افغان ولسمشر محمد اشرف غني د “ښه نیت او له پاکستان سره د نېکو اړیکو د ټینګښت” په موخه د افغانستان له ځینو زندانونو د یوشمېر پاکستاني بندیانو د خوشي کېدو امر کړی.
دا فرمان کابل ته د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان له سفر او له ولسمشر غني سره تر لیدو یوه ورځ وروسته ورکړل شوی دی.
تر اوسه په دې فرمان کې د خوشي کېدونکو پاکستاني بندیانو شمېر نه دی په ډاګه شوی.
په ورته وخت کې، د افغانستان د زندانونو د تنظیم چارو مشر فرهاد بایاني بي بي سي ته ددغه فرمان صادرېدلو سربېره ویلي، ددغو بندیانو د دوسیو په اړه کار پیل شوی چې څومره پاکستاني بندیانو د خوشي کېدو شرطونه پوره کړي دي.
د نوموړي په وینا، دا مهال کابل او ځینې ولایتونو کې یوشمېر پاکستانیان بندیان دي.
د دغه فرمان له مخې، دوه ډوله پاکستاني بندیان خوشي کېدونکي دي، یو هغه چې د بند موده یې یوه میاشت پاتې وي او پاتې بد به یې بښل کېږي، بل هغه چې د بند موده یې بشپړه کړې خو د نغدي جریمې نه ورکولو له کبله لا هم زندان کې دي، چې دوی به هم بښل کېږي.
د دغه فرما په اړه بېلابېل غبرګونونه راغلي.
د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل د ولسمشر ددغه فرمان په اړه اندېښنه ښودلې او وایي چې له مخې به یې “سلګونه پاکستاني ترهګر” خوشي شي.
ښاغلي نبیل پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي : “ډاډه یم چې اسلم فاروقي او سلګونه نور پاکستاني ترهګر به، چې زموږ زرګونه هېوادوال یې شهیدان کړي، ای اېس ای ته به د بډو ورکولو [له کبله]خوشي شي.
پاکستان ومنله چې ځینې طالب بندیان خوشي کوي
‘‘پاکستان خپل بندیان غواړي، خو زموږ نه راکوي’‘
شپږ کاله وړاندې، امریکايي چارواکو اعلان وکړ، چې له بګرام زندان یې ۱۲ بهرني بندیان خوشي کړي، چې یو پکې فرانسوی، بل د کویت او لس پاکستانیان وو.
هغه وخت د امریکا ولسمشر بارک اوباما د امریکا کانګرس ته به یوه لیک کې ویلي وو، له دوی سره د بګرام زندان په ۳۸ بهرنیو بندیانو کې پاکستانیان، تونسیان، روسان او یمنیان هم شته.
په ۲۰۰۴ کال، افغانستان هغه ۴۹ پاکستاني بندیان خوشي کړي وو، چې د طالبانو د رژیم له سقوط وروسته د شمالي ټلوالې اورپکو نیولي وو.
دغه بندیان د طالبانو د واکمنۍ پرمهال افغانستان ته د جګړې لپاره راغلي او د طالبانو په لیکو کې جنګېدل.
وروسته افغان چارواکو ویلي وو، دا څلورم ځل دی چې افغانستان کې پاکستاني بندیان خوشي کېږي.
دا بندیان افغانستان ته د پاکستان د هغه وخت د لومړي وزیر میر ظفرالله تر یوه ورځني وروسته خوشي شوي وو، چې د نوموړي له سفر سره هم مهاله پاکستان هم ۱۴۹ افغان بندیان خوشي کړي وو.
په ۲۰۱۳ کال، اسلام اباد کې د افغانستان سفیر عمر داودي ویلي وو، پاکستان له افغانستانه خپل طالب بندیان غواړي، خو افغانستان ته له طالب بندیان سپارلو څخه په دې دلیل انکاري دي، چې افغانستان سره یې د بندیانو د سپارلو کوم تړون نه شته.
افغان سفیر دا څرګندونې په داسې وخت کړې وې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پاکستاني طالبانو د یوه مشر مولوي فقیر محمد پر سرلانجه پیدا شوې چې د راپورونو ترمخه د افغانستان په ختيځ کې نیول شوی دی.
په ۲۰۱۲ کال، پاکستان ته د افغانستان د سولې عالي شورا له ورغلي پلاوي سره د یوشمېر طالب بندي مشرانو پر خوشي کولو هوکړه کړې وه.
هغه مهال ځینو افغان سرچینو بي بي سي ته ویلي وو، له پاکستاني زندانونو څخه په خوشي کېدونکو طالب مشرانو کې د طالبانو د واکمنۍ د عدلیې وزیر ملا ترابي هم و.