
طالبان وايي، پاکستان ورسره ژمنه کړې، چې د افغانستان هوايي چلن کارکوونکو ته به د روزنې زمینه برابروي.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت پر فېسبوکپاڼه یوه خپاره شوي پیغام کې ویل شوي، پاکستان ته د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په سفر کې پاکستاني لوري ورسره ژمنه کړې چې د اور وژنې، ترافیکي کنټرول، خوندیتوب، هوايي ډګر مدیریت او هوا پېژندنې په برخو کې به د افغان هوايی چلن کارکوونکو ته مسلکي زدکړې چمتو کوي.
په پیغام کې ویل شوي، د دې تر څنګ پرېکړه شوې چې د دواړو هېوادونو تر منځ به اونې کې لس الوتنې کېږي او په اونۍ کې به د ۱۰۰۰ پر ځای تر یو نیم زر پورې مسافر کولای شي، د دواړو هېوادونو تر منځ سفر وکړي.
د طالبانو په اعلامیه کې راغلي، پاکستان کولای شي د دغه هېواد له هر هوايي ډګره د افغانستان کابل، مزار شریف او کندهار هوايي ډګرونو ته الوتنې وکړي او دوی له پاکستانه غوښتي چې د اسلام اباد او کراچۍ تر څنګ د کوټې پر ځای کراچۍ ته د الوتنو اجازه ورکړي.
د امیر خان متقي په مشرۍ د افغان طالبانو یو جګپوړی پلاوی اسلام اباد ته په رسمي سفر تللی و.
یاده دې وي چې د امیر خان متقي په مشرۍ د افغان طالبانو یو جګپوړی پلاوی اسلام اباد ته په رسمي سفر تللی و.
په دې درې ورځني سفر کې د افغان طالبانو د پلاوي د لومړي وزیر عمران خان په ګډون د پاکستان جګپوړو چارواکو سره وکتل.
پلاوي همدا راز په اسلام اباد کې د ټرویکا-پلس هېوادونو له استازو سره هم ناسته درلوده، خو د دې هېوادونو خپلمنځي غونډه کې موجود نه و.
د یادونې ده، چې د پاکستان دولتي هوايي شرکت پي ای اې هغه بهرنی شرکت و چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته یې هم کابل ته الوتنې درلودې خو د اکتوبر وروستیو کې وځنډول شوې.
پي ای اې هغه مهال وویل چې افغان طالبان یې په چارو کې لاسوهنه کوي او دوی له همدې کبله د اسلام آباد او کابل ترمنځ خپلې الوتنې بندوي. طالبانو له یاد شرکت غوښتي وو چې د کابل او آسلام اباد ترمنځ د هوایي سفر ټکټونو بیې راکمې کړي.
د افغانستان اریانا افغان هوايي شرکت دا وروستیو کې اعلان وکړ، چې د نومبر پر ۱۱ مه د پاکستان اسلام اباد ته الوتنې پیلوي.