني  آګر که په زور هم واک ته رسیدلی وي. په زور واک ته رسیدلو ته په پخوانی فقه کې د تغلب اصطلاح کارول شوی. تغلب یعني غلبه پیدا کول او په هر ممکن ډول څیري کولو ته وایې. پدې نظام کې، اګر که د شورا په نوم کومه اداره هم وجود ولري د پخوانیو اکثره سنتي فقهاو په نظر امیر المؤمنین د دوي د نظر په منلو مکلف ندې فقط پیشنهادی رول لري، د هغه خوښه ده چې مني یې او که نا.

د معاصر تمدن سره تناقض:

ټولي اسلامي سیاسي ډلي د معاصر تمدن سره په ټکر کښې دي، د دي تمدن څخه فقط د جنګې وسیلي او تکتیک په ډول کار اخلي او غواړي چې د همدغه تمدن سره د جنګ لپاره د همدي تمدن څخه کار واخلي. پدې لړ کې طالبان او داعش د معاصر تمدن سره تر ټولو ډېر او ښکاره ټکر کې دي، د هغوي ډېره دوښمني د همدغه معاصر تمدن د مفاهیمو او ارزښتونو سره ده، لکه د فقه پر ځای د قانون حاکمیت، د سړي او ښځې برابري، تعدد، بشري حقوق، د بیان آزادی، مدني ټولنې او همداسي نور.

د مخالفینو سره د سخت چلند کول:

دواړه ډلي خپل مخالفین د خدای، پیغمبر او اسلام سره دوښمني کوونکي بولی. د دوي له نظره هر فرد او یا ډله چې د دوي مخالفت کوي باید په تاوتریخوالي وځپل شی او له منځه یوړل شي. د مخالفینو سره خواښوګې ښودونکې ډېر بد ګڼل کېږي آن د منافقانو په ډله کې شمیرل کیږي. د کافرانو او منافقانو سره سخت چلند کول نه یوازي تاکتیکي کړنه بلکه باید ستراتیژیکه کړنلاره وي.

ډار د ستراتیژۍ په توګه:

د دواړو ډلو د نظره، هغه کسان چې بالفعل په مخالفه ډله کې دي  یوازي سخت چلند کول ورسره کفایت نه کوي، بلکه هغه کسان چې بالقوه هم په مقابله ډله کې دی یا هم د دی احتمال وي چې مخالفې ډلي سره یو ځای شي باید داسې وترسول شي چې د مخالفت کولو فکر څخه هم لاس ووینځي. د دي کار لپاره باید خلک وویرول شي او داسي چلند ورسره وشي چې د هر ډول بغاوت، سرکشي او دوښمنې احتمال له منځه ولاړ شي. دوي دا تګلاره په صحیح بخاري کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه قول سره تړي چې “و نُصِرت بالرعب مسیرة شهر” یعني کامیابي مي پدې کې ده چې ترس می یوه میاشت زما څخه مخکې خپور وي.

د هدف لپاره د وسیلي توجیه:

دواړه ډلي خپل هدف مقدس بولي ځکه چې د دوي له نظره د خالص اسلامي نظام پلي کول او د شریعت تطبیق کول دي، دې هدف ته د رسیدو لپاره هر ډول کار جایز بولي. هغوي پدې باور دي چې د کفارو او منافقینو سره په جنګ دي، پدې حالت کې د چل او فریب څخه کار اخیستل جایز دی، پدې دلیل چې : “الحرب خدعة” یعنی جنګ چل او فریب دی. که چیري هدف ته د رسیدو لپاره فریب او چل کول، دروغ، اوازي خپرول، په مخالفینو د تهمت لګول هم وي جواز پیدا کوي.

د پولو بهر اړیکي:

ټولي اسلامي سیاسي ډلي پدې باور دي چې په نړۍ کې اوسنی پولي د منلو ندي، د دوي په نظر نړۍ د دوو او درو هېوادونو د زیات تقسیم وړ نده یو دار الاسلام دی، یو دار الکفر دی، یو دار العهد دی، یعني هغه غیر مسلمان هېواد چې د دار الاسلام سره د هکاری معاهده لري او ترمنځ یې جنګ نوي. داعش په رسمي ډول د نړیوال کیدلو دعوا لري او غواړي چې خلافت په ټوله اسلامي نړۍ کې حاکم کړي. طالبانو لومړیتوب افغانستان ته ورکړی، ولی په نورو هېوادونو کې دوي ته ورته ډلو سره مرسته کول شرعی دنده بولي. طالبان پدې ځای کې د چل او فریب څخه کار اخلي په ښکاره توګه د هغوي ملاتړ نکوي. پدې وروستیو کې د سولي په خبرو کې د القاعدی سره د دوي د اړیکو پریکول هم همغه فریب دی. طالبانو د خپلي واکمنی په وخت کې هم د سعودي عربستان د هغه وخت د استخباراتو مشر ترکی الفیصل سره هم د اسامه بن لادن په هکله ورته ژمنه کړی وه، خو کله چې واک ته ورسیدل هغه ژمنه یې هیره کړه له همدې کبله ترکی الفیصل په طالبانو ډېر غوسه و. دا خبره پرویز مشرف په خپل کتاب، د اور په کرښه، کې لیکلی.

