وروستي خبرونه
آخرین اخبار
کود خبر: 12475
منبع خبر: آزادي راډیو

د غیرقانوني کډوالو په اړه د ایران نوې طرحې افغانستان کې جدي غبرګونونه پارولي

8 قوس 1399

په ایران کې یو شمېر مېشت افغان کډوال وايي، که د دغه هېواد د اسلامي شورا مجلس د پارلمان نوې طرحه تصویب کړي، نو دغلته زیات شمېر مېشت افغان کډوال به له یو لوی ناورین سره مخ شي.


د ایران د پارلمان د یو شمېر استازو په نوې طرحه کې چې د دې هېواد د اسلامي شورا مجلس ته يې وړاندې کړې، د غیرقانوني کډوالو په وړاندې سخت قیودات وضع شوي دي.


دغه طرحه په ایران کې د افغان کډوالو د جدې اندېښنې سبب شوې.


دوو افغان کډوالو عابدین حسیني او علي ناصري ازادي راډيو ته وویل: “که دا طرحه تصویب شي، دا یو ډېر دروند زیان دی، فشارونه به لا زیات شي، درانه جرمونه به زیات شي، له کله نه چې دا طرحه رسنیزه شوې، موږ جدي اندېښمن یو، له ایراني چارواکو غواړو چې د دې طرحې د تصویب مخنیوی وکړي.


د غیرقانوني کډوالو په اړه د ایران طرحه؛ که تصویب شي افغان کډوال به له لوی ناروین سره مخ شي


-موږ د بهرنیو چارو له وزارته غواړو چې دا مسئله له ډیپلوماتیکو لارو حل کړي، موږ له افغان دولته غواړو چې دا مسئله وڅېړي،افغان کډوال غواړي چې باعزته خپل کورونو ته ستانه شي.”


د یو شمېر ایراني رسنیو د رپوټونو له مخې په دې طرحه کې ویل شوي، هرهغه بهرنی اوسیدونکی چې له اجازې پرته ایران ته داخل شي، یا په دې هېواد کې مېشت او یا تګ راتګ ولري، ښایي له ۲۵ کالو زیات بندي شي او هم باید سل میلیون تومان نغدي جرېمه ادا کړي.


دې طرحې په یوه برخه کې چې په ایراني رسنیو کې خپره شوې راغلي دي چې“د غیر قانوني اتباعو پر موټر باندې ډزې کول که موټر د پولیسو له درولو او تالاشۍ نه وتښتي او د اتباعو د انتقالولو قوي شک موجود وي، د قانون د نورو ضوابطو په مراعت سره د وسلې کارول مجاز دي.”


په دې طرحه کې راغلي دي، هغه کسان او یا مرکزونه چې غیرقانوني مهاجرو ته ځای ورکړي هغوی به هم نغدي جریمه شي او د دغو کډوالو د استخدام په وجه به یې مالونه ضبط شي.


 له دې سربیره ټول بهرني کسان چې په قانوني توګه په ایران کې اوسېږي، مکلف دي چې هر کال د دې هېواد اړوند ادارو ته د خپلو مالونو او په ایران کې ترلاسه کړیو شتمنیو حساب ورکړي.


په ورته وخت کې د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له ایرانه غواړي چې د افغانستان روانو حالاتو ته په پام د غیرقانوني کډوالو په تړاو نوې طرحه رد کړي.


د دغه وزارت مطبوعاتي سلاکار او ویاند سید عبدالباسط انصاري د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، ایران باید د ګاونډيتوب اصل ته په پام پر دغې طرحې بیا کتنه وکړي.


ښاغلي انصاري زیاته کړه: “دغه پرېکړه د ایران د اسلامي شورا له خوا ترتیب شوې ده، خو زموږ غوښتنه دا ده چې د ایران حکومت له خوا د دې مخنیوی وشي او تصویب نه شي، ځکه د دې طرحې له مخې به افغان کډوال له ګڼو ستونزو سره مخ شي.موږ د ګاونډيتوب اصولو په پام کې نېول غواړو، ایران باید د افغانانو ستونزې درک کړي او هغوی ته د با عزته را ستنېدو فرصت برابر کړي.”


