وروستي خبرونه
آخرین اخبار
کود خبر: 9913
منبع خبر: سيدرحمن سالار  

سيدرحمن سالار  

 کرونا ويروس د افغانانو تر ګرېوانه

9 حوت 1398         394       

سالار ۱.jpg

 کرونا ويروس نه دومره خطر ناک لکه رسنۍ چې ډارول کوي او نه دومره ساده لکه ځينې خلک يې چې ګڼي


سيدرحمن سالار  


له مقدمې به تېر شوو، ځکه د کرونا د نوي ويروس په اړه اوس ټول پوره معلومات لري، له بده مرغه اوس دغه ويروس د افغان ولس تر ګرېوانه ورسېد، نو آګاهانه مبارزې ته اړتيا ده.


آګاهانه په دې معنا چې بايد لومړی د ياد ويروس او د بې احتياطۍ په صورت کې د احتمالي خطرونو په اړه ځان پوه کړو او بيا یې په رڼا کې مبارزه وکړو.


له رسنيو مې واورېدل چې د غور له يوه روغتون څخه د کرونا پر ويروس يو ککړ ناروغ په تېښته بريالی شوی، که دا خبر رښتيا وي نو ياد کس نه يوازې ځان بلکې ټولنې ته هم زيان اړوي، ددې خبر په اورېدو ډېر حيران شوم چې آخر موږ ولې د هر څه په اړه بې تفاوته شو.


متاسفانه په رسنيو کې چې ددې ويروس په اړه د افغانانو غبرګونونه ګورم، ځينې يې د خطر په اړه اغراق کوي او دومره خطرناک يې ګڼي چې ته به وايې حتمي مرګ دی، ځينې يې بيا بلکل ساده ناروغي ګڼي، چې زما په اند دا دواړه نظرونه ناسم دي، بلکې د روغتيايي کار پوهانو په خبره نه دومره خطرناک دی چې د حتمي مرګ زيری يې وګڼو او نه دومره ساده او بې خطره دی چې په اړه يې بې تفاوته پاتې شو.


لومړی خو زموږ سره تر ټولو لويه وسله پر خدای(ج) توکل دی، دا وسله به له ويروس سره په مقابله کې زموږ روحيه ټينګه کړي، لکه څنګه چې الله ج ابراهيم عليه السلام په اور کې وساته، هيله ده چې موږ هم له دې بلا څخه وژغوري، خو دا په دې معنا نه ده چې موږ دې لاس تر زنې کېنو او هېڅ دې نه کوو، بلکې موږ به خپله بندګي هڅه کوو، له وسايلو به کار اخلو، خو پر خدای ج به توکل هم کوو او له هغه لوی څښتن څخه به مرسته هم غواړو، کټ مټ داسې مبارزې ته اړتيا ده لکه کور چې اور واخلي، نو د اور  وژلو لپاره بايد خپله هم اقدام وکړو او له  خدایه د مرستې غوښتنه وکړو.


له بده مرغه ځينې قدرتونه له دې موضوع څخه د خپلو سيالانو د ځپلو په موخه د يوه اوزار په توګه استفاده کوي، یاد ویروس تر حقیقت ډېر خطرناک معرفي کوي، په خلکو کې وېره خپروي او دغه کار د خلکو پر روحیه ناوړه اغېزه کړې ده او خلکو ته يې تشويشونه پيدا کړي چې د طبي کار پوهانو په وينا  دغه چاره تر ويروس ډېره خطرناکه ده، داسې چې روحي تشويشونه د انسان بدن د ناروغۍ پروړاندې کمزوری کوي او بالاخره پروړاندې يې تسلېمېږي.


که موږ په چين کې ددغه ويروس وضعيت ته پام وکړو، نو د روانې فبرورۍ مياشتې تر ۲۷مې نېټې پورې له ټولو کابو ۷۸زره ناروغانو څخه، نږدې ۳۳زره کسان بېرته روغ شوي، څه باندې ۲زره ۷سوه کسان مړه شوي او نور تر درملنې لاندې دي، نو دا ښکاره ده چې د ويروس په وجه د رامنځ ته شوې مړينې کچه ډېره ټيټه ده، دا په دې معنا ده چې ويروس د حتمي مرګ په معنا نه دی.


زموږ لپاره بل د ډاډ وړ خبر دادی چې ياد ويروس زموږ تر هېواد مخکې په نورو هېوادونو کې په تېره بيا چين کې رامنځ ته شوی،د مبارزې سختې شيبې چين تېرې کړې، ويروس يې تشخيص کړی او  ورسره د مبارزې او وقايې لپاره يې مناسبې او معقولې لارې چارې ټاکلې، چې دا تجربې زموږ په ګډون ټولې نړۍ ته د زده کړې وړ دي او که موږ له همدغو تجربو کار واخلو نو برياليتوب ته په رسېدو کې به مرسته راسره وکړي.