 

توپیرونه:

 

قبیلوي جوړښت:

طالبانو د پیدایښت د همغه لومړۍ ورځې په قبیلوی عنصر تمرکز درلود. د همغه ورځې د طالبانو زیات نفوذ هم په هغه سیمو کې دی چې ښاري زندګې پکې کم رنګه او خلک لا هم په هغه سیمو کې په قبیلوي ډول زندګي کوي. طالبان په قبیلوي کشمکشونو کې داخل شوی او د سیالو قبیلو مشران یې وژلي. دا حالت هم د افغانستان په داخل کې د طالبانو د واک لاندې سیمو او هم د پاکستان په داخل کې د طالبانو د واک په سیمو کې لیدلای شی. داعش د طالبانو په خلاف د لومړیو څخه کوښښ کړی چې د اسلام لومړنیو وختونو بڼه وړاندې کړي چې دولتي وظیفي او منصبونه د مختلفو اقوامو او نژادونو ترمنځ تقسیم کړي.. پدې لړ کې د داعش افسران او چارواکي د عربو، ترکمن، چچنایې، ازبک، قزاق، تاجک او نور قومونه تشکیلوي. د داعش مشرانو د القاعده په مشرانو نیوکه کوله چې د ملاعمر او طالبانو قبیلوي چلند ته يې تن ایښې و، پخوانی جهالت ته ګرځیدلی وو، پدې برخه کې داعش د طالبانو څخه یوه درجه وړاندې دی.

د ښځو رول:

طالبان د کلتوري عدت له مخي د ښځو سره سخت مخالف دي او په هیڅ قیمت دا نه مني چې د دی کار څخه لاس واخلي. آن په افغانستان کې د دوي د واک په وخت کې هم طالبانو د مسلمانانو د علماوو او یا هم د غیر مسلمانو هېوادونو هیڅ ډول فشار ته سر ټیټ نه کړ. پدې موضوع کې د طالبانو حساسیت تردی کچې وه چې د بیل کلینټن په وخت کې نږدی وه چې امریکه طالبان په رسمیت وپیږني که چیرته یې د ښځو په هکله لږ هم خپل دريځ کې نرمي ښودلی وای، خو طالبانو په هیڅ قیمت دا کار نه منلو. دا موضوع احمد رشید لیکلی.

داعش د طالبانو په خلاف د ښځو څخه یوازی د نقاب اغوستل غوښتل، نور یې اجازه درلودله په هغه برخو کې کار وکړي چیرته چې د دوي حضور ته ضرورت لیدل کیدو. پدې برخه کې د طالبانو کړنه د داعش څخه ډېره بده او توره وه.

عصري زدکړی: طالبان د عصري دزکړو سره سخته دوښمنې لري. د دوي د واک په وخت کې هم طالبانو په ډېرو ولایتونو کې عصري زدکړی لغوه کړی وی، په ځینې ولایتونو کې چې د خلکو مخالفتونو سره مخامخ شول طالبانو کوښښ وکړو ترڅو د فیزیک، کیمیا، او د بیولوژی په ډول مضامینو درسي ساعتونه راکم کړل او پرځای د قرآن کریم تفسیر، حدیث، فقه، اسلامی عقاید، میراث او نبوي سیرت، ترڅو عصري علومو ته لږ وخت ورکړل شي. داعش پدې برخه کې د طالبانو ډېر پرمخ تللی دی، هغوي د عصري علوموتر څنګ دینې درسونه هم په نظر کې نیولي و، لږ ترلږه یې طبیعی علوم د پامه نه وو غورځولي.