د یادونې وړ ده چې د ایران امنیتي ځواکونو په وار- وار پر هغو افغان کډوالو ډزې کړې دي چې په غیر قانوني توګه هغه هېواد ته داخل شوي وو.


د افغانستان او ایران ترمنځ ګډه پوله، اسلام قلعه چېرته چې افغان کډوال له ایرانه افغانستان ته رااوړي


د افغانستان او ایران ترمنځ ګډه پوله، اسلام قلعه چېرته چې افغان کډوال له ایرانه افغانستان ته رااوړي


له دې څو میاشتې مخکې د ایران په ایزد ښار کې د افغان مهاجرو یو موټر هغه وخت وسوځېد چې ایراني ځواکونو پرې ډزې وکړې. په دې پېښه کې درې تنه افغانان ووژل شول او پنځه تنه نور ټپیان شول.


له دې څو اوونۍ مخکې ۴۶ افغان کارګر او غیرقانوني کډوال د افغانستان او ایران په پوله په سیند کې ډوب کړای شول چې یوازې ۱۷ تنه یې وژغورل شول.


د دې پېښې نه ژغورل شویو کسانو ویلي وو چې ایراني پوله ساتونکو هغوی شکنجه کړي او بیا یې ټول د هریرود سیند ته اچولي دي.


د افغانستان د کډوالو او بېرته ستنیدونکو د چارو وزارت د شمېروله مخې اوس مهال ۲.۵ میلیونه افغان مهاجر په ایران کې اوسېږي چې شاوخوا اته لکه يې په غیرقانوني توګه په ایران کې ژوند کوي او هېڅ ډول رسمي سند نه لري.

ملا برادر و جواد ظریف.jpg

وزیر امور خارجه ایران:

ایران طالبان را از گروه تروریستی خارج نکرده

29 قوس 1399
محمدجواد ظریف وزیر امور خارجه ایران گفته است که این کشور طالبان را هنوز یک گروه “تروریستی” می‌داند.
کابل آلودگی هوا.jpg

کابل امروز در صدر فهرست آلوده‌ترین شهرهای جهان قرار گرفت

29 قوس 1399
سایت هواشناسی امریکایی (Air Visual) از منابع بررسی کننده هوا، در بررسی‌های روز شنبه، بیست‌ونهم قوس، کابل را آلوده‌ترین شهر جهان قرار داده است.
 غنی  .jpg

غني:

د سولې لومړي پړاو پرمختګونه دې له خلکو سره شریک شي

29 قوس 1399
د افغانستان جمهور رئیس د سولې له مذاکراتي پلاوي سره په لیدنه کې ټینګار کړی، چې د سولې لومړي پړاو پرمختګونه دې له خلکو سره شریک شي.
لویه جرگه 11.jpg

غني:

طالبان دې کندهار کې د سولې خبرې وکړي، طالبان: په کور دننه خبرو ته شرایط نه دي برابر

27 قوس 1399
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پنجشنبې پر ورځ کندهار کې د عالمانو یوې غونډې ته وینا کې وسلوالو طالبانو ته بلنه ورکړه چې په کندهار کې دې له افغان دولت سره د سولې خبرو ته کېني. نوموړي پر طالبانو غږ وکړ چ…
اشرف غنی نمبر یک.jpg

ولسمشر غني:

تاوتریخوالی نور د منلو نه دی، ملګري ملتونه د جدي مرسته وکړي

26 قوس 1399
افغان ولسمشر محمد اشرف غني له ملګرو ملتونو په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي کمولو برخه کې جدي مرسته غوښتې ده.
وزارت خارجه.jpg

بهرنیو چارو وزارت:

'اسلام اباد ته د ملا برادر سفر د افغان دولت په سلامشوره شوی'

26 قوس 1399
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، اسلام اباد ته د طالبانو د سیاسي کمېسیون د پلاوي سفر د پاکستاني چارواکو په بلنه او افغانستان ته د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان سفر کې له افغان حکومت سره د سلا م…

د خوست ولايت امنيه قوماندان:

  • په خوست کې د ماین چاودنې پنځه تنه وژلي

  • 2 جدی 1399
    د خوست امنيتي چارواکي وايي د صبریو په ولسوالۍ کې د سړک غاړې د ماین په چاودنې کې پنځه کسان وژل شوي دي.

