وروستي خبرونه
آخرین اخبار
کود خبر: 9587
منبع خبر: آزادی رادیو

د سولې خبرو کې پر پرمختګ د امریکا ټینګار؛ دفاع وزارت وايي لاهم جګړه روانه ده

25 دلو 1398

اردو۲۲.jpg

 سره له دې چې امریکا تر راتلونکو دوه اوونیو له طالبانو سره د سولې په خبرو کې د پرمختګونو خبرې کوي، خو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د تېر په څېر جګړه روانه وه.


د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي لاهم د طالبانو په جګړه‌ییز دریځ کې بدلون نه‌دی راغلی او دوی عملاً ورسره په جګړه دي.


د دغه وزارت مرستیال ویاند فواد امان د جمعې په ورځ «۱۳۹۸ کال د سلواغې ۲۵» ازادي راډویو ته وویل چې لاهم طالبان جګړې ته دوام ورکوي.


 ښاغلی امان زیاتوي: “لاهم د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي او ترهګریزو فعالیتونو کچه کې هېڅ ډول بدلون نه‌دی راغلی، هغوی لاهم له یو کوچني فرصت ګټه اخلي او له هرې ممکنې لارې هڅه کوي چې د افغان امنیتي ځواکونو پر وړاندې وجنګېږي، خو افغان امنیتي ځواکونه هم تر هغه چې طالبان سوله ونه‌کړي، تاوتریخوالی پای ته ونه‌رسوي، پر وړاندې به‌یې جګړه کوي او له خلکو به دفاع کوي.”


د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تېره ورځ د فبرورۍ ۱۳مه له ای هارټ راډيو سره په مرکه کې ویلي چې دوی فکر کوي تر راتلونکو دوو اوونیو به له طالبانو سره د موافقې پایلې په ډاګه شي.


د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
 تر دې وړاندې په بروکسل کې هم د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر خبریالانو ته وویل چې له طالبانو سره د اووه ورځو په لړ کې د تاوتریخوالي د کمېدو پر سر خبرې شوي چې هیله لري دا به له طالبانو سره د سولې د هوکړه‌لیک امضا ته زمینه برابره کړي.


 همداراز د فرانسې خبري اژانس د طالبانو د سرچینې په حواله لیکلي چې له نن جمعې د طالبانو له لوري د اوو ورځو لپاره تشدد راکمېږي، خو په طالبانو کې یو شمېر کره سرچینو ازادي راډيو ته وویل، تر هغه چې د دوی او امریکا ترمنځ په رسمي ډول د سولې د توافق‌نامې د لاسلیک اعلان نه‌وي شوی تاوتریخوالی نه‌راکمېږي.


له دې سره یو شمېر کارپوهان بیا وایي چې طالبان باید ژر تر ژره اوربند اعلان کړي ځکه په دې اړه واضح تعریف موجود دی.


 له ډلې یې په واشنګټن کې د افغانستان د سولې انسټټیوټ مشر او سیاسي کارپوه یاسر احمدزي ازادي راډيو ته وویل: “اوربند مشخصه تعریف، خو د تاوتریخوالي د کمېدو په اړه دغه مشخصه تعریف نه‌شته، ځکه لاهم هره ورځ په دغو جګړو کې هم عام خلک او هم د افغانستان امنیتي دفاعي ځواکونه وژل کېږي، نو که پر تاوتریخوالي هوکړه کېږي په دې اړه بیا اټکل نه‌کېږي چې جګړه به څومره راکمه شي.”


د افغانستان جمهوري ریاست هم هیله‌مند دی چې که د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې نتیجه ورکړي، طالبان به له افغان حکومت سره خبرو ته کېني.

اتمر ۲۲.jpg

اتمر:

نړیوال دې د اقتصادي مرستو په پرتله د سولې برخه کې زیاته هڅه وکړي

4 قوس 1399
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر وايي، نړیواله ټولنه دې له افغانستان سره د اقتصادي مرستې په پرتله د سولې په راوستلو کې زیاته هڅه وکړي.
امرالله صالح نمبر یک.jpg

صالح به نور:

دندان‌هایم را زیاد مراقبت می‌کنم

4 قوس 1399
امرالله صالح، معاون اول ریاست جمهوری به انتقاد عطامحمد نور، والی پیشین بلخ از عمل‌کردهایش پاسخ داده است.
ناتو در افغانستان.jpg

د ناټو عمومي منشي:

ناټو: نه پریږدو چې داعش افغانستان خپل تروریستي خلافت کړي

4 قوس 1399
د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ، ویلي دي، دغه تړون په افغانستان کې خپل ماموریت او د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي، تر څو افغانستان د داعش په تروریستي خلافت باندې بدل نشي.
سربازان امریکایی.jpg

امریکایي کارپوهان کانګرس ته:

افغانستان کې د امریکایي سرتیرو کمول تیروتنه ده

1 قوس 1399
یو شمیر امریکایي کارپوهانو کانګرس ته ویلي چې په افغانستان کې د ۴۵۰۰ نه د امریکایي سرتیرو شمیر ۲۵۰۰ ته کمول، یوه تیروتنه ده.
ولسی جرگه.jpg

ولسي جرګې ته معرفي شويو لسو نوماند وزیرانو د باور رايې واخيستې

1 قوس 1399
د افغانستان ولسي جرګې په یوه بې ساري اقدام کې د افغان حکومت له لوري ټولو لسو ورمعرفي شویو نوماند وزیرانو ته د باور رایې ورکړې.
اشرف غنی نمبر یک.jpg

