وروستي خبرونه
آخرین اخبار
کود خبر: 9556
منبع خبر: آزادی رادیو

د امریکا او طالبانو خبرو کې وروستي پرمختګ ته د ارګ هیله‌مندي

23 دلو 1398

ارگ .jpg

د امریکا او طالبانو ترمنځ په خبرو اترو کې وروستي پرمختګ ولسمشرۍ ماڼۍ د تاوتریخوالي پایداره کموالي او د اوربند ټینګښت ته هیله‌منه کړې ده.


ولسمشرۍ ماڼې وایي چې د تاوتریخوالي د پایداره کموالي پایله اوربند او په افغانستان کې د جګړې او وینې تویېدنې د بندېدو په مفهوم ده.


د افغان ولسمشر یوه مرستیال ویاند لطیف محمود ازادي راډیو ته وویل چې افغانان او افغان حکومت هم په افغانستان کې د جګړې او وژنو د بندېدو غوښتونکي دي.


 ښاغلي محمود د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د سلواغې ۲۳» ازادي راډیو ته په دې اړه وویل: “دا د جګړې او وینې تویېدنې د پای په معنی ده. دغه‌راز د افغانانو ترمنځ مخامخ خبرو ته فضا برابرول دي. زموږ دریځ د جګړې پای او د تاوتریخوالي کمېدل دي چې پایله‌یې هماغه اوربند او مخامخ خبرې دي.”


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو تېر ماښام له ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره د سولې په خبرو اترو کې د پرمختګونو په اړه په ټیلیفون خبرې وکړې.


ولسمشر غني پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې ښاغلي پومپیو د طالبانو له‌خوا د تاوتریخوالي د پایداره او د پام وړ کموالي د وړاندیز خبره کړې او دا د ښاغلي غني په خبره د هرکلي وړ پرمختګ دی.


اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر تمه ښودلې چې شوي پرمختګونه د سولې د داسې هوکړې د لاسلیک سبب وګرځي چې بین‌الافغاني خبرو او دایمي سولې ته زمینه برابره کړي.


په ورته وخت کې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم ازادي راډیو ته په یوه استول شوي پیغام کې تأیید کړې چې د سولې په خبرو کې پرمختګ شوی، خو هغه په دې هکله ډېر جزئیات ورنه‌کړل.


بل‌خوا په افغانستان کې د جرمني استازي مارکُس پوتزل د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو پرمختګ ته په اشاره ویلي چې د جګړې ښکېلې خواوې باید دا پرمختګ له خطر سره مخامخ نه‌کړي، بلکې ټول دې د بین‌الافغانی خبرو لپاره سیاسي اراده وښیي.


هغه ویلي دي چې هېواد یې په دې برخه کې د اسانتیاوو برابرولو ته چمتو دی.


په عین حال کې یو شمېر سیاسي څېړونکي وایي چې امریکا او طالبان د سولې د هوکړې لاسلیک کولو ته نږدې شوي دي.


له دې ډلې سید اسحاق ګېلاني وایي چې امریکا او طالبان د سولې د هوکړې لاسلیک کولو ته ډېر نږدې شوي دي.


ښاغلی ګېلاني زیاتوي: “دا چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د ملي وحدت حکومت له مشرانو سره خبرې کوي ښیي چې کار پای ته رسېدلی او د سولې هوکړې ته ډېر نږدې شوي. ډېر ژر به دا ښه خبر د افغانستان د خلکو غوږ ته ورسېږي. خوشبیني شته او دا د افغان ملت لپاره یوه بریا ده.”


یو شمېر لوېدیځو رسنیو هم د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په خبرو اترو کې د بې‌مخینې پرمختګ په اړه راپورونه خپاره کړي دي.


نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ په مشروط ډول له طالبانو سره د سولې د هوکړې لاسلیک تصویب کړی دی.


خو دې ورځپاڼې لیکلي چې دا هوکړه به هغه مهال لاسلیک شي چې طالبان د روانې میلادي میاشتې په وروستیو اوو ورځو کې خپله ژمنه د تاوتریخوالي د ازمایښتي کموالي په اړه ثابته کړي.


