وروستي خبرونه
آخرین اخبار
کود خبر: 12434
منبع خبر: بي بي سي

جنیوا کنفرانس:

ملګرو ملتونو افغانستان کې د بشري اوربند غوښتنه وکړه

4 قوس 1399

طالبان مسجد ۱.jpg

په جنیوا کې د افغانستان په اړه د نړیوال کانفرانس پر دویمه ورځ افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش افغانستان کې پر سوله او اوربند خبرې وکړې.


د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوتېرېش دې غونډې په خپلو خبرو کې له افغانستان سره د ملګرو ملتونو د ملاتړ پر دوام ټېنګار وکړ.


ښاغلي ګوتېرېش د سولې، بشري حقونو، او د ښځو پر حقونو ټېنګار وکړ او غوښتنه یې وکړه چې د لا ډېرو تلفاتو د مخنیوي او کورونا وېروس سره د مبارزې لپاره باید سمدستي د بشرپالنې له مخې افغانستان کې اوربند وشي.


افغان ولسمشر چې د ویدیو کانفرانس له لارې یې دې غونډې ته وینا کوله وویل چې داسې سوله غواړي چې د افغانستان د اساسي قانون او د بشري حقونو له نړیوالو ارزښتونو سره برابره وي.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني


ښاغلي غني وویل د راتلونکي لپاره د افغان دولت ستراتیژي پر سوله، دولت جوړونې او بازار موندې متمرکزه ده.


افغان ولسمشر له اداري فساد سره د مبارزې لپاره د نوي کمیسیون رامنځته کولو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې دې برخه کې په تېرو پنځو کلونو کې ډېر پرمختګ شوی او له اداري فساد سره د مبارزې د اوسنۍ ستراتیژۍ له دوه معیارونو پرته نور ټول عملي شوي دي او پاتې دوه د تطبیق په حال کې دي.


افغانستان سره د مالي مرستو اعلان


په نننۍ غونډه کې ځینو هېوادونو له افغانستان سره د مرستو اعلان وکړ. تر اوسه تر ټولو ډېره مرسته هند اعلان کړې چې درې ملیارده ډالره. افغان چارواکي وايی هند ژمنه کړې چې په کابل کې به د شاتوت بند جوړوي.


دغه راز اروپايي ټولنې د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د ۱.۲ ملیارده یورو مرسته اعلان کړه خو استازي یې ټېنګار وکړ چې دا مرستې به ولسواکۍ، د قانون حاکمیت، بشري حقونو، او جنسیتي برابرۍ ته د ژمنتیا په موجودیت کې کیږي.


استرالیا د ۲۰۰ ملیونه ډالرو، ناروې د ۱۷ ملیونه ډالرو، جاپان د ۱۸۰ ملیونه، ډنمارک د ۶۴ ملیونه ډالرو، هالنډ د ۲۰۰ ملیونه یورو، کاناډا د ۲۰۰ ملیونه ډالرو او برېتانیا د ۱۵۵ ملیونه پونډو مرستې اعلان وکړ.


دغه راز ایټالیا افغانستان کې د جګړې پای ته رسولو لپاره د ۳۵ ملیونه ډالرو مرستې ژمنه وکړه.


د غونډې نورو وینا والو څه وویل؟


په جنیوا کې د افغانستان په اړه غونډې ته د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف وویل روسیه د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه اندېښمنه ده چې کېدای شي دا امنیتي ستونزې منځنۍ اسیا ته هم ورسیږي. نوموړي زیاته کړه هېواد یې له طالبانو سره د امریکا د سولې هوکړې هر کلی کوي.


د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په دوحه کې له مرکچي پلاوو وغوښتل چې ژر یوې هوکړې ته ورسیږي. نوموړي د سولې برخه کې د روسیې پر ژمنتیا ټېنګار وکړ.


غونډې ته وینا کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هیله وکړه چې د افغان سولې بهیر بریالی شي او افغانستان کې سوله ټېنګه شي. نوموړي وویل پاکستان افغانستان کې د سولې او د امنیت ټېنګښت لپاره پر خپلو ژمنو ولاړ دی.


د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف وویل افغانستان کې د جګړې دوام یو ناورین دی او ټېنګار یې وکړ چې بهرني ځواکونه باید په مسؤولانه توګه له افغانستانه ووځي.


ښاغلي ظریف ټينګار وکړ چې ملګري ملتونه باید په افغان سوله کې اصلي رول ولوبوي او ایران چمتو دی چې دې برخه کې مرسته وکړي.

ملا برادر و جواد ظریف.jpg

وزیر امور خارجه ایران:

ایران طالبان را از گروه تروریستی خارج نکرده

29 قوس 1399
محمدجواد ظریف وزیر امور خارجه ایران گفته است که این کشور طالبان را هنوز یک گروه “تروریستی” می‌داند.
کابل آلودگی هوا.jpg

کابل امروز در صدر فهرست آلوده‌ترین شهرهای جهان قرار گرفت

29 قوس 1399
سایت هواشناسی امریکایی (Air Visual) از منابع بررسی کننده هوا، در بررسی‌های روز شنبه، بیست‌ونهم قوس، کابل را آلوده‌ترین شهر جهان قرار داده است.
 غنی  .jpg

غني:

