د یوه خیریه بنسټ موندنې ښیي چې په تېرو ۱۴ کالو کې افغانستان کې هره ورځ په اوسط ډول پنځه ماشومان وژل شوي او یا هم ژوبل شوي دي.
د ماشومانو د ژغونې بنسټ (سېو ده چلډرن) د ملګرو ملتونو د ارقامو پر بنسټ وایي، له ۲۰۰۵ تر ۲۰۱۹ کاله په افغانستان کې ټولټال ۲۶۰۲۵ ماشومان معلول یا وژل شوي دي.
دې بنسټ د افغانستان په اړه د جنیوا کنفرانس په درشل کې پر مرستندویه هېوادونو غږ کړی چې د افغان ماشومانو راتلونکی خوندي کړي.
دا رپوټ په داسې حال کې خپرېږي چې افغانستان کې په دې وروستیو کې تاوتریخوالی ډېر شوی دی.
له دې سره سم په دوحه کې په روانو بین الافغاني مذاکراتو کې هم ښکاره پرمختګ نه لیدل کېږي. همدا راز امریکا هم اعلان کړی چې تر راتلونکې جنورۍ به له افغانستانه شاوخوا دوه زره نور پوځیان هم وباسي.
د ماشومانو د ژغورنې بنسټ افغانستان د هغو ۱۱ هېوادونو په لېست کې شماري چې د ماشومانو لپاره تر ټولو خطرناک دي.
د دې بنسټ د تازه رپوټ له مخې، چې د تېرې جمعې پر ورځ خپور شوی، یوازې په ۲۰۱۹ کال کې افغانستان کې ۸۷۴ ماشومان وژل شوي او ۲۲۷۵ ټپیان شوي، چې د نړۍ په کچه ماشومانو ته د اوښتې مرګژوبلې تر ټولو لوړ شمېر دی.
د دې مرګژوبلې دوه پر درې برخه هلکان دي، او د افغان ځواکونو او وسلوالو مخالفینو ترمنځ مخامخ نښتې، ماینونه او ځانمرګي بریدونه یې د مرګژوبلې لوی لاملونه بلل شوي.
رپوټ همدا راز موندلې چې د ۲۰۱۷ او ۲۰۱۹ کلونو ترمنځ لږ تر لږه پر ۳۰۰ ښوونځیو هم بریدونه شوي دي.
نه ختمېدونکې جګړه او د افغانانو کړاو
څو ورځې وړاندې پلاژمېنه کابل کې راکټي بریدونو ګڼو کسانو ته مرګژوبله واړوله
افغانستان کې د تېرو څو لسیزو جګړو له کبله لسګونه زره ولسي وګړي وژل شوي دي.
په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا په پوځي مداخلت افغانستان کې د طالبانو واکمني ختمه شوه، خو دا ډله یو ځل بیا ځواکمنه شوې او پر ګڼو سیمو کنترول لري.
په تېره فبرورۍ میاشت کې امریکا په دوحه کې له طالبانو سره خپلمنځي تړون لاسلیک کړ، چې له مخې به یې امریکا له افغانستانه خپل پوځیان وباسي.
په بدل کې طالبانو ته شرط اېښودل شوی چې تاوتریخوالی به کموي او افغان حکومت سره به سیاسي جوړجاړی کوي.
خو له دې تړون راهیسې نه یوازې دا چې افغانستان کې د طالبانو بریدونه او تاوتریخوالی ډېر شوي، بلکې د حکومت او دې ډلې ترمنځ د سیاسي جوړجاړي نښې هم نه لیدل کېږي.
خو یوازې د طالبانو او حکومتي ځواکونو بریدونه نه دي چې دې هېواد کې د ولسي وګړو د مرګژوبلې لامل کېږي.
همدا څو ورځې وړاندې په پلازمېنه کابل کې یو لړ راکټي بریدونو، چې وروسته یې داعش ډلې مسئولیت ومانه، لږ تر لږه ۳۰ ولسي کسانو ته مرګژوبله واړوله.