وروستي خبرونه
آخرین اخبار
کود خبر: 12682
منبع خبر: بي بي سي

پغمان کې چاودنې امنیتي کسانو ته مرګژوبله اړولې

افغان پوځ وایي "تر سلو ډېر" طالب وسله وال یې وژلي

15 حمل 1400

طالبان جنگ.jpg

د افغان پلازمېنې کابل پولیسو چارواکي وایي، یکشنبه مازدیګر مهال د دې ولایت پغمان ولسوالۍ کې د یوې موټربم چاودنې پایله کې لږ تر لږه درې امنیتي کسان وژل شوي او ۱۲ تنه نور ټپیان دي.


پولیس وایي، چاودېدونکي توکي په یوه کورولا ډوله موټر کې ځای پر ځای شوي ول، او هغه مهال یې چاودنه وکړه چې د امنیتي ځواکونو یو کاروان د پغمان له پنجه چنار سیمې تېرېده.


وسله والو طالبانو د دې بریدو مسئولیت منلی او ادعا کوي چې په کې تر ۴۵ ډېر امنیتي کسان وژل شوي او ټپیان دي.


یاده ډله وایي، دا برید یې په دې وروستیو کې په بېلابېلو ولایتونو کې د افغان پوځ د عملیاتو په غبرګون کړې کړی دی.


طالبانو همدا راز ویلي، یکشنبه سهار یې د همدې پغمان ولسوالۍ قرغه سیمه کې د افغان پوځ پر رېنجر موټر برید کړی او دوه تنه امنیتي کسان یې وژلي دي.


په ورته وخت کې د کندهار ولایت امنیتي چارواکي وایي، په ارغنداب ولسوالۍ کې یې تېره شپه د طالبانو یو برید په شا تمبولی او د دې ډلې ۷۵ وسله وال یې وژلي او ۱۲ ټپیان دي.


د کندهار د امنیت امر غورځنګ اپرېدی وایي، په دې کسانو کې د طالبانو لس مهم قومندانان هم شامل دي.


طالبانو د نوموړي دې ادعا په اړه لا څه نه دي ویلي، خو یوه جلا اعلامیه کې یې ادعا کړې چې افغان پوځ ګڼو ولایتونو کې عملیات کړي او د عامو خلکو کورونه یې وېجاړ کړي.


ګڼو ولایتونو کې د افغان پوځ عملیات 


بله خوا د افغانستان دفاع وزارت ادعا کوي چې په یو شمېر ولایتونو کې خپلو پوځي عملیاتو کې یې لږ تر لږه ۳۷ طالب وسله وال وژلي او ۲۴ نور ټپیان شوي دي.


دغه عملیات په زابل، ننګرهار، تخار او هرات ولایتونو کې ترسره شوي دي.


امنیتي چارواکي وایي، دې عملیاتو کې یې د طالبانو یو قومندان عبدالله ناصري، چې په عبیده مشهور دی، هم وژلی دی.


طالبانو د دفاع وزارت دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي، خو په یوه جلا اعلامیه کې یې ادعا کړې چې په کندهار، بدخشان، ننګرهار او خوست کې دافغان پوځ ځمکنیو او هوایي عملیاتو کې د عامو کلیوالو کورونه وېجاړ شوي دي.


دغه ډله همدا راز وایي، یاد عملیات د بهرنیو ځواکونو په پوځي او استخباراتي مرسته شوي، چې د دوی په وینا د دوحې له تړونه سرغړونه ده.


طالبان وایي، خپل پوځي کمېسیون ته یې سپارښتنه کړې ده چې که چېرې دا عملیات بند نه شي، د دفاع لپاره دې مناسب ګامونه پورته شي.


د افغانستان ګڼو برخو کې د جګړې او تاوتریخوالي رپوټونه په داسې حال کې ترلاسه کېږي چې ټاکل شوې ده افغان چارواکي او طالبان د روانې اپرېل میاشتې پر شپاړسمه نېټه په ترکیه کې د سولې خبرو ته سره کښېني.


