د پکتیکا امنیه قومانداني وايي، په اورګون ولسوالۍ کې د وسله والې نښتې په نتیجه کې ۱۷ وسله وال وژل شوي دي.
د امنیې قوماندانۍ ویاند شاه محمد ارین نن شنبه(د لېندۍ ۱۵مه) رسنیو ته وویل، دا نښته تېره شپه شوې ده: “د لومړنیو راپورونو له مخې په دغو نښتو کې د ترهګرو طالبانو ۱۷ غړي وژل شوي او همدا راز په نښته کې هوايي ځواک هم برخه اخیستې او درنه بمباري شوې، زموږ د تلفاتو راپورونه هم شته چې وروسته به له تاسو سره شریک شي.”
ښاغلي ارین ونه ویل چې په دې نښته کې څو تنه افغان امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
وسله والو طالبانو د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.