وروستي خبرونه
آخرین اخبار
کود خبر: 12681
منبع خبر: بي بي سي

ملګرو ملتونو، ترکیې او امریکا د افغان سولې په تړاو د ترکیې غونډې پیل پر نېټه 'هوکړه کړې'

14 حمل 1400

صلح نشست مسکو.jpg

یوې معتبرې سرچینې بي بي سي ته ویلي، ترکیه، امریکا متحده ایالتونه او د ملګرو ملتونو سازمان سلا شوي چې د ترکیې په استانبول کې د افغان سولې په تړاو ‘برخلیک ټاکنونکې غونډه ‘ د روانې اپریل میاشتې پر ۱۶ مه کې پیل شي، چې د وري میاشتې له ۲۷ مې سره برابره ده.


د سرچینې په وینا دا غونډه به لس ورځې دوام وکړي او پکې به هڅه وشي چې افغان دولت، وسله وال طالبان او بیلا بېل سیاسي اړخونه ‘د افغانستان سیاسي راتلونکي ‘ په هکله یوه توافق ته ورسېږي.


بل خوا د افغانستان ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وايي، لا هم د ترکیې لپاره د اجنډا، د استازو پر ګډون او د نېټې په اړه هوکړه نه ده شوې.


حمدالله محب نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، د حکومت مشرتابه له بېلا بېلو اړخونو سره د ترکیې غونډې لپاره د چمتوالي په سلا مشورو بوخت دي.


بل لور ته یوې سرچینې بي بي سي ته وویل، طالبان ټینګارکوي چې د ترکیې غونډه دې له روژې وروسته ترسره شي، خو په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم بی بي سي ته وویل، تر اوسه په دې اړه پرېکړه نه ده شوې.


د سږ کال مارچ میاشت کې د ترکیې بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو وویل، هېواد به یې د افغان سولې خبرو لپاره د یوې مهمې غونډې کوربتوب کوي.


په همدې مارچ میاشت کې د افغان سولې خبرو لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سولې خبرو لپاره یوه وړاندیز شوې طرحه او د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن یو لیک کابل کې له افغان مشرتابه سره شریک کړل.


افغان ولسمشر ته د ښاغلي بلېنکن په لیک کې د ترکیې غونډې وړاندیز شوې وه او دغه راز په وړاندیز شوې طرح کې د ‘سولې انتقالي حکومت ‘ وړاندوینه هم شوې وه.


په طرح کې دغه راز راغلي ملګري ملتونه به د افغان سولې په هڅو کې مرکزي رول لري چې له همدې کبله وروسته ملګرو ملتونو د افغان سولې چارو لپاره خپل یو تجربه لرونکی دیپلومات جان ارنو د استازي په توګه وګوماره.


د افغان سولې فرصت باید له لاسه و نه وځي


 په ورته مهال کابل کې د ۷ سیاسي ګوندونو یوه شریکه غونډه کې د سولې راتګ لپاره ‘له موجود فرصته پر ګټه اخیستنې ټینګار ‘ وشو.


دغه ګوندونه وايي، په ترکیه کې یې د افغان سولې په اړه جوړېدونکې غونډې لپاره د سولې یوه طرحه هم چمتو کړې ده.


د سیاسي ګوندونو په دغه غونډه کې د صلاح الدین رباني په مشرۍ جمعیت اسلامي، حزب اسلامي، وحدت اسلامي، اسلامي جنبش، اسلامي محاذ، افغان ملت او د افغانستان د خلکو اسلامي وحدت ګوندونو ګډون کړی و. یاد ګوندونه تر ډېره په تېرو لسیزو کې په افغانستان کې په جګړې او سیاسي واک کې ښکېل وو.


د دغو ګوندونو سیاسي کمېټې په یوه کنفرانس او وروسته په یوه خبرپاڼه کې وویل، “د سولې پلان” په اړه یې یوه مصوبه چمتو کړې چې په ترکیه کې به یې د افغان سولې په تړاو د ملګرو ملتونو بسپنه ورکوونکو ته وسپاري.


دا پلان به دوی د ترکیې له ناستې مخکې له افغان حکومت او طالبانو سره هم شریکوي. تر اوسه د ترکیې د کنفرانس لپاره دقیقه نېټه نه ده ټاکل شوې، خو مخکې ویل شوي وو چې د روانې اپرېل میاشتې په لومړیو کې به جوړ شي.


