وروستي خبرونه
آخرین اخبار
کود خبر: 12743
منبع خبر: آزادي راډیو

غني طالبانو ته:

بهرني ځواکونه وځي؛ جګړې ته پلمې مه‌لټوئ، افغانستان مه‌بربادوئ

14 ثور 1400

د افغانستان جمهور رییس محمد اشرف غني وايي، طالبان دې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د جګړې د دوام پلمې نه لټوي او د پردیو په غوښتنه دې افغانستان نه بربادوي.


نوموړي دغه څرګندونې د سې شنبې (د غويي ۱۴مه) په ورځ د معارف اوونۍ په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې وکړې.


ښاغلي غني ټینګار وکړ چې اوس مهال افغانستان پر خپلو پښو ولاړ دی او که طالبان جګړې ته دوام ورکړي افغان ولس به يې پر وړاندې ودریږي.


نوموړي زیاته کړه: “د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره تاسې ته هېڅ پلمه نه ده پاتې، بهرني ځواکونه له افغانستانه په ارامه وځي، اوس موږ پر خپلو پښو درېدلي یو، دا خاوره اول د خدای پاک او وروسته د افغان ولس ده، که هرڅوک د بل چا نوکري کوي باید دا نوکري پرېږدي او که د بل چا په اشاره دلته بربادي کوي، نو افغان ملت يې پر وړاندې دریږي.”


خو وسله وال طالبان وايي، جګړې ته لومړیتوب نه ورکوي او هڅه کوي پاتې ستونزې هم د مذاکراتو او تفاهم له لارې حل شي.


د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډيو ته په استولي پیغام کې لیکي: “کله چې بهرني ځواکونه وځي، باید یو سوچه اسلامي حاکمیت چې د افغانستان خلکو د هغه لپاره شل کاله وینه تویه کړه، د دنیا له غټ قوت سره يې مبارزه او جهاد کړی ترلاسه شي، خو که څوک زموږ د لوړو اهدافو د منځته راتګ په لاره کې خنډونه اچوي بیا جهاد دوام کوي.”


 د معارف اوونۍ په مناسبت جوړې شوې غونډه کې د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې ۵۹ ښوونځي او په ټول افغانستان کې د کورني اقتصاد پروګرام چې له مخې يې کم لوستو یا نالوستو مېرمنو ته د زده کړو زمینه برابریږي هم پرانیستل شول.


افغان چارواکي وايي چې د روان لمریزکال تر پایه به د سلګونه نورو ښوونځيو ودانۍ هم جوړې او تر شنه اسمان لاندې د افغان زده کوونکو د زده کړې ستونزې به حل شي.


ولسمشر غني د خپلو خبرو پر مهال وویل چې اوس مهال د افغانستان معارف له وحشیانه حملو سره مخامخ دی.


نوموړي په لوګر کې موټر بم حملې ته په اشارې چې له امله يې لسګونه هغه ځوانانو چې له ازرې ولسوالۍ د لوګر ولایت مرکز پل علم ته، کانکور ازموینې ته راغلي وو او په کې ووژل شول وویل، نن چې افغان محصل غواړي د خپلې راتلونکې په اړه فکر وکړي، ترور کېږي.


ښاغلي غني طالبان مخاطب کړل او ويې ویل، که افغانان یاست باید مسئله د خبرو له لارې حل کړي او د پردیو په اشاره افغانان ونه وژني.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني وویل، افغان حکومت سوله غواړي خو نوموړي ټينګار وکړ چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د دې هېواد د ملي مسایلو په اړه د هر ډول پرېکړو صلاحیت له افغان حکومت او ولس سره دی.


ولسمشر غني زیاته کړه: “ستاسې مشر چېرې دی، وه طالبانو، چېرته پټ یاست، راشئ ښکاره شئ او افغان ولس ته ووايئ چې په کوم دلیل تاسې ته غوږ ونیسي، هو، موږ سوله غواړو له سولې شاته نه ځو، ځکه سوله هغه بنیادي حق دی چې ټول حقوق پرې ولاړ دي، خو باید په دې وپوهېږئ چې اوس چې نړیوال ځواکونه له افغانستانه وځي، ملي پرېکړې افغان دولت او افغان ولس کوي.”


