وروستي خبرونه
آخرین اخبار
کود خبر: 9575
منبع خبر: آزادی رادیو

'افغان حکومت د جنسي ځورونو قضیو په عدالت ټینګولو کې پاتې راغلی'

24 دلو 1398

لوگو سازمان حقوق بشر.jpg

د بشر حقونو د څار نړیوال سازمان وایي، افغان حکومت د هغو جنسي ځورونو د قضیو له امله په عدالت ټینګولو کې پاتې راغلی چې زورواکي په‌کې ښکېل دي.


دغه سازمان په خپل یوه تازه راپور کې د لوګر ولایت په یو شمېر ښوونځيو کې پر نارینه زده‌کوونکو د جنسي تېري او همدا ډول د ښځینه فوټبال ملي لوبډله کې د جنسي ځورونو موضوع‌ګانې رابرسېره کړې دي.


دغه سازمان زیاتوي چې په لوګر ولایت کې یو شمېر سیمه‌ییزو چارواکو هڅې پیل کړي څو د ماشومانو د جنسي تېریو په اړه د څېړنو مخه ونیسي او په دې اړه یو شمېر ډيپلوماتیکو ادارو هم اندېښنه څرګنده کړې ده.


دغه سازمان په خپله تازه اعلامیه کې له افغان حکومت غوښتي چې د دې قضیو عاملین ژر تر ژره محاکمه کړي.


 په اسیا کې د دغه سازمان مسؤلې پټرېشیا ګاسمن د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د سلواغې ۲۴» ازادي راډيو ته وویل: “په افغانستان کې د جنسي تاوتریخوالي مخنیوی له ډېرې مودې راهیسې ستونزمن وو، خو ستونزې هغه وخت لاپسې پراخه کېږي کله چې مظنون قوي خلک وي، دا دوه وحشتناکې پېښې د جنسي تاوتریخوالي د معافیت پای ته رسولو لپاره د افغان حکومت د ژمنتیا یوه لویه ازموینه ده.”


له دې سره د افغانستان د بشري حقونو سازمان هم ورته نظر لري او وایي چې په حکومت کې دننه داسې کسان موجود دي چې په خپله په بېلابېلو جنایتونو تورن دي.


 د دغه سازمان مشر لعل ګل لعل په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: “په حکومت کې د هغو جنګي مجرمنیو او د بشري حقونو په نقض تورنو کسانو شتون، د اساسي قانون نه‌پلي کېدل او همدارنګه د حکومت په ډېریو برخو کې کار اهل کار ته نه‌سپارل دي چې له امله‌یې په ټولنه کې عدالت تأمینېدلی نه‌شي.”


دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې په ۲۰۱۸ کال کې د افغان ښځینه فوټبال یو شمېر لوبغاړو شکایتونه کړي وو چې د فوټبال ملي فدراسیون د مشر کرام‌الدین کریم له لوري له جنسي ځورونو سره مخ شوي دي.


همدارنګه تر هغې وروسته د ۲۰۱۹ میلادي کال نومبر میاشت کې ګاردین ورځپانې د لوګر ولایت د مدني ټولنې د مشر موسی محمودي او همکارانو له قوله‌یې یو راپور خپور کړی و چې په دغه ولایت کې په یو شمېر ښوونځیو کې له ۵۰۰ پر ډېرو هلکانو د ښوونکو له لوري جنسي تېري شوی دی.


د دغه راپور تر خپرېدو وروسته موسی محمودي او یو همکار یې د ملي امنیت ریاست له لوري ونیول شول، خو له زیاتو فشارونو وروسته بېرته خوشې کړای شول.


خو د افغانستان لویه څارنوالۍ دا خپور شوی راپور ردوي او وایي چې دواړه قضیو ته‌یې رسېدنه کړې او لاهم څېړنې روانې دي.


د دغې ادارې ویاند جمشېد رسولي ازادي راډيو ته وویل چې لویې څارنوالۍ ټولو هغو قضیو ته رسېدنه کړې چې دوی ته راجع شوي دي.


ښاغلی رسولي زیاتوي: “د افغانستان لویه څارنوالۍ د هغه بنسټ په توګه چې د قانون، عدالت او بشري قوانینو په رڼا پېښو ته د رسېدنې صلاحیت لري، دغې ادارې ټولو هغو پېښو ته چې ورته رسېدلي په عادلانه، شفاف او خپلواکه ډول څارلي او رسېدنه‌یې ورته کړې ده.”


 همدارنګه د جمشېد رسولي په خبره، د لوګر ولایت د نارینه زده‌کوونکو د جنسي ځورونو په تړاو د څېړنو په هدف پلاوی ټاکل شوی چې لا هم څېړنې او ارزونې روانې دي.


د ښاغلي رسولي په خبره، د کرام‌الدین کریم دوسیه چې د فوټبال ښځينه لوبغاړو سره په جنسي ځورونو تورن دی محکمې ته استول شوې ده چې د نیولو حکم‌یې د محکمې له لوري شوی دی.


