افغان پوسټ شرکت په لومړي ځل په افغانستان کې په انلاین بڼه خدمتونه پیل کړل. د دغې ادارې چارواکي وايي، له دې وروسته خلک کولې شي چې په انلاین بڼه خپل تحصیلي اسناد، پېژندپاڼې او د وثیقې اړوند د څوارلسو نورو اړینو توکو کارونه په انلاین بڼه ترسره کړي.
د دغه ادارې رییس احمد وحید ویس بي بي سي ته وویل، د یاد پروګرام په پلي کولو سره به خلک له ګڼو اسانتیاو برخمن شي.
د دغو خدمتونو لومړني کارونه اوس یوازې له بهرنیو چارو وزارته پیل شوي دي.
ښاغلی ویس وايی د انلاین بڼې دغه کارې چاره اوس یوازې په کابل کې خدمتونه تر سره کوي او پلان دې که د بهرنیو چارو وزارت تیاری وښایي نورو ولایتونو ته یې هم وغځوي.
نوموړی وايي له دې وروسته هغه کسان چې غواړي د بهرنیو چارو وزارت ته خپل تحصلي اسناد، پیژند پاڼې او وثایق د څېړلو لپاره وړاندې کړي، کولی شي چې د عامه خدمتونو وېبپاڼې ته ورشي او د اسنادو د څېړلو خدمتونو ته لاسرسی پیدا کړي.
د هغه په خبره په دې کار سره به د عامو وګړو، د بهرنیو چارو وزارت، د افغان پوسټ ادارې لګښتونه کم شي او هر څوک کولې شي چې ان د زیرک تیلیفون له لارې هم خپل خدمتونه تر لاسه کړي.
د افغان پوسټ رییس احمد وحید ویس وایي، د یاد پروګرام په پلي کولو سره به خلک له ګڼو اسانتیاو برخمن شي.
که څه هم د دې نو خدمتونو پیل د ډېرو په اند یو ښه ګام دی خو هغه عام وګړي چې له دې وړاندې یې له دغې ادارې په مخامخ ډول خدمتونه تر لاسه کړي خوښ نه دي.
خو د افغان پوسټ شرکت وايي د اوسنیو انلاین خدمتونو پیل سره به دوی وکولی شي چې بیلا بیلو نړیوالو هېوادونو ته له دوو تر دریو ورځو د خلکو اړین اسناد او توکي ورسوي.
افغان پوسټ اداره همدا راز وايي چې په ۱۴۰۰ کال کې د کورونو د ادرس کولو یا پوسټل کوډ کولو کار روان دی او په لومړیتوب کې یې پلازمینه کابل ښار دی او بیا ورپسې نور ولایتونه او ولسوالۍ راځي.
دوی وايي دغه پروژه طرحه شوې او له دې چارې یې موخه خدمتونو او خلکو ته د یوه کور د ادرس یا پتې پیدا کول دي.