
د افغانستان د ملي مصالحې رهبري شورا لومړنۍ ناسته د سیاسي او جهادي مشرانو په ګډون نن شنبه په ارګ کې جوړ شوه.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن شنبه ډسمبر پنځمه(لېندۍ۱۵) د یادې ناستې پرانیست غونډه کې وویل چې دغه شورا د ټول افغانستان استازیتوب کوي.
هغه همدارنګه وویل چې په دوحه کې د سولې مذاکرات دوهم پړاو ته رسېدلي چې په وینا دویم پړاو زیاتو مشورو ته اړتیا لري.
ښاغلي غني زیاته کړه چې لومړي پړاو وښودل چې مذاکرات اسان نه وو، خو په وینا یې یوې پایلې ته ورسېدل.
ولسمشر غني وویل:“مذاکرات دویم پړاو ته رسېدلي، لومړۍ مرحلې وښوده چې مذاکرات اسان نه وو خو یوې پایلې ته ورسېدل او دویم پړاو مشورو ته اړتیا لري.”
ولسمشر غني په نننۍ غونډه کې یو ځل پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې د سولې خبرو په جریان کې د وینې بهېدل بند او اوربند وکړي.
نوموړي زیاته کړه چې اوربند طالبانو ته زیان نه رسوي او ویې ویل چې اوربند وسله والو طالبانو ته زیان نه رسوي.
د ملي مصالحې د رهبري شورا په نننۍ پرانیست غونډه کې ولسمشر غني د یادې شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي، پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف او یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو، سیاسي او جهادي مشرانو ګډون کړی دی.
د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله وویل چې تر دې وروسته به د یادې شورا غونډې په منظم ډول تر سره کیږي.
د نوموړي په وینا هڅه کیږي چې د شورا په غونډو کې د افغانستان د ټولو وګړو استازي ګډون ولري.
خو نوموړي د دې سره سره وویل چې په افغانستان کې د سولې ټینګېدل د نړیوالې اجماع ملاتړ ته اړتیا لري.
د هغه په خبره په افغانستان کې د سولې ټینګېدل بیرته د شاه تګ په معنی نه دي.خو ټینګار یې وکړ چې تاوترخیوالی د سولې په وړاندې له اصلي خنډونو څخه دی.
عبدالله عبدالله د سرتاسري سولې ټینګېدل د ټولو افغانانو غوښتنه وبلل:نوموړي زیاته کړه: “په دغه تاریخي مرحله کې د سولې خوا ته تلل د ملي یووالي اجماع ته اړتیا لري، د ملي بنسټونو د لاسته راوړنو د ساتلو او د ارزښتونو په تقویې سره سولې ته رسېدلی له ټولو څخه قرباني غواړي،ترڅو وکولای شو له خپلو خلکو او نړیوالو سره په سوله او ارامي کې ژوند وکړو.”
پخواني ولسمشر حامد کرزي، پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف او محمد یونس قانوني سوله یوه جدي اړتیا وبلل او په دې برخه کې د ملي مصالحې شورا ته د همکارۍ ډاډ ورکړ.
د ملي مصالحې د رهبري شورا په نننۍ ناسته کې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار او د جمعیت اسلامي ګوند مشر صلاح الدین رباني ګډون نه وکړی.
یاده غونډه تر هغه وروسته تر سره کیږي چې روانه میاشت په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د غړو هیوادونو سفیرانو د ملي مصالحې عالي شورا د فعالیت پیلېدو غوښتنه کړې وه.