بله د ډاډ وړ خبره داده چې دغه ويروس اوس د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې خپور شوی نو يوه نړيواله معضله ګڼل کېږي او د نړۍ هر هېواد په تېره بيا د روغتيا نړيوال سازمان په دې لټه کې دی چې ددې پديدې د له منځه وړلو لپاره واکسين او درمل جوړ کړي، که يوازې زموږ په هېواد کې وای بيا ښايي نړيوالو دومره توجه نه وی کړې.


تر دې ور هاخوا، که د روغتيا د نړيوال سازمان له خوا د وړاندې شويو خطرناکو ويروسونو جدول ته وګورو نو د کرونا ويروس د ټولو په ټيټه کچه کې دی.


په دې معنا چې د خطرناکه ويروسونو په سرکې ابولا دی چې په وجه يې د مړينې کچه ۹۰ سلنه ده، ورپسې ماربورګ تبه ده چې په وجه يې د مړينې کچه ۸۸سلنه ده، ورپسې نيپاه ويروس دی چې په وجه يې د مړينې کچه ۷۵ سلنه ده، کريمه کنګو تبې په وجه د مړينې کچه ۴۰ سلنه ده، د ميرس ويروس په وجه د مړينې کچه۳۶سلنه ده، زيکا ويروس په وجه د مړينې کچه ۲۰سلنه ده، انفولانزا په وجه د مړينې کچه ۱۳سلنه ده ،سارس ويروس په وجه د مړينې کچه۱۱سلنه ده او د کرونا ويروس په وجه د مړينې کچه څه باندې درې اعشاريه څلور سلنه ده.


نو په  دې توګه موږ ويلای شوو چې د کرونا ويروس خطر دومره ډېر نه دی لکه ځينې رسنۍ چې ډارول کوي، خو دومره ساده ناروغي هم نه ده لکه زموږ ځينې هېوادوال يې چې په اړه فکر کوي.


کرونا ويروس څومره خطر ناک دی؟


په چين کې مېشت افغان ډاکټر، عبدالعزيز نيکزاد چې د جنګجو پوهنتون د لومړي روغتون د تخصص دورې د وروستي کال محصل دی ددغه ويروس د خطر په اړه داسې وايي:( کرونا ويروس وژونکی او له يوه انسان څخه بل ته د چټک انتقال وړتيا لري، او خطرناکه يې لا دا چې پر ويروس نوي ککړ شوي کسان تر شاوخوا دوو اونيو پورې د ناروغۍ احساس نه کوي، خو ويروس په همدې وخت کې نورو ته ترې انتقالېدای شي، خو د نورو خطرناکه ويروسونو له امله د رامنځ ته شوې مړينې کچې ته په پام ددغه ويروس د مړينې کچه ډېره ټيټه ده خو هېوادوال دې دغه ناروغي ساده نه ګڼي او د وقايې په اړه دې د روغتيا وزارت سپارښتنې په دقيقه توګه عملي کړي، ځکه دومره بې خطره ناروغي هم نه ده چې په اړه يې بې تفاوته پاتې شوو او که د روغتيايي سرچينو له خوا ورکړل شوولارښوونو ته پاملرنه ونه شي نو خدای مه کړه دا ويروس به ډېر خونړۍ تمام شي او ډېره مړينه به رامنځ ته کړي.)


بل خوا متاسفانه زموږ په هېواد کې  جګړه روانه ده، اقتصاد مو خراب دی، ښارونه مو ککړ دي، روغتيايي سيستم مو د نړۍ له عصري روغتيايي سيستم سره واټن لري، په بازار کې مو د ويروس د کنټرول او وقايې لپاره اړين مواد يا نشته او يا ډېر کم  دي، حتا دا ويره شته چې که ګاونډي هېوادونه زموږ پر مخ خپلې پولې وتړي نو بازارونه به مو د درملو او ډېرو خوراکي شيانو له کمښت سره مخ شي.


له بده مرغه په هرات، غور، هلمند او کابل کې د ياد ويروس یوه مثبته او څو شکمنې پېښې ثبت شوې او هرات چې مثبته پېښه پکې رامنځ ته شوې هغه ولايت دی چې هره ورځ د هېواد له نورو ولايتونو په ځانګړې توګه کابل څخه ګڼ شمېر مسافر وړونکي او نور موټر تګ راتګ کوي، له يو ولايت څخه بل ولايت ته يا له يوه ښار څخه بل ښار ته د تګ راتګ په وخت کې د مسافرو کنټرول او معاينه نه کېږي او دا خطر ډېر دی چې ويروس د يادو مسافرو په وسيله ډېر په چټکۍ سره  ټول هېواد ته سرايت وکړي.


