د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي چې په دوحه کې د سولې په خبرو کې تر يوې اندازې پرمختګ شوى او د بشپړ حل لپاره کار دوام لري.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت وياندې ناجيې انوري پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د افغان حکومت مرکچي پلاوي په دوحه کې د سولې خبرو د مخته بيولو په برخه کې له هېڅ راز هلو ځلو دريغ نه دى کړى.
هغې زياته کړې چې د اختلافي موضوعاتو په اړه په دوامداره توګه له طالبانو سره په بحث کې دي.
د نوموړې په خبره، چې د سولې په خبرو کې تر يوې اندازې پرمختګ شوى او د بشپړ حل لپاره کار دوام لري چې له نهايي کېدو وروسته به د دولت او مقابل لوري ټوليز توافق رسما اعلان شي.
دا خبر داسې مهال خپریږي چې د افغان حکومت مرکچي پلاوي حفیظ منصور ویلې دي چې د ولسمشرۍ ماڼۍ مخالفت د سولې بهیر نشي درولی.