وروستي خبرونه
آخرین اخبار
کود خبر: 9536
منبع خبر: امریکا غږ پښتو

د امریکا په سنا کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو په وتلو بحث

22 دلو 1398

امریکایی ۷۷.jpg

 د امریکا د متحدو ایالتونو په سنا کې د وسله والو ځواکونو کمېټې په افغانستان کې د امریکا په تګلارې بحث او خبرې وکړې.


دا غونډه د سه شنبې په ورځ (فبرروي۱۱) وشوه چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو یوه مخکنۍ جنراله کیمبرلي فیلډ، د امریکا د پوځ د لوی درستیز پخوانی مرستیال جان کین او د پوځي چارو یو کارپوه کولن جکسن د ګواهانو په توګه میلمانه وو.


دوی د اوس لپاره له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پلوي نه وو. د سنا غړو له میلمنو څخه له طالبانو سره د سولې د خبرو، له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو، د تېرو شاوخوا دوو لسیزو د لاس ته راوړنو د ساتلو او د افغانستان د ګاونډیانو د رول او نورو مسایلو په اړه بېلابېلې پوښتنې وکړې.


د دوی ټولو ټېنګار دا و چې باید له طالبانو سره د سولې داسې تړون وشي چې سیاسي مشارکت ته لار پرانیستل شي او په افغانستان کې د ښځو د حقونو او نورو برخو کې ټولې لاس ته راوړنې خوندې او تضمین شي.


له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه هم پوښتنې وشوې. سناتور ریډ له میلمنو وپوښتل که له افغانستان څخه امریکایي ځواکونه ووځي، هلته به څه پېښ شي؟


جنرل کین وویل: “دا به یو ناورین وي. افغان ځواکونه چې وار د مخه تر یو ډول رواني فشار لاندې دي، داسې فکر به وکړي چې امریکایانو ورسره خیانت وکړ. هلته به ټولې لاس ته راوړنې ختمې شي. داعش او القاعده به له دغه حالت څخه ډېره ګټه پورته کړي او بیا به د منظم کېدو هڅې وکړي. طالبان او نور ترهګر به د امریکایانو وتل خپل بری وګڼي او د جنګي تبلیغ په توګه به یې وکاروي. داخلي جګړه به پیل شي.”


جنرالې فیلډ هم دا یو ناورین وباله او زیاته یې کړه: “اوسنی حکومت به ړنګ شي، جنګسالاران به راشي او موږ به ډېر څه له لاسه ورکړو، اوس هلته ډېرو ښځو او ماشومانو تعلیم کړی او تعلیم کوي، په لېرو پرتو سیمو کې به دا هر څه ختم شي.”


د پوځي چارو کارپوه جکسن وویل چې له افغانستان څخه به د امریکايي ځواکونو په وتلو د امریکا ځینو غلیمانو ته په هغه هېواد کې د نفوذ د پراخېدو لپاره ښه زمینه برابره شي.


هغه وویل: “د امریکا بهرني دښمنان به راشي، ایران به خپل نیابتي جګړه ماران مخې ته کړي. پاکستان به هم خپل نفوذ نور هم زیات کړي. روسیه به هم راشي. “


په دغې غونډې کې همدغه راز د پاکستان په رول باندې هم خبرې وشوي. ښاغلي جګسن وویل چې باید پاکستان په دې پوه کړل شي چې له امریکا سره د ښو اړیکو یوازینۍ او غوره لار په افغانستان کې د حکومت او سیاسي مشارکت ننګه ده.


پر پاکستان د طالبانو د پاللو او ساتلو په اړه کلکې نیوکې وشوې او وویل شول چې باید پاکستان د طالبانو له ملاتړ څخه لاس واخلي.


جنرال جان کین دا خبره هم وکړه چې باید واشنګټن د افغانستان د را روان نوي حکومت کلکه ننګه وکړي او له هغه سره ګډ کار وکړي. هغه وویل ولسمشر غني ورته ژمنه ورکړې چې په نوي حکومت کې به د امریکا پوځي لګښتونه نور هم کموي.


نوموړي وویل چې ولسمشر غني ورته ویلي دي چې له سعودي عربستان، متحدو عربو اماراتو او ځینو نورو هېوادونو سره یې خبرې کړي دي چې د پوځ د لګښتونو په برخه کې ورسره مرستې وکړي.


میلمنو ټولو په یوه خوله وویل چې باید له طالبانو سره داسې تړون وشي چې په افغانسان کې سیاسي مشارکت ته لار پرانیستل شي او د تېرو لسیزو ټولې لاس ته راوړنې خوندي وساتل شي.

