
د افغانستان ملي مصالحې عالي شورا ته ۲۵ ګوندونو د سولې ۳۰ طرحې وړاندې کړي چې او د شورا په وینا د ترکیې تر ناستې وړاندې هڅه کوي دا ټول وارزوي او بیا د سولې طرحې مسوده جوړه کړي.
نن دغې شورا د رهبرۍ کمېټې د غړي یونس قانوني په مشرۍ د سولې طرحې د مسودې د توحید او جوړولو په موخه په سپیدار ماڼۍ کې ناسته درلوده چې حکومتي چارواکو سربېره په کې یو شمېر د سیاسي ګوندونو مدني ټولنو غړو هم ګډون کړی و.
د شورا د چارواکو په وینا د سولې طرحې د مسودې د توحید او جوړولو کمېټې د سیاسي ګوندونو، د شورا د رهبرۍ غړو او د افغانانو په نظرونه او لید لورو کار کړی.
د ملي پخلاینې شورا وايي د ترکیې غونډه کې به له یوې واحدې طرحې سره ګډون وکړي.
د بي بي سي د معلوماتو له مخې ترکیه، امریکا متحده ایالتونه او د ملګرو ملتونو سازمان سلا شوي چې د ترکیې په استانبول کې د افغان سولې په تړاو ‘برخلیک ټاکنونکې غونډه ‘ د روانې اپریل میاشتې پر ۱۶ مه کې پیل شي، چې د وري میاشتې له ۲۷ مې سره برابره ده.
دا غونډه به لس ورځې دوام وکړي او پکې به هڅه وشي چې افغان دولت، وسله وال طالبان او بیلا بېل سیاسي اړخونه ‘د افغانستان سیاسي راتلونکي ‘ په هکله یوه توافق ته ورسېږي.
په وړاندې شویو طرحو کې اوربند، د جګړې دایمي پای ته رسېدل، د بشر حقونه، د خلکو اساسي حقونه او په واک او سیاسي جوړښت کې عادلانه ګډون شامل دي.
د ملي پخلاینې شورا وايي تراوسه ۲۵ سیاسي ګوندونو او د دغې شورا د رهبرۍ غړو خپل نظرونه او طرحې دې کمېټې ته سپارلي چې ټولې ۳۰ طرحې کېږي.
پرون د افغانستان ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وویل، لا هم د ترکیې لپاره د اجنډا، د استازو پر ګډون او د نېټې په اړه هوکړه نه ده شوې.
حمدالله محب په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، د حکومت مشرتابه له بېلا بېلو اړخونو سره د ترکیې غونډې لپاره د چمتوالي په سلا مشورو بوخت دي.
د ملي پخلاینې شورا وايي په وړاندې شویو طرحو کې اوربند، د جګړې دایمي پای ته رسېدل، د بشر حقونه، د خلکو اساسي حقونه او په واک او سیاسي جوړښت کې عادلانه ګډون شامل دي.
تېره میاشت د افغان سولې خبرو لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سولې خبرو لپاره یوه وړاندیز شوې طرحه او د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن یو لیک کابل کې له افغان مشرتابه سره شریک کړل او افغان دولت وايي چې د امریکا طرحه هم ارزوي.