د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوه مرکز ځانمرګی موټر بم برید شوی دی.
د کندهار د پوليسو وياند څارمن جمال بارکزي نن شنبه ډسمبر پنځمه(لېندۍ۱۵) امریکا غږ ته وویل چې یاد موټر برید نن سهار شوی دی.
هغه زیاته کړه چې ځانمرګي له چاودېدونکو توکو ډک هاموي موټر ته په «سیپانزو» سیمه کې د پولیسو له یوه مرکز سره نژدې چاودنه ورکې ده.
هغه وویل: “نن سهار اووه بجې د ارغستان ولسوالۍ په مرکزي سیمه سيپانزو کې ځانمرګي موټر بم برید د پولیسو پر یوه مرکز شوی چې درې پولیس پکې وژل شوي او ۷ تنه نور پکښي ټپيان شوي دي.”
خو د ارغستان ولسوالۍ يوه امنيتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وويل چې په پېښه کي ۱۰ تنه پوليس وژل شوي او ۳ تنه نور ټپيان دي.
ارغستان د کندهار له نا امنه ولسواليو څخه بلل کيږي چې د ولسوالۍ پر مرکز یې د وسله والو طالبانو ډله ییز بریدونه له تیري یوې میاشتې راهیسي دوام لري.
دغه راز د نوموړي ولسوالۍ او کندهار ښار ترمنځ ۸۰ کیلومتره لویه لار هم وسله والو طالبانو له تیرو دوو میاشتو راهیسي د ټرافیکو پر مخ تړلې ده.
د ارغستان د ننني موټر موټر بم بريد په اړه وسله والو طالبانو کومه تبصره نه ده کړې.