لویه جرگه 1.jpg

د مشورتي لویې جرګې دویمه ورځ‎:

د طالب‌بندیانو برخلیک په اړه بحثونه کوي

18 اسد 1399
د سولې مشورتي جرګې ګډونوال پر دویمه ورځ د ۴۰۰ طالب بندیانو د برخلیک په اړه بحثونه کوي او د ۵۰ کمېټو غړي به له طالبانو سره د راتلونکو بین الافغاني مذاکراتو په اړه د افغانانو غوښتنې شریکې او افغان حکومت…
ذبیح الله ابراهیمی.jpeg

رئیس محکمه استیناف ولایت کندهار در مصاحبه با افغانستان مانیتور:

قوه قضائیه در کندهار استقلالیت خود را بدست آورده و تحت تاثیر هیچ قدرت و زورمند نیست

18 اسد 1399
 رئیس محکمه استیناف ولایت کندهار میگوید که با  آمدن وی به حیث مسؤول قوه قضایه  به این ولایت دست  مقامات دولتی ، زوسالاران ، قدرت مندان و ثروت مندان را از محاکم کوتاه کرده و استقلالیت کامل قوه قضائیه ر…
صلح مذاکرات بین الافغانی.jpg

ټاکل شوې د اسد په ۲۰ مه بین الافغاني مذاکرات پیل شي

17 اسد 1399
د مشورتي لویې جرګې د کاري کمېټو د یوې پوښتنپاڼې په اساس احتمال شته چې د اسد میاشتې په ۲۰ نېټه د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې اترې پیل شي.
لویه جرگه 1.jpg

مشورتي لویې جرګې ته د غني سپارښتنه:

ژر پرېکړه وکړئ چې طالبانو سره خبرې پیل شي

17 اسد 1399
کابل کې نن جمعه د ۴۰۰ طالب زندانیانو د برخلیک ټاکلو لپاره مشورتي لویه جرګه پیل شوه. په دې جرګه کې به د طالبانو د ۴۰۰ بندیانو د برخلیک په اړه مشوره کېږي.
خلیلزاد و عبدالله.jpg

سخنگوی شورای عالی مصالحه ملی:

تشکیلات شورای عالی مصالحه ملی به رهبری عبدالله عبدالله تکمیل شد

16 اسد 1399
تکمیل شدن تشکیلات شورای عالی مصالحه ملی به رهبری عبدالله عبدالله پس از نزدیک به دو نیم ماه تأخیر.
امرالله صالح نمبر یک.jpg

امرالله صالح:

د لوړپوړو چارواکو د امنیت پر ساتنې ۴.۲ میلیارده افغانۍ مصرفېږي

16 اسد 1399
د افغانستان د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح د مشورتي لویې جرګې د لګښت په تړاو انتقادونو ته په غبرګون کې ویلي چې افغان دولت هر کال ۴.۲ میلیارده افغانۍ د لوړپوړو چارواکو او سیاسي شخصیتونو پر…

  • د سولې مشورتي لویې جرګې قطعه نامه

  • 19 اسد 1399
    د ۴۰۰ طالب بندیانو د برخلیک روښانه کولو لپاره د مشورتې لویې جرګې تر درې ورځو وروسته د خپلو بحثونو پایلې په ۲۵ مادو کې وړاندې کړې.

    د امریکا دفاع وزارت:

  • امریکا افغانستان کې خپل پوځيان تر ۵۰۰۰ راکموي

  • 19 اسد 1399
    د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر ویلي، هېواد به یې د راتلونکې نومبر میاشتې تر پایه په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر تر ۵۰۰۰ راټیټ کړي.

    وزارت امور خارجه کشور:

  • افغانستان و اوزبیکستان قرارداد ۱۰ ساله انتقال برق امضا می‌کند

  • 18 اسد 1399
    قرار است قرارداد ۱۰ ساله انتقال برق بین افغانستان و اوزبیکستان در سی‌ام اسد امضا شود.

    سخنگوی والی غزنی:

  • حمله موتربمب به کندک محافظت عامه در غزنی

  • 18 اسد 1399
    مقام‌های محلی در ولایت غزنی می‌گویند که «مخالفان مسلح» ساعت ۸:۰۰ شام روز شنبه، هژدهم اسد، با استفاده از یک موتر بمب‌گذاری‌شده بر کندک محافظت عامه در منطقه کوتل روضه‌ از مربوطات شهر غزنی حمله کرده‌اند…

  • د جمعیت اسلامي انشعاب؛ د سولې مشورتي جرګې په اړه متضاد نظرونه

  • 17 اسد 1399
    د صلاح الدین رباني او عطا محمد نور ترمنځ د جمعیت اسلامي تر وېشل کېدو او پارچه کېدو وروسته، دواړو ډلو د سولې مشورتي لویې جرګې په اړه متضاد نظرونه ورکړي دي.