  • یک نهاد قطری یک شهرک رهایشی معیاری را در کابل می‌سازد

  • 29 قوس 1399
    نهاد «الغرافه» با سرمایه‌گذاری۱۱۰میلیون دالر یک شهرک رهایشی معیاری را در کابل می‌سازد.

  • ۷ تن از محافظین امنیتی شرکت سرک‌سازی در بادغیس کشته شده اند

  • 29 قوس 1399
    هفت تن از محافظین امنیتی شرکت سرک‌سازی در ولایت بادغیس شب گذشته در یک حمله مسلحانه کشته شده اند.

  • د غزني ولسي جرګې او ولایتي شوراګانو ټاکنې د ۱۴۰۰ تلې میاشت کې کېږي

  • 29 قوس 1399
    ولسمشر محمد اشرف غني د افغان سولې له مرکچي پلاوي سره په لیدنه کې له هغوی غوښتي چې د سولې د مذاکراتو د دویم پړاو له پیلېدو څخه مخکې له خلکو سره سلا مشورې وکړي.

  • د اقینې-اندخوی د اورګاډي پټلۍ '۸۵ سلنه' چارې بشپړې شوې

  • 29 قوس 1399
    د افغانستان د اورګاډو پټلۍ اداره وايي د اقینې – اندخوي د اورګاډي ټپلۍ تر ۸۵ سلنې ډېرې چارې بشپړې شوې او ژر به ګټه اخیستلو ته چمتو شي.

  • در شش سال گذشته یک‌هزار خبرنگار زن در افغانستان از کار دست کشیده‌اند

  • 27 قوس 1399
    بربنیاد آمارهای نهاد پشتیبان رسانه‌های آزاد افغانستان (نی) از سال ۲۰۱۴ تاکنون یک‌هزار خبرنگار زن به‌علت‌های گوناگون وطیفه را ترک کرده‌اند.

  • اداره اترا بازی انترنتی "پاپ‌جی" را ممنوع قرار می‌دهد

  • 27 قوس 1399
    اداره تنظیم خدمات مخابراتی افغانستان (اترا) تصمیم گرفته که بازی انترنتی (پاپ‌جی) را ممنوع قرار بدهد.

    ارزګان چارواکي:

  • دهراود کې ۱۲ طالبان وژل شوي

  • 27 قوس 1399
    د ارزګان چارواکې وايي د دې ولایت په دهراود ولسوالۍ کې ۱۲ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

    د نورو خبرونو د لیدو لپاره لاندې نیټه کلیک کړئ / برای دیدن اخبار قبلی تاریخ آن را کلیک کنید

    <
     
    >
    SunMonTueWedThuFriSat
         

    1

    2

    3

    4

    5

    6

    7

    8

    9

    10

    11

    12

    13

    14

    15

    16

    17

    18

    19

    20

    21

    22

    23

    24

    25

    26

    27

    28

    29

    30

    31

          

    گالری تصاویر

    مشاهده همه

    په کابل کې د څارنوالانو ترور
    انفجار در مسجد
    کورونا په افغانستان کې
    کورونا او طالبان
    افغانستان و خودکفایی از خرما
    طالب جنګیالي په جومات کې
    مراسم افتتاح کاسا یکهزار
    زیبایی کابل در زمستان سرد امسال
    زیبایی ولایت کنر/ د کنر ولایت ښکلا

    گالری ویدیو

    مشاهده همه

    اسلام آباد کې د ولسمشر مهمه وینا
    د طالب پلاوی وینا
    زورواکو ته د ولسمشر خبرداری
    زورواکو ته د ولسمشر خبرداری