ايران چې اوس هلته دغه ويروس په چټکۍ سره د خپرېدو په حال کې دی، زموږ داسې ګاونډی دی چې کابو درې ميليون افغانان پکې اوسېږي او ډېری يې داسې افغانان دي چې په غير قانوني توګه دغه هېواد ته د کار او غريبۍ لپاره تللي چې له همدې امله هره ورځ زموږ اوايران په سرحدونو کې په زرګونو کسانو تګ راتګ کوي، نو په دې وجه زموږ هېواد ته د کرونا ويروس د ډېرېدو خطر متوجه دی.


ددې سرحدونو تړل هم آسانه خبره نه ده ځکه مخکې مو اشاره وکړه چې هلته زموږ په ميليونونو هېوادوال له اسنادو پرته ژوند کوي.


نو دومره خطرونو ته په پام سره موږ ته په کار ده چې له ويروس سره جدي، معقوله او چټکه مبارزه وکړو څو خبره تر دې کچې ونه رسېږي چې ګاونډيان پولې راباندې وتړي او بازارونه مو خالي شي.


دا سمه ده چې چين اوس دغه ويروس تقريبا کنټرول کړی، خو دا هم د پاملرنې وړ ده چې چين دغه برياليتوب له سختې مبارزې  وروسته  ترلاسه کړی، د چين دولت د ويروس له تشخيص سره سم په ټول هېواد کې ډېر چټک تدابير ونيول، ناروغان يې ټول روغتون ته واستول او شکمن کسان يې قرنطين کړل، په ښارونو کې يې عامه ټرانسپورټ لکه مټرو، بسونه او نور مسافر وړونکي وسايل، هوايي ډګرونه، د ټرانسپورټي وسايلو تم ځايونه، دفترونه،  سوداګريز مرکزونه او دې ته ورته ځايونه او آن په واټونو کې کثافت دانۍ هره ورځ څو ځله تعقيم کېږي، ميکروب ضد محلول ورباندې شيندل کېږي، عامه ځايونو او د استوګنې ښار ګوټيو او آن وړو رسټورانونو او مارکېټونو ته د خلکو د داخلېدو په وخت کې د تبې معلومولو پر اټوماټيکو دستګاوو د هغوی معاينه کېږي او سربېره پردې خلکو يو د بل کورونو ته ورتګ بند کړی.


په بازار کې د ويروس د کنټرول او وقايې اړوند ټول مواد پيدا کېږي او تر ټولو مهمه دا چې خلک ددولت او روغتيايي ارګانونو سپارښتنې او مقررات په ښه توګه عملي کوي نو دا هغه څه دي چې دوی يې برياليتوب ته رسولي.


نو موږ خپلو نشتو امکاناتو او د خلکو له خوا ځان بې مسووليته ګڼلو ته په کتو سره ويلای شوو چې کرونا ويروس به زموږ لپاره د چين او  نورو هېوادونو په پرتله سخت وي او موږ بايد تر ټولو مخکې له دې و يروس سره د مبارزې لپاره خپل مسووليتونه معلوم او ترسره کړو.


دا ويروس د کمزوري اور مثال لري، چې په ابتدايي حال کې په آسانۍ سره وژل کېږي، خو که همدا کمزوري اور ته فرصت ورکړل شي او پر وخت ونه وژل شي، پر يوه زورور اور بدلېدای شي چې د احتمالي تاوان اټکل يې نشي کېدای.


د ويروس پروړاندې د دولت او  ولس مسووليتونه:


د مسووليتونو پېژندل او ترسره کول له ويروس سره د مبارزې تر ټولو مهم اصل دی.


په دې برخه کې هم بايد ولس خپل مسووليتونه وپېژني او هم دولت.


دا مبارزه نه ولس ددولت له مرستې پرته کولای شي او نه يې دولت د ولس له مرستې، ځکه که ولس د روغتيا وزارت مقررات رعايت نه کړي، د ويروس مخه نه شي نيول کېدای او دغه راز که دولت له ولس سره د اړينو موادو په برابرولو کې مرسته ونه کړي، نو ولس هېڅ نه شي کولای.


