د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړیو په لوګر کې د تېرې اوونۍ موټربم برید غندلی، چې په کې ۲۱ کسان وژل شوي او ۱۱۰ نور ټپیان دي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا مشر ژانګ جون په خپره شوې اعلامیه کې څرګنده کړې، چې مونږ د اپریل پر۳۰ د افغانستان د لوګر ولایت په پل علم کې د رامنځته شوي ظالمانه او وحشیانه برید غندنه کوو.
د یادې سرچینې په څرګندونه کې راغلي: دا برید د روژې په میاشت کې ترسره شوی، چې په کې لږ تر لږه د زدکوونکیو په ګډون ۲۱ کسان وژل شوي او له ۱۰۰ ډېر نور ټپیان دي.
د امنیت شورا غړیو د تاوتریخوالي د دوام د لوړې کچې او په افغانستان کې د امنیتي وضعیت په ځانګړي توګه د ملکي تلفاتو شمېر په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې او د تاوتریخوالي د پای ته رسولو او د ملکي وګړیو د ساتنې لپاره یې د هڅو پر اهمیت ټینګار کړی دی.
دغه راز ویل شوي: د امنیت شورا غړیو ټینګار کړی، چې د ترهګرۍ ټولې بڼې د نړیوالې سولې او امنیت لپاره ګواښ دی.
دوی له ټولو دولتونو وغوښتل، چې په دې برخه کې د افغانستان له حکومت او ټولو نورو اړوندو چارواکو سره فعاله همکاري وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د بهرنیو ځواکو د وتلو له ټکني بهیر سره سم د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د تاوتریخوالي کچه لوړه شوې او ورسره د افغانانو اندېښنې هم ډېرې شوې دي.