وروستي خبرونه
آخرین اخبار
کود خبر: 12679
منبع خبر: بي بي سي

اسیا زړه - استانبول بهیر غونډه پای ته ورسېده؛ د ټاکنو له لارې د واک پر لېږد د غني ټینګار

10 حمل 1400

خط آهن افغانستان.jpg

د تاجکستان پلازمېنه دوشنبه کې د اسیا زړه – استانبول بهیر نهم پړاو غونډه د یوې اعلامیې په خپرېدو سره پای ته ورسېده. په اعلامیه کې د سولې پر ټینګښت، په سوله ییز ډول د افغانستان کړکېچ پر پای ته رسېدو او دغه راز د تېرو شلو کلونو د لاسته راوړنو پر خوندیتوب ټینګار شوی دی.


اعلامیه کې راغلي په افغانستان کې سوله د سیمې او د نړۍ ثبات لپاره ګټوره ده.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني غونډې ته په وینا کې ویلي، سوله یې لومړیتوب دی. ولسمشر غني د خپل حکومت درې پړاویزې سولې طرحې ته په اشارې سره وویل، د سولې حکومت چې د ټاکنو تر سره کولو مسوولیت به ولري، د قانون له مخې باید د ده د حکومت لخوا ایجاد شي.


‘‘د سولې تامین د سولې حکومت تشکیل تګلاره ده چې د اوسني منتخب مشرتابه او هغو افغانانو چې په وروستیو ټاکنو کې به کاندید نه وي، او د افغان اساسي قانون په چوکاټ کې دې تشکیل شي. د حکومت فعالیت لپاره باید ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي چې خلک د ټاکلو او ټاکل کېدو له حقه ګټه واخلي. له دې کبله دې پړاو ته توجه خورا مهمه ده. ‘’


ښاغلي غني د کړکېچ پای ته رسېدو احتمالي طرحې په هکله وویل، حکومت یې د سولې حکومت مسوولیت لري او له وخته د مخکې ټاکنو ملاتړ کوي.


دغه دوې ورځنۍ غونډه، چې پرون پیل شوې وه، پکې د اسیا زړه – استانبول بهیر غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو، د افغانستان او تاجکستان ولسمشرانو، د ملګرو ملتونو او د دغه بهیر ملاتړو هېوادونو استازيو ګډون کړی و.


د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان ژمنه وکړه، چې حکومت به یې په افغانستان کې د سولې راوستلو له بهیر سره له خپل وس سره سم مرسته وکړي.


ښاغلي غني، د یادې غونډې په څنډو کې د پاکستان، هندوستان او ترکیې له بهرنیو چارو وزیرانو سره د افغان سولې، سوداګري راکړې ورکړې او سیمه ییزي همکارۍ په اړه بېلا بېلي ناستي کړې دي.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سې شنبې په ورځ د اسیا زړه-استانبول بهیر غونډه کې وویل، سوله یې هیله نه بلکې یو مهم ضرورت دی، خو په دا مهال یې یو ځل بیا د واک لېږد لپاره پر ټاکنو ټینګار وکړ.


 ولسمشر غني داسې اوربند غواړي چې نړیوال یې وڅاري.


د هغه په خبره، هغه ټاکنې چې د سولې خبرو پایله کې تر سره کېږي باید د اساسي قانون سره سمې، سراسري، عادلانه او روڼې وي او نړیواله ټولنه یې هم وڅاري.


د ولسمشر غني د قانوني واک څلور کلونه پاتې دي، خو څه مهال مخکې یې وویل، وارمخکې ټاکنو ته تیار دی.


ویل کېږي ځینې سیاسی څېرې په تېره طالب استازي د ولسمشر غني له واک لرې کېدل او لنډمهال حکومتي غواړي، خو پخپله غني بیا بیا له دې طرحې سره مخالفت کړی او وايي، چې ژوندی وي، د داسې حکومت اجازه به ور نه کړي.


ولسمشر غني پر عمومي اوربند هم ټینګار وکړ او ویې ویل نړیوال بنسټونه دې دا اوربند وڅاري.


هغه د اسیا زړه- استانبول بهیر غونډې له ګډونوالو او نړیوالې ټولنې مننه وکړه چې د افغان سولې او ټیکاو لپاره هڅې کوي:


د ولسمشر په خبره، ټیکاومن افغانستان د سیمې د ټولو هېوادونو په ګټه دی.


 د تاجکستان ولسمشر له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو پر پراختیا هم تینګار وکړ.


د تاجکستان ولسمشر امام علی رحمان غونډې ته وینا کې وویل، افغان کشاله پوځي حل نه لري او د افغان سولې بهیر کې د امنیت او سولې لپاره د افغان حکومت د هڅو هرکلی کوي.


نوموړي د شوروي له پرځېدو وروسته د تاجکستان کورنۍ جګړې ته په اشاره وویل، چې تاجکستان کې د پخلاینې بهیر کې د هغه وخت افغان حکومت هلې ځلې وکړې او د تاجکستان د ښکېلو لورو ترمنځ د سولې اولنۍ خبرې کابل کې وشوې.