فقهی پابندې:

طالبان په جنګې ویرانیو کې ښکیل دي چې پدې جنګونو کې په نا حقه د دین په نوم د بي شمیره خلکو وینې توویږي، خو هیڅکله هم طالبانو د خپلو کړنو لپاره د کومي فقهی پاندي نده کړی. داعش د طالبانو خلاف، کوښښ کړی ترڅو د هر کار لپاره چې د بندیانو د سوزولو واخله د نورو ټولو ویروونکو کړنو لپاره چې ترسره کړیدي یوه شرعی توجیه ورته پیدا کړی. مجلی، کتابونه او د داعش ویب پاڼې د فقهې دلائلو ډکې دي. البته چې د دې ډلي استدلال ته په یو ډول جواب ویل شوی. طالبانو پدې برخه کې چندانه لاس ته راوړنی نه درلودي.

په نظرياتي بنسټونو کې وضاحت او ناڅرګندتيا:

سره ددی چې طالبان او داعش دواړه یوه کړنلاره لري، خو طالبانو د همغه لومړي پیل څخه تر اوسه په بنسټې نظریاتو باندې کار ندې کړی. داعش د طالبانو په خلاف د همغه لومړۍ ورځې راپدیخوا کوښښ کړي ترڅو د دینې، سیاسي، ټولنیز، اقتصادي او.. په هکله خپل نظر څرګند کړی او د خپل دعوت لپاره یې په نړیواله توګه کار کړی. طالبان د نظریاتي بنسټ په برخه کې مبهم حالت کې دي او نړیوالو ته یې فکري هویت هم روښانه ندې. د طالبانو د فکري بنسټ په هکله د پوهیدلو لپاره باید د لیکل شوي مطالبو او د دي ډلي په مختلفو مرحلو کې د دوي کړنو ته لیدنه وشي.

د سیمه ییزو پلویانو موجودیت:

سیمه ییزي ډلي معمولا مجبوریت لري ترڅو د موجده یوې لوي ستراتېژی په خدمت کې پریوزی. لدې پلوه طالبان او داعش همدا ډول نورې ډلې سره یو ډول دي. خو که ترمنځ یې مقایسه وشي ښکاره توپیر سره لري ځکه چې داعش د منطقي او یا نړۍ په کچه په رسمي توګه د هیچا لخوا نه حمایه کېږي. اګر چې ځینې استخباراتي کړي یې د خپلو رقیبانو برضد استعمالوي خو ډېره پیچلې ده. طالبان بلعکس د همغه لومړیو څخه د پاکستان سره تړلي وو، او تراوسه هم دی واقعیت تغییر ندې کړی. دا موضوع د نصیر الله بابر، اسد دراني، پرویز مشرف او د ډېرو نور په خبرو کې راغلی.

د خپلو او پردیو ترمنځ پوله:

ټولي ایډیالوژیکې ډلې د خپلو او پردیو لپاره پولي یا سرحد لري. طالبان او داعش پدې برخه کې سره توپیر لري. د داعش لپاره خپله دایره ډېره محدوده ده، چې فقط د دي ډلي خپل غړي پکې شامل دی. نوري ټولی ډلې د القاعده او طالبانو په شمول ورته پردی دي او د ضرورت په وخت کې وژل هم جائز دي. د طالبانو له نظره د دوي دایره ډېره پراخه ده، د داعش پرته نورو ټولو ډلو ته د دوي لمن پرانستې ده، د چین مجاهدینو څخه واخله بیا تر فیلیپین، باکو حرام، القاعده او نورو ډلو سره همکاري کولای شي.

پدې ډول، طالبان او داعش کوم ژور توپیر سره نلري او که سره لري هم د طالبانو کارنامه پرې ډېره توره ده، هغه هم پدې ډول که چېرته د دواړو ډلو دلاسه د قربانیانو کچه سر پرتله کړي د طالبانو لاس په وینو ډېر ککړ دي. د سولي په خبرو اترو کې باید دا حساب د پامه ونه غورځول شي.

ژباړن: لایق جان

کمیسیون شکایات:

بیش از ۹۰۰ نفر به نهاد های عدلی معرفی شده است

کمیسیون شکایات انتخاباتی با اعلام پایان بررسی شکایات انتخاباتی می‌گوید که از مجموع ۴۵۲۸ شکایت، به ۴۳۶۲ مورد آن رسیدگی شده است.​

آگاهان اقتصادی:

حکومت دستاورد قابل ملاحظه‌ای در امر مبارزه با فساد اداری ندارد

شماری از آگاهان امور سیاسی می‌گویند که افغانستان هنوز هم فاسدترین کشور جهان است و حکومت وحدت ملی دستاورد قابل ملاحظه‌ای در امر مبارزه با فساد اداری نداشته است.