د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وایي چې د کرام‌الدین کریم د نیولو هڅې روانې دي.


 له دې سره د بشر حقونو د څار نړیوال سازمان له افغان حکومت غواړي چې ژر تر ژره دې د دغو پښو د قربانیانو نه د ملاتړ او د شاهدانو د ساتنې لپاره اقدام وکړي.

لویه جرگه 1.jpg

د مشورتي لویې جرګې دویمه ورځ‎:

د طالب‌بندیانو برخلیک په اړه بحثونه کوي

18 اسد 1399
د سولې مشورتي جرګې ګډونوال پر دویمه ورځ د ۴۰۰ طالب بندیانو د برخلیک په اړه بحثونه کوي او د ۵۰ کمېټو غړي به له طالبانو سره د راتلونکو بین الافغاني مذاکراتو په اړه د افغانانو غوښتنې شریکې او افغان حکومت…
ذبیح الله ابراهیمی.jpeg

رئیس محکمه استیناف ولایت کندهار در مصاحبه با افغانستان مانیتور:

قوه قضائیه در کندهار استقلالیت خود را بدست آورده و تحت تاثیر هیچ قدرت و زورمند نیست

18 اسد 1399
 رئیس محکمه استیناف ولایت کندهار میگوید که با  آمدن وی به حیث مسؤول قوه قضایه  به این ولایت دست  مقامات دولتی ، زوسالاران ، قدرت مندان و ثروت مندان را از محاکم کوتاه کرده و استقلالیت کامل قوه قضائیه ر…
صلح مذاکرات بین الافغانی.jpg

ټاکل شوې د اسد په ۲۰ مه بین الافغاني مذاکرات پیل شي

17 اسد 1399
د مشورتي لویې جرګې د کاري کمېټو د یوې پوښتنپاڼې په اساس احتمال شته چې د اسد میاشتې په ۲۰ نېټه د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې اترې پیل شي.
لویه جرگه 1.jpg

مشورتي لویې جرګې ته د غني سپارښتنه:

ژر پرېکړه وکړئ چې طالبانو سره خبرې پیل شي

17 اسد 1399
کابل کې نن جمعه د ۴۰۰ طالب زندانیانو د برخلیک ټاکلو لپاره مشورتي لویه جرګه پیل شوه. په دې جرګه کې به د طالبانو د ۴۰۰ بندیانو د برخلیک په اړه مشوره کېږي.
خلیلزاد و عبدالله.jpg

سخنگوی شورای عالی مصالحه ملی:

تشکیلات شورای عالی مصالحه ملی به رهبری عبدالله عبدالله تکمیل شد

16 اسد 1399
تکمیل شدن تشکیلات شورای عالی مصالحه ملی به رهبری عبدالله عبدالله پس از نزدیک به دو نیم ماه تأخیر.
امرالله صالح نمبر یک.jpg

امرالله صالح:

د لوړپوړو چارواکو د امنیت پر ساتنې ۴.۲ میلیارده افغانۍ مصرفېږي

16 اسد 1399
د افغانستان د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح د مشورتي لویې جرګې د لګښت په تړاو انتقادونو ته په غبرګون کې ویلي چې افغان دولت هر کال ۴.۲ میلیارده افغانۍ د لوړپوړو چارواکو او سیاسي شخصیتونو پر…

  • د سولې مشورتي لویې جرګې قطعه نامه

  • 19 اسد 1399
    د ۴۰۰ طالب بندیانو د برخلیک روښانه کولو لپاره د مشورتې لویې جرګې تر درې ورځو وروسته د خپلو بحثونو پایلې په ۲۵ مادو کې وړاندې کړې.

    د امریکا دفاع وزارت:

  • امریکا افغانستان کې خپل پوځيان تر ۵۰۰۰ راکموي

  • 19 اسد 1399
    د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر ویلي، هېواد به یې د راتلونکې نومبر میاشتې تر پایه په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر تر ۵۰۰۰ راټیټ کړي.

    وزارت امور خارجه کشور:

  • افغانستان و اوزبیکستان قرارداد ۱۰ ساله انتقال برق امضا می‌کند

  • 18 اسد 1399
    قرار است قرارداد ۱۰ ساله انتقال برق بین افغانستان و اوزبیکستان در سی‌ام اسد امضا شود.

    سخنگوی والی غزنی:

  • حمله موتربمب به کندک محافظت عامه در غزنی

  • 18 اسد 1399
    مقام‌های محلی در ولایت غزنی می‌گویند که «مخالفان مسلح» ساعت ۸:۰۰ شام روز شنبه، هژدهم اسد، با استفاده از یک موتر بمب‌گذاری‌شده بر کندک محافظت عامه در منطقه کوتل روضه‌ از مربوطات شهر غزنی حمله کرده‌اند…

  • د جمعیت اسلامي انشعاب؛ د سولې مشورتي جرګې په اړه متضاد نظرونه

  • 17 اسد 1399
    د صلاح الدین رباني او عطا محمد نور ترمنځ د جمعیت اسلامي تر وېشل کېدو او پارچه کېدو وروسته، دواړو ډلو د سولې مشورتي لویې جرګې په اړه متضاد نظرونه ورکړي دي.