ټاکل شوې ده چې په دې ناسته کې، چې د ملګرو ملتونو تر څار لاندې ترسره کېږي، په افغانستان کې د سیاسي جوړجاړي، اوربند او راتلونکي حکومت جوړښت او نظام په اړه خبرې وشي.

دانش ۷.jpg

سرور دانش:

بر حفاظت قانون اساسی تاکید داریم، اما تعدیل آن ضرورت است

15 حمل 1400
سرور دانش، معاون دوم ریاست جمهوری افغانستان با تاکید بر حفاظت و تداوم قانون اساسی می‌گوید که تعدیل این یک ضرورت است.
صلح شورای عالی مصالحه.jpg

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا ویاند:

د افغان سولې په تړاو د یوې واحدې طرحې د جوړېدو لپاره با صلاحیته کمېټه جوړه شوه

15 حمل 1400
افغان حکومت د سولې اړوند بېلابېلو طرحو د راټولولو او یوځای کولو په هدف د پخوانیو او اوسنیو حکومتي چارواکو یوه کمېټه جوړه کړې.
طالبان جنگ.jpg

پغمان کې چاودنې امنیتي کسانو ته مرګژوبله اړولې

افغان پوځ وایي "تر سلو ډېر" طالب وسله وال یې وژلي

15 حمل 1400
د افغان پلازمېنې کابل پولیسو چارواکي وایي، یکشنبه مازدیګر مهال د دې ولایت پغمان ولسوالۍ کې د یوې موټربم چاودنې پایله کې لږ تر لږه درې امنیتي کسان وژل شوي او ۱۲ تنه نور ټپیان دي.
صلح نشست مسکو.jpg

ملګرو ملتونو، ترکیې او امریکا د افغان سولې په تړاو د ترکیې غونډې پیل پر نېټه 'هوکړه کړې'

14 حمل 1400
یوې معتبرې سرچینې بي بي سي ته ویلي، ترکیه، امریکا متحده ایالتونه او د ملګرو ملتونو سازمان سلا شوي چې د ترکیې په استانبول کې د افغان سولې په تړاو ‘برخلیک ټاکنونکې غونډه ‘ د روانې اپریل میاشتې پر ۱۶ مه…
خط آهن افغانستان.jpg

اسیا زړه - استانبول بهیر غونډه پای ته ورسېده؛ د ټاکنو له لارې د واک پر لېږد د غني ټینګار

10 حمل 1400
د تاجکستان پلازمېنه دوشنبه کې د اسیا زړه – استانبول بهیر نهم پړاو غونډه د یوې اعلامیې په خپرېدو سره پای ته ورسېده. په اعلامیه کې د سولې پر ټینګښت، په سوله ییز ډول د افغانستان کړکېچ پر پای ته رسېدو او…
محب.jpg

محب:

خروج شتابزدۀ قوای خارجی سبب جنگ داخلی خواهد شد

8 حمل 1400
همزمان با هشدار ادارات استخباراتی امریکا از پیامد خروج شتابزده نیروهای خارجی از افغانستان حمدالله محب، مشاور شورای امنیت ملی این کشور می‌گوید که با بیرون شدن این نیروها، بار دیگر افغانستان به جنگ‌های…

  • ترکيې د افغان سولې لپاره يو بل قدم هم اوچت کړ

  • 21 حمل 1400
    وروسته له هغه چې په ترکيه کې د يوې لویې بين الافغاني غونډې د جوړېدو خبر ورکړل شو اوس ددې هېواد د ديانت وزرات هم اعلان کړي دی چې د اعلان ترڅنګ دوی پلان لري چې د افغان او ترک علماوو ترمنځ يوه ګډه غونډه…

  • تادین خان د کندهار له امنیه قومندانۍ استعفا وکړه

  • 21 حمل 1400
    د کندهار امنیه قومندان تورنجنرال تادین خان اڅکزي له نژدې دوه نیم کلن ماموریت وروسته استعفا کړې او پر ځای یې ډګروال سید شریف ‘سرتیپ ‘ نوی امنیه قومندان معرفي شوی دی.

