وروستي خبرونه
آخرین اخبار
کود خبر: 12651
منبع خبر: آزادي راډیو

د سولې نړیوال ائتلاف:

امریکا دې د افغان ښځو ازادۍ د سیاسي مصلحتونو قرباني نه‌کوي

21 حوت 1399

د سولې لپاره جوړ شوی نړیوال ائتلاف د امریکا له دولته غواړي چې د افغانستان د ښځو ترلاسه شوې ازادۍ دې د سیاسي مصلحتونو قرباني نه‌کړي.


دغه ائتلاف وايي، په جدي توګه اندېښمنه ده چې د سولې بین‌الافغاني بهیر لپاره د امریکا هڅې د ښځو حقونو لومړیتوب او د دوی معنی لرونکی مشارکت په پام کې نه‌دی نیولی.


دغه ائتلاف د افغانستان د سولې لپاره د امریکا هڅې بې‌ګټې ګڼي او د امریکا له کانګرس نه غواړي چې د افغانستان سولې بهیر له نږدې وڅاري. د دوی په وینا، د بایډن د دولت نوې وړاندې کړې نقشې د افغانستان د سولې بهیر ټکنی کړی چې د ښځو حقونه په‌کې څنډې ته کېږي.


د سولې لپاره د ائتلاف اداره یوه پرمختللې نړیواله اداره ده چې ۱۳۰ سازمانونه په‌کې شامل دي او په ټوله نړۍ کې د جګړو د ختمولو او تلپاتې سولې لپاره کار کوي.


دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د سولې او ډیموکراسۍ لپاره د برابرۍ بنسټ د افغانستان د ۱۵ ولایتونو د ښځو لاسلیکونه راټول کړل چې د سولې بهیر او د لاسته راوړنو له لاسه تلل په‌کې بیان شوي دي.


ارشیف، کابل کې یو شمېر مېرمنې په یوه لاریون کې د سولې غوښتونکي شول.


 د ښځو د حقونو فعاله الهه ساحل د سولې په پروسه کې د ښځو په کمرنګ‌والي او په دغه پروسه کې د دوی پر لږ حضور پر حکومت انتقاد کوي وايي، حکومت غواړي د هر راز شرایطو لاندې له طالبانو سره سوله وکړي، حتی که په دې بهیر کې د ښځو حقونه تر پښو لاندې هم شي.


اغلې ساحل زیاتوي: “موږ سږکال د مارچ په اتمه لارو ته راووتلو او غږ مو پورته کړ چې باید برابر حق او برابره سیاسي ونډه ولرو. داسې نه چې ښوونځیو او پوهنتونونو ته ورځو او په دې سره خپل سیاسي سهم قرباني کړو. موږ په ټولو څانګو کې پیاوړې ښځې لرو، ۱۸ کاله مو پر خپلو ځانونو کار وکړ. ډاکترانې او ماسترانې لرو، اوسنۍ ښځې د مخکېنیو ۱۸ کلونو له ښځو سره توپير لري.”


د افغانستان حکومت تل ویلي چې دا اجازه نه‌ورکوي چې د ښځو او د بشر حقونه د سولې بهیر قرباني شي.


په ټولنه کې د فعالو ښځو پر وړاندې ګواښونه د ښځواو د دوی د نړیوالو ملاتړو بنسټونو بله اندېښنه ده.


د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د شمېرو له مخې د ۲۰۲۱ کال له پیل نه تر اوسه اته ښځې چې په بېلابېلو ټولنیزو فعالیتونو بوختې وې، په هدفي توګه وژل شوي او ۹ ټپیانې دي.


د دغه کمېسون ویاند ذبیح‌الله فرهنګ ازادي راډیو ته وویل، شته ګواښونو په ټولنیزو فعالیتونو کې د ښځو ونډه پیکه کړې ده.


ښاغلی فرهنګ زیاتوي: “د ښځو مشارکت او جنسیتي برابرۍ په ټولنه کې، یو بل مورد دی چې ډېرې ستونزې یې رامنځته کړي، هیله‌مند یو چې تر بل کال پورې وتوانېږو، په ډېری دغو ستونزو بریالي شو.”


د ښځو د حقونو مسئله د افغانستان د سولې او سیاسي حل‌وفصل په برخو کې یوه مهمه مسئله ده.


د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري وايي، د وروستیو ۲۰ کلونو لاسته راوړنې، د تلپاتې سولې لپاره د حکومت په لومړیتوبونو کې دي.