  • هشدار داکتران از خطر شیوع کرونا درمیان شرکت‌کننده‌گان لویه‌جرگه

  • 17 اسد 1399
    بیش از سه‌هزار تن در حالی‌ زیر یک سقف در تالار لویه‌جرگه گردآمده‌اند که خطر موج دوم ویروس کرونا در کمین است.

  • خشونت با بلقیس روشن؛ رییس لویه‌جرگه معذرت خواست و رییس پارلمان خواهان اعاده حیثیت شد

  • 17 اسد 1399
    خشونت فزیکی با بلقیس روشن، نماینده مردم فراه در مجلس نماینده‌گان در پی اعتراض او هنگام سخنرانی رییس جمهور غنی در نخستین روز لویه‌جرگه مشورتی صلح واکنش‌های زیادی را برانگیخته است.

     منابع صحی در وزارت صحت عامه:

  • ۱۰ نفر از اشتراک‌کننده‌گان لویه‌جرگه مشورتی صلح به ویروس کرونا مبتلا بوده‌اند

  • 17 اسد 1399
    او بدون اعلام شمار مبتلایان گفت، کسانی که به ویروس کرونا مبتلا شناسایی شده‌، «تجرید» شده‌اند.

    د بشر حقونو د څار نړیوال سازمان:

  • لویه جرګه افغانستان ته سوله نه شي راوستلای

  • 18 اسد 1399

    د افغانستان د عامې روغتیا سرپرست وزیر

  • افغانستان کې د کروناویروس د دویمې څپې راتلو ویره شته

  • 17 اسد 1399

    پاکستان:

  • افغان ځواکونو زموږ پر پوستو بریدونه کړي

  • 16 اسد 1399
    پاکستان ادعا کوي چې افغان سرحدي پولیسو له ډیورند کرښې هاخوا د پاکستاني ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي، یو پاکستاني سرتېری یې وژلی او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

    ټرمپ:

  • ډېر ژر به افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر ۴،۰۰۰ ته راکم شي

  • 15 اسد 1399
    د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ غواړي چې د نومبر له ولسمشرۍ ټاکنو وړاندې، په افغانستان کې د خپلو عسکرو شمېر نږدې ۵ زرو ته راکم کړي.

    کمیسیون مستقل حقوق بشر:

  • در روزهای عید ۳۲ غیرنظامی کشته شده‌اند

  • 15 اسد 1399

    از سوی ادارۀ ملی احصائیه و معلومات افغانستان

  • جمعیت کابل افغانستان بیش از پنج میلیون و 204 هزار نفر اعلام شد

  • 15 اسد 1399

    د بغلان د پولیسو ویاند:

  • د بغلان ولایتي شورا د یوه پخواني غړي ۱۱ ساتونکي ووژل شول

  • 15 اسد 1399
     د بغلان د ولایتي شورا د یوه پخواني غړي ۱۱ ساتونکي د سړک د غاړې ماین په چاودنه کې ووژل شول.

    د مشورتي لویې جرګې د جوړېدو کمېسیون مشر:

  • ۴۰۰ طالب بندیانو کې بهرنی وګړی نه‌شته

  • 15 اسد 1399
     د مشورتي لویې جرګې د جوړېدو کمېسیون مسؤلین وايي چې په ۴۰۰ طالب بندیانو کې هېڅ بهرنی وګړی نه‌شته.

    لیکوال: اعظم منور

  • د چين او امريکا ترمنځ د نوې لانجې پيلېدل

  • 14 اسد 1399

    د نورو خبرونو د لیدو لپاره لاندې نیټه کلیک کړئ / برای دیدن اخبار قبلی تاریخ آن را کلیک کنید

    <
     
    >
    SunMonTueWedThuFriSat
          

    1

    2

    3

    45678
    9

    10

    11

    12

    13

    14

    15

    16

    17

    18

    19

    20

    21

    22

    23

    24

    25

    26

    27

    28

    29

    30

    31

         

    گالری تصاویر

    مشاهده همه

    په کابل کې د څارنوالانو ترور
    انفجار در مسجد
    کورونا په افغانستان کې
    کورونا او طالبان
    افغانستان و خودکفایی از خرما
    طالب جنګیالي په جومات کې
    انفجار در مقابل پوهنتون مارشال فهیم
    مراسم افتتاح کاسا یکهزار
    زیبایی کابل در زمستان سرد امسال

    گالری ویدیو

    مشاهده همه

    اسلام آباد کې د ولسمشر مهمه وینا
    د طالب پلاوی وینا
    زورواکو ته د ولسمشر خبرداری
    زورواکو ته د ولسمشر خبرداری