وروستي خبرونه
آخرین اخبار
کود خبر: 12556
منبع خبر: امریکا غږ پښتو

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د همغږۍ دفتر:

سږکال په افغانستان کې ۳۲۷ زره کسان بې‌ ځایه شوي

27 قوس 1399

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي چې د روان میلادي کال له پیل څخه تر اوسه په افغانستان کې ۳۲۷زره افغانان له خپلو اصلي سیمو څخه بې‌ځایه شوي دي.


اوچا په یو راپور کې ویلي چې دغه شمیر افغانان د جګړو او طبیعي پېښو له کبله د خپلو سیمو پرېښودلو ته اړ شوي دي.


د اوچا په راپور کې راغلي: “اکثره دغه کسان په ټول افغانستان کې بې‌ځایه شوي دي، ځکه چې جګړه او بې‌وزلي خپلو سیمو ته د هغوی د بېرته ستنېدو په وړاندې خنډ کېږي”.


ملګرو ملتونو ویلي چې په افغانستان کې د جګړو او طبیعي پېښو له امله د بې‌ځایه شویو افغانانو د شمیر له زیاتوالي سره بشري مرستو ته د اړتیا کچه هم لوړه شوې ده.


د ملګرو ملتونو د معلوماتو په اساس د دغه شمیر بې‌ځایه شویو افغانانو ۵۹ سلنه ماشومان، ۲۱سلنه ښځې او ۲۰سلنه نارینه دي.


ملګرو ملتونو ویلي چې تر ټولو زیات کسان د افغانستان په ختیځ کنړ او ننګرهار او بغلان ولایتونو کې بې‌ځایه شوي دي.


بل خوا طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د افغانستان د دولت وزارت ارزونې ښيي چې سږکال د ژمي په موسم کې د افغانستان ۲۵ ولایتونه به د طبیعي پېښو له لوړو، منځنیو او ټیټو ګواښونو سره مخامخ شي.


د دغه وزارت ویاند تمیم عظیمي امریکا غږ ته وویل چې د وزارت د ارزونو له مخې د بادغیس، غور، دایکندي، بامیان او پروان په ګډون د افغانستان اته ولایتونه د طبیعي پېښو تر ټولو لوړ ګواښ سره مخامخ دي.


هغه زیاته کړه: “د ټول هېواد په کچه څه باندې اوه ملیونه کسان د زیانمننې له لوړ ګواښ سره مخامخ دي چې له دې شمېرې د کټګورۍ په اساس د یو میلیون او ۲۰۰زره تنو د زیانمننې کچه خورا لوړه ده، دغه کسان په هغو اتو ولایتونو کې دي چې په لومړۍ کټګورۍ کې ځای لري”.


ښاغلي عظیمي زیاته کړه چې د زیانمننې کچې د راټیټولو لپاره له طبیعي پېښو سره د مبارزې د ولایتي کمېټو له خوا د پراختیايي پروژو پر تطبیق او تحکیماتو باندې کار دوام لري او یو شمیر بیړنۍ پروژې وارله مخه تطبیق شوي دي.


پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي چې په ژمي کې طبیعي پېښو ته رسېدو لپاره کابو درې میلیارده افغانۍ بودجه په واک کې لري او دغه وزارت هڅه کوي چې په دې برخه کې د مدیریت یو ملي سیستم رامنځ ته کړي.


ټاکل شوې چې دغه وزارت د افغانستان په اتو زونونو کې اړمنو کسانو ته د مرستې رسونې په برخه کې خپل ژمنی پلان هم تطبیق کړي.


 

ملا برادر و جواد ظریف.jpg

وزیر امور خارجه ایران:

ایران طالبان را از گروه تروریستی خارج نکرده

29 قوس 1399
محمدجواد ظریف وزیر امور خارجه ایران گفته است که این کشور طالبان را هنوز یک گروه “تروریستی” می‌داند.
کابل آلودگی هوا.jpg

کابل امروز در صدر فهرست آلوده‌ترین شهرهای جهان قرار گرفت

29 قوس 1399
سایت هواشناسی امریکایی (Air Visual) از منابع بررسی کننده هوا، در بررسی‌های روز شنبه، بیست‌ونهم قوس، کابل را آلوده‌ترین شهر جهان قرار داده است.
 غنی  .jpg

غني:

د سولې لومړي پړاو پرمختګونه دې له خلکو سره شریک شي

29 قوس 1399
د افغانستان جمهور رئیس د سولې له مذاکراتي پلاوي سره په لیدنه کې ټینګار کړی، چې د سولې لومړي پړاو پرمختګونه دې له خلکو سره شریک شي.
لویه جرگه 11.jpg

غني:

طالبان دې کندهار کې د سولې خبرې وکړي، طالبان: په کور دننه خبرو ته شرایط نه دي برابر