افغان ولسمشر:

ملګري ملتونه دې طالبان اوربند ته وهڅوي

30 عقرب 1399
افغان ولسمشر محمد اشرف غني له ملګرو ملتونو وغوښتل چې له صلاحیتونو څخه د فشار په توګه د طالبانو پر وړاندې کار واخلي چې اوربند ته غاړه کېږدي. ښاغلي غني دغه خبرې د افغان سولې په تړاو د ملګرو ملتونو د ام…

  • استقبال خلیلزاد از تعهد پاکستان مبنی بر کاهش خشونت در افغانستان

  • 4 قوس 1399
    نمایندۀ ویژه ایالات متحدۀ امریکا در امور مصالحۀ افغانستان از تعهد پاکستان مبنی بر کاهش خشونت و تلاش برای برقراری آتش‌بس در افغانستان استقبال کرد.

  • ولسمشر غني د ځینو پاکستاني بندیانو د بښلو او خوشي کولو امر کړی

  • 4 قوس 1399
    افغان ولسمشر محمد اشرف غني د “ښه نیت او له پاکستان سره د نېکو اړیکو د ټینګښت” په موخه د افغانستان له ځینو زندانونو د یوشمېر پاکستاني بندیانو د خوشي کېدو امر کړی.

  • وزیر امور خارجه امریکا با هیأت مذاکره‌کننده دولت و طالبان در قطر به صورت جداگانه دیدار کرد

  • 1 قوس 1399
    مایک پمپئو، وزیر امور خارجه امریکا در جریان سفرش به دوحه، پایتخت قطر با هیأت مذاکره‌کننده دولت و طالبان به صورت جداگانه دیدار کرد.

  • پمپیو با مذاکره کنندگان افغان در دوحه ملاقات کرد

  • 1 قوس 1399
    مایک پمپیو، وزیر خارجهٔ ایالات متحده امروز ۲۱ نومبر (اول قوس) در دوحه با مذاکره کنندگان جمهوری اسلامی افغانستان و گروه طالبان ملاقات کرد.

  • په تورخم کې د افغان او پاکستان سرتېرو ترمنځ شخړه شوې

  • 1 قوس 1399
    په تورخم کې د افغان او پاکستان سرتېرو ترمنځ د تازه شخړې له کبله یو ځل بیا پر دې لارې تګ راتګ بند شو.

  • "پر کابل۲۴ توغندي لګیدلي چې ۸ تنه یې وژلي او ۳۱ نور ټپیان دي"

  • 1 قوس 1399
    د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د لومړني معلوماتو پر بنسټ پر کابل ۲۴ توغندي توغول شوي چې په پایله کې یې ۸ تنه وژل شوي او ۳۱ تنه نور ټپیان دي.

  • عرب نیوز وايي، ظواهري په افغانستان کې مړ شوی

  • 30 عقرب 1399
     راپورونه وايي چې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري په افغانستان کې په خپل مرګ مړ شوی دی.

  • کمیسیون حقوق بشر خواستار تحقیقات درباره جنایت جنگی نظامیان خارجی در افغانستان شد

  • 30 عقرب 1399
    کمیسیون مستقل حقوق بشر از امریکا، انگلستان و کشورهایی که در افغانستان نیروی نظامی داشته‌اند، خواست که درباره اتهامات جنایت جنگی و نقض قانون بشردوستانه بین‌المللی که علیه سربازان این کشورها مطرح شده ا…

    د ملي امنیت لوی ریاست سرپرست:

  • طالبان افغانستان کې د شلو ترهګرو ډلو ملاتړ کوي

  • 4 قوس 1399

    د ماشومانو د ژغونې بنسټ:

  • له ۲۰۰۵ کال راهیسې افغانستان کې ۲۶ زره ماشومان وژل شوي یا معلول شوي

  • 4 قوس 1399
    د یوه خیریه بنسټ موندنې ښیي چې په تېرو ۱۴ کالو کې افغانستان کې هره ورځ په اوسط ډول پنځه ماشومان وژل شوي‌ او یا هم ژوبل شوي‌ دي.‌

    غنی در دیدار با نماینده ویژه ایران:

  • خطرات تروریسم در منطقه باید واضح تعریف شود

  • 28 عقرب 1399

    د نورو خبرونو د لیدو لپاره لاندې نیټه کلیک کړئ / برای دیدن اخبار قبلی تاریخ آن را کلیک کنید

    <
     
    >
    SunMonTueWedThuFriSat
         12
    3456789
    1011121314

    15

    16
    17181920212223
    24252627282930
    31      

    گالری تصاویر

    مشاهده همه

    په کابل کې د څارنوالانو ترور
    انفجار در مسجد
    کورونا په افغانستان کې
    کورونا او طالبان
    افغانستان و خودکفایی از خرما
    طالب جنګیالي په جومات کې
    مراسم افتتاح کاسا یکهزار
    زیبایی کابل در زمستان سرد امسال
    زیبایی ولایت کنر/ د کنر ولایت ښکلا

    گالری ویدیو

    مشاهده همه

    اسلام آباد کې د ولسمشر مهمه وینا
    د طالب پلاوی وینا
    زورواکو ته د ولسمشر خبرداری
    زورواکو ته د ولسمشر خبرداری