امریکایي پوځ وایي، لوی درستیز جنرال مارک مایلي د تېرې سې شنبې پر ورځ په قطر کې د طالبانو له مرکچیانو سره کتلي دي او دا ډله یې هڅولې چې افغانستان کې روان تاوتریخوالی کم کړي.
د امریکایي پوځ یوه ویاند ویلي، جنرال مایلي په دې کتنه کې په عاجله توګه د تاوتریخوالي پر کمېدو وغږېد او د یوه داسې سیاسي حل غوښتنه یې وکړه چې سیمه کې ثبات راولي او د امریکا ملي ګټې خوندي کړي.
طالبانو تر اوسه له دې جګپوړي امریکایي جنرال سره د خپلې نا اعلان شوې کتنې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
جنرال مایلی له دې ډلې سره تر کتلو وروسته کابل ته روان شوی و او چارشنبه ماښام یې ارګ کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره هم ناسته درلوده.
په داسې حال کې چې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ بین الافغاني خبرې روانې دي، جګپوړو امریکایي چارواکو خبرداری ورکړی چې افغانستان کې د طالبانو لخوا تاوتریخوالی دا خبرې ګډوډولی شي.
د امریکا حکومت غواړي چې په راتلونکې جنورۍ میاشت کې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د واکمنۍ له ختمېدو وړاندې په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر ۲۵۰۰ ته راکم کړي.
“هر څه د تاوتریخوالي راڅرخي”
امریکایي چاروکي افغانستان کې د تاوتریخوالي پر ډېرېدو اندېښمن دي
د اسوشیټډ پرېس خبري اژانس وایي، جنرال مایک مایلي له طالبانو او افغان چارواکو سره د خپلو کتنو جزئیات له یو شمېر خبریالانو سره شریک کړي دي.
جنرال مایلي دې خبریالانو ته ویلي: “له طالبانو او افغان حکومت سره زما د خبرو تر ټولو مهم ټکی په عاجله توګه د تاوتریخوالي کمېدل وو. هر څه پر همدې ټکي راڅرخي”.
اسوشیټډ پرېس وایي، دا دویم ځل دی چې د امریکا د پوځ لوی درستیز له طالبانو سره نا اعلان شوې او پټه کتنه کوي.
له دې وړاندې نوموړي په تېره جون میاشت کې هم له دې ډلې سره په قطر کې کتلي وو، خو رسنیو ته یې په دې اړه حال نه و ویلی.
امریکایي چارواکي پر طالبانو تور لګوي چې دوحه کې د خبرو ترڅنګ یې په افغانستان کې د حکومت او ولسي وګړو پر ضد خپل بریدونه ډېر کړي دي.
افغانستان کې د امریکایي او نړیوالو ځواکونو تر ټولو جګپوړي قومندان جنرال سکاټ مېلر هم اسوشیټډ پرېس ته ویلي، روان تاوتریخوالی د سولې خبرې له خنډ سره مخ کولی شي او هر څومره چې بریدونه ډېرېږي، د خبرو د ګډوډۍ خطر هم زیاتېږي.
ملاله میوند او الیاس داعي دوه هغه خبریالان دي چې په دې وروستیو کې وژل شوي
په افغانستان کې د تاوتریخوالي په روانه څپه کې د امنیتي ځواکونو ترڅنګ یو شمېر مدني فعالان او خبریالان هم وژل شوي، که څه هم طالبانو په ډېری وخت په دې بریدونو کې ښکېلتیا رد کړې ده.
یاده دې وي چې امریکا او طالبانو په تېره فبرورۍ میاشت کې دوحه کې خپلمنځي تړون لاسلیک کړ.
د دې تړون له مخې به امریکا له افغانستان خپل پوځیان وباسي، او بدل کې به یې طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرې پیلوي، تاوتریخوالی به کموي او له القاعدې او نورو ترهګرو ډلو سره به خپلې اړیکې پرې کوي.
خو د تېر کال په وروستیو کې د ملګرو ملتونو په یوه رپوټ کې ویل شوي چې طالبانو له امریکا سره له خپلمنځي تړون وروسته هم القاعدې سره اړیکې پاللې او راتلونکې کې یې ورسره د مرستې ژمنه کړې ده.
طالبانو هغه مهال د ملګرو ملتونو دا رپوټ رد کړی و او ټینګار کوي چې له امریکا سره خپلمنځي تړون ته ژمن دي.