
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پنجشنبې پر ورځ کندهار کې د عالمانو یوې غونډې ته وینا کې وسلوالو طالبانو ته بلنه ورکړه چې په کندهار کې دې له افغان دولت سره د سولې خبرو ته کېني. نوموړي پر طالبانو غږ وکړ چې نور دې د افغانانو له وژنې او وینې تویولو لاس پر سر شي او سولې ته دې غاړه کېږدي.
ولسمشر غني د کندهار دیني عالمانو ته خبرو کې وویل: “کندهار لوی زړه لري. طالبان دې راشي او موږ سره دې د میرویس نیکه او یا د احمدشاه بابا په مقبره کې خبرو ته کېني “.
خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته ویلي چې لا هم په افغانستان کې د سولې خبرو لپاره زمینه نه ده برابره.
ښاغلي مجاهد زیاته کړه چې د مذاکراتو د ځای په تړاو باید دواړه مذاکراتي ډلې په خپلو کې پرېکړه وکړي او له دې پرته د بل هر لوري څرګندونې د هغه په خبره د سولې خبرو کې د د خنډ اچولو په معنا دي.
افغان ولسمشر کندهار کې عالمانو ته د وینا پر مهال پر طالبانو تور ولګاوه چې د بندیانو له خوشې کېدو وروسته یې هم د وینې تویول بنده نه کړل. ښاغلي غني وویل، اوس که طالبان د نورو بندیانو د خوشي کېدو غوښتنه کوي نو دا به د منلو نه وي، ځکه دې ډلې تاوتریخوالی نه دی کم کړی.
ولسمشر غني خپلو خبرو کې زیاته کړه چې سوله په وژلو او سپکولو نه، بلکې د یو بل په منلو راځي. نوموړي یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ چې له اوربنده دې نه وېرېږي.
یاده دې وي چې ولسمشر محمد اشرف غني د لومړي مرستیال امرالله صالح او د امنیت شورا سلاکار حمد الله محب په ملتیا د یوه پلاوي په مشرۍ کندهار ته تللی.
“د اسلامي نظام پر ضد درېدل جرم دی”
ولسمشر غني د کندهار عالمانو ته په خپله وینا کې ټینګار وکړ چې د افغانستان اوسنی نظام او اساسي قانون دواړه اسلامي دي او په سیمه او ګاونډ کې ساری نه لري.
نوموړي وویل، د یو اسلامي نظام پر ضد درېدل جرم دی او څوک چې داسې کوي، په فتنه اخته ده. ښاغلي غني له دیني عالمانو وغوښتل چې د دې فتنې مخنیوي کې مرسته وکړي.
ولسمشر غني تور پورې کړ چې تېر کال د افغانستان ۱۶ سلنه شتمني د طالبانو او د هغوی د ملګرو په لاس تباه شوې ده.
ښاغلي غني وویل، د افغانستان ولسمشري په وینه تویولو نه ارزي، او که طالبان واک غواړي نو په ازادو ټاکنو کې دې برخه واخلي او افغان ولس به خپل ولسمشر وټاکي.
د کندهار امنیت
داسې راپورونه شته، چې د غني د سفر اصلي موخه د سولې خبرې او پر طالبانو دا غږ کول دي، چې د سولې د خبرو راتلونکی پړاو دې په همدې ولایت کي پیل کړي.
ولسمشر غني په خپلو خبرو کې کندهار “د افغانستان لوی زړه “ وباله او ژمنه یې وکړه چې د دې ولایت امنیت لپاره به هر اړین ګام پورته کوي.
ښاغلی غني داسې مهال کندهار ته سفر کوي، چې ددغه ښار په څو کیلومترۍ کې وسله وال طالبان له حکومتي ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.
پنجشنبه سهار ولسمشر غني د کندهار او روزګان ولایتونو د امنیتي وضعیت ارزولو په موخه د ۲۰۵ اتل قول اردو په مرکز کې د یوې امنیتي غونډې مشري هم وکړه.
ښاغلي غني په دې غونډه کې وویل، د کندهار ولایت امنیتي وضعیت د ښه والي او په دغه ولایت کې د مېشتو امنیتي او دفاعي ځواکونو د ښه اکمال په موخه جدي تصمیمونو ته اړتیا شته.
ولسمشر غني کندهار ته د خپل سفر پر مهال همدا راز د پنجشنبې پر ورځ د دې ولایت له یو شمېر مېرمنو سره وکتل او د سولې بهیر انو نورو برخو کې یې د هغوی وړاندیزونه واورېدل.