وروستي خبرونه
آخرین اخبار
کود خبر: 12652
منبع خبر: آزادي راډیو

د خبریالانو نړیوال فدراسیون:

وروستیو کې شاوخوا ۳۰۰ ښځینه خبریالانو دندې پرېښي

21 حوت 1399

په افغانستان کې خراب امنیتي وضعیت، د ټولنیزو فعالانو په ځانګړې توګه د خبریالانو په نښه کول خبریالان او د رسنیو یو شمېر ملاتړي بنسټونه اندېښمن کړي دي.


د خبریالانو نړیوال فدراسیون (IFJ) په یو تازه راپور کې چې د پنجشنبې په ورځ‌یې «۱۳۹۹ کال د کب ۲۱» خپور کړ، ویلي دي چې په وروستیو میاشتو کې د تاوتریخوالي له امله شاوخوا ۳۰۰ ښځینه خبریالانو خپلې دندې پرېښې دي.


دغه فدراسیون په خپل راپور کې وروستیو هدفي وژنو ته په اشارې سره ویلي چې دغه حالت د اندېښنې وړ دی او د وروستیو څو خبریالانو په نښه کول د یو شمېر رسنیو مدیران د ښځینه خبریالانو له استخدام څخه لاس په سر کړي دي.


د دې فدراسیون په راپور کې راغلي چې د سولې خبرو له پیل سره د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی نه‌دی درول شوی.


د دې فدراسیون د مشر انتوني بلانګر له قوله ویل شوي: “افغان حکومت باید د خبریالانو د خوندیتوب لپاره چې هره ورځ دوی له خطر سر مخ دي، کلک امنیتي تدابیر ونیسي، فدراسیون د وروستیو تاوتریخوالو په ځانګړي ډول د ښځینه خبریالانو پر وړاندې هدفي وژنو او دندو پرېښودو سخت اندېښمن کړی دی.”


 په همدې حال کې خبریاله خدیجه محمدي او خبریال کمال افغان په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: “هره ورځ خبریالان په مرګ ګواښل کېږي، دا خپله د دې لامل کېږي چې د یو خبریال روح او فکر باندې منفي اعېز وکړي، کله چې د یو خبریال روح او روان په ښه وضعیت کې نه‌وي، دا خپله د نوموړي د کار په کیفیت خراب اغېز پرېباسي.”


“که روان وضعیت همداسې دوام پیدا کړي، موږ به د دې شاهدان یو چې په تېرو ۲۰ کلونو کې ترلاسه شوې لاسته راوړنې، له هغې جملې د بیان ازادي چې یوه غوره لاسته راوړنه ده، له لاسه ورکړو.”


په افغانستان کې له ازادو رسنیو د ملاتړ اداره، نی وايي روان بد امنیتي وضعیت د دې لامل شوی چې په کور دننه او بهر له ۲۰ زیاتو خبریالانو خپلې دندې او ځایونه پرېښي.


دغه بنسټ وايي چې د دوی تازه سروې ښيي چې په تېر یو کال کې په افغانستان کې رسنۍ زیاتې شوي، خو د رسنیو د کارکوونکو په شمېر کې کموالی راغلی.


 د نی اجرائیوي رئیس عبدالمجیب خلوتګر وايي چې د دوی سروې تر ډېره په پنځو ولایتونو متمرکزه وه.


نوموړي زیاته کړه: “په ننګرهار کې ۴۰ سلنه په رسنیو کې د ښځو حضور کم شوی، په هرات کې موږ په رسنیو کې د ښځو د کمرنګه حضور شاهدان یو، دا ښکاره کوي چې ډېری رسنۍ ښځینه کارکوونکې نه‌لري، په کندهار کې ۹۰ سلنه، په بلخ کې ۲۰ سلنه په رسنیو کې د ښځو حضور کم شوی، څلورو عمده ولایتونو کې د ښځینه خبریالانو کموالي ته په پام سره په کابل کې بیا په رسنیو کې د ښځو حضور ۵ سلنه زیات شوی.”


دی وايي چې افغانستان کې ۱۷ سلنه ښځینه خبریالانې په رسنیو کې کار کوي، خو د ټولو قربانیانو ۴۰ سلنه ښځینه خبریالانې جوړوي.


نوموړی وایي، دا شمېرې په ډاګه کوي چې تر ډېره حمله کوونکي ښځینه خبریالانې په نښه کوي.