اعتراض به افزایش سرقت‌های مسلحانه از موبایل‌فروشی‌های هرات

بیش از صد تن از موبایل‌فروشان هرات در مقابل ساختمان قوماندانی پولیس این ولایت در واکنش به افزایش سرقت‌های مسلحانه بر دکان‌های‌شان امروز دست به تجمع اعتراضی زدند.

د افغانستان د غالیو صادرات د تېر کال په پرتله ۳۰ سلنه کم شوي

د افغانستان د غالیو او فرشونو مرکز وايي، تېر کال ته په کتو په روان کې بهر ته ددغه هېواد د غالیو په صادراتو کې ۳۰ سلنه کموالی راغلی دی.

ولسمشر له افغانستانه د جلغوزې، پستې او زعفرانو قاچاق منع اعلان کړ

ولسمشر غني د یو حکم په صادرولو سره له افغانستان څخه د جلغوزې، پستې او زعفرانو قاچاق منع اعلان کړ.

"امریکا د افغانستان پر ټاکنیزو کمیسیونونو د هرډول سیاسي فشار مخالفه ده"

یوې لوړپوړې امریکايي ډیپلوماتې الیس وېلز ویلي چې امریکا په افغانستان کې پر انتخاباتي کمیسیونونو د هر ډول سیاسي فشار او لاسوهنې مخالفه ده.

یک منبع آگاه:

توافقنامۀ صلح آمادۀ امضای شدن است

یک منبع طالبان به رادیو آزادی گفت: “توافقنامه صلح میان این گروه و ایالات متحده نهایی شده و تنها امضای آن باقی مانده است.”

فرنتکس:

مهاجرین افغان به اروپا امسال بیش از سوری ها است

ادارۀ سرحدات اتحادیۀ اروپا یا ‘فرنتکس’ می‌گوید در ٩ ماه اول سال ۲۰۱۹، رقم افغان‌های که برای پناهجویی وارد کشورهای عضو این اتحادیه شده اند، بیش از پناهجویان سوریه بوده است.

ارګ:

سیګار د فساد پر ضد د افغان حکومت په مبارزې خوښ دی

د امریکا د متحدو ایالتونو سرمتفش جان ساپکو له ولسمشر غني سره لیدلي او د فساد پر ضد یې د افغان حکومت د مبارزې په اړه خبرې کړي دي.

د ټاکنو کمیسیون مرکزي سرور ته د بیومټریک معلوماتو انتقال لا هم نه دی بشپړ شوی

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسيون وايي له بيومټريک دستګاوو، د مرکزي زېرمتون سيسټم ته د رايو د لېږد بهير لا هم نه دى بشپړ شوى.

دخالت ستره محکمه در انتخابات، خیانت ملی است

نامزد انتخابات ریاست جمهوری تاکید کرد که مداخله ستره محکمه در امور انتخابات، خیانت ملی است و تیم حاکم تلاش دارد با این حربه، آرای بدون بایومتریک‌ را محاسبه کند.

د ولسمشر د طرحې له مخې پر کاردان پوهنتون د مرکزي سيلو د لسګونه جريبه ځمکې پلور

داسې اسنادونه موندلي چې په کې ښيي د ماليې او ښار جوړولو وزارت او همداراز کابل ښاروالۍ د مرکزي سيلو ۴۰ جريبه ځمکه کاردان خصوصي پوهنتون ته ورکړي.

روغتیا وزارت:

هر کال سلګونه ماشومان د اسهال ناروغیو له امله مړه کېږي

د عامې روغتیا وزارت وایي، افغانستان لا هم د هغو هیوادنو په نوملړ کې قرار لري، چې له پنځو کلونو څخه د ټیټ عمر ماشومان پکې ډیر مړه کیږي.

یوناما:

در جریان انتخابات ریاست جمهوری ۸۵ نفر کشته و ۳۷۳ تن زخمی شده‌اند

دفتر نماینده‌گی سیاسی سازمان ملل متحد در کابل، یوناما، ۱۷ روز پس از برگزاری انتخابات ریاست جمهوری، روز سه‌شنبه، بیست‌وسوم میزان گزارش ویژه‌ی خود درباره پی‌آمد‌های خشونت‌های مرتبط به انتخابات بر غیرنظامیان را نشر کرد.

