وروستي خبرونه
آخرین اخبار
کود خبر: 9580
منبع خبر: بي بي سی

مایک پمپیو:

امریکا او طالبانو د اوو ورځو لپاره د تاوتریخوالي پر کمېدو هوکړه کړې

25 دلو 1398

مایک پمپیو.jpg

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو وايي، امريکا او طالبانو افغانستان کې د اوو ورځو لپاره د تاوتريخوالي پر کمېدو هوکړه کړې چې دې ته د امريکايي پوځيانو د ممکنه وتنې پرلور د يوه گام په سترگه کتل کېږي.


ښاغلي پمپيو دا يو مهم پرمختگ بللى، خوخبردارى يې ورکړى چې دا خبرې خورا پپچلې دي او په وینا یې تر اوسه د سولې پر يوې موافقې هوکړه نه ده شوې.


مياشتې کېږي، چې د طالبانو او امريکايي چارواکو ترمنځ خبرې رواني دي، خو لا د طالبانو او افغان دولت ترمنځ چې، د بشپړ اوربند غوښتونکى دى، مخامخ خبرې نه دي شوې.


بل خوا، امریکا او طالبانو د ۷ ورځو لپاره د تاوتريخوالي پر يوې طرحې خبرې کړي. د متحدو ایالتونو د دفاع وزیر مارک اېسپر چې د ناټو د دفاع وزيرانو په غونډه کې يې خبرې کولې وويل:


“متحده ایالاتو او افغان طالبانو د ۷ ورځو لپاره د تاو تریخوالي کمولو پر یوه وړاندیز خبرې کړې ‘’ چې د امریکايي ځواکونو د وتلو یوې بشپړې هوکړې پر لور یو ګام دی.


ځینې د امریکا د دفاع وزیر دا څرګندونې په دې معنا بولي چې ګواکې طالبان او امریکا د یوې اوونۍ لپاره د تاوتریخوالي د کمولو پر سر سره سلا شوي دي.


د تاوتريخوالي د کمولو د جزيياتو په اړه لا څه نه دي ويل شوي.


امریکا څو ورځو کې له طالبانو سره جوړجاړی اعلانوي’
 مارک اېسپر وايي “يوۀ سياسي جوړجاړي ته رسېدل افغانستان لپاره ښه حل لاره ده او په دې برخه کې پرمختگونه شوي چې ژر به يې اعلان کړو.”


دغه اعلان د دواړو غاړو ترمنځ له څو مياشتنيو خبرو وروسته شوی دی.


شنونکي په دې اند دي چې په تاو تریخوالي کې کموالی به د ښکېلو اړخونو لپاره د خپلو لوریو د کنټرولولو لپاره یوه ازمایښتي بڼه ولري.


د امریکا دفاع وزیر زیاته کړه: ‘‘یوې سیاسي هوکړې ته رسېدل د افغانستان لپاره غوره حل لاره ده او دې لړ کې پرمختګونه هم شوي دي، چې ژر به اعلان شی. ‘’


 له دې مخکې ویل شوي وو، چې په قطر کې به د دواړو لوریو استازي ژر د سولې هوکړې جزیات په یوه ګډه اعلامیه کې اعلان کړي.


افغان حکومت چې دې خبرو کې یې ګډون نه درلود، د بشپړ اوربند غوښتنه کوله، خو ویل کېږي په داسې حال کې چې طالبان راضي نه وو، امریکا هم د دې لپاره ډېر فشار نه دی راوړی.


له دې مخکې په قطر کې د سولې خبرو کې ښکېلې یوې سرچینې بي بي سي ته ويلي، د دواړو لوریو په دې ګډ بیان کې به دا مالومات هم وي چې د سولې هوکړه لیک څه وخت او چېرې لاسليک کېږي.


امریکايي او طالب چارواکو له شا وخوا یونيم کال خبرو وروسته اوس په دې بهير کې د پرمختګ خبر ورکړی.