نیویارک ټایمز همداراز ویلي که د سولې هوکړه د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک شي، امریکا به له افغانستانه په تدریجي ډول د خپلو سرتېرو ایستل پیل کړي او د طالبانو او افغان سیاسي مشرانو ترمنځ به مخامخ خبرې پیل شي.

سرباز افغان با راکت.jpg

منابع:

آغاز رهایی زندانیان طالبان مشروط به رهایی کماندوها است

30 اسد 1399
منابعی در حکومت افغانستان می‌گویند تا هنگامی‌که ۲۲ کماندو زندانی افغانستان از سوی طالبان رها نشوند، روند رهایی ۳۲۰ زندانی جنجالی طالبان متوقف خواهد بود.
غنی و صالح وو.jpg

غني:

که پاتې طالب بندیان خوشي‌ کړو بریتانیا کې به د نشه يي توکو سېلاب راشي

29 اسد 1399
افغان ولسمشر محمد اشرف غني‌ ویلي،‌ که افغان حکومت پاتې ۴۰۰ طالب زندانیان هم خوشي کړي نو بریتانیا کې به د نشه يي توکو سېلاب راشي‌. نوموړي دا څرګندونې د بریتانیا له ټایمز ورځپاڼې سره په یوه ځانګړې مرکه…
کابل ۲۲.jpg

د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۱ کلیزې په ورځ پر کابل ښار راکټي برید

28 اسد 1399
د افغانستان کورنیو چارو وزارت مني چې د سې شنبې په ورځ( د اګسټ ۱۹) د دغه هېواد پلازمېنې کابل ښار په مختلفو سیمو کې څو راکټونه وغورځېدل.
زندانیان طالبان آزادی.jpg

د ملي مصالحې عالي شورا:

ځینې هېوادونه د طالب بندیانو خلاصون په اړه ملاحظې لري

26 اسد 1399
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا وايي د ۴۰۰ طالب زندانیانو د خوشې کولو بهیر کې ځنډ یو لا مل د نورو هېوادونو هغه ملاحظې دي چې په دې ډله کې یې د ځینو طالبانو د خوشې کولو په اړه لري.
مایک پمپیو.jpg

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر:

مایک پومپیو: ایران اوس هم طالبانو ته وسلې ورکوي

23 اسد 1399
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي، ایران اوس هم له طالبانو سره د وسلو مرسته کوي.
اشرف غنی .jpeg

ولسمشر:

د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو حکم نن لاسلیکوم

19 اسد 1399
د سولې مشورتي لویې جرګې پرېکړه لیک ته په ځواب کې ولسمشر غني نن د لویې جرګې په تالار کې وویل، چې نن به د ۴ سوه طالب بندیانو د خوشې کولو حکم لاسلیک کړم.

  • 'د بین‌الافغاني خبرو لپاره د طالبانو په مرکچي پلاوي کې ۱۷ تنه ټاکل شوي'

  • 29 اسد 1399
    د طالبانو ډلې د بین‌الافغاني خبرو لپاره ۱۷ کسیز مرکچي پلاوی ټاکلی دی.

    د پنټاګان سرمفتش:

  • طالبانو له القاعده سره اړیکې ندې بندې کړي

  • 29 اسد 1399
    د امریکا متحده ایالتونو د دفاع وزارت سرمفتش راپور ورکړی داسې نه ښکاري چې طالبانو دې د القاعده په ګډون له ترهګرو سازمانونو سره د روابطو د بندیدو په اړه خپلې ژمنې عملي کړي وي.

    سخگوی پولیس غور:

  • ولسوالی مرغاب ولایت غور بدست مخالفین مسلح سقوط کرده است

  • 28 اسد 1399
    عبدالمعروف رامش سخنگوی قوماندانی امنیه ولایت غور در این مورد گفت: “دیشب از شام به بعد مکمل ولسوالی مرغاب بدست مخالفین دولت افتاده و نیروه‌های امنیتی ما عقب نشینی کرده و فعلاً در لسوالی دولتیار حضور د…

  • د افغانستان د شپږیزې کرکټ لیګ سیالیو مهالوېش اعلان شو

  • 28 اسد 1399
    د افغانستان کرکټ بورډ د شپږیزې کرکټ لیګ د تجارتي سیالیو مهالوېش اعلان کړ.

