وروستي خبرونه
آخرین اخبار
کود خبر: 12455
منبع خبر: آزادي راډیو

ناټو:

له کندزه د جرمني سرتېرو د اېستلو پرېکړه د ښې ګټې اخېستنې په پار شوې

6 قوس 1399

سربازان امریکایی.jpg

وروسته له هغې چې له کندزه د جرمني سرتېرو د وتلو راپورونه خپاره شول، د ناټو یوه چارواکي ازادي راډيو ته وویل چې دا پرېکړه د یادو ځواکونو د ښې او ګټورې ګټې اخېستنې په هدف شوی دی.


د ناټو دغه چارواکی چې د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي نوم يې واخېستل شي وايي، دغه اقدام له وړاندې د پلان شوي پروګرام پر اساس شوی چې له مخې به يې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته مشورې ورکوي، زده کړې به ورکوي او دوی به تجهیزوي.


د ناټو دغه چارواکي د افغانستان په ثبات کې د جرمني سرتيرو رول مهم او ګټور بولي او وايي: “ټول دغه اصلاحات او د ځواکونو ځای پر ځای کېدل له ګډو متحدینو سره په بشپړې همغږۍ او مشورې ترسره شوي دي.”


د ناټو دغه چارواکی له ازادي راډيو سره په خبرو کې دا ونه ویل چې یاد جرمني سرتیري به چېرته واستول شي، په بلخ کې د جرمني سرتېرو پوځي اډې ته او که له افغانستانه بهر؟


له دې وړاندې رویټرز خبري اژانس د جرمني د ګډو عملیاتو د قوماندانۍ د ویاند له قوله راپور ورکړی و چې دغه هېواد د کندز له پوځي اډې نه د خپلو سلو سرتیرو ایستل پيل کړي دي.


نوموړي ویلي، که په راتلونکي کې د دوی ځواکونو ته د مشورې ورکولو په برخه کې اړتیا پیدا شوه، د بلخ له پوځي اډې به يې یاد ولایت ته واستوي.


په ورته وخت کې د کندز د والي ویاند عصمت الله مرادي ازادي راډيو سره په خبرو کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د جرمني سرتېرو مشورې او زده کړو رول مهم وباله.


ښاغلي مرادي زیاته کړه، په وروستیو څو کلونو کې په دې ولایت کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په خپلواکه توګه عملیات پر مخ وړي.


ښاغلی مرادي وايي:“په وروستیو کې چې وسله والو مخالفینو د کندز په خان اباد، امام صاحب، دشت ارچي او دغه شان د کندز ښار په شااوخوا سیمو حملې کړي افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو دغه ډله په شا تمبولې، افغان ځواکونه په کندز کې د هر ډول امنیتي ګواښ د مخنیوي لپاره بشپړ چمتوالی لري.”


له دې وړاندې راپورونه ورکول شوي وو چې د جرمني دغه پرېکړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په هغو خبرو پورې چې افغانستان کې یې د خپلو ځواکونو د کمولو په اړه کړې وه اړه نه لري او په خبره يې دا پرېکړه د غوڅ ملاتړ ماموریت له خوا په کابل کې د دوبي په وروستیو کې پلان شوې وه.


هاخوا د افغانستان د دفاع وزارت پخوانی مرستیال تمیم عاصي باور لري چې له کندزه د جرمني عسکرو ایستل د امریکايي ځواکونو د کمولو په پرېکړې پورې اړه لري.


ښاغلی عاصي وايي: “له کندزه د جرمني سرتيرو ایستل مستقیماً له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د کمښت پورې اړه لري ځکه امریکايي ځواکونه په افغانستان کې د ناټو د پوځيانو پياوړی لوژیستیکي او هوايي ملاتړي دي، د دوی په کموالي سره ملاتړ کمېږي او د ناټو نور غړي هېوادونه د خپلو ځواکونو کوچني پوځي هډې پرېږدي او په لویو بېزونو کې ځای پرځای کېږي.”