  • ملي امنیت وايي کابل کې یې د داعش یو مهم مسؤل نیولی

  • 21 حمل 1400
    د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست په کابل ښار کې د داعش ډلې د یوه مهم مسؤل د نیول کېدو خبر ورکړ.

  • اشرف غنی و زلمی خلیل‌زاد روی آمادگی‌های نشست ترکیه گفت‌وگو کردند

  • 21 حمل 1400
    زلمی خلیلزاد نماینده ویژه امریکا برای صلح افغانستان برای گفتگو با مقام‌های افغان به کابل سفر کرده است.

    دفاع وزارت:

  • بدخشان کې ۲۱ طالبان وژل شوي

  • 21 حمل 1400
    د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د بدخشان ولایت د وردوج ولسوالۍ لپاره د طالبانو له خوا نومول شوی ولسوال تر شلو له زیاتو وسله والو سره یو ځای د هوايي ځواک په حملو کې وژل شوی دی.

  • انفجار ماین در سال گذشته یک هزار و ۵۸۰ «کشته و زخمی» برجای گذاشته است

  • 15 حمل 1400
    مسوولان در وزارت دولت در امور رسیده‌گی به حوادث به مناسبت روز بین‌المللی «آگاهی از خطرات ماین» اعلام کرده‌اند که در جریان سال ۲۰۲۰ میلادی یک هزار و ۵۸۰ تن در اثر انفجار ماین‌ها «کشته و زخمی» شده‌اند.…

  • ذبیح‌الله کلیم به‌حیث سرپرست لوی سارنوالی معرفی شد

  • 15 حمل 1400
    ذبیح‌الله کلیم، امروز یک‌شنبه، به‌حیث سرپرست لوی سارنوالی کشور معرفی شد.

  • سراسر ولسوالی ارغنداب از طالبان پس گرفته شد

  • 15 حمل 1400
    مقام‌های محلی در کندهار می‌گویند که نیروهای امنیتی در جریان عملیات نظامی، سراسر ولسوالی ارغنداب را از طالبان پس گرفته‌اند.

    طالبانو سره د پاکستان ناځواني:

  • امریکا دي سرتیري نه باسي

  • 21 حمل 1400

    د خبریالانو نړیوال فدراسیون:

  • وروستیو کې شاوخوا ۳۰۰ ښځینه خبریالانو دندې پرېښي

  • 21 حوت 1399

    د نورو خبرونو د لیدو لپاره لاندې نیټه کلیک کړئ / برای دیدن اخبار قبلی تاریخ آن را کلیک کنید

    <
     
    >
    SunMonTueWedThuFriSat
          

    1

    2

    3

    4

    5

    6

    7

    8

    9

    10

    11

    12

    13

    14

    15

    16

    17

    18

    19

    20

    21

    22

    23

    24

    25

    26

    27

    28

    29

    30

    31

         

    گالری تصاویر

    مشاهده همه

    په کابل کې د څارنوالانو ترور
    انفجار در مسجد
    کورونا په افغانستان کې
    کورونا او طالبان
    افغانستان و خودکفایی از خرما
    طالب جنګیالي په جومات کې
    مراسم افتتاح کاسا یکهزار
    زیبایی کابل در زمستان سرد امسال
    زیبایی ولایت کنر/ د کنر ولایت ښکلا

    گالری ویدیو

    مشاهده همه

    میز گرد/ مواد‌مخدر در افغانستان و اسلام
    اسلام آباد کې د ولسمشر مهمه وینا
    د طالب پلاوی وینا
    زورواکو ته د ولسمشر خبرداری