د طالبانو یوې سرچینې چې نه غواړي نوم يي یاد شي ویلي، په دې ګډ بیان کې به د سولې هوکړه لیک د څرنګوالي تر څنګ د دې ډلې او امریکا تر منځ د سولې خبرو ټول جزيیات لیکل شوي وي.


له دې وړاندې نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي و چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي کمېدو په شرط د دې هوکړې د لاسلیک اجازه ورکړې ده.


په همدې حال کې ویل شوي چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د ناټو په غونډه کې د ګډون لپاره بروکسل ته تللی او په دې غونډه کې چې د بحث یوه برخه يي افغانستان ده، له افغانستان څخه د دفاع چارسمبالي وزیر او په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ځواکونو عمومي قوماندان هم ګډون کړی دی.


 د افغان ولسمشر د عامه او ستراتژیکو اړیکو سلاکار وحید عمر هم نن په یوه خبري غونډه کې وویل، افغان دولت تمه لري چې د قطر روانو خبرو له پایلو سره سم د افغانانو خپل منځۍ خبرې پیل شي.


“زمونږ د نړیوالو او په ځانګړي توګه د امریکايي همکارانو د معلوماتو پر بنسټ له طالبانو سره د سولې په خبرو کې د پام وړ پرمختګ راغلی، مونږ هیله من یو چې د امریکا او طالبانو تر منځ خبرې ژر پای ته ورسېږي چې ورپسې د افغان دولت او طالبانو تر منځ مخامخ خبرې ژر پیل شي.”


بل لور ته په کابل کې یو شمېر افغان سیاسي شخصیتونو هم دې پرمختګونو ته هیله مندي ښودلي.


د حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله چې د پخواني جهادي مشر حضرت صبغت الله مجددي مړینې لومړي تلین مراسمو کې يې خبرې کولې وویل، وروستیو پرمختګونو او بدلونونو سولې ته زمینه برابره کړې خو د ده په وینا داسې هم نه شي ویل کېدای چې د امریکا او طالبانو تر منځ د هوکړې له لاسلیک سره به هر څه حل شي.


پخواني ولسمشر حامد کرزي هم دې غونډې ته په وینا کې وروستي پرمختګونه هیلي بخښونکي وبلل.


امریکايي رسنیو د ځینو سرچینو له قوله خبر ورکړی چې تمه ده د تاوتریخوالي کمېدو په اړه د طالبانو او امریکایانو تر منځ هوکړه په څو راتلونکو ورخو کې اعلان شي.


ټاکل شوې، د امریکا او طالبانو تر منځ د دې هوکړې له لاسلیک وروسته د افغانانو تر منځ خپل منځي خبرې او له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل پیل شي.


په دې لړ کې افغان حکومت ویلي په دوحې کې د خبرو له پرمختګ سره هم مهاله په افغانستان کې هم د سولې لپاره د سیاسي اجماع، د سولې ملا تړي ډلې جوړیدو او طالب بندیانو خوشي کیدو لپاره کوټلي ګامونه اخیستل شوي.

لویه جرگه 1.jpg

د سولې مشورتي جرګه:

۴۰۰ طالب بندیان دې په نړیوال ضمانت ازاد شي

18 اسد 1399
د سولې په اړه د مشورتي لویې جرګې په دوهمه د ۵۰ کمېټو رئیسانو د جرګې له رئیس او نورو غړو سره د خپلو راپورنو شریکولو پر مهال ویلي چې ۴۰۰ طالب بندیان دي په نړیوال ضمانت ازاد شي.
لویه جرگه 1.jpg

د مشورتي لویې جرګې دویمه ورځ‎:

د طالب‌بندیانو برخلیک په اړه بحثونه کوي

18 اسد 1399
د سولې مشورتي جرګې ګډونوال پر دویمه ورځ د ۴۰۰ طالب بندیانو د برخلیک په اړه بحثونه کوي او د ۵۰ کمېټو غړي به له طالبانو سره د راتلونکو بین الافغاني مذاکراتو په اړه د افغانانو غوښتنې شریکې او افغان حکومت…
ذبیح الله ابراهیمی.jpeg