جمهور رییس غني یو وار بیا په ټینګار سره وویل چې وسله والو طالبانو په تېر یوه کال کې د یو میلیارډ ډالرو په لګښت د افغانستان زېربنا ته زیان رسولی دی.


دا په داسې حال کې ده چې د روانې مې میاشتې په لومړۍ نېټه له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل پیل شوي دي.


دا بهیر به د روان کال د سېپټمبر په ۱۱مه نېټه بشپړ شي.

فرزند احمدشاه مسعود.jpg

فرزند احمد شاه مسعود:

اگر طالبان صلح نکنند مجاهدین به اقدام نظامی آماده‌اند

15 ثور 1400
احمد مسعود، فرزند احمد شاه مسعود می‌گوید که اگر طالبان از گفت‌وگوهای صلح سر باز بزنند، مجاهدین برای اقدام نظامی آماده استند.
طالبان سابق.jpg

طالبان:

تورو لېستونو کې زموږ د مشرانو نومونه د سولې پر وړاندې لوی خنډ جوړوي

15 ثور 1400
افغان طالبانو ویلي، په هېواد کې د سولې پر وړاندې یو لوی خنډ دا دی چې د دوی د یو شمېر مشرانو نومونه لا هم په ‘تورو لېستونو’ او د ‘جایزو په لېستونو’ کې دي.‌ طالبانو له ملګرو ملتونو او نورو اړونده ادارو…
کمک فقر نان خشک زنان.jpeg

برنامه جهانی غذا:

یک سوم نفوس افغانستان امنیت غذایی ندارد

14 ثور 1400
دریک گزارش تازه حکومت، برنامه جهانی غذا و سازمان غذا و کشاورزی سازمان ملل آمده است که یک سوم نفوس افغانستان امنیت غذلیی ندارد.
بمبار.jpeg

دفاع وزارت:

هلمند کې 'د هند لپاره د القاعدې شبکې' ۲۲ غړي وژل شوي دي

14 ثور 1400
د افغانستان دفاع وزارت اعلان کړی چې په هلمند کې یې له څو ورځو راهیسې روانې جګړې په ترڅ کې د هند جزيرې لپاره د القاعده شبکې ۲۲ غړي وژلي. یاد وزارت وایي، دا وسلوال د پاکستان د پنجاب ایالت اصلي اوسیدونک…
طالبان جنگ.jpg

د افغانستان دفاع وزارت:

تېر یوه شپه او ورځ کې ۱۸۱ وسله‌وال طالبان ووژل شول

14 ثور 1400
د افغانستان دفاع وزارت وایي، تېر یوه شپه او ورځ ۱۸۱ وسله‌وال طالبان د افغان ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي او ۸۷ نور یې ټپيان دي.
اشرف غنی نمبر یک.jpg

اشرف غني:

طالبان د سولې په پرتله واک رسېدو ته ډېر لیوال دي

14 ثور 1400
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني له طالبانو سره د سولې، مذاکرې او جګړې د طرحې په اړه یوه مقاله لیکلې چې «Foreign Affairs » خپره کړې ده.

  • خوستوال په خپلو پیسو د ښوونځیو لپاره کتابونه چاپوي

  • 15 ثور 1400
    خوستوالو په یوه بل نادر اقدام کې له مدنیت او پوهې سره خپله مینه ثابته کړه.

  • پاکستان وايي، د افغانستان له لوري په برید کې یې ۴ پوځیان وژل شوي

  • 15 ثور 1400
    پاکستان نن ادعا وکړه چې څلور پوځیان یې په هغه حمله کې  ووژل شول چې د افغانستان له خاورې څخه پرې وشوه.

  • په ۲۰ ولایتونو کې د سختو بارانونو وړاندوینه شوې

  • 15 ثور 1400
    د افغانستان د هوا پېژندنې اداره د هیواد په ۲۰ ولایتونو کې د شدیدو بارانونو او تالندې وړاندوینه کړې ده.

  • به‌دنبال خروج نیروهای خارجی تحولات نظامی در افغانستان سرعت یافته است

  • 15 ثور 1400
    همزمان با تأیید سقوط ولسوالی برکه ولایت بغلان در شمال افغانستان به دست طالبان، مقامهای امنیتی از عقب‌زدن نزدیک به ۹۰ حمله این‌گروه در ولایت جنوبی هلمند خبر داده‌اند.

