
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، اسلام اباد ته د طالبانو د سیاسي کمېسیون د پلاوي سفر د پاکستاني چارواکو په بلنه او افغانستان ته د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان سفر کې له افغان حکومت سره د سلا مشورې په پایله کې ترسره شوی دی.
د بهرنیو چارو وزارت په ویناپاڼه کې ویل شوي، دا سفر په افغانستان کې د ملي پخلاینې او د سولې بهیر د پیاوړتیا د هڅو په درشل کې شوی، چې افغان حکومت دغه هڅې ستايي.
دا وزارت وايي، افغانستان د تاوتریخوالي سملاسي کمولو، ټولشموله اوربند راتلو او د خبرو له لارې سولې ته د رسېدو لپاره خپلې حقه غوښتنې له پاکستان سره شریکې کړې او ټینګار پرې کوي.
افغانستان وايي، اسلام اباد ته د طالب پلاوي له سفر یې هیله دا ده چې هدف ته د رسېدو په لار کې عملي او اغېزناک ګامونه واخیستل شي.
د بهرنیو چارو وزارت وايي، په افغانستان کې د تلپاتې سولې راتلو په لار کې د پاکستاني حکومت هڅو ته د قدر په سترګه ګوري.
په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر پرون وویلو د دغه دفتر مشر ملا عبدالغني برادر له پاکستاني چارواکو سره د خبرو لپاره اسلام اباد ته لاړ.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي: “د افغانستان اسلامي امارت سياسي مرستيال او د سياسي دفتر رئيس محترم ملا برادر اخند د يو لوړ پوړي هيئت په مشرۍ د ګاونډي هېواد پاکستان په رسمي بلنه اسلام اباد ته روان شو. په دې سفر کې به د پاکستان له لومړي وزیر ښاغلي عمران خان او د بهرنيو چارو وزیر ښاغلي شاه محمود قريشي سره ناستې ولري. په ناستو کې به د دواړو هېوادونو اړونده موضوعاتو پر سر بحث کيږي. په ځانګړي ډول د مهاجرينو د ستونزو، پاکستان ته د افغانانو دتګ او راتګ او افغان سوداګرو د ستونزو په اړه به خبرې کېږي “.
یاده دې وي چې ملا برادر او د افغان طالبانو پلاوي له دې وړاندې هم څو ځله پاکستان ته سفرونه کړي او هلته یې د دې هېواد له مشرانو سره کتلي دي.
تېره میاشت د پاکستان لومړي وزیر عمران خان کابل ته د خپل سفر پر مهال ویلي وو، هېواد به یې د افغان سولې بهیر کې پوره مرسته کوي.
دواړو پلاوو ویلي دي چې د سولې خبرو بل پړاو به د جدي میاشتې په ۱۶مه پيل شي.
بل لور ته د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوی د دوشنبې په ورځ ماښام له دوحې نه کابل ته ستون شو. د دې پلاوي څو تنه غړي وار دمخه کابل ته ستانه شوي دي.
د افغان دولت او طالبانو د مرکچي پلاو ترمنځ د سولې خبرو اصلي اجنډا لپاره د موضوعاتو له تبادلې وروسته دواړو مرکچي پلاوي د دریو اونیو پر دمې هوکړه کړې ده. دوی وایي، د سولې خبرو بل پړاو به د جدي میاشتې په ۱۶مه پيل شي.
د سولې خبرو په بهیر کې وقفې ته په غبرګون کې د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي رولاند کوبیا پر خپل ټوېټر پاڼه لیکلي ‘‘هیله من دی چې د سولې خبرو کې وقفه د جګړې او وژنو کې هم د وقفې لامل شي. که نه نو له دې پرته خبرې او جګړه دواړه نه کېږي، یوازې جګړه به وي او دا د افغانستان نوې ټوکېدلې سولې غوړېدا ننګولی شي. ‘’
له دې مخکې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد هم پر خپل ټوېټر لیکلي وو چې اړینه ده د سولې بین الافغاني خبرې د راتلونکې جنورې میاشتې په پینځمه نېټه بیا پیل شي او ځنډ په کې رانه شي.
په افغانستان کې دننه د خبرو ترسره کېدو غوښتنه
تر دې دمه د سولې خبرو د بل پړاو ځای په رسمي ډول نه دی اعلان شوی، خو افغان حکومت ټینګار کړی چې د خبرو بیا پیل باید هېواد کې دننه وشي.
لومړی د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب ویلي وو چې د سولې خبرو پاتې پړاوونه باید دننه افغانستان کې وشي.
ښاغلي محب په دې ټینګار کړی وو، که طالبان د افغانستان په هر ځای کې وغواړي هالته به ورته د خبرو زمینه برابره کړي.
دغه راز ولسمشر محمد اشرف غني هم د ښاغلي محب د خبرو په تائید وویل، غواړي د سولې خبرو بل پړاو په افغانستان کې وشي.
طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.