له دې وړاندې د جرمني د دفاع وزیرې انګریټ کرامپ کارن بایر هم د سې شنبې په ورځ ویلي و چې یاد هېواد غواړي په نږدې راتلونکي کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر جزئیاتو پوه شي، څو روښانه شي د امریکا متحده ایالات د افغانستان له کومو برخو خپل ځواکونه باسي او د دوی د ځواکونو کمښت به د جرمني ځواکونو پر ماموریت څه اغېز ولري؟


په همدې حال د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وړمه ورځ ناوخته د جنيوا په ناسته کې وویل چې دوی به د افغانستان د سولې بهیر د یوې برخې په توګه په یاد هېواد کې د ناټو ځواکونو حضور په منظم ډول تنظیم کړی، خو په خبره يې دغه ځواکونه به له افغان امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ، مشوره ورکولو او د روزنې په برخو کې خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.


ښاغلي سټولټنبرګ ژمنه کړې چې دوی به تر ۲۰۲۴ زېږديز کاله پورې د افغان امنیتي ځواکونو مالي ملاتړ ته دوام ورکړي او اجازه به ورنه کړي چې افغانستان یو وار بیا د نړیوالو تروريستانو په خوندي پټنځایونو بدل شي.


افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو له ځواکونو وروسته جرمني ډېر عسکر لري. د رويټرز د راپور پر بنسټ اوس مهال په افغانستان کې ۱۲۰۰ جرمني سرتېري مېشت دي.


دا هېواد په داسې حال کې په کندز کې د خپلو سرتېرو د کمولو خبر ورکوي چې له دې وړاندې د امریکا متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ ویلي و چې د ۲۰۲۱ میلادي کال د جنوري تر مياشتې پورې به امریکا د خپلو ځواکونو شمېر دوه زره پنځه سوو ته را کم کړي.

ملا برادر و جواد ظریف.jpg

وزیر امور خارجه ایران:

ایران طالبان را از گروه تروریستی خارج نکرده

29 قوس 1399
محمدجواد ظریف وزیر امور خارجه ایران گفته است که این کشور طالبان را هنوز یک گروه “تروریستی” می‌داند.
کابل آلودگی هوا.jpg

کابل امروز در صدر فهرست آلوده‌ترین شهرهای جهان قرار گرفت

29 قوس 1399
سایت هواشناسی امریکایی (Air Visual) از منابع بررسی کننده هوا، در بررسی‌های روز شنبه، بیست‌ونهم قوس، کابل را آلوده‌ترین شهر جهان قرار داده است.
 غنی  .jpg

غني:

د سولې لومړي پړاو پرمختګونه دې له خلکو سره شریک شي

29 قوس 1399
د افغانستان جمهور رئیس د سولې له مذاکراتي پلاوي سره په لیدنه کې ټینګار کړی، چې د سولې لومړي پړاو پرمختګونه دې له خلکو سره شریک شي.
لویه جرگه 11.jpg

غني:

طالبان دې کندهار کې د سولې خبرې وکړي، طالبان: په کور دننه خبرو ته شرایط نه دي برابر

27 قوس 1399
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پنجشنبې پر ورځ کندهار کې د عالمانو یوې غونډې ته وینا کې وسلوالو طالبانو ته بلنه ورکړه چې په کندهار کې دې له افغان دولت سره د سولې خبرو ته کېني. نوموړي پر طالبانو غږ وکړ چ…
اشرف غنی نمبر یک.jpg

ولسمشر غني:

تاوتریخوالی نور د منلو نه دی، ملګري ملتونه د جدي مرسته وکړي

26 قوس 1399
افغان ولسمشر محمد اشرف غني له ملګرو ملتونو په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي کمولو برخه کې جدي مرسته غوښتې ده.
وزارت خارجه.jpg

بهرنیو چارو وزارت:

'اسلام اباد ته د ملا برادر سفر د افغان دولت په سلامشوره شوی'

26 قوس 1399
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، اسلام اباد ته د طالبانو د سیاسي کمېسیون د پلاوي سفر د پاکستاني چارواکو په بلنه او افغانستان ته د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان سفر کې له افغان حکومت سره د سلا م…

د خوست ولايت امنيه قوماندان:

  • په خوست کې د ماین چاودنې پنځه تنه وژلي

  • 2 جدی 1399
    د خوست امنيتي چارواکي وايي د صبریو په ولسوالۍ کې د سړک غاړې د ماین په چاودنې کې پنځه کسان وژل شوي دي.

