طالبانو تېره شپه د هلمند ولایت لښکر ګاه کې د طالبانو د ځینو غړو له لوري د یوې کورنۍ کوچنی ماشوم په ډزو وژل شوی دی.
که څه هم د یادې پېښې انګېزه تر اوسه مالومه نه ده؛ خو ویل کیږي، چې د یادې کورنۍ غړیو له طالبانو سره په ترهګریزو کړنو کې همکاري نه کوله.
سرچینې وايي، چې یاده پېښه د لښکر ګاه ښار د مختار په سیمه کې رامنځته شوې ده.
په ورته مهال بیا د لښکر ګاه امنیتي مسؤلین هم وايي، چې طالبانو د لښکر ګاه ښار د مختار سیمه کې یو کوچنی ماشوم وژلی دی.
باید یاده شي، چې دوه ورځې وړاندې هم د لوګر مرکز پل علم کې طالبانو پر هغه مېلمستون موټر بم برید کړی و، چې زده کوونکي په کې د کانکور ازموینه کې د ګډون په موخه اوسېدل.
یادې پېښې ۱۲۰کې تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه، چې په کور دننه او بهر یې د طالبانو پر ضد توند غبرګونونه راوپارول.