
د افغانستان شمال کې ۲۰۹ شاهین قول اردو وايي، نن سهار یې د فاریاب دولت اباد ولسوالي بېرته له طالبانو ونیوله.
د دې قول اردو د خبرپاڼې له مخې، د دغه قول اردو اولې لېوا د کمانډو او هوایي ځواک په ملاتړ د شپې درې بجې عملیات پیل کړل او سهار شپږ نیمې بجې یې د ولسوالي مرکز بېرته ونیو.
د فاریاب د والي ویاند کریم یورش هم بي بي سي ته وویل، افغان ځواکونه اوس د دولت اباد مرکز کې دي او درې رنګه ملي بیرغ د ولسوالۍ پر ودانۍ رپاند دی.
خو زیاتوي چې لا هم دغه ولسوالۍ کې تیت پرک نښتې روانې دي.
طالبانو نږدې اونۍ مخکې د جون پر اتمه دا ولسوالي ونیوه، خو د افغان حکومت د اوسنۍ ادعا په هکله یې څه نه دي ویلي.
د دې ولسوالۍ ډېرې برخې له کلونو راهیسې د طالبانو لاس کې وې.
له بلې خوا طالبانو پرون خواله رسنیو کې ویډیو خپره کړه چې د کندوز پر خان اباد ولسوالۍ د دې ډلې ولکه ښيي، خو خواله رسنیو کې ننني انځورونه د دغې ولسوالۍ ودانۍ کې افغان ځواکونه ښيي.
په وروستیو کې پر نورو ولایتونو سربېره فاریاب کې هم د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ جګړې زور اخیستی دی.
دې ډلې له تېرې میلادي میاشتې راهیسې فاریاب، تخار او کندوز سربېره ګاونډي بغلان، میدان وردګ، غزني، لغمان، نورستان، نیمروز، غور او زابل کې څو ولسوالۍ ونیوې، خو حکومت وايي له ځینې سیمو یې تاکتیکي شاتګ کړی او وسلوالو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.