27 قوس 1399
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پنجشنبې پر ورځ کندهار کې د عالمانو یوې غونډې ته وینا کې وسلوالو طالبانو ته بلنه ورکړه چې په کندهار کې دې له افغان دولت سره د سولې خبرو ته کېني. نوموړي پر طالبانو غږ وکړ چ…
اشرف غنی نمبر یک.jpg

ولسمشر غني:

تاوتریخوالی نور د منلو نه دی، ملګري ملتونه د جدي مرسته وکړي

26 قوس 1399
افغان ولسمشر محمد اشرف غني له ملګرو ملتونو په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي کمولو برخه کې جدي مرسته غوښتې ده.
وزارت خارجه.jpg

بهرنیو چارو وزارت:

'اسلام اباد ته د ملا برادر سفر د افغان دولت په سلامشوره شوی'

26 قوس 1399
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، اسلام اباد ته د طالبانو د سیاسي کمېسیون د پلاوي سفر د پاکستاني چارواکو په بلنه او افغانستان ته د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان سفر کې له افغان حکومت سره د سلا م…

د خوست ولايت امنيه قوماندان:

  • په خوست کې د ماین چاودنې پنځه تنه وژلي

  • 2 جدی 1399
    د خوست امنيتي چارواکي وايي د صبریو په ولسوالۍ کې د سړک غاړې د ماین په چاودنې کې پنځه کسان وژل شوي دي.

  • یک نهاد قطری یک شهرک رهایشی معیاری را در کابل می‌سازد

  • 29 قوس 1399
    نهاد «الغرافه» با سرمایه‌گذاری۱۱۰میلیون دالر یک شهرک رهایشی معیاری را در کابل می‌سازد.

  • ۷ تن از محافظین امنیتی شرکت سرک‌سازی در بادغیس کشته شده اند

  • 29 قوس 1399
    هفت تن از محافظین امنیتی شرکت سرک‌سازی در ولایت بادغیس شب گذشته در یک حمله مسلحانه کشته شده اند.

  • د غزني ولسي جرګې او ولایتي شوراګانو ټاکنې د ۱۴۰۰ تلې میاشت کې کېږي

  • 29 قوس 1399
    ولسمشر محمد اشرف غني د افغان سولې له مرکچي پلاوي سره په لیدنه کې له هغوی غوښتي چې د سولې د مذاکراتو د دویم پړاو له پیلېدو څخه مخکې له خلکو سره سلا مشورې وکړي.

  • د اقینې-اندخوی د اورګاډي پټلۍ '۸۵ سلنه' چارې بشپړې شوې

  • 29 قوس 1399
    د افغانستان د اورګاډو پټلۍ اداره وايي د اقینې – اندخوي د اورګاډي ټپلۍ تر ۸۵ سلنې ډېرې چارې بشپړې شوې او ژر به ګټه اخیستلو ته چمتو شي.

  • در شش سال گذشته یک‌هزار خبرنگار زن در افغانستان از کار دست کشیده‌اند

  • 27 قوس 1399
    بربنیاد آمارهای نهاد پشتیبان رسانه‌های آزاد افغانستان (نی) از سال ۲۰۱۴ تاکنون یک‌هزار خبرنگار زن به‌علت‌های گوناگون وطیفه را ترک کرده‌اند.

  • اداره اترا بازی انترنتی "پاپ‌جی" را ممنوع قرار می‌دهد

  • 27 قوس 1399
    اداره تنظیم خدمات مخابراتی افغانستان (اترا) تصمیم گرفته که بازی انترنتی (پاپ‌جی) را ممنوع قرار بدهد.

    ارزګان چارواکي:

  • دهراود کې ۱۲ طالبان وژل شوي

  • 27 قوس 1399
    د ارزګان چارواکې وايي د دې ولایت په دهراود ولسوالۍ کې ۱۲ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

    د نورو خبرونو د لیدو لپاره لاندې نیټه کلیک کړئ / برای دیدن اخبار قبلی تاریخ آن را کلیک کنید

    <
     
    >
    SunMonTueWedThuFriSat
         

    1

    2

    3

    4

    5

    6

    7

    8

    9

    10

    11

    12

    13

    14

    15

    16

    17

    18

    19

    20

    21

    22

    23

    24

    25

    26

    27

    28

    29

    30

    31

          

    گالری تصاویر

    مشاهده همه

    په کابل کې د څارنوالانو ترور
    انفجار در مسجد
    کورونا په افغانستان کې
    کورونا او طالبان
    افغانستان و خودکفایی از خرما
    طالب جنګیالي په جومات کې
    مراسم افتتاح کاسا یکهزار
    زیبایی کابل در زمستان سرد امسال
    زیبایی ولایت کنر/ د کنر ولایت ښکلا

    گالری ویدیو

    مشاهده همه

    اسلام آباد کې د ولسمشر مهمه وینا
    د طالب پلاوی وینا
    زورواکو ته د ولسمشر خبرداری
    زورواکو ته د ولسمشر خبرداری