رئیس محکمه استیناف ولایت کندهار در مصاحبه با افغانستان مانیتور:

قوه قضائیه در کندهار استقلالیت خود را بدست آورده و تحت تاثیر هیچ قدرت و زورمند نیست

18 اسد 1399
 رئیس محکمه استیناف ولایت کندهار میگوید که با  آمدن وی به حیث مسؤول قوه قضایه  به این ولایت دست  مقامات دولتی ، زوسالاران ، قدرت مندان و ثروت مندان را از محاکم کوتاه کرده و استقلالیت کامل قوه قضائیه ر…
صلح مذاکرات بین الافغانی.jpg

ټاکل شوې د اسد په ۲۰ مه بین الافغاني مذاکرات پیل شي

17 اسد 1399
د مشورتي لویې جرګې د کاري کمېټو د یوې پوښتنپاڼې په اساس احتمال شته چې د اسد میاشتې په ۲۰ نېټه د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې اترې پیل شي.
لویه جرگه 1.jpg

مشورتي لویې جرګې ته د غني سپارښتنه:

ژر پرېکړه وکړئ چې طالبانو سره خبرې پیل شي

17 اسد 1399
کابل کې نن جمعه د ۴۰۰ طالب زندانیانو د برخلیک ټاکلو لپاره مشورتي لویه جرګه پیل شوه. په دې جرګه کې به د طالبانو د ۴۰۰ بندیانو د برخلیک په اړه مشوره کېږي.
خلیلزاد و عبدالله.jpg

سخنگوی شورای عالی مصالحه ملی:

تشکیلات شورای عالی مصالحه ملی به رهبری عبدالله عبدالله تکمیل شد

16 اسد 1399
تکمیل شدن تشکیلات شورای عالی مصالحه ملی به رهبری عبدالله عبدالله پس از نزدیک به دو نیم ماه تأخیر.

د تخار د والي ویاند:

  • وسله‌والو په تخار کې یو ښوونځی سوځولی دی

  • 23 اسد 1399
    د تخار په مرکز تالقان ښار کې د ابو عثمان تالقاني هغه لیسه چې په دغه ښار کې تاریخي حیثیت لري د ناپېژندو کسانو له خوا سوځول شوې ده.

    د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت:

  • مسکو کې د افغانستان سفیر له دندې ګوښه شوی

  • 23 اسد 1399
    د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په مسکو کې افغان سفیر لطیف بهاند له دندې څخه ګوښه شوی دی.

  • د سولې مشورتي لویې جرګې قطعه نامه

  • 19 اسد 1399
    د ۴۰۰ طالب بندیانو د برخلیک روښانه کولو لپاره د مشورتې لویې جرګې تر درې ورځو وروسته د خپلو بحثونو پایلې په ۲۵ مادو کې وړاندې کړې.

    د امریکا دفاع وزارت:

  • امریکا افغانستان کې خپل پوځيان تر ۵۰۰۰ راکموي

  • 19 اسد 1399
    د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر ویلي، هېواد به یې د راتلونکې نومبر میاشتې تر پایه په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر تر ۵۰۰۰ راټیټ کړي.

    وزارت امور خارجه کشور:

  • افغانستان و اوزبیکستان قرارداد ۱۰ ساله انتقال برق امضا می‌کند

  • 18 اسد 1399
    قرار است قرارداد ۱۰ ساله انتقال برق بین افغانستان و اوزبیکستان در سی‌ام اسد امضا شود.

    سخنگوی والی غزنی:

  • حمله موتربمب به کندک محافظت عامه در غزنی

  • 18 اسد 1399
    مقام‌های محلی در ولایت غزنی می‌گویند که «مخالفان مسلح» ساعت ۸:۰۰ شام روز شنبه، هژدهم اسد، با استفاده از یک موتر بمب‌گذاری‌شده بر کندک محافظت عامه در منطقه کوتل روضه‌ از مربوطات شهر غزنی حمله کرده‌اند…

  • د جمعیت اسلامي انشعاب؛ د سولې مشورتي جرګې په اړه متضاد نظرونه

  • 17 اسد 1399
    د صلاح الدین رباني او عطا محمد نور ترمنځ د جمعیت اسلامي تر وېشل کېدو او پارچه کېدو وروسته، دواړو ډلو د سولې مشورتي لویې جرګې په اړه متضاد نظرونه ورکړي دي.

