
د افغانستان مالیې وزارت وايې، د بې اسنادو موټرو د محصول بهیر د چټکولو په موخه یې د دې هېواد په ګومرکونو کې د کار کوونکو شمېر زیات کړی او کاري شيفټونه یې دوه برابره کړي دي.
د دغه وزارت په وینا مخکې په ورځني ډول په ټول افغانستان کې یوازې د پنځوس موټرو د ثبتولو ظرفیت و، خو سر له نن (جمعې) څخه به هره ورځ له ۳۰۰ تر ۴۰۰ ګاډي راجستر او محصول کېږي.
د مالیي وزارت دا پرېکړه له هغه وروسته وکړه چې د ولسمشر غني لومړي مرستیال امرالله صالح نیوکه وکړه چې د بې اسنادو ګادو د ثبت او محصولولو بهیر ځنډنی دی او په وینا یې د یاد وزارت یو شمېر کار کوونکي په لوی لاس په دې بهیر کې خنډونه جوړوي او ځنډوي یې.
افغان حکومت، د تېرې لړم میاشتې پر لسمه د امنیت د ښه کېدو او د دولتي عوایدو ډېرېدو په موخه د ناقانونه ګاډو د قانوني کولو بهیر پیل کړ.
بلخوا د موټرو یو شمېر سوداګرو په یو لیک کې له حکومت غوښتي چې له قانوني لارې د را واردېدونکو موټرو محصول دې هم کم کړي.
وروسته له هغه چې په کابل کې د امنیت د ټینګښت مسؤلیت د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ته وسپارل شو، نوموړي په لومړنیو ګامونو کې د بې اسنادو یا یو کیلي ګاډو د قانونوني کولو پرېکړه وکړه.
د افغانستان د مالیې وزارت د دې ګاډو د ثبت او محصول بهیر د تېرې لړم میاشتې پر لسمه پیل کړ چې د روانې میاشتې تر ۲۷مې به دوام وکړي.
دا وزارت وايي، په دې بهیر کې یې تر اوسه څه باندې ۱۲۵۰۰ بې پلیټه یا ناقانونه ګاډي ثبت کړي دي.
د وزارت په خبره له دې ډلې شاوخوا ۴۰۰۰ موټرونه د امنیتي ادارو له ارزونې وروسته بېرته مالیې وزات ته راجع شوي چې دوی تر اوسه ترې ۱۵۰۰ ګاډي محصول کړي دي.
د وزارت په خبره له دې درکه یې ۶۷ میلیونه افغانۍ عاید ټول کړی. وزارت اټکل کوي چې، د بې اسنادو ګاډو د قانوني کولو بهیر کې به دولت دوه میلیارده افغانۍ عاید ترلاسه کړي.
د مالیې وزارت د رسنیو د برخې امر فرید نوښت بي بي سي ته وویل، د کارونو چټکولو په موخه يې په ګومرکونو کې د بې پلیټه موټرو د محصولاتو کار کوونکي د رخصتۍ ورځو په ګډون دوه شیفټه کار کوي.
ښاغلی نوښت وايي:
“ د ولسمشرۍ ماڼۍ لارښوونې پر بنسټ د بې پلیټه موټرو د ثبت بهیر چټکتیا په موخه د مالیي وزارت په کابل ګومرک کې د دغه ډول موټر د ثبتولو برخې د کار کوونکو شمېر ۱۲۰ تنو ته لوړ کړی او د رخصتیو په ګډون به یې کار کوونکي دوه شیفټه کار کوي.”
د مالیې وزارت د شفټونو زیاتولو پرېکړه له هغه وروسته وکړه چې د ولسمشر غني لومړي مرستیال امرالله صالح څو ورځې مخکې وویل، د مالیې وزارت یو شمېر کار کونکو په قصدي توګه د بې پلېټه موټرو د ثبت پروسه ځنډولې.
نوموړي پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي و، چې یاد وزارت دې کارونه نه ټکني کوي او خلکو ته دې په منظم ډول خدمات وړاندې کړي.
هغه خبرداری ورکړ چې که دا بهیر همداسې ټکنی وي، دی به اړ شي چې د مالیې وزارت ډېر کارمندان څارنوالۍ ته معرفي کړي.
د افغانستان مالیې وزارت په وینا د یو موټر د ثبت او محصول بهیر له ۵ څخه تر ۷ ورځې وخت نیسي.
په ورته مهال افغان حکومت د دغه ډول ګاډو ګومرکي محصول لپاره ځانګړی تخفیف هم اعلان کړی، چې د دغه وزارت د رسنیو برخې امر فرید نوښت یې په اړه وايي:
“د بې پلیټه موټرو محصول پروسه پر څو کټګوریو ویشل کېږي. لومړی هغه موټر چې ماډل یې له ۱۹۹۹ څخه تر ۲۰۰۰ کال پورې وي، هغه ته ۸۵ سلنه تخفیف ورکول کېږي. له ۲۰۰۱ ماډل ګاډي څخه تر ۲۰۱۰ پورې، ۷۵ سلنه تخفیف لري او هغه موټرونه چې ماډل یې له ۲۰۱۱ څخه تر ۲۰۲۰ پورې وي، ۳۵ سلنه تخفیف ورته په نظر کې نیول شوی دی.”
بل خوا په هرات، ننګرهار، کندهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې د موټرونو سوداګرو له حکومته غوښتنه کړې، چې له قانوني لارو واردېدونکو ګاډو محصول په برخه کې دې هم ځانګړی تخفیف ورکړي.
په هرات کې د ګاډو یو سوداګر احمد فیصل وايي، د دوی استازو د سوداګرۍ خونې ته خپل غوښتنلیک سپارلی چې پکې ورته غوښتنه شوې ده.
له دې مخکې په بېلابېلو ولایتونو کې امنیتي چارواکو ویلي، د دولت وسلوال مخالفین په چاودنو او بریدونو کې له بې پلیټه موټرو کار اخلي.