د افغانستان د اورګاډو پټلۍ اداره وايي د اقینې – اندخوي د اورګاډي ټپلۍ تر ۸۵ سلنې ډېرې چارې بشپړې شوې او ژر به ګټه اخیستلو ته چمتو شي.
دې ادارې پر خپله رسمي فېسبوک پاڼه لیکلي دا پټلۍ ۳۱ کیلومتره اوږده ده او ټاکل شوې د راتلونکي کال لومړیو میاشتو کې رسماً پرانیستل شي.
د دې پټلۍ د رغولو چارې چې افغانستان له ترکمنستان سره تړي، د روان زېږدیز کال په لومړیو کې پیل شوې وې.
د افغانستان د ورګاډو پټلۍ ادارې د اړیکو مسوول محمد فرهنګ بي بي سي ته وویل پر دې پټلۍ ۲۱ میلیون ډالر بویجه لګول کېږي چې د دوی ادارې برابره کړې او رغنیزې چارې یې د ترکمنستان د صنایعو او اړیکو وزارت پر غاړه لري.
ښاغلی فرهنګ دا لیکه د افغانستان دننه د اورګاډو پټلۍ د شبکې مهمه برخه ګڼي او زیاتوي چې جوړېدو سره به یې پر ترکمنستان سربېره سیمې سره د افغانستان سوداګریزه راکړه ورکړه ډېره شي ځکه د ترکمنستان د اورګاډو لیکې د سیمې هېوادونو سره تړلې دي.
د دې پټلۍ رغنیزې چارې د ترکمنستان د صنایعو او اړیکو وزارت پر غاړه لري
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف د ۱۳۹۵ کال لیندۍ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اورګاډي پټلۍ د جوړېدو چارې پرانیستې وې.
هغه مهال دواړه ولسمشران له ترکمنستان څخه په اورګاډي کې د افغانستان تر اقینې بندر راغلي وو چې د اورګاډي پټلۍ چارې یې مخکې بشپړې وې.
تېره اوونۍ د افغانستان او ایران ولسمشرانو محمد اشرف غني او حسن روحاني د دواړو هېوادونو ترمنځ د اورګاډي لومړۍ لیکه پرانیسته.
د افغانستان د اورګاډو پټلۍ اداره وايي د خواف – هرات د پټلۍ له پرانیستې راهیسې شاوخوا ۳ زره ۵۴۵ ټنه سوداګریز توکي د حیرتان، مزار شریف، خواف – هرات او تورغونډۍ د اورګاډو د پټلیو له لارې صادر شوي دي.
چارواکي وايي دا توکي له روزنک تمځای ایران او له مزارشریف، حیرتان او تورغونډۍ څخه قزاقستان، ازبکستان او ترکیې ته استول شوي دي.
دوی زیاتوي چې په دغو صادراتي توکو کې ډېر د غلو دانو، وچو او تازه مېوو په څېر کرهنیز محصولات وو.