د سولې لومړي پړاو پرمختګونه دې له خلکو سره شریک شي

29 قوس 1399
د افغانستان جمهور رئیس د سولې له مذاکراتي پلاوي سره په لیدنه کې ټینګار کړی، چې د سولې لومړي پړاو پرمختګونه دې له خلکو سره شریک شي.
لویه جرگه 11.jpg

غني:

طالبان دې کندهار کې د سولې خبرې وکړي، طالبان: په کور دننه خبرو ته شرایط نه دي برابر

27 قوس 1399
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پنجشنبې پر ورځ کندهار کې د عالمانو یوې غونډې ته وینا کې وسلوالو طالبانو ته بلنه ورکړه چې په کندهار کې دې له افغان دولت سره د سولې خبرو ته کېني. نوموړي پر طالبانو غږ وکړ چ…
اشرف غنی نمبر یک.jpg

ولسمشر غني:

تاوتریخوالی نور د منلو نه دی، ملګري ملتونه د جدي مرسته وکړي

26 قوس 1399
افغان ولسمشر محمد اشرف غني له ملګرو ملتونو په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي کمولو برخه کې جدي مرسته غوښتې ده.
وزارت خارجه.jpg

بهرنیو چارو وزارت:

'اسلام اباد ته د ملا برادر سفر د افغان دولت په سلامشوره شوی'

26 قوس 1399
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، اسلام اباد ته د طالبانو د سیاسي کمېسیون د پلاوي سفر د پاکستاني چارواکو په بلنه او افغانستان ته د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان سفر کې له افغان حکومت سره د سلا م…

د خوست ولايت امنيه قوماندان:

  • په خوست کې د ماین چاودنې پنځه تنه وژلي

  • 2 جدی 1399
    د خوست امنيتي چارواکي وايي د صبریو په ولسوالۍ کې د سړک غاړې د ماین په چاودنې کې پنځه کسان وژل شوي دي.

  • یک نهاد قطری یک شهرک رهایشی معیاری را در کابل می‌سازد

  • 29 قوس 1399
    نهاد «الغرافه» با سرمایه‌گذاری۱۱۰میلیون دالر یک شهرک رهایشی معیاری را در کابل می‌سازد.

  • ۷ تن از محافظین امنیتی شرکت سرک‌سازی در بادغیس کشته شده اند

  • 29 قوس 1399
    هفت تن از محافظین امنیتی شرکت سرک‌سازی در ولایت بادغیس شب گذشته در یک حمله مسلحانه کشته شده اند.

  • د غزني ولسي جرګې او ولایتي شوراګانو ټاکنې د ۱۴۰۰ تلې میاشت کې کېږي

  • 29 قوس 1399
    ولسمشر محمد اشرف غني د افغان سولې له مرکچي پلاوي سره په لیدنه کې له هغوی غوښتي چې د سولې د مذاکراتو د دویم پړاو له پیلېدو څخه مخکې له خلکو سره سلا مشورې وکړي.

  • د اقینې-اندخوی د اورګاډي پټلۍ '۸۵ سلنه' چارې بشپړې شوې

  • 29 قوس 1399
    د افغانستان د اورګاډو پټلۍ اداره وايي د اقینې – اندخوي د اورګاډي ټپلۍ تر ۸۵ سلنې ډېرې چارې بشپړې شوې او ژر به ګټه اخیستلو ته چمتو شي.

  • در شش سال گذشته یک‌هزار خبرنگار زن در افغانستان از کار دست کشیده‌اند

  • 27 قوس 1399
    بربنیاد آمارهای نهاد پشتیبان رسانه‌های آزاد افغانستان (نی) از سال ۲۰۱۴ تاکنون یک‌هزار خبرنگار زن به‌علت‌های گوناگون وطیفه را ترک کرده‌اند.

  • اداره اترا بازی انترنتی "پاپ‌جی" را ممنوع قرار می‌دهد

  • 27 قوس 1399
    اداره تنظیم خدمات مخابراتی افغانستان (اترا) تصمیم گرفته که بازی انترنتی (پاپ‌جی) را ممنوع قرار بدهد.

    ارزګان چارواکي:

  • دهراود کې ۱۲ طالبان وژل شوي

  • 27 قوس 1399
    د ارزګان چارواکې وايي د دې ولایت په دهراود ولسوالۍ کې ۱۲ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

    د نورو خبرونو د لیدو لپاره لاندې نیټه کلیک کړئ / برای دیدن اخبار قبلی تاریخ آن را کلیک کنید

    <
     
    >
    SunMonTueWedThuFriSat
         

    1

    2

    3

    4

    5

    6

    7

    8

    9

    10

    11

    12

    13

    14

    15

    16

    17

    18

    19

    20

    21

    22

    23

    24

    25

    26

    27

    28

    29

    30

    31

          

    گالری تصاویر

    مشاهده همه

    په کابل کې د څارنوالانو ترور
    انفجار در مسجد
    کورونا په افغانستان کې
    کورونا او طالبان
    افغانستان و خودکفایی از خرما
    طالب جنګیالي په جومات کې
    مراسم افتتاح کاسا یکهزار
    زیبایی کابل در زمستان سرد امسال
    زیبایی ولایت کنر/ د کنر ولایت ښکلا

    گالری ویدیو

    مشاهده همه

    اسلام آباد کې د ولسمشر مهمه وینا
    د طالب پلاوی وینا
    زورواکو ته د ولسمشر خبرداری
    زورواکو ته د ولسمشر خبرداری