د طبي کار پوهانو په باور وقايه له ياد ويروس سره د مبارزې تر ټولو مهمه او اساسي لار ده، نو معلومه خبره ده چې د وقايې په برخه کې د خلکو مسووليت ډېر دی، دوی بايد د عامې روغتيا وزارت ټولې لارښوونې په پوره او دقيق ډول عملي کړي او که دا کار ونه کړي نو مبارزه نيمګړې او برياليتوب يې نا ممکن دی.


دغه راز دولت هم بايد خلکو ته په باراز کې له ياد ويروس سره د مبارزې او وقايې لپاره ټول اړين مواد برابر او تضمين کړي تر څو خلک وکولای شي چې دغه شيان وپېري او ګټه ترې واخلي.


اوس د ټولنيزو رسنيو له مخې داسې ښکاري چې دولت خلکو ته په باراز کې د ياد ويروس د مخنيوي او وقايې لپاره اړين مواد نه دي برابر کړي، دغه مواد يا نشته او يا کم دي او بيې يې ډېرې لوړې شوې.


له روغتون څخه د ناروغ تېښته دا په ډاګه کوي چې د ويروس په اړه د خلکو د پوهاوي کچه هم ټيټه ده او بايد د خلکو د پوهاوي کچه لوړه کړي او خلک دې يوازې د ويروس د کم خطرۍ په اړه نه، بلکې د بې احتياطۍ په صورت کې د خطر د ډېرېډو په اړه دې هم وپوهول شي.


دولت بايد له روغتيايي ارګانونو سره د ناروغانو په کنټرول او قرنطين کې مرسته وکړي او دا ددولت دنده ده، ځکه عامې روغتيا وزارت کوم نظامي ارګان نه دی چې ناروغان په زور قرنطين او کنټرول کړي.


دولت بايد په دې ويروس د ککړو کسانو لپاره د ټولو مشخص شويو روغتونونو ټينګ امنيت وساتي تر څو ناروغان له درملنې څخه ونه تښتي.


ترټولو مهمه داده چې دولت بايد په بازار کې د ياد ويروس د کنټرول او وقايې اړوند شيان په پوره دقت سره کنټرول کړي، هېچاته ددې شيانو د قاچاق او پټولو اجازه ور نه کړي.


دغه راز دولت دې د عامې روغتيا وزارت په مشوره يوه لايحه جوړه کړي چې له مخې يې پر ياد ويروس ککړ او يا شکمن کسان مکلف وي چې خپل ځانونه روغتيايي سرچينو ته ور معرفي او خپله ناروغي اعلان کړي.


هېڅوک بايد دا حق ونه لري چې خپله ناروغي پټه کړي او يا له روغتون څخه وتښتي.


همدارنګه دولت بايد د ټولو ولايتونو په دروازو کې مسافر  چک او معاينه کړي چې نوي ور داخلېږي او يا له ياد ولايت څخه بهر ځي، دا کار به د ناروغانو په تشخيص کې مرسته وکړي.


يوازې دا نه ده مهمه چې پر  ويروس ککړ کس تشخيص شي، بلکې مهمه داده چې پر ويروس ککړ کسان کنټرول شي، هغوی بايد په هېڅ وجه له روغتون څخه د تېښتې فرصت ونه لري.


کليوال چې د ښارونو په نسبت ګڼه ګوڼه پکې کمه ده، د هر کلي مشران دې يوه پرېکړه وکړي چې له مخې يې د دوو اونيو يا يوې مشتې لپاره له  نورو کليو سره د خلکو تګ راتګ بند کړي او د کليوالو که له بازار څخه د شيانو راوړلو ته اړتيا پيدا کېږي نو په ټول کلي دي يو کس يا دوه کسه بازار ته ځي او د ټولو خلکو د اړتيا وړ شيان دې ورته راوړي.


په دې توګه به د خلکو د ګڼې ګوڼې مخه ونيول شي.


دغه راز دولت دې په ټول هېواد کې روغتيايي مرکزونو له لارې هر کلي ته د تبې معلومولو لږ تر لږه دوې آلې ورکړي او  دغه راز  دې د ښارونو په عامه ځايونو، تم ځايونو، رسټورانونو، مارکېټونو او د ښارونو په دروازو کې د ورتلونکو او يا له ښار څخه د تلونکو کسانو معاينه وکړي او هغه کسان دې له تګ راتګ څخه منع کړي چې د ناروغۍ شک ورباندې کېږي.


موټر چلونکي په ځانګړې توګه د مسافر وړونکو موټرو چلونکي دې هره ورځ دوه يا لږ در لږه يو ځل خپل موټر د غفونت ضد محلول په وسيله تعقيم کړي، خو لکه مخکې مو چې اشاره وکړه بايد دولت دغه مواد بازار ته وړاندې او مافيايي کړيو ته دې اجازه نه ورکوي چې دغه شيان په خپل کنټرول کې واخلي او بيا يې په لوړه بيه وپلوري.