  • هشدار داکتران از خطر شیوع کرونا درمیان شرکت‌کننده‌گان لویه‌جرگه

  • 17 اسد 1399
    بیش از سه‌هزار تن در حالی‌ زیر یک سقف در تالار لویه‌جرگه گردآمده‌اند که خطر موج دوم ویروس کرونا در کمین است.

    د بشر حقونو د څار نړیوال سازمان:

  • لویه جرګه افغانستان ته سوله نه شي راوستلای

  • 18 اسد 1399

    د افغانستان د عامې روغتیا سرپرست وزیر

  • افغانستان کې د کروناویروس د دویمې څپې راتلو ویره شته

  • 17 اسد 1399

    پاکستان:

  • افغان ځواکونو زموږ پر پوستو بریدونه کړي

  • 16 اسد 1399
    پاکستان ادعا کوي چې افغان سرحدي پولیسو له ډیورند کرښې هاخوا د پاکستاني ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي، یو پاکستاني سرتېری یې وژلی او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

    ټرمپ:

  • ډېر ژر به افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر ۴،۰۰۰ ته راکم شي

  • 15 اسد 1399
    د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ غواړي چې د نومبر له ولسمشرۍ ټاکنو وړاندې، په افغانستان کې د خپلو عسکرو شمېر نږدې ۵ زرو ته راکم کړي.

    کمیسیون مستقل حقوق بشر:

  • در روزهای عید ۳۲ غیرنظامی کشته شده‌اند

  • 15 اسد 1399

    از سوی ادارۀ ملی احصائیه و معلومات افغانستان

  • جمعیت کابل افغانستان بیش از پنج میلیون و 204 هزار نفر اعلام شد

  • 15 اسد 1399

    د بغلان د پولیسو ویاند:

  • د بغلان ولایتي شورا د یوه پخواني غړي ۱۱ ساتونکي ووژل شول

  • 15 اسد 1399
     د بغلان د ولایتي شورا د یوه پخواني غړي ۱۱ ساتونکي د سړک د غاړې ماین په چاودنه کې ووژل شول.

    د مشورتي لویې جرګې د جوړېدو کمېسیون مشر:

  • ۴۰۰ طالب بندیانو کې بهرنی وګړی نه‌شته

  • 15 اسد 1399
     د مشورتي لویې جرګې د جوړېدو کمېسیون مسؤلین وايي چې په ۴۰۰ طالب بندیانو کې هېڅ بهرنی وګړی نه‌شته.

    لیکوال: اعظم منور

  • د چين او امريکا ترمنځ د نوې لانجې پيلېدل

  • 14 اسد 1399

    د نورو خبرونو د لیدو لپاره لاندې نیټه کلیک کړئ / برای دیدن اخبار قبلی تاریخ آن را کلیک کنید

    <
     
    >
    SunMonTueWedThuFriSat
          

    1

    2

    3

    45678
    9

    10

    11

    12

    13

    14

    15

    16

    17

    18

    19

    20

    21

    22

    23

    24

    25

    26

    27

    28

    29

    30

    31

         

    گالری تصاویر

    مشاهده همه

    په کابل کې د څارنوالانو ترور
    انفجار در مسجد
    کورونا په افغانستان کې
    کورونا او طالبان
    افغانستان و خودکفایی از خرما
    طالب جنګیالي په جومات کې
    انفجار در مقابل پوهنتون مارشال فهیم
    مراسم افتتاح کاسا یکهزار
    زیبایی کابل در زمستان سرد امسال

    گالری ویدیو

    مشاهده همه

    اسلام آباد کې د ولسمشر مهمه وینا
    د طالب پلاوی وینا
    زورواکو ته د ولسمشر خبرداری
    زورواکو ته د ولسمشر خبرداری