د افغانستان دحج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي ویلي چې، هېوادوال دې د کورونا ناروغۍ د مخنیوي لپاره روغتیایي سپارښتنې په جدي توګه مراعات کړي.
حليمي دغه راز ټولو جوماتونو ته سپارښتنه کړې چې د کورونا د خپرېدو مخنیوي لپاره په جوماتونو کې د فاتحو مراسم بند کړي.
بل لورته د افغانستان دعامې روغتیا وزیر جواد عثماني نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته ویلي چې، په هېواد کې د کورونا وبا دوهمه څپه د خپرېدو په حال کې ده.
عثماني وایي روغتیا وزارت د هېواد په کچه د دې ویروس مخنیوي لپاره اړین او جدي تدابیر نیولي دي.
نوموړی زیاتوي دوی په روغتیایي مراکزو کې د کورونا ناروغانو بسترونه له ۹۶۶ څخه ۲۰۷۰ ته لوړ کړي دي او هڅه کوي په کابل او ولایاتو کې د ناروغانو د درملنې امکانات نو هم ډېر کړي.
د عامې روغتيا وزیر وایي له کورونا سره د رغنده مبارزې لپاره پنځه کاري کمېټې جوړې شوې دي.
دی وايي دغه راز د کورونا واکسین د تطبیق لپاره هم بشپړ چمتووالی نیول شوی او په خبره يې ټاکل شوې چې د ۲۰۲۱ میلادي کال تر پایه لږ تر لږه شل سلنه هېوادوال د نړیوال او اسیایي بانک په مرسته له کورونا ضد واکسینو برخمن شي.
د عامې روغتيا وزارت داسې مهال له دې اقداماتو خبر ورکوي چي، نن ولسمشر غني په ارګ کې د کورنا د مخنيوي په پآر جوړې شوې غونډه کې روغتيا وزارت څخه دجدي اقداماتو غوښتنه وکړه.