
د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابی تایید کړه چې د کابل په نننۍ چاودنه کې ۹ نفر وژل شوي او د ولسي جرګه د یوه غړي په شمول شل نور پکې ټپیان دي.
خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په کابل ښار کې د نننۍ چاودنې له امله ۸ تنه وژل شوي او د ولسي جرګې د یوه غړي خان محمد وردګ په ګډون ۱۵ تنه نور ټپیان شوي دي.
دغه چاودنه نن یکشنبه سهار ډسمبر۲۰(لېندۍ۳۰) د کابل ښار د پنځمي امنیتي حوزې «سپین کلي» سیمه کې د خان محمد وردګ پر موټریز کاروان شوې ده.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین له رسنیو سره په شریک کړل شوو معلوماتو کې ویلي چې د چاودنې له امله په سیمه کې نژدې کورنو ته هم ګڼ مالي زیانونه اوښتي دي.
هغه زیاته کړې چې په چاودنه کې ښځې، ماشومان او د زاړه عمر کسان هم ټپیان شوي چې په وینا یې د مرګ ژوبلې ارقام کېدایشي تغیر وکړي.
د کورنیو چارو وزارت نه دي ویلي چې دغه چاودنه د ځانمرګي برید او یا د چسپکي ماین له امله رامنځته شوې ده.
پر همدې مهال د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیال نورالله تره کي امریکا غږ ته وویل چې د کابل له نننۍ چاودنې پنځه جسدونه او ۱۲ ټپیان د کابل ښار روغتونو انتقال شوي دي.
د هغه په وینا یاد مړي او ټپيان عدلي طب او د روغتیا وزارت اړوند نورو روغتونونو ته وروړل شوي دي.
پر ټولنیزو رسنیو په خپرو شوو انځورنو کې لیدل کیږي چې د پېښې په ځای کې په دوو موټرو کې اورلګېدلی دی.
تر دامهاله د یادې چاودنې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په کابل ښار کې د چسپکي ماینونو چاودنې زیاتې شوي دي.
په وروستۍ پېښه کې تیره اونۍ د کابل مرستیال والي محبوب الله محبي او د هغه یو سکرټر د چسپکي ماین په چاودنه کې ووژل شول.