نوموړی زیاتوي چې په تېر یوه کال کې پر رسنیو حملو کې بدلون راغلی، اوس تر ډېره د رسنیو کارکوونکي په انفرادي ډول په نښه کېږي.


ښاغلی خلوتګر وايي، امنیتي بنسټونه هم تر ډېره د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي دوسیو ته جدي پام نه‌کوي او هڅې کېږي چې دغه ډول دوسیې پټې او د کورنیو ستونزو نوم ورکړل شي.


 خو د کورنیو چارو وزارت بیا وايي چې د خبریالانو ټولې دوسيې څېړل شوي، ډېرې کمې د انکشاف په پړاو کې دي.


د دغه وزارت ویاند طارق ارین زیاتوي: “هغه ادعا چې نی کړې موږ یې بشپړه ردوو، د دې ادعا په اړه چې هر سند لري، موږ حاضر یو چې هغه وڅېړو، نی بنسټ په جریان کې دی چې ځیني قضایا، اخلاقي قضیې وې، موږ خپله د نی او ځینو خبریالانو په غوښتنه هغه ټولنیزې نه‌کړې، هغوی که وغواړي، ټول اسناد او شواهد شته موږ کولای شو د رسنیو په واک کې یې ورکړو.”


وروستۍ شمېرې ښيي چې په وروستیو څو میاشتو کې ۱۱ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي چې ۴ یې مېرمنې وې.

دانش ۷.jpg

سرور دانش:

بر حفاظت قانون اساسی تاکید داریم، اما تعدیل آن ضرورت است

15 حمل 1400
سرور دانش، معاون دوم ریاست جمهوری افغانستان با تاکید بر حفاظت و تداوم قانون اساسی می‌گوید که تعدیل این یک ضرورت است.
صلح شورای عالی مصالحه.jpg

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا ویاند:

د افغان سولې په تړاو د یوې واحدې طرحې د جوړېدو لپاره با صلاحیته کمېټه جوړه شوه

15 حمل 1400
افغان حکومت د سولې اړوند بېلابېلو طرحو د راټولولو او یوځای کولو په هدف د پخوانیو او اوسنیو حکومتي چارواکو یوه کمېټه جوړه کړې.
طالبان جنگ.jpg

پغمان کې چاودنې امنیتي کسانو ته مرګژوبله اړولې

افغان پوځ وایي "تر سلو ډېر" طالب وسله وال یې وژلي

15 حمل 1400
د افغان پلازمېنې کابل پولیسو چارواکي وایي، یکشنبه مازدیګر مهال د دې ولایت پغمان ولسوالۍ کې د یوې موټربم چاودنې پایله کې لږ تر لږه درې امنیتي کسان وژل شوي او ۱۲ تنه نور ټپیان دي.
صلح نشست مسکو.jpg

ملګرو ملتونو، ترکیې او امریکا د افغان سولې په تړاو د ترکیې غونډې پیل پر نېټه 'هوکړه کړې'

14 حمل 1400
یوې معتبرې سرچینې بي بي سي ته ویلي، ترکیه، امریکا متحده ایالتونه او د ملګرو ملتونو سازمان سلا شوي چې د ترکیې په استانبول کې د افغان سولې په تړاو ‘برخلیک ټاکنونکې غونډه ‘ د روانې اپریل میاشتې پر ۱۶ مه…
خط آهن افغانستان.jpg

اسیا زړه - استانبول بهیر غونډه پای ته ورسېده؛ د ټاکنو له لارې د واک پر لېږد د غني ټینګار

10 حمل 1400
د تاجکستان پلازمېنه دوشنبه کې د اسیا زړه – استانبول بهیر نهم پړاو غونډه د یوې اعلامیې په خپرېدو سره پای ته ورسېده. په اعلامیه کې د سولې پر ټینګښت، په سوله ییز ډول د افغانستان کړکېچ پر پای ته رسېدو او…
محب.jpg

محب:

خروج شتابزدۀ قوای خارجی سبب جنگ داخلی خواهد شد

8 حمل 1400
همزمان با هشدار ادارات استخباراتی امریکا از پیامد خروج شتابزده نیروهای خارجی از افغانستان حمدالله محب، مشاور شورای امنیت ملی این کشور می‌گوید که با بیرون شدن این نیروها، بار دیگر افغانستان به جنگ‌های…