 سیاسي ګوندونو په یوه خبرپاڼه کې پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې په دې کنفرانس کې باید ټول بانفوذه ډلې او مشران ګډون ولري.


دغه ډلې وايي، که “د سولې منځته راغلی تاریخي فرصت له لاسه ورکړو، دا به په هېواد کې د څلوېښت کلنې جګړې، خونړیزۍ او کړکېچ د دوام سبب وګرځي او په افغان جګړه ځپلي ولس سربېره به د سیمې او نړۍ هېوادونو ته هم له درده ډک عواقب ولري”.


تېره ورځ (جمعه وری ۱۳) د افغانستان اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار وویل، د مسکو د ناستې مهمه لاسته راوړنه دا وه چې د ګوند او طالبانو په لوړه کچه خبرې وشوې.


 بله خوا، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ځینو هېوادونو له سفیرانو او د نړیوالو سازمانونو له استازو سره کتلي دي.


ارګ وايي، ولسمشر غني په دې کتنه کې د سولې پروسې د راتلونکو ګامونو او د سولې په اړه د افغانستان حکومت د لیدلوري د تشریح سربېره د ګډونوالو پوښتنې هم ځواب کړې.

دانش ۷.jpg

سرور دانش:

بر حفاظت قانون اساسی تاکید داریم، اما تعدیل آن ضرورت است

15 حمل 1400
سرور دانش، معاون دوم ریاست جمهوری افغانستان با تاکید بر حفاظت و تداوم قانون اساسی می‌گوید که تعدیل این یک ضرورت است.
صلح شورای عالی مصالحه.jpg

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا ویاند:

د افغان سولې په تړاو د یوې واحدې طرحې د جوړېدو لپاره با صلاحیته کمېټه جوړه شوه

15 حمل 1400
افغان حکومت د سولې اړوند بېلابېلو طرحو د راټولولو او یوځای کولو په هدف د پخوانیو او اوسنیو حکومتي چارواکو یوه کمېټه جوړه کړې.
طالبان جنگ.jpg

پغمان کې چاودنې امنیتي کسانو ته مرګژوبله اړولې

افغان پوځ وایي "تر سلو ډېر" طالب وسله وال یې وژلي

15 حمل 1400
د افغان پلازمېنې کابل پولیسو چارواکي وایي، یکشنبه مازدیګر مهال د دې ولایت پغمان ولسوالۍ کې د یوې موټربم چاودنې پایله کې لږ تر لږه درې امنیتي کسان وژل شوي او ۱۲ تنه نور ټپیان دي.
صلح نشست مسکو.jpg

ملګرو ملتونو، ترکیې او امریکا د افغان سولې په تړاو د ترکیې غونډې پیل پر نېټه 'هوکړه کړې'

14 حمل 1400
یوې معتبرې سرچینې بي بي سي ته ویلي، ترکیه، امریکا متحده ایالتونه او د ملګرو ملتونو سازمان سلا شوي چې د ترکیې په استانبول کې د افغان سولې په تړاو ‘برخلیک ټاکنونکې غونډه ‘ د روانې اپریل میاشتې پر ۱۶ مه…
خط آهن افغانستان.jpg

اسیا زړه - استانبول بهیر غونډه پای ته ورسېده؛ د ټاکنو له لارې د واک پر لېږد د غني ټینګار

10 حمل 1400
د تاجکستان پلازمېنه دوشنبه کې د اسیا زړه – استانبول بهیر نهم پړاو غونډه د یوې اعلامیې په خپرېدو سره پای ته ورسېده. په اعلامیه کې د سولې پر ټینګښت، په سوله ییز ډول د افغانستان کړکېچ پر پای ته رسېدو او…
محب.jpg

محب:

خروج شتابزدۀ قوای خارجی سبب جنگ داخلی خواهد شد

8 حمل 1400
همزمان با هشدار ادارات استخباراتی امریکا از پیامد خروج شتابزده نیروهای خارجی از افغانستان حمدالله محب، مشاور شورای امنیت ملی این کشور می‌گوید که با بیرون شدن این نیروها، بار دیگر افغانستان به جنگ‌های…