  • میس عینک لوبډله د شپږیزې پایلوبې ته ووتله

  • میس عینک لوبډله د شپږیزې پایلوبې ته ووتله

  • کشته‌شدن 7 عضو یک خانواده در حملۀ هوایی نیروهای آمریکایی در وردک

  • کشته‌شدن 7 عضو یک خانواده در حملۀ هوایی نیروهای آمریکایی در وردک

  • برای نخستین‌بار یک مهاجر افغان در ایران کافه ایجاد کرده‌است

  • برای نخستین‌بار یک مهاجر افغان در ایران کافه ایجاد کرده‌است

  • جاپان د لویانو سواد زده کړې لپاره څه باندې ۷ میلیون ډالر مرسته وکړه

  • جاپان د لویانو سواد زده کړې لپاره څه باندې ۷ میلیون ډالر مرسته وکړه

  • شکایتونو کمېسیون د ۱۸۱۷ محلونو رایو د بیا شمېرلو فیصله کړې

  • شکایتونو کمېسیون د ۱۸۱۷ محلونو رایو د بیا شمېرلو فیصله کړې

  • د غزني په دوو ولسوالیو کې هوايي بریدونو پنځه طالبان وژلي

  • د غزني په دوو ولسوالیو کې هوايي بریدونو پنځه طالبان وژلي

  • شورای نامزدان غنی و عبدالله را به تقلب‌های گُسترده متهم می‌سازد

  • شورای نامزدان غنی و عبدالله را به تقلب‌های گُسترده متهم می‌سازد

  • د لغمان په علیشنګ ولسوالۍ کې موټربم برید شوی

  • د لغمان په علیشنګ ولسوالۍ کې موټربم برید شوی

  • ''د افغانستان نژدې نیمايي نفوس د خوړو خوندیتوب نه لري''

  • ‘‘د افغانستان نژدې نیمايي نفوس د خوړو خوندیتوب نه لري’‘

  • 70 تن ازنیروهای امنیتی درولسوالی گیزاب ولایت ارزگان محاصره شده اند

  • 70 تن ازنیروهای امنیتی درولسوالی گیزاب ولایت ارزگان محاصره شده اند

    وزارت امور داخله

  • حمل سلاح و تردد موترهای شیشه سیاه باید قانونی شود

  • وزارت امور داخله تاکید دارد که حمل سلاح و تردد موترهای شیشه سیاه و مقام های عالی رتبه باید در چارچوب برنامه مبارزه با جرایم در کابل، قانونی شود.

    د پاکستان د پارلمان مشر :

  • د افغانستان د ولسي جرګې د غړو ظرفیت لوړونه کې مرستې ته تیار یو

  • د پاکستان د پارلمان مشر وايي، دوی چمتوو دي چې د پاکستان د پارلماني خدمتونو د موسسې لخوا د افغانستان د ولسي جرګې د غړو په ظرفیت لوړونه کې مرسته وکړي.

    د بګرام ولسوال:

  • پروان کې د سړک غاړې ماین چاودنې پنځه کسان ټپيان کړل

  • د پروان د بګرام ولسوالۍ په قلعه خواجه سیمه کې د سړک غاړې ماین چاودنې پنځه کسان ټپیان کړي دي.

    صنعت‌گران هرات:

  • دامپینگ ایران، ده‌ها کارخانه‌ صنعتی را در افغانستان تعطیل کرده‌است

  • دامپینگ یا قیمت‌شکنی از سوی کشور ایران باعث مسدودشدن ده‌ها کارخانه تولیدی در شهرک صنعتی ولایت هرات شده‌است. آمارهای اتاق صنایع و معادن هرات نشان می‌دهد که نزدیک به ۲۰۰ کارخانه تولیدی در این شهرک از فعالیت بازمانده‌اند.
    <
     
    >
    SunMonTueWedThuFriSat
      123

    4

    5
    6789101112
    13141516

    17

    18

    19

    20

    21

    22

    23

    24

    25

    26

    27

    28

    29

    30

    31

      
    <
     
    >
    SunMonTueWedThuFriSat
      123

    4

    5
    6789101112
    13141516

    17

    18

    19

    20

    21

    22

    23

    24

    25

    26

    27

    28

    29

    30

    31

      

    گالری تصاویر

    مشاهده همه

    زخمی شدن سطحی امرالله صالح
    د امرالله صالح په دفتر برید
    حمله بر دفتر کمپاین امرالله صالح
    حمله امروزی طالبان در کابل
    په کابل کې په یوه بس نننۍ چاودنه
    انفجار کابل بر کارمندان وزارت معادن
    اعتراضات امروزی کابل
    معترضې کاندیدانې
    کاندیدان معترض

    گالری ویدیو

    مشاهده همه

    اسلام آباد کې د ولسمشر مهمه وینا
    د طالب پلاوی وینا
    زورواکو ته د ولسمشر خبرداری
    زورواکو ته د ولسمشر خبرداری