د افغانستان لوېدیځ یوازې په دې وروستیو څو کلونو کې د دوو فعاله بندونو لرونکی شو. سلما په هرات کې او کمال خان په نیمروز کې. د دې ترڅنګ په هرات کې د پاشدان او په فراه کې د بخش آباد پر بند هم کار روان دی.
دا د ډېرو افغانانو او په ځانګړې توګه د لوېدیځو ولایتونو د کرونګرو لپاره یو زېری دی خو یوه بله لویه ستونزه چې تراوسه پر ځای پاتې ده لرې پرتو سیمو او ځمکو ته د اوبو د رسولو لپاره د پخو کانالونو نشتوالی دی.
بشیر احمد د هرات د پشتون زرغون ولسوالۍ یو کرونگر. وایي دی او ګڼ نور کرونګر د ځمکو د خړوبولو پخو کانالونو ته لاسرسی نه لري او له همدی کبله هر کال د سختو ستونزو سره مخامخ کېږي:
“کله چی سېلاب راشي دا ویالې بندېږي. کانال نه لروو، څه باندې شل زره کسان له همدې یوې چینې ګټه اخلي. باید کانال جوړ شي. بې له دې چې خدای مرسته وکړي او دا کانال جوړ شي بله لار نه وینم”.
د هرات د کرنې اداره وایي په ټول هرات کې یوازې ۱۵ سلنه کانالونه پاخه او پاتې ټول خام دي.
دغه اداره وایي د سلما اوبو بند د پراخه ګټه اخیستنیې لپاره په کار وه چې ورته کانالونه جوړ شي، خو دا کار نه دی شوی.
د یادې ادارې د کرنې د ترویج د څانګې مشر حمیدالله ناصري وایي، دا وضعیت د دې سبب شوی چې د اوبو ضایعات زیات شی:
“په هرات کې په خامو کانالونو کې ۴۰ یا ۶۰ سلنه د اوبو ضایعات لرو. د دې لپاره چې د اوبو د ضایع کېدو مخه ونیول شي ټول کانالونه باید پاخه شي. هغه مهال به مځکې سمې خړوبې شي”.
د افغانستان د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره وایي په هرات کې د ګڼو لویو کانالونو پر پخولو کار روان دی.
د دغې ادارې ویاند نظام الدین خپلواک: “د افغانستان د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره په هرات کې ۲۲۵ د اوبو لګولو کانالونه لري چې یو شمېر بشپړ شوي. له دی جملې څخه ۷۱ کانالونه بیا رغول شوي دي، ۳ کانالونه تر کار لاندې دي او ۶ کانالونه تر پلان لاندې دي.”
ښاغلی خپلواک وایي په هرات کې د پاشدان بند د کار په ترسره کېدو سره به لا نور سهولت رامنځ ته شي:
“پاشدان بند زموږ له سترو پروژو یوه ده. دغه بند د هرات په کرخ ولسوالۍ کې موقعیت لري. دا بند د اوبو مدیریت، د مځکو د خړوبولو، د برېښنا تولید او خلکو ته د کار د پیدا کېدو لپاره جوړېږي. چارې یې تر ۶۰ سلنو بشپړې شوې دي. دا به ۵۴ میلیون متر مکعبه اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لري، ۱۳ زره هکټار ځمکه به خړوبوي او دوه مېګاواټه برېښنا به تولید کړي. پر دې بند ۱۱۷ میلیونه ډالره لګښت راځی”.
د افغانستان په لوېدیځ کې هرات د فراه ترڅنګ یو له هغو ولایتونو دی چی پراخ کرنیز ظرفیت لري، خو سږ کال چې ورښت کم دی کرونګر ډېر اندېښمن شوي؛ ځکه نو د اوبو د مدیریت لپاره د اغېزناکو هڅو پر اړتیا ډېر ټینګار کېږي.