وروستي خبرونه
آخرین اخبار
کود خبر: 12414
منبع خبر: آزادي راډیو

"پر کابل۲۴ توغندي لګیدلي چې ۸ تنه یې وژلي او ۳۱ نور ټپیان دي"

1 قوس 1399

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د لومړني معلوماتو پر بنسټ پر کابل ۲۴ توغندي توغول شوي چې په پایله کې یې ۸ تنه وژل شوي او ۳۱ تنه نور ټپیان دي.


د دغه وزارت په یوې اعلامیې کې راغلي چې نن شنبه (د لیندۍ په لومړي نېټه ) سهار شاوخوا اته نیمې بجې د کابل ښار له منځه د ۱۷مې او څلورمې له مربوطاتو څخه ۲۴ توغندي پر بېلابېلو استوګنیزو سیمو لګیدلي دي.


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین دا کار د طالبانو ګڼلی خو طالبانو په کې خپل لاس لرل رد کړي دي.


ارین زیاتوي: “له بده مرغه چې نن سهار ترهګرو طالبانو ۲۴ توغندي توغولي چې په نهمې، لسمې، پنځلسمې، ۱۱مې، ۱۶مې او دوهمې امنیتي حوزو اړوندو سمیو لګېدلي، په ژورې خواشینې سره چې زموږ ۸ تنه ملکي هېوادوال شهیدان شوي او ۳۱ نور ټپيان دي.”


ښایې د تلفاتو شمېرې بدلې شي.


د کورنیو چارو وزارت اعلامیه زیاتوي، د دوهمې حوزې پر مربوطاتو پنځه توغندي لګیدلي چې په پایله کې یو تن وژل شوی او لس نور ټپیان دي همدا راز د ۱۱مې حوزې پر مربوطاتو کې ۴ توغندي لګیدلي چې ۳ تنه یې وژلي او ۱۲ نور ټپیان دي.


وړاندې اعلامیه کاږي چې د ۱۶مې حوزې اړوند یو توغندی لګیدلی یو یې وژلی او ۴ نور یې ټپیان کړي دي.


اعلامیه زیاتوي: “د لسمې حوزې په مربوطاتو کې ۷ راکټونه لګیدلي چې په پایله کې یې د لومړني معلوماتو له مخې ۳ تنه وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي، همداراز د ۱۵حوزې اړوند سیمه کې ۳ راکټه لګیدلي چې تلفات نه لري.”


د اعلامیې په ټکو د ۹مې حوزې اړوند سیمه کې یو راکټ لګیدلی چې په پایله کې دوه تنه ټپیان دي.


په کابل کې د ایران سفارت ویلي چې له دغو توغندیو یو یې د دغه سفارت په مربوطاتو کې لګېدلی، خو مرګ ژوبله نه لري.


د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته ويلي چې دوی په دغه پېښه کې لاس نه لري.


تر دې دمه د دغې پېښې مسؤلیت کومې ډلې نه دی منلی.


د کورنیو چارو وزارت وایي چې دغه توغندي له دوو موټرو چې په تهیه مسکن او بادام باغ سیمو کې وو توغېدلي دي.


له تېر ژمي را په دې خوا دا درېیم ځل دی چې له دغې سیمې