له دې پرته د ويروس مخنيوی ډېر سخت  او خدای مه کړه بدې پايلې به  ولري.


 

سفیره ناتو در امریکا.jpg

ناټو کې د امریکا سفیره:

د افغان حکومت مرکچي پلاوی د بېلابېلو خلکو استازیتوب کوي

14 حمل 1399
یوې لوړپوړې امریکایي چارواکې هیله ښودلې چې د افغانستان د حکومت له‌خوا د بین‌الافغاني خبرو لپاره ټاکل شوی پلاوی به وتوانېږي له طالب استازو سره د سولې پر یوې داسې موافقې کار وکړي چې د افغانستان له خلکو…
 بندر.jpg

ازبکستان اوړه او روغتیایي توکي افغانستان ته استوي

14 حمل 1399
په ازبکستان کې افغان سفیر احمد خالد علمي بي بي سي ته وویل، د ازبکستان له لوري خوراکي او روغتیايي مواد د پنجشنبې په ورځ له حیرتان بندر افغانستان ته لېږل کېږي.
لست شواری مصالحه.jpg

د مصالحې عالي شورا ۶۲ کسیز نوم‌لړ او عبدالله ته د دغه شوراء د مشرۍ وړاندیز

13 حمل 1399
 ازاډي راډیو داسې یو نوم‎لړ ترلاسه کړی چې د ولسمشر غني په ګډون د مصالحې عالي شورا د ۶۲ غړو نومونه په‎کې شامل دي.
طالبان سابق.jpg

گفته‌های شماری از سران طالبان؛ 'اعاده امارت اسلامی خط سرخ است'

13 حمل 1399
 گفته‌های چند تن از سران طالبان که در روزها و هفته‌های اخیر بیان شده‌اند، نشان می‌دهند که این گروه احیای امارت اسلامی را در افغانستان، خط سرخ شان در گفت‌وگوهای صلح با حکومت می‌دانند.
بیرق وطالبان.jpg

ملي امنیت شورا:

حکومتي چارواکو کابل کې طالب پلاوي سره وکتل

13 حمل 1399
 د افغانستان د ملي امنیت شورا ویلي، د حکومت او طالبانو تخنیکي ډلو په کابل کې د بندیانو د تبادلې پرلارو چارو خبرې پیل کړې دي. د طالبانو یو درې کسیز پلاوی پرون سې شنبه د دغو خبرو لپاره کابل ته ورسېد.
سربازان امریکایی.jpg

ناټو افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر۱۲زرو ته کموي

13 حمل 1399
د شمالي انتلانتیک تړون یا «ناټو» سازمان وايي، د افغان سولې بهیر سره د مرستې په هدف په افغانستان کې خپل پوځي حضور کموي.
سعودی عربستان .jpg

سعودي له مسلمانانو غوښتي‌ چې د حج لپاره دې لا پلان نه جوړوي

13 حمل 1399
د سعودي عربستان حکومت د نړۍ له مسلمانانو غوښتنه کړې ده چې سږ کال د حج مراسمو لپاره دې لا پلان نه جوړوي او ټکټونه یا نور څه دې نه اخلي.‌ د دې هېواد د حج وزارت چارواکي وایي، دوی لا هم د کورونا وېروس وض…
کرونا بدخشان.jpg

کرونا در افغانستان؛ فتوای علما:

بی‌توجهی به تدابیر پیشگیرانه حرام است

13 حمل 1399
 در حالی‌که شمار بیماران کرونا در افغانستان به ۱۹۶ نفر در ۱۸ ولایت رسیده، وزارت ارشاد، حج و اوقاف افغانستان اعلام کرده که براساس فتوا اکثریت مطلق عالمان دین در این کشور بی‌تفاوتی و نادیده گرفتن تدابیر…
زندانیان طالبان آزادی.jpg

امنیت شورا:

طالبانو سره د بندیانو ازادولو په اړه خبرو کې پرمختګ شوی

13 حمل 1399
د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، د افغان حکومت او طالب استازو تخنیکي ټېمونو په کابل کې د زندانیانو د ازادولو په اړه مخامخ خبرې وکړې.
هوا پیما باختر ۱۲.jpg

کرونا ویروس؛ له هرات نه پروازونه ځنډیږي

13 حمل 1399
د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره، له هرات نه کابل او نورو ولایتونو ته د مسافرینو د ملکي الوتنو د ځنډېدو خبر ورکوي.
انفجار بمب سرک 2.jpg