“په دې سبب موږ شپه ورځ د افغان سولې بهیر خبرو فکر کې یو، هیله یې لرو او څه مو چې له وسه کېږي مرسته ور سره کوو، چې افغان وروڼه سوله کې ژوند وکړي او خپل هېواد اباد کړي. “


 نوموړي د اسیا زړه- استانبول بهیر له غړو او ګډونوالو هیله وکړه چې د افغان سولې بهیر کې بې غرضه همکاري وکړي.د اسیا زړ-استانبول بهیر نهه ناسته پرون د تاجکستان پلازمېنه دوشنبه کې پیل شوه.


د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي، دې غونډه کې د افغان حکومت اجنډا د افغان سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع پیاوړي کول دي.


دې غونډه کې پر افغان سوله سربېره د سیمې هېوادونو سیاسي، اقتصادي او امنیتي همکارۍ پر پراختیا هم خبرې کېږي.


ولسمشر غني هم خپلو خبرو کې هیله وکړه چې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ پولې د پرانیستو او همکارۍ پولو بېلګه باندې بدلې شي:


“انشاالله د سیمه ییز وصل لپاره به زموږ ګډې طرحې د ټولو د پرمختګ او د سیمې د خلکو د ارامۍ سبب شي.”


دې غونډه کې د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان وویل، هڅه کوي له افغانستان سره اقتصادي او سوداګریز اړیکي د ګډو سرحدي سیمو په ګډون نورې لوړ کړي.


 اسیا زړه-استانبول بهیر ۱۵ غړي او ۱۶ همکار هېوادونه لري.


د اسیا زړه – استانبول بهير د ۲۰۱۱م عیسوي کال د نومبر پر ۲ د ترکیې استانبول کې د افغانستان او ترکیې په نوښت جوړ شو .


د دې بهیر یوه موخه په افغانستان کې سوله او د دغه هېواد له څنګلوریو ګاوندیانو سره اړیکي دي، چې پکې د ترهګرۍ، نشه يي توکو، بې وزلۍ او توندلارۍ له منځه وړلو لپاره لارې چارې لټول کېږي.


د دې بهیر اتمه ناسته په ۲۰۱۹ کال کې د ترکیې په استانبول ښار کې وشوه، خو د کورونا له امله یې تېر کال غونډه ونه شوه.


دغه بهیر د سیمې او نړۍ ۱۵ غړي او ۱۶ مرستندوی هېوادونه لري چې هر کال یې په دوراني ډول کلنی کوربتوب د غړو هېوادونو له لوري کېږي.


د دې بهیر نور ګډونوال د ناټو، سارک او ملګرو ملتو په ګډون د ١٢ سيمه ييزو او نړيوالو موسسو استازي دي.


ټاکلې ده د اسیا زړه- استانبول بهیر راتلونکې غونډه افغانستان کې وشي.

دانش ۷.jpg

سرور دانش:

بر حفاظت قانون اساسی تاکید داریم، اما تعدیل آن ضرورت است

15 حمل 1400
سرور دانش، معاون دوم ریاست جمهوری افغانستان با تاکید بر حفاظت و تداوم قانون اساسی می‌گوید که تعدیل این یک ضرورت است.
صلح شورای عالی مصالحه.jpg

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا ویاند:

د افغان سولې په تړاو د یوې واحدې طرحې د جوړېدو لپاره با صلاحیته کمېټه جوړه شوه

15 حمل 1400
افغان حکومت د سولې اړوند بېلابېلو طرحو د راټولولو او یوځای کولو په هدف د پخوانیو او اوسنیو حکومتي چارواکو یوه کمېټه جوړه کړې.
طالبان جنگ.jpg

پغمان کې چاودنې امنیتي کسانو ته مرګژوبله اړولې

افغان پوځ وایي "تر سلو ډېر" طالب وسله وال یې وژلي

15 حمل 1400
د افغان پلازمېنې کابل پولیسو چارواکي وایي، یکشنبه مازدیګر مهال د دې ولایت پغمان ولسوالۍ کې د یوې موټربم چاودنې پایله کې لږ تر لږه درې امنیتي کسان وژل شوي او ۱۲ تنه نور ټپیان دي.
صلح نشست مسکو.jpg

ملګرو ملتونو، ترکیې او امریکا د افغان سولې په تړاو د ترکیې غونډې پیل پر نېټه 'هوکړه کړې'

14 حمل 1400
یوې معتبرې سرچینې بي بي سي ته ویلي، ترکیه، امریکا متحده ایالتونه او د ملګرو ملتونو سازمان سلا شوي چې د ترکیې په استانبول کې د افغان سولې په تړاو ‘برخلیک ټاکنونکې غونډه ‘ د روانې اپریل میاشتې پر ۱۶ مه…
خط آهن افغانستان.jpg

اسیا زړه - استانبول بهیر غونډه پای ته ورسېده؛ د ټاکنو له لارې د واک پر لېږد د غني ټینګار