  • هشدار داکتران از خطر شیوع کرونا درمیان شرکت‌کننده‌گان لویه‌جرگه

  • 17 اسد 1399
    بیش از سه‌هزار تن در حالی‌ زیر یک سقف در تالار لویه‌جرگه گردآمده‌اند که خطر موج دوم ویروس کرونا در کمین است.

  • خشونت با بلقیس روشن؛ رییس لویه‌جرگه معذرت خواست و رییس پارلمان خواهان اعاده حیثیت شد

  • 17 اسد 1399
    خشونت فزیکی با بلقیس روشن، نماینده مردم فراه در مجلس نماینده‌گان در پی اعتراض او هنگام سخنرانی رییس جمهور غنی در نخستین روز لویه‌جرگه مشورتی صلح واکنش‌های زیادی را برانگیخته است.

     منابع صحی در وزارت صحت عامه:

  • ۱۰ نفر از اشتراک‌کننده‌گان لویه‌جرگه مشورتی صلح به ویروس کرونا مبتلا بوده‌اند

  • 17 اسد 1399
    او بدون اعلام شمار مبتلایان گفت، کسانی که به ویروس کرونا مبتلا شناسایی شده‌، «تجرید» شده‌اند.

    د بشر حقونو د څار نړیوال سازمان:

  • لویه جرګه افغانستان ته سوله نه شي راوستلای

  • 18 اسد 1399

    د افغانستان د عامې روغتیا سرپرست وزیر

  • افغانستان کې د کروناویروس د دویمې څپې راتلو ویره شته

  • 17 اسد 1399

    پاکستان:

  • افغان ځواکونو زموږ پر پوستو بریدونه کړي

  • 16 اسد 1399
    پاکستان ادعا کوي چې افغان سرحدي پولیسو له ډیورند کرښې هاخوا د پاکستاني ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي، یو پاکستاني سرتېری یې وژلی او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

    ټرمپ:

  • ډېر ژر به افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر ۴،۰۰۰ ته راکم شي

  • 15 اسد 1399
    د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ غواړي چې د نومبر له ولسمشرۍ ټاکنو وړاندې، په افغانستان کې د خپلو عسکرو شمېر نږدې ۵ زرو ته راکم کړي.

    کمیسیون مستقل حقوق بشر:

  • در روزهای عید ۳۲ غیرنظامی کشته شده‌اند

  • 15 اسد 1399

    از سوی ادارۀ ملی احصائیه و معلومات افغانستان

  • جمعیت کابل افغانستان بیش از پنج میلیون و 204 هزار نفر اعلام شد

  • 15 اسد 1399

    د بغلان د پولیسو ویاند:

  • د بغلان ولایتي شورا د یوه پخواني غړي ۱۱ ساتونکي ووژل شول

  • 15 اسد 1399
     د بغلان د ولایتي شورا د یوه پخواني غړي ۱۱ ساتونکي د سړک د غاړې ماین په چاودنه کې ووژل شول.

    د مشورتي لویې جرګې د جوړېدو کمېسیون مشر:

  • ۴۰۰ طالب بندیانو کې بهرنی وګړی نه‌شته

  • 15 اسد 1399
     د مشورتي لویې جرګې د جوړېدو کمېسیون مسؤلین وايي چې په ۴۰۰ طالب بندیانو کې هېڅ بهرنی وګړی نه‌شته.

    لیکوال: اعظم منور

  • د چين او امريکا ترمنځ د نوې لانجې پيلېدل

  • 14 اسد 1399

    د نورو خبرونو د لیدو لپاره لاندې نیټه کلیک کړئ / برای دیدن اخبار قبلی تاریخ آن را کلیک کنید

    <
     
    >
    SunMonTueWedThuFriSat
          

    1

    2

    3

    45678
    9

    10

    11

    12

    13

    14

    15

    16

    17

    18

    19

    20

    21

    22

    23

    24

    25

    26

    27

    28

    29

    30

    31

         

    گالری تصاویر

    مشاهده همه

    په کابل کې د څارنوالانو ترور
    انفجار در مسجد
    کورونا په افغانستان کې
    کورونا او طالبان
    افغانستان و خودکفایی از خرما
    طالب جنګیالي په جومات کې
    انفجار در مقابل پوهنتون مارشال فهیم
    مراسم افتتاح کاسا یکهزار
    زیبایی کابل در زمستان سرد امسال

    گالری ویدیو

    مشاهده همه

    اسلام آباد کې د ولسمشر مهمه وینا
    د طالب پلاوی وینا
    زورواکو ته د ولسمشر خبرداری
    زورواکو ته د ولسمشر خبرداری