هلمند کې ماین چاودنې ۷ ملکي وګړي وژلي

13 حمل 1399
په هلمند کې د سړک د غاړي په ماین چاودنه کې د ښځو په ګډون ۷ تنه ملکي کسان وژل شوي.
ویروس  کرونا.jpg

شمار افراد مبتلا به ویروس کرونا در کشور به ۱۹۶ نفر افزایش یافت

13 حمل 1399
وزارت صحت عامه از ثبت نُه مورد تازه ابتلا به ویروس کرونا در ولایت‌های کابل، بغلان، غزنی و پکتیکا خبر داده است.
عبدالله.jpg

عبدالله د افغان حکومت د سولې د مذاکراتي ټیم ننګه وکړه

12 حمل 1399
د افغانستان پخواني اجرايي رئیس عبدالله عبدالله د افغان حکومت له لوري طالبانو سره د خبرو لپاره د اعلان شوي‌ مذاکراتي ټیم ننګه وکړه.
طالبان  .jpg

طالبان:

درې کسیز پلاوی مو د خبرو لپاره کابل ته رسېدلی

12 حمل 1399
وسله والو طالبانو ویلي، د دې ډلې یو ۳ کسیز پلاوی له افغان حکومت سره د بندیانو د خلاصون پر موضوع د خبرو لپاره کابل ته رسېدلی دی.
برشنا ریاست.jpg

بریښنا شرکت:

  • د کابل په ګډون د څو ولایتونو برېښنا پرې شوه

  • 14 حمل 1399
     د افغانستان د برېښنا شرکت وایي نن ماخوستن په ۲۱ بجو او ۴۵ دقیقو دا برېښنا د افغانستان په شمال کې پرې شوې.
    طالبان کرونا ۱.jpg

  • کروناویروس؛ وزارت صحت از موقف طالبان استقبال کرد

  • 14 حمل 1399
     وزارت صحت عامه افغانستان از موقف طالبان مبنی بر توقف جنگ در صورت شیوع کروناویروس در مناطق تحت تسلط شان، استقبال کرد.
    رهبران  سیاسی مخالف غنی.jpg

  • نشست سیاسیون و رهبران احزاب با عبدالله /محقق: خبرهای جدیدی در راه است!

  • 14 حمل 1399
    شماری از سیاسیون و رهبران احزاب سیاسی به شمول عبدالله عبدالله که به عنوان رییس جمهور و رییس دولت همه شمول سوگند یاد کرده، برای چندمین بار با یک‌دیگر دیدار کردند.
    عبدالله سیاف کرزی.jpg

  • کرزي او سیاف عبدالله ته د مصالحې شورا د مشرۍ وړاندیز کړی

  • 14 حمل 1399
     یو شمېر سرچینې وايي، حامد کرزي او عبدالرب رسول سیاف، د جوړجاړي د هڅو په ترڅ کې عبدالله عبدالله ته د مصالحې عالي شورا د مشرۍ وړاندیز کړی دی.
    سربازان افغان ۱.jpg

    مقام‌های محلی:

  • جان باختن هشت نظامی افغان در بادغیس

  • 14 حمل 1399
     مقام‌های محلی ولایت بادغیس در غرب کشور، از کشته شدن دست‌کم هشت نظامی افغان و یک نیروی خیزش مردمی در این ولایت خبر می‌دهند.
    زندان.jpg

    د محابسو او توقیف خونو عمومي ریاست:

  • نږدې ۱۷۰۰ بندیان د افغانستان له زندانونو خوشې شوي

  • 14 حمل 1399
     د افغانستان د محابسو او توقیف خونو عمومي ریاست وايي چې په زندانونو کې د کروناویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د جمهور رئيس محمداشرف غني د فرمان په اساس تر اوسه ۱۶۹۹ بندیان له زندانونو څخه خوشې شوي دي.
    حمله به درمسال سیک‌ها.jpg

  • هند کابل کې پر درمسال د برید په اړه تحقیقات کوي

  • 14 حمل 1399
    هند په پام کې لري په کابل کې د سېکهانو پر درمسال د برید په اړه تحقیقات وکړي.
    انفجار پوسته.jpeg

  • امریکا افغانستان سره د ډرون عملیاتو لپاره ۷ میلیونه ډالر مرسته کوي

  • 14 حمل 1399
    د امریکا د دفاع وزارت له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د ډرون یا بې پیلوټه الوتکو د عملیاتو لپاره ۷ میلیونه او ۱۰۰ زره ډالر تازه مرسته اعلان کړه.
    غنی.jpg