  • پس از اعلام زمان خروج نیروهای خارجی جوانان در حال ترک کشور استند

  • 15 ثور 1400
    با اعلام زمان خروج نیروهای امریکایی از افغانستان، شماری از شهروندان کشور، به‌ویژه جوانان تصمیم گرفته‌اند تا افغانستان را ترک بگویند.

  • د افغانستان ۱۵ ولایتونو کې سېلابونو ۴۶ کسان مړه کړي

  • 15 ثور 1400
    طبیعي‌ پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، د تیرې څلورو ورځو راپدېخوا په ۱۵ ولایتونو کې د سېلابونو را وتلو له امله ګڼ ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

  • د پکتیکا د سروضې ولسوالۍ امنیه قوماندان ماین چاودنه کې وژل شوی

  • 15 ثور 1400
    د پکتيکا پوليس وايي چې د دغه ولايت د سروضې ولسوالۍ امنيه قوماندان د سړک غاړې په يوه بمي چاودنه کې وژل شوی دی.

  • چهار نظامی پاکستانی هنگام حصارکشی در مرز افغانستان کشته شدند

  • 15 ثور 1400
    نظامیان پاکستانی گفته اندکه چهار سرباز آن کشور هنگام حصار کشی در امتداد مرز آن کشور با افغانستان، در کمین تندروان مسلح کشته شدند.

    د لښکرګاه ایمرجنسي روغتون:

  • څلورو ورځو کې تر ۱۰۰ ډېر ټپیان راوړل شوي

  • 15 ثور 1400

    د امریکا استخبارات:

  • افغانې میرمنې ښایي خپل حقونه وبایلي

  • 15 ثور 1400

    غني طالبانو ته:

  • بهرني ځواکونه وځي؛ جګړې ته پلمې مه‌لټوئ، افغانستان مه‌بربادوئ

  • 14 ثور 1400
    د افغانستان جمهور رییس محمد اشرف غني وايي، طالبان دې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د جګړې د دوام پلمې نه لټوي او د پردیو په غوښتنه دې افغانستان نه بربادوي.

    معنوي:

  • یو شمیر پخواني افغان چارواکي د انسان په قاچاق تورن دي

  • 14 ثور 1400
    د افغانستان د عدليې وزیر فضل احمد معنوي وايي چې د افغان حکومت یو شمېر پخواني چارواکي د انسانانو او د کډوالو په قاچاق تورن دي.

    وزیر امور خارجه امریکا:

  • خروج نیروهای امریکایی به معنای ترک کامل افغانستان نیست

  • 14 ثور 1400
    آنتونی بلینکن، وزیر امور خارجه امریکا می‌گوید که خروج نیروهای امریکایی از افغانستان به معنای ترک کامل این کشور نیست.

    د نورو خبرونو د لیدو لپاره لاندې نیټه کلیک کړئ / برای دیدن اخبار قبلی تاریخ آن را کلیک کنید

    <
     
    >
    SunMonTueWedThuFriSat
         

    1

    2

    3

    4

    5

    6

    7

    8

    9

    10

    11

    12

    13

    14

    15

    16

    17

    18

    19

    20

    21

    22

    23

    24

    25

    26

    27

    28

    29

    30

    گالری تصاویر

    مشاهده همه

    په کابل کې د څارنوالانو ترور
    انفجار در مسجد
    کورونا په افغانستان کې
    کورونا او طالبان
    افغانستان و خودکفایی از خرما
    طالب جنګیالي په جومات کې
    مراسم افتتاح کاسا یکهزار
    زیبایی کابل در زمستان سرد امسال
    زیبایی ولایت کنر/ د کنر ولایت ښکلا

    گالری ویدیو

    مشاهده همه

    موادمخدر در افغانستان و بحران آن / بدون تبصره
    مصاحبه با نستوه نادری و سونامی اعتیاد در افغانستان
    میز گرد/ مواد‌مخدر در افغانستان و اسلام
    اسلام آباد کې د ولسمشر مهمه وینا