
افغان طالبانو د ځان په اړه د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف وروستۍ څرګندونې غندلې دي او هغه یې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه بللې ده.
ښاغلي ظریف دوشنبه له طلوع نیوز سره مرکه کې ویلي وو، د ایران د قوانینو له مخې طالبان یې لا هم د ترهګرو ډلو له لېسته نه دي ایستلي.
نوموړي وویل، ایران د طالبانو په اړه هماغه تعریف لري چې د ملګرو متلونو امنیت شورا په پرېکړه کې راغلي. هغه که څه هم دا پوښتنه ځواب نکړه چې ایا طالبان یوه ترهګره ډله بولي یا نه، خو ټینګار یې وکړ چې دې ډلې په تېرو وختونو کې په افغانستان کې ترهګریزې کړنې ترسره کړې دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، طالبان نشي کولی یوازې پر دې اساس چې د افغانستان د خاورې یوه برخه یې کنترول کې ده، د دې هېواد د راتلونکي په اړه پرېکړې وکړي.
جواد ظریف ویلي وو، طالبان په افغانستان کې یو حقیقت دی، خو دې ډلې ته نه دي پکار چې د تېرو شلو کالو پر لاسته راوړنو سترګې پټې کړي.
نوموړي په ۱۹۹۸ کال کې په مزار شریف کې د ۸ ایراني دیپلوماتانو وژنې ته په اشارې وویل، هغه پېښه یې هېره کړې نه ده، خو له طالبانو د غچ اخیستو نیت هم نه لري.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو او امریکا ترمنځ خپلمنځي هوکړه هم وغندله او زیاته یې کړه چې ایران به هېڅکله هم د افغانستان برخلیک په اړه له یوې ډلې سره دوه اړخیز تړون ونکړي.
جواد ظریف وویل، اورېدلي یې دي چې طالبانو جعفري فقه په افغانستان کې د لږکیو فقه بللې، او زیاته یې کړه چې ایران په دې اړه اندېښمن دی، ځکه دا دریځ د افغانستان د اساسي قانون او اسلامي اصولو سره په ټکر کې دی.
د طالبانو غبرګون:
د نوموړي دې څرګندونو په غبرګون کې نن سې شنبه د افغان طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې ویلي، د ښاغلي ظریف دا څرګندونې غیر مسئولانه دي او د دواړو هېوادونو اړیکو ته زیان رسولی شي.
په اعلامیه کې راغلي چې طالبان د ملګرو ملتونو د ترهګرو په کوم لېست کې نه دي شامل او د ښاغلي ظریف څرګندونې د هغه ناخبري څرګندوي.
طالبانو ویلي چې له خپلو ټولو ګاوندیو هېوادونو سره دوستانه اړیکې غواړي، او له نورو هېوادونو هم د ورته چلن تمه کوي
جواد ظریف د طالبانو او افغانستان په اړه څه ویلي وو؟
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف دوشنبه طلوع نیوز سره یوه ځانګړې مرکه کې ویلي وو، د ایران او افغانستان د ګډې پولې په ځینو برخو کې افغان دولت استقرار نه لري، او ایران مجبور دی چې دې سیمو کې د خپلو وګړو د امنیت لپاره طالبانو سره اړیکه کې اوسي.
جواد ظریف زیاته کړه چې طالبان یو حقیقت دی او د افغانستان د ستونزې د حل لارې یوه برخه ده.
ښاغلي ظریف دغه راز د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې هوکړه له افغانستان څخه د امریکا د وتلو بهانه وبلله او اندېښنه یې وښوده چې دا کار د افغانستان لپاره ګواښوونکی دی.
هغه ټینګار کړی چې د افغانستان په تړاو د هرې مسئلې واک باید له افغانانو سره وي.
ښاغلي ظریف دا تورونه رد کړل چې ایران طالبانو ته روزونه او وسلې ورکوي او د دغې ډلې د ژوبلو درملنه کوي.
نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې د ځينو طالب چارواکو کورونه د ایران په مشهد او زایدان کې دي، په دې اړه بې خبري وښوده او په مشهد او زایدان کې د طالبانو د شوراګانو شتون یې هم اوازه وبلله.
فاطمیون ډله له افغان جنګیالیو جوړه ده
جواد ظریف په دغه مرکه کې دا ومنله چې شاوخوا پنځه زره افغانان د فاطمیون لښکر په لیکو کې د بشار الاسد د حکومت په ملاتړ جنګېدلي دي. د فاطمیون لښکر چې له افغانانو جوړ دی، ایران یې روزي، ملاتړ یې کوي او تجهیزات ورکوي.
نوموړي وویل، ایران هېڅ افغان وګړی سوریې ته نه دی استولی، خو هغه کسان چې په خپله خوښه تللي ایران ورسره د داعش پر ضد جګړه کې مرسته کړې ده.
ښاغلي ظریف هغه کسان چې د فاطمیون لښکر په جوړښت کې جنګېږي وروڼه وبلل او ویې ویل چې ټول په خپله خوښه او د باورونو پر اساس سوریې ته تللي دي.
هغه زیاته کړه چې که افغان حکومت وغواړي کېدای شي چې له دغو ځواکونو ګټه واخلي.
ښاغلي ظریف زیاته کړه چې د سیمې په کچه د یوه ابتکار په پایله کې د افغانستان ستونزه حل کېدای شي او داسې څه نه مني چې د نورو د پرېکړو پر اساس رامنځته کېږي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د ښځو حقونو په ګډون د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنو ملاتړ وکړ او ویې ویل چې طالبان باید په دغو لاسته راوړنو سترګې پټې نه کړي.
ښاغلي ظریف زیاته کړه چې ایران غواړي په افغانسان کې ټولې ښکېلې خواوې د دغه هېواد د راتلونکې په اړه پرېکړو کې شریکې وي.
د ایران او طالبانو ترمنځ اړیکې
ښاغلي ظريف تېر کال په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر له مشر ملا برادر سره په تهران کې ليدلي وو.
د دغې ليدنې پر مهال طالبانو په يوه خبرپاڼه کې ويلي وو چې دواړو غاړو له “سوله ييزې لارې د افغانستان د مسلې حل او د افغان سولې د روانې پروسې په اړه په تفصيل سره خبرې وکړې”.
په وروستيو کې ايراني چارواکو له طالبانو سره د ليدو او خبرو پخلی کړی او له دغې ډلې يې ستاينه هم کړې ده.
افغان حکومت له دې وړاندې ويلي وو چې د طالبانو کوربتوب د هېوادونو تر منځ د خپلمنځي اړيکو د ټولو اصولو خلاف کار دی.
ايران خپلې ځينې مخالفې سياسي ډلې چې په اروپا او امریکا کې مېشتې دي “ترهګر” بولي او د دغو هېوادونو پر حکومتونو نيوکه کوي چې دوی ته د اوسېدو اجازه ورکوي.
په نژدې وختو کې د ايران اسلامي شورا استازي احمد نادري طالبان د “سيمې يو ريښتينی حرکت” بللی و او زياته کړې يې وه چې له دوی سره همکاري په “افغانستان کې ثبات او د داعش په څېر ډلو د نفوذ د مخنيوي لامل کېدی شي”.
تېره مياشت د ايران سفير حمید دهقاني د قطر پلازمېنه دوحه کې د طالبانو د غړو پر ټوېټر عکس خپور کړی و چې هلته د ايران سفارت ته ورغلي وو. نوموړي ليکلي وو چې طالبان د ايران د دفاع وزارت د لوړ پوړي چارواکي “محسن فخري زاده وژنه غندي او ايران ته يې تسليت” وړاندې کړی.
د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر بريدونو وروسته ايران د امريکا متحده ايالتونو او د هغه له ايتلافي ځواکونو سره په افغانستان کې د القاعده او طالبانو پر مرکزونو بريدونو کې مرستې کړې وه.