  • ایران طالبانو ته د وسلو ورکولو ادعا رد کړه

  • 28 اسد 1399
    د ایران د بهرنیو چارو وزارت د امریکايي چارواکو هغه ادعاوې بې اساسه وبللې چې ګنې تهران په افغانستان کې وسله والو طالبانو ته وسلې او مهمات ورکوي.

  • ادعای وارد شدن تلفات سنگین بر طالبان در بادغیس

  • 26 اسد 1399
    مقام های محلی افغان در ولایت بادغیس می‌گویند که شب گذشته در نتیجه عملیات نیروهای امنیتی افغان در ولسوالی‌های مقر و قادس این ولایت ۳۰ طالب مسلح به شمول چندین قومندان مشهور طالبان کشته و ۱۵ طالب دیگر ز…

  • ادامۀ تمرینات نظامی نیروهای امنیتی افغان در ولایات مرزی با پاکستان

  • 26 اسد 1399
     مقام‌های افغان از راه اندازی تمرینات نظامی توسط نیروهای امنیتی افغان در برخی ولایات مرزی با پاکستان به ویژه در قندهار و پکتیا خبر داده اند.

    د تخار د والي ویاند:

  • وسله‌والو په تخار کې یو ښوونځی سوځولی دی

  • 23 اسد 1399
    د تخار په مرکز تالقان ښار کې د ابو عثمان تالقاني هغه لیسه چې په دغه ښار کې تاریخي حیثیت لري د ناپېژندو کسانو له خوا سوځول شوې ده.

    د افغانستان ملي امنیت عمومي ریاست :

  • کابل او لغمان کې د انتحاري حملې مخه ونیول شوه

  • 27 سنبله 1399

    د بشر حقونو د څار نړیوال سازمان:

  • لویه جرګه افغانستان ته سوله نه شي راوستلای

  • 18 اسد 1399

    د افغانستان د عامې روغتیا سرپرست وزیر

  • افغانستان کې د کروناویروس د دویمې څپې راتلو ویره شته

  • 17 اسد 1399

    پاکستان:

  • افغان ځواکونو زموږ پر پوستو بریدونه کړي

  • 16 اسد 1399
    پاکستان ادعا کوي چې افغان سرحدي پولیسو له ډیورند کرښې هاخوا د پاکستاني ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي، یو پاکستاني سرتېری یې وژلی او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

    ټرمپ:

  • ډېر ژر به افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر ۴،۰۰۰ ته راکم شي

  • 15 اسد 1399
    د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ غواړي چې د نومبر له ولسمشرۍ ټاکنو وړاندې، په افغانستان کې د خپلو عسکرو شمېر نږدې ۵ زرو ته راکم کړي.

    کمیسیون مستقل حقوق بشر:

  • در روزهای عید ۳۲ غیرنظامی کشته شده‌اند

  • 15 اسد 1399

    د نورو خبرونو د لیدو لپاره لاندې نیټه کلیک کړئ / برای دیدن اخبار قبلی تاریخ آن را کلیک کنید

    <
     
    >
    SunMonTueWedThuFriSat
      

    1

    2

    3

    4

    5

    6

    7

    8

    9

    10

    11

    12

    13

    14

    15

    16

    17

    18

    19

    20

    21

    22

    23

    24

    25

    26

    27

    28

    29

    30

       

    گالری تصاویر

    مشاهده همه

    په کابل کې د څارنوالانو ترور
    انفجار در مسجد
    کورونا په افغانستان کې
    کورونا او طالبان
    افغانستان و خودکفایی از خرما
    طالب جنګیالي په جومات کې
    انفجار در مقابل پوهنتون مارشال فهیم
    مراسم افتتاح کاسا یکهزار
    زیبایی کابل در زمستان سرد امسال

    گالری ویدیو

    مشاهده همه

    اسلام آباد کې د ولسمشر مهمه وینا
    د طالب پلاوی وینا
    زورواکو ته د ولسمشر خبرداری
    زورواکو ته د ولسمشر خبرداری