امریکايي ځواکونو د طالبانو بریدونو ته په ځواب کې پر یادې ډلې سخت بریدونه کړي او د طالبانو یو شمېر مهمې وسلې یې هم له منځه وړې دي.
د امریکایي ځواکونو ویاند ډګروال سوني لګټ ویلي، چې امریکایي ځواکونو تېره شپه د طالبانو پر هغو توغندیو برید کړی، چې د کندهار پر هوايي ډګر د برید لپاره ځای پر ځای شوي وو.
نوموړي همداشان زیاته کړې، چې تېره شپه، چې طالبانو د کندهار پر هوايي ډګر د امریکايي ځواکونو پر اډه توغندیز برید ترسره کړ؛ نو امریکايي ځواکونو هم پر یادې ډلې هوايي بریدونه وکړل.
سره له دې، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې په تړون کې یو شرط دا وه، چې طالبان به د بهرنیو سرتېرو پر وړاندې وسله نه پورته کوي؛ خو یادې ډلې د دوحې تړون څخه څو ځله ښکاره سرغړونه کړې ده.
باید یاده شي، چې امریکا د خپلو سرتېرو د خوندي وېستلو لپاره افغانستان ته الوتکې او پرمختللې راکټي دستګاه هم را انتقال کړې ده.