  • یک نهاد قطری یک شهرک رهایشی معیاری را در کابل می‌سازد

  • 29 قوس 1399
    نهاد «الغرافه» با سرمایه‌گذاری۱۱۰میلیون دالر یک شهرک رهایشی معیاری را در کابل می‌سازد.

  • ۷ تن از محافظین امنیتی شرکت سرک‌سازی در بادغیس کشته شده اند

  • 29 قوس 1399
    هفت تن از محافظین امنیتی شرکت سرک‌سازی در ولایت بادغیس شب گذشته در یک حمله مسلحانه کشته شده اند.

  • د غزني ولسي جرګې او ولایتي شوراګانو ټاکنې د ۱۴۰۰ تلې میاشت کې کېږي

  • 29 قوس 1399
    ولسمشر محمد اشرف غني د افغان سولې له مرکچي پلاوي سره په لیدنه کې له هغوی غوښتي چې د سولې د مذاکراتو د دویم پړاو له پیلېدو څخه مخکې له خلکو سره سلا مشورې وکړي.

  • د اقینې-اندخوی د اورګاډي پټلۍ '۸۵ سلنه' چارې بشپړې شوې

  • 29 قوس 1399
    د افغانستان د اورګاډو پټلۍ اداره وايي د اقینې – اندخوي د اورګاډي ټپلۍ تر ۸۵ سلنې ډېرې چارې بشپړې شوې او ژر به ګټه اخیستلو ته چمتو شي.

  • در شش سال گذشته یک‌هزار خبرنگار زن در افغانستان از کار دست کشیده‌اند

  • 27 قوس 1399
    بربنیاد آمارهای نهاد پشتیبان رسانه‌های آزاد افغانستان (نی) از سال ۲۰۱۴ تاکنون یک‌هزار خبرنگار زن به‌علت‌های گوناگون وطیفه را ترک کرده‌اند.

  • اداره اترا بازی انترنتی "پاپ‌جی" را ممنوع قرار می‌دهد

  • 27 قوس 1399
    اداره تنظیم خدمات مخابراتی افغانستان (اترا) تصمیم گرفته که بازی انترنتی (پاپ‌جی) را ممنوع قرار بدهد.

    ارزګان چارواکي:

  • دهراود کې ۱۲ طالبان وژل شوي

  • 27 قوس 1399
    د ارزګان چارواکې وايي د دې ولایت په دهراود ولسوالۍ کې ۱۲ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

    د نورو خبرونو د لیدو لپاره لاندې نیټه کلیک کړئ / برای دیدن اخبار قبلی تاریخ آن را کلیک کنید

    <
     
    >
    SunMonTueWedThuFriSat
         

    1

    2

    3

    4

    5

    6

    7

    8

    9

    10

    11

    12

    13

    14

    15

    16

    17

    18

    19

    20

    21

    22

    23

    24

    25

    26

    27

    28

    29

    30

    31

          

    گالری تصاویر

    مشاهده همه

    په کابل کې د څارنوالانو ترور
    انفجار در مسجد
    کورونا په افغانستان کې
    کورونا او طالبان
    افغانستان و خودکفایی از خرما
    طالب جنګیالي په جومات کې
    مراسم افتتاح کاسا یکهزار
    زیبایی کابل در زمستان سرد امسال
    زیبایی ولایت کنر/ د کنر ولایت ښکلا

    گالری ویدیو

    مشاهده همه

    اسلام آباد کې د ولسمشر مهمه وینا
    د طالب پلاوی وینا
    زورواکو ته د ولسمشر خبرداری
    زورواکو ته د ولسمشر خبرداری