  • دولت برای مقابله با کرونا در پنج ولایت شمالی 160 میلیون افغانی اختصاص داد

  • 14 حمل 1399
    محمداشرف غنی هدایت داده است که مبلغ 160 میلیون افغانی به‌خاطر مبارزه با شیوع ویروس کرونا به ولایت‌های بلخ، فاریاب، سمنگان، جوزجان و سرپل در شمال کشور انتقال یابد.
    اردو۲۲.jpg

  • دفع حمله طالبان در قندهار؛ ۱۲ طالب کشته شدند

  • 14 حمل 1399
    وزارت دفاع می گوید که ۱۲ طالب در ولایت قندهار کشته و ۳ تن دیگر زخمی شده اند.
    اردوی۷۷.jpg

  • حمله طالبان جان ۶ تن از نیروهای امنیتی را در باغیس گرفت

  • 14 حمل 1399
    مقام‌های محلی در ولایت بادغیس تایید می‌‌کنند که ۶ تن از نیروهای امنیتی، در درگیری با طالبان در ولسوالی مقر این ولایت کشته شده‌اند.
    واکسین کرونا .jpeg

  • چین از کشف واکسن ویروس کرونا خبر داد

  • 13 حمل 1399
    واکسن تولید شده علیه ویروس کرونا در چین برای انجام آزمایشات بالینی تأیید شد.
    ویروس کرونا.jpg

  • 41 واقعه جديد ابتلا به ویروس كرونا در هرات و 2 واقعه در کابل ثبت شد/239 نفر در افغانستان ویروس کرونا دارند

  • 13 حمل 1399
     اداره صحت عامه هرات می گوید که طی 24 ساعت گذشته 137 واقعه مشکوک به لابراتوارهای این ولایت ارسال شده که 41 مورد مثبت بوده است.
    کمک چین با افغانستان کرونا.jpg

    د عامې روغتیا وزارت:

  • د چین او اماراتو د طبي وسایلو مرستې کابل ته ورسېدې

  • 13 حمل 1399
     د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، له کورونا وېروس سره د مبارزې لپاره یې له چین نه د طبي وسایلو لوی پیټی (کارګو) ترلاسه کړی دی. دا وزارت وايي، په دې بسته کې د کورونا د تشخیص وسایل، ماسکونه او نورې…
    ویروس کرونا.jpg

  • آیا د ویټامین ډي خوړل په کروناویروس د اخته کیدو خطر راکموي

  • 14 حمل 1399
     ویټامین “ډي “د غوړیو یو محلول دی چې د بدن په مهمو فعالیتونو کې مهم رول لري.
    سرور دانش.jpg

    د ولسمشر دوهم مرستیال:

  • کابل کې به ګرځبندیز نور هم سخت شي

  • 14 حمل 1399
     د ولسمشر محمد اشرف غني دوهم مرستیال او د کرونا سره د مبارزې کمېټې رییس سرور دانش وايي، پلازمېنه کابل کې د تېرو څو ورځو ګرځبندیز کافي نه و او دغه بندیز به نور هم سخت شي.
    ارګ۲.jpg

    ملي امنیت شورا:

  • د تخنیکي بحثونو له پای مخکې د طالبانو بندیان نه‌خوشې کېږي

  • 14 حمل 1399
     د افغان حکومت او طالبانو د بندیانو د تبادلې پر سر د تخنیکي ټیمونو د بحثونو درېیمه ورځخو لا هم د زندانیانو د تبادلې پروسه نه ده پیل شوې.
    ناجیه انوری سنخگوی وزارت صلح.jpg

    وزارت دولت در امورصلح:

  • نشر گمانه‌زنی‌ها در مورد عضویت افراد در شورای مصالحه غیرمسوولانه است

  • 14 حمل 1399
    سخنگوی وزارت دولت در امور صلح می گوید که نشر گمانه زنی ها در مورد عضویت افراد در شورای عالی مصالحه غیرمسوولانه است.
    بیرق وطالبان.jpg

    شورای امنیت:

  • تبادله ۱۰۰ زندانی طالب با ۲۰ زندانی دولتی حقیقت ندارد

  • 14 حمل 1399
    سخنگوی شورای امنیت ملی در واکنش به برخی گزارش‌ها مبنی بر نخستین تبادله زندانیان میان دولت و طالبان می‌گوید، این خبر حقیقت ندارد.
    بندیان.jpg

