افغان ځواکونو د کندهار او فاریاب په یو شمېر سیمو عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې ۴۱ طالبان وژلي او ۱۶ نور یې ټپیان کړي دي.
د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو قول اردو څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې کمانډو ځواکونو، تېره شپه د کندهار په ارغنداب او پنجوايي ولسوالي کې د طالبانو پر ضد عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې ۲۲ طالبان وژلي، ۷ یې ټپیان کړي او همداشان یې د طالبانو ۲ پټنځایونه، ۱۷ حلقې ماینونه او د یادې ډلې ګڼ شمېر وسلې او مهمات له منځه وړي دي.
په ورته مهال بیا له ۲۰۹ شاهین قول اردو څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې افغان ځواکونو د فاریاب په المار ولسوالي کې د طالبانو پر ضد عملیات ترسره کړي، چې په نتیجه کې یې د یو طالب قومندان په ګډون ۱۹ تنه وژلي او ۹ نور یې ټپیان کړي دي.
باید یاده شي، چې تېره ورځ د هېواد په نورو ۸ ولایتونو کې هم نږدې ۱۰۰ طالبان وژل شوي وو.