  • ترکيې د افغان سولې لپاره يو بل قدم هم اوچت کړ

  • 21 حمل 1400
    وروسته له هغه چې په ترکيه کې د يوې لویې بين الافغاني غونډې د جوړېدو خبر ورکړل شو اوس ددې هېواد د ديانت وزرات هم اعلان کړي دی چې د اعلان ترڅنګ دوی پلان لري چې د افغان او ترک علماوو ترمنځ يوه ګډه غونډه…

  • تادین خان د کندهار له امنیه قومندانۍ استعفا وکړه

  • 21 حمل 1400
    د کندهار امنیه قومندان تورنجنرال تادین خان اڅکزي له نژدې دوه نیم کلن ماموریت وروسته استعفا کړې او پر ځای یې ډګروال سید شریف ‘سرتیپ ‘ نوی امنیه قومندان معرفي شوی دی.

  • ملي امنیت وايي کابل کې یې د داعش یو مهم مسؤل نیولی

  • 21 حمل 1400
    د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست په کابل ښار کې د داعش ډلې د یوه مهم مسؤل د نیول کېدو خبر ورکړ.

  • اشرف غنی و زلمی خلیل‌زاد روی آمادگی‌های نشست ترکیه گفت‌وگو کردند

  • 21 حمل 1400
    زلمی خلیلزاد نماینده ویژه امریکا برای صلح افغانستان برای گفتگو با مقام‌های افغان به کابل سفر کرده است.

    دفاع وزارت:

  • بدخشان کې ۲۱ طالبان وژل شوي

  • 21 حمل 1400
    د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د بدخشان ولایت د وردوج ولسوالۍ لپاره د طالبانو له خوا نومول شوی ولسوال تر شلو له زیاتو وسله والو سره یو ځای د هوايي ځواک په حملو کې وژل شوی دی.

  • انفجار ماین در سال گذشته یک هزار و ۵۸۰ «کشته و زخمی» برجای گذاشته است

  • 15 حمل 1400
    مسوولان در وزارت دولت در امور رسیده‌گی به حوادث به مناسبت روز بین‌المللی «آگاهی از خطرات ماین» اعلام کرده‌اند که در جریان سال ۲۰۲۰ میلادی یک هزار و ۵۸۰ تن در اثر انفجار ماین‌ها «کشته و زخمی» شده‌اند.…

  • ذبیح‌الله کلیم به‌حیث سرپرست لوی سارنوالی معرفی شد

  • 15 حمل 1400
    ذبیح‌الله کلیم، امروز یک‌شنبه، به‌حیث سرپرست لوی سارنوالی کشور معرفی شد.

  • سراسر ولسوالی ارغنداب از طالبان پس گرفته شد

  • 15 حمل 1400
    مقام‌های محلی در کندهار می‌گویند که نیروهای امنیتی در جریان عملیات نظامی، سراسر ولسوالی ارغنداب را از طالبان پس گرفته‌اند.

    طالبانو سره د پاکستان ناځواني:

  • امریکا دي سرتیري نه باسي

  • 21 حمل 1400

    د خبریالانو نړیوال فدراسیون:

  • وروستیو کې شاوخوا ۳۰۰ ښځینه خبریالانو دندې پرېښي

  • 21 حوت 1399

    د نورو خبرونو د لیدو لپاره لاندې نیټه کلیک کړئ / برای دیدن اخبار قبلی تاریخ آن را کلیک کنید

    <
     
    >
    SunMonTueWedThuFriSat
        

    1

    2

    3
    4

    5

    6

    7

    8

    9

    10

    11

    12

    13

    14

    15

    16

    17

    18

    19

    20

    21

    22

    23

    24

    25

    26

    27

    28

    29

    30

     

    گالری تصاویر

    مشاهده همه

    په کابل کې د څارنوالانو ترور
    انفجار در مسجد
    کورونا په افغانستان کې
    کورونا او طالبان
    افغانستان و خودکفایی از خرما
    طالب جنګیالي په جومات کې
    مراسم افتتاح کاسا یکهزار
    زیبایی کابل در زمستان سرد امسال
    زیبایی ولایت کنر/ د کنر ولایت ښکلا

    گالری ویدیو

    مشاهده همه

    میز گرد/ مواد‌مخدر در افغانستان و اسلام
    اسلام آباد کې د ولسمشر مهمه وینا
    د طالب پلاوی وینا
    زورواکو ته د ولسمشر خبرداری