  • کرونا؛ تاکنون یک‌هزار و ۵۳۰ نفر بر اساس فرمان غنی از زندان‌ها رها شده‌اند

  • 14 حمل 1399
    مسوولان در اداره زندان‌ها می‌گویند که تا کنون بر اساس فرمان اختصاصی محمداشرف غنی، رییس جمهور، برای پیش‌گیری از ویروس کرونا، یک‌هزار و ۵۲۹ نفر از زندان‌های کشور رها شده‌اند.
    طالبان۲۲.jpg

    طالبان:

  • کومو سیمو کې چې کورونا خپرېږي، جګړه په کې دروو

  • 14 حمل 1399
    طالبانو اعلان کړی چې په کورونا ویروس ککړو سیمو کې چمتو دي چې خپل بریدونه او جګړه ودروي.
    طالبان.jpg

    ملا فاضل:

  • مشارکتي نظام نه منو، اسلامي امارت به راځي

  • 14 حمل 1399
      د ګڼو طالب مشرانو وروستۍ څرګندونې ښيي چې دغه ډله په افغانستان کې د اسلامي امارت بیا احیا غواړي او په افغاني مذاکراتو کې یې دا ټکی سره کرښه ده چې هیڅکله به ترې تېر نه شي.
    سخنگوی طالبان.jpeg

    طالبان:

  • سفارت قطر از هیأت ما در کابل میزبانی می‌کند

  • 13 حمل 1399
     سهیل شاهین؛ سخنگوی دفتر سیاسی طالبان امروز چهارشنبه، ۱۳ حمل در توییترش نوشته‌است که دیدارها با هیأت حکومت افغانستان درباره رهایی زندانیان نیز در این سفارت‌خانه با حضور نمایندگان کمیته‌ بین‌المللی صلی…
    زندان.jpg

    منابع:

  • فردا نخستین گروه زندانیان طالبان و حکومت مبادله می‌شود

  • 13 حمل 1399
     منابعی در حکومت افغانستان، می‌‎گویند که فردا (پنج‌شنبه، ۱۴حمل) نخستین گروه از زندانیان طالبان با زندانیان نیروهای دولتی مبادله خواهند شد.
    ترمپ  ناراحت.jpg

    دونالد ترمپ:

  • امریکا هفته های دردآور در پیشرو دارد

  • 13 حمل 1399
     با ادامه گسترش شیوع کروناویروس در ایالات متحده، قصرسفید گفته است که با وجود رعایت حفظ فاصله از هم دیگر، ایالات متحده امریکا باید برای مواجه شدن با ۱۰۰ هزار تا ۲۴۰ هزار مرگ ناشی از کروناویروس طی دو ما…
     مرکز تشخیص کرونا.jpg

    مجمع عمومی مبارزه با بحران کرونا:

  • دولت مرکزی سرعت بیش‌تری به خرج دهد

  • 13 حمل 1399
    مجمع عمومی مبارزه با بحران کرونا که متشکل از ۳۲ نهاد رسانه‌ای، مدنی و مردمی فعال در هرات است، امروز در این ولایت با نشست خبری اعلام موجودیت کرد.
    درخت در لغمان.jpg

  • نامعلومه کسانو لغمان ولایت کې د یوه باغ ۴۰۰میوه لرونکي ونې وهلي دي

  • 13 حمل 1399
    لغمان کې نامعلومو کسانو له لوري د بېلابېل ډوله میوو شاوخوا ۴۰۰ ونې پرې شوي دي
    مایک پمپیو.jpg

    پومپیو:

  • طالبان دې تاوتریخوالی کم کړي

  • 13 حمل 1399
    د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پومپیو وايي د افغانانو ترمنځ د خبرو پیل په درشل کې، اړینه ده چې طالبان تاوتریخوالی کم کړي.

    د نورو خبرونو د لیدو لپاره لاندې نیټه کلیک کړئ / برای دیدن اخبار قبلی تاریخ آن را کلیک کنید

    <
     
    >
    SunMonTueWedThuFriSat
       12

    3

    4

    5

    6

    7

    8

    9

    10

    11

    12

    13

    14

    15

    16

    17

    18

    19

    20

    21

    22

    23

    24

    25

    26

    27

    28

    29

    30

      

    گالری تصاویر

    مشاهده همه

    افغانستان و خودکفایی از خرما
    طالب جنګیالي په جومات کې
    انفجار در مقابل پوهنتون مارشال فهیم
    مراسم افتتاح کاسا یکهزار
    زیبایی کابل در زمستان سرد امسال
    زیبایی ولایت کنر/ د کنر ولایت ښکلا

    گالری ویدیو

    مشاهده همه

    اسلام آباد کې د ولسمشر مهمه وینا
    د طالب پلاوی وینا
    زورواکو ته د ولسمشر خبرداری
    زورواکو ته د ولسمشر خبرداری