10 حمل 1400
د تاجکستان پلازمېنه دوشنبه کې د اسیا زړه – استانبول بهیر نهم پړاو غونډه د یوې اعلامیې په خپرېدو سره پای ته ورسېده. په اعلامیه کې د سولې پر ټینګښت، په سوله ییز ډول د افغانستان کړکېچ پر پای ته رسېدو او…
محب.jpg

محب:

خروج شتابزدۀ قوای خارجی سبب جنگ داخلی خواهد شد

8 حمل 1400
همزمان با هشدار ادارات استخباراتی امریکا از پیامد خروج شتابزده نیروهای خارجی از افغانستان حمدالله محب، مشاور شورای امنیت ملی این کشور می‌گوید که با بیرون شدن این نیروها، بار دیگر افغانستان به جنگ‌های…

  • ترکيې د افغان سولې لپاره يو بل قدم هم اوچت کړ

  • 21 حمل 1400
    وروسته له هغه چې په ترکيه کې د يوې لویې بين الافغاني غونډې د جوړېدو خبر ورکړل شو اوس ددې هېواد د ديانت وزرات هم اعلان کړي دی چې د اعلان ترڅنګ دوی پلان لري چې د افغان او ترک علماوو ترمنځ يوه ګډه غونډه…

  • تادین خان د کندهار له امنیه قومندانۍ استعفا وکړه

  • 21 حمل 1400
    د کندهار امنیه قومندان تورنجنرال تادین خان اڅکزي له نژدې دوه نیم کلن ماموریت وروسته استعفا کړې او پر ځای یې ډګروال سید شریف ‘سرتیپ ‘ نوی امنیه قومندان معرفي شوی دی.

  • ملي امنیت وايي کابل کې یې د داعش یو مهم مسؤل نیولی

  • 21 حمل 1400
    د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست په کابل ښار کې د داعش ډلې د یوه مهم مسؤل د نیول کېدو خبر ورکړ.

  • اشرف غنی و زلمی خلیل‌زاد روی آمادگی‌های نشست ترکیه گفت‌وگو کردند

  • 21 حمل 1400
    زلمی خلیلزاد نماینده ویژه امریکا برای صلح افغانستان برای گفتگو با مقام‌های افغان به کابل سفر کرده است.

    دفاع وزارت:

  • بدخشان کې ۲۱ طالبان وژل شوي

  • 21 حمل 1400
    د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د بدخشان ولایت د وردوج ولسوالۍ لپاره د طالبانو له خوا نومول شوی ولسوال تر شلو له زیاتو وسله والو سره یو ځای د هوايي ځواک په حملو کې وژل شوی دی.

  • انفجار ماین در سال گذشته یک هزار و ۵۸۰ «کشته و زخمی» برجای گذاشته است

  • 15 حمل 1400
    مسوولان در وزارت دولت در امور رسیده‌گی به حوادث به مناسبت روز بین‌المللی «آگاهی از خطرات ماین» اعلام کرده‌اند که در جریان سال ۲۰۲۰ میلادی یک هزار و ۵۸۰ تن در اثر انفجار ماین‌ها «کشته و زخمی» شده‌اند.…

  • ذبیح‌الله کلیم به‌حیث سرپرست لوی سارنوالی معرفی شد

  • 15 حمل 1400
    ذبیح‌الله کلیم، امروز یک‌شنبه، به‌حیث سرپرست لوی سارنوالی کشور معرفی شد.

  • سراسر ولسوالی ارغنداب از طالبان پس گرفته شد

  • 15 حمل 1400
    مقام‌های محلی در کندهار می‌گویند که نیروهای امنیتی در جریان عملیات نظامی، سراسر ولسوالی ارغنداب را از طالبان پس گرفته‌اند.

    طالبانو سره د پاکستان ناځواني:

  • امریکا دي سرتیري نه باسي

  • 21 حمل 1400

    د خبریالانو نړیوال فدراسیون:

  • وروستیو کې شاوخوا ۳۰۰ ښځینه خبریالانو دندې پرېښي

  • 21 حوت 1399

    د نورو خبرونو د لیدو لپاره لاندې نیټه کلیک کړئ / برای دیدن اخبار قبلی تاریخ آن را کلیک کنید

    <
     
    >
    SunMonTueWedThuFriSat
     

    1

    2

    3

    4

    5

    6
    7

    8

    9

    10

    11

    12

    13

    14

    15

    16

    17

    18

    19

    20

    21

    22

    23

    24

    25

    26

    27
    28

    29

    30

    31

       

    گالری تصاویر

    مشاهده همه

    په کابل کې د څارنوالانو ترور
    انفجار در مسجد
    کورونا په افغانستان کې
    کورونا او طالبان
    افغانستان و خودکفایی از خرما
    طالب جنګیالي په جومات کې
    مراسم افتتاح کاسا یکهزار
    زیبایی کابل در زمستان سرد امسال
    زیبایی ولایت کنر/ د کنر ولایت ښکلا

    گالری ویدیو

    مشاهده همه

    میز گرد/ مواد‌مخدر در افغانستان و اسلام
    اسلام آباد کې د ولسمشر مهمه وینا
    د طالب پلاوی وینا
    زورواکو ته د ولسمشر خبرداری