  • ترکيې د افغان سولې لپاره يو بل قدم هم اوچت کړ

  • 21 حمل 1400
    وروسته له هغه چې په ترکيه کې د يوې لویې بين الافغاني غونډې د جوړېدو خبر ورکړل شو اوس ددې هېواد د ديانت وزرات هم اعلان کړي دی چې د اعلان ترڅنګ دوی پلان لري چې د افغان او ترک علماوو ترمنځ يوه ګډه غونډه…

  • تادین خان د کندهار له امنیه قومندانۍ استعفا وکړه

  • 21 حمل 1400
    د کندهار امنیه قومندان تورنجنرال تادین خان اڅکزي له نژدې دوه نیم کلن ماموریت وروسته استعفا کړې او پر ځای یې ډګروال سید شریف ‘سرتیپ ‘ نوی امنیه قومندان معرفي شوی دی.

  • ملي امنیت وايي کابل کې یې د داعش یو مهم مسؤل نیولی

  • 21 حمل 1400
    د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست په کابل ښار کې د داعش ډلې د یوه مهم مسؤل د نیول کېدو خبر ورکړ.

  • اشرف غنی و زلمی خلیل‌زاد روی آمادگی‌های نشست ترکیه گفت‌وگو کردند

  • 21 حمل 1400
    زلمی خلیلزاد نماینده ویژه امریکا برای صلح افغانستان برای گفتگو با مقام‌های افغان به کابل سفر کرده است.

    دفاع وزارت:

  • بدخشان کې ۲۱ طالبان وژل شوي

  • 21 حمل 1400
    د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د بدخشان ولایت د وردوج ولسوالۍ لپاره د طالبانو له خوا نومول شوی ولسوال تر شلو له زیاتو وسله والو سره یو ځای د هوايي ځواک په حملو کې وژل شوی دی.

  • انفجار ماین در سال گذشته یک هزار و ۵۸۰ «کشته و زخمی» برجای گذاشته است

  • 15 حمل 1400
    مسوولان در وزارت دولت در امور رسیده‌گی به حوادث به مناسبت روز بین‌المللی «آگاهی از خطرات ماین» اعلام کرده‌اند که در جریان سال ۲۰۲۰ میلادی یک هزار و ۵۸۰ تن در اثر انفجار ماین‌ها «کشته و زخمی» شده‌اند.…

  • ذبیح‌الله کلیم به‌حیث سرپرست لوی سارنوالی معرفی شد

  • 15 حمل 1400
    ذبیح‌الله کلیم، امروز یک‌شنبه، به‌حیث سرپرست لوی سارنوالی کشور معرفی شد.

  • سراسر ولسوالی ارغنداب از طالبان پس گرفته شد

  • 15 حمل 1400
    مقام‌های محلی در کندهار می‌گویند که نیروهای امنیتی در جریان عملیات نظامی، سراسر ولسوالی ارغنداب را از طالبان پس گرفته‌اند.

    طالبانو سره د پاکستان ناځواني:

  • امریکا دي سرتیري نه باسي

  • 21 حمل 1400

    د خبریالانو نړیوال فدراسیون:

  • وروستیو کې شاوخوا ۳۰۰ ښځینه خبریالانو دندې پرېښي

  • 21 حوت 1399

    د نورو خبرونو د لیدو لپاره لاندې نیټه کلیک کړئ / برای دیدن اخبار قبلی تاریخ آن را کلیک کنید

    <
     
    >
    SunMonTueWedThuFriSat
     

    1

    2

    3

    4

    5

    6
    7

    8

    9

    10

    11

    12

    13

    14

    15

    16

    17

    18

    19

    20

    21

    22

    23

    24

    25

    26

    27
    28

    29

    30

    31

       

    گالری تصاویر

    مشاهده همه

    په کابل کې د څارنوالانو ترور
    انفجار در مسجد
    کورونا په افغانستان کې
    کورونا او طالبان
    افغانستان و خودکفایی از خرما
    طالب جنګیالي په جومات کې
    مراسم افتتاح کاسا یکهزار
    زیبایی کابل در زمستان سرد امسال
    زیبایی ولایت کنر/ د کنر ولایت ښکلا

    گالری ویدیو

    مشاهده همه

    میز گرد/ مواد‌مخدر در افغانستان و اسلام
    اسلام آباد کې د ولسمشر مهمه وینا
    د طالب پلاوی وینا
    زورواکو ته د ولسمشر خبرداری