
د اېچ ای وي پر نړیواله ورځ (ډیسمبر لومړۍ)، د افغانستان روغتیا وزارت وايي، سږ کال د کورونا وېروس له کبله رامنځته شويو محدودیتونو د اېډز ناروغانو د ثبت بهیر ټکنی کړی دی.
د دغه وزارت چارواکي زیاتوي، پروسږ کال یې په اېډز اخته ۱۹۰ ناروغان ثبت کړي وو، خو په وینا یې په روان ۲۰۲۰ کال کې یې تر اوسه د دغې ناروغۍ ۱۱۰ ناروغان ثبت کړي دي.
د افغانستان په روغتیا وزارت کې له اېډز سره د مبارزې څانګې یو مشر ډاکتر احسان الله احسان بي بي سي ته وویل، د کورونا وبا له امله یې وزارت د پروسږ کال پرتله کابو ۴۰ سلنه د اېډز کم ناروغان ثبت کړي دي.
د ډاکتر احسان په وینا، د کابل په ګډون په ځینو نورو ولایتونو کې د اېډز ناروغانو د درملنې او ثبت ۴۰ مرکزونه فعال دي.
د ډیسمبر لومړۍ نېټه هر کال په بېلابېلو هېوادونو کې د اېډز ناروغۍ د مخنیوي او له دغې ناروغۍ سره د مبارزې په برخه کې د عامه پوهاوی ډېرولو لپاره لمانځل کېږي.
ملګرو ملتونو د دغې ناروغۍ لپاره سږ “نړیوال پیوستون او ګډ مسؤلیت” شعار ټاکلی دی.
ملګري ملتونه وايي، سږ کورونا وبا په نړیواله کچه د اېډز ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي کمپاین او د دغې ناروغۍ د مخنیوي هڅې اغېزمنې کړې دي.
د اېډز نښې څه دي؟
کابل کې د اېډز د ناروغانو لپاره بېلابېل مرکزونه جوړ شوي دي چې هلته د دغو کسانو درملنه کېږي
په افغانستان کې د دغه ناسم فکر له کبله، چې اېډز یوازې د جنسي نږدېوالي څخه رامنځته کېږي، خلک ان په اسانه نه غواړي درملنې ته زړه ښه کړي.
ډاکتران وايي، اېچ ای وي وېروس د بدن دفاعي سیستم کمزوری کوي او داسې ناروغي ده، چې په اسانه او بشپړه له منځه نه ځي خو د کنټرول وړ ده.
ډاکتر احسان الله احسان وايي، په افغانستان کې د نشه يي توکو ډېر استعمال، بېوزلې او له نورو هېوادونو سره د افغانستان پرانیستې پولې په دغه هېواد کې د اېډز ناروغۍ د زیاتېدو لامل کېدای شي.
ډاکټران وايي، د اېچ ای وي وېروس لرونکي ناروغان ځانګړي نښې نښانې نه لري، خو په وینا یې دوامداره اسهالات، تبه او د وزن بایلل يې په مشکوکو نښو کې راځي او په خبره یې که په اېچ ای وي اخته ناروغ هر څومره ژر خپله درملنه پیل کړي، هومره يې درملنه او کنټرول اسانېږي.
افغانستان کې څومره کسان په اېډز اخته دي؟
ډاکتر احسان وايي، د نشه يي توکو ډېر استعمال، بېوزلې او له نورو هېوادونو سره پرانیستې پولې افغانستان کې اېډز زیاتولی شي.
په افغانستان کې د اېډز د ناروغۍ لومړۍ پېښه درې لسیزې وړاندې ثبت شوې وه او له هغه مهال راهیسې د رسمي شمېرو له مخې دغې ناروغۍ افغانستان کې ۲۷۳ کسان مړه کړي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان د اټکلي شمېرو له مخې په افغانستان کې نژدې ۷ زره او اته سوه کسان د اېچ ای وي وېروس لري، خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، تر اوسه له دوی سره څه باندې درې زره په ایډز اخته ناروغان ثبت شوي دي.
ملګري ملتونه وايي، په نړیواله کچه ۳۸ میلیون کسان په ایډز اخته دي، چې ډلې ۲۵٫۴ میلیون روغتیايي چوپړونو ته لاسرسی لري او په وینا یې نژدې۷ سوه زر کسان له HIV ناروغي مړه شوي دي.