اغلې انوري وايي: “د افغانستان د ټولو خلکو پر غوښتنو سربېره، زموږ د ملي ارزښتونو ساتنه او ۲۰ کلنې لاسته راوړنې چې اوس بنسټیزې شوي، د افغانستان د جمهوري دولت لپاره اهمیت لري او د خوندیتوب لپاره به‌یې هېڅ هڅه ونه‌سپمول شي.”


په امریکا کې د سولې د جوړېدو ائتلاف د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې، د ټرمپ د دولت او طالبانو ترمنځ د توافق‌نامې راهیسې بې‌ګټې ګڼي.


دغه اداره د افغانستان د سولې لپاره د انتقالي دولت، دایمي اوربند، اساسي قانون او د دولت جوړښت غوره وړاندیز ګڼي.


په دغه لیکنه کې راغلي چې د افغانستان ښځو او نجونو په وروستیو دوو لسیزو کې ډېرې لاسته راوړنې لرلي.


له دې لاسته راوړنو سره سره د سولې په پروسه کې د ښځو حقونو ته لومړیتوب نه‌ورکول او کمرنګه مشارکت‌یې، د ښځو دریځ کمزوری کوي.


دغه لیکنه کې ټینګار شوی چې امریکا باید د افغانستان د ښځو د لاسته راوړنو خوندیتوب ته له ټولو نفوذي لارو چارو کار واخلي.

دانش ۷.jpg

سرور دانش:

بر حفاظت قانون اساسی تاکید داریم، اما تعدیل آن ضرورت است

15 حمل 1400
سرور دانش، معاون دوم ریاست جمهوری افغانستان با تاکید بر حفاظت و تداوم قانون اساسی می‌گوید که تعدیل این یک ضرورت است.
صلح شورای عالی مصالحه.jpg

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا ویاند:

د افغان سولې په تړاو د یوې واحدې طرحې د جوړېدو لپاره با صلاحیته کمېټه جوړه شوه

15 حمل 1400
افغان حکومت د سولې اړوند بېلابېلو طرحو د راټولولو او یوځای کولو په هدف د پخوانیو او اوسنیو حکومتي چارواکو یوه کمېټه جوړه کړې.
طالبان جنگ.jpg

پغمان کې چاودنې امنیتي کسانو ته مرګژوبله اړولې

افغان پوځ وایي "تر سلو ډېر" طالب وسله وال یې وژلي

15 حمل 1400
د افغان پلازمېنې کابل پولیسو چارواکي وایي، یکشنبه مازدیګر مهال د دې ولایت پغمان ولسوالۍ کې د یوې موټربم چاودنې پایله کې لږ تر لږه درې امنیتي کسان وژل شوي او ۱۲ تنه نور ټپیان دي.
صلح نشست مسکو.jpg

ملګرو ملتونو، ترکیې او امریکا د افغان سولې په تړاو د ترکیې غونډې پیل پر نېټه 'هوکړه کړې'

14 حمل 1400
یوې معتبرې سرچینې بي بي سي ته ویلي، ترکیه، امریکا متحده ایالتونه او د ملګرو ملتونو سازمان سلا شوي چې د ترکیې په استانبول کې د افغان سولې په تړاو ‘برخلیک ټاکنونکې غونډه ‘ د روانې اپریل میاشتې پر ۱۶ مه…
خط آهن افغانستان.jpg

اسیا زړه - استانبول بهیر غونډه پای ته ورسېده؛ د ټاکنو له لارې د واک پر لېږد د غني ټینګار

10 حمل 1400
د تاجکستان پلازمېنه دوشنبه کې د اسیا زړه – استانبول بهیر نهم پړاو غونډه د یوې اعلامیې په خپرېدو سره پای ته ورسېده. په اعلامیه کې د سولې پر ټینګښت، په سوله ییز ډول د افغانستان کړکېچ پر پای ته رسېدو او…
محب.jpg

محب:

خروج شتابزدۀ قوای خارجی سبب جنگ داخلی خواهد شد

8 حمل 1400
همزمان با هشدار ادارات استخباراتی امریکا از پیامد خروج شتابزده نیروهای خارجی از افغانستان حمدالله محب، مشاور شورای امنیت ملی این کشور می‌گوید که با بیرون شدن این نیروها، بار دیگر افغانستان به جنگ‌های…

  • ترکيې د افغان سولې لپاره يو بل قدم هم اوچت کړ

  • 21 حمل 1400
    وروسته له هغه چې په ترکيه کې د يوې لویې بين الافغاني غونډې د جوړېدو خبر ورکړل شو اوس ددې هېواد د ديانت وزرات هم اعلان کړي دی چې د اعلان ترڅنګ دوی پلان لري چې د افغان او ترک علماوو ترمنځ يوه ګډه غونډه…

  • تادین خان د کندهار له امنیه قومندانۍ استعفا وکړه

  • 21 حمل 1400
    د کندهار امنیه قومندان تورنجنرال تادین خان اڅکزي له نژدې دوه نیم کلن ماموریت وروسته استعفا کړې او پر ځای یې ډګروال سید شریف ‘سرتیپ ‘ نوی امنیه قومندان معرفي شوی دی.

  • ملي امنیت وايي کابل کې یې د داعش یو مهم مسؤل نیولی

  • 21 حمل 1400
    د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست په کابل ښار کې د داعش ډلې د یوه مهم مسؤل د نیول کېدو خبر ورکړ.

  • اشرف غنی و زلمی خلیل‌زاد روی آمادگی‌های نشست ترکیه گفت‌وگو کردند

  • 21 حمل 1400
    زلمی خلیلزاد نماینده ویژه امریکا برای صلح افغانستان برای گفتگو با مقام‌های افغان به کابل سفر کرده است.

    دفاع وزارت:

  • بدخشان کې ۲۱ طالبان وژل شوي

  • 21 حمل 1400
    د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د بدخشان ولایت د وردوج ولسوالۍ لپاره د طالبانو له خوا نومول شوی ولسوال تر شلو له زیاتو وسله والو سره یو ځای د هوايي ځواک په حملو کې وژل شوی دی.

  • انفجار ماین در سال گذشته یک هزار و ۵۸۰ «کشته و زخمی» برجای گذاشته است

  • 15 حمل 1400
    مسوولان در وزارت دولت در امور رسیده‌گی به حوادث به مناسبت روز بین‌المللی «آگاهی از خطرات ماین» اعلام کرده‌اند که در جریان سال ۲۰۲۰ میلادی یک هزار و ۵۸۰ تن در اثر انفجار ماین‌ها «کشته و زخمی» شده‌اند.…

  • ذبیح‌الله کلیم به‌حیث سرپرست لوی سارنوالی معرفی شد

  • 15 حمل 1400
    ذبیح‌الله کلیم، امروز یک‌شنبه، به‌حیث سرپرست لوی سارنوالی کشور معرفی شد.

  • سراسر ولسوالی ارغنداب از طالبان پس گرفته شد

  • 15 حمل 1400
    مقام‌های محلی در کندهار می‌گویند که نیروهای امنیتی در جریان عملیات نظامی، سراسر ولسوالی ارغنداب را از طالبان پس گرفته‌اند.

    طالبانو سره د پاکستان ناځواني:

  • امریکا دي سرتیري نه باسي

  • 21 حمل 1400

    د خبریالانو نړیوال فدراسیون:

  • وروستیو کې شاوخوا ۳۰۰ ښځینه خبریالانو دندې پرېښي

  • 21 حوت 1399

    د نورو خبرونو د لیدو لپاره لاندې نیټه کلیک کړئ / برای دیدن اخبار قبلی تاریخ آن را کلیک کنید

    <
     
    >
    SunMonTueWedThuFriSat
        

    1

    2

    3
    4

    5

    6

    7

    8

    9

    10

    11

    12

    13

    14

    15

    16

    17

    18

    19

    20

    21

    22

    23

    24

    25

    26

    27

    28

    29

    30

     

    گالری تصاویر

    مشاهده همه

    په کابل کې د څارنوالانو ترور
    انفجار در مسجد
    کورونا په افغانستان کې
    کورونا او طالبان
    افغانستان و خودکفایی از خرما
    طالب جنګیالي په جومات کې
    مراسم افتتاح کاسا یکهزار
    زیبایی کابل در زمستان سرد امسال
    زیبایی ولایت کنر/ د کنر ولایت ښکلا

    گالری ویدیو

    مشاهده همه

    میز گرد/ مواد‌مخدر در افغانستان و اسلام
    اسلام آباد کې د ولسمشر مهمه وینا
    د طالب پلاوی وینا
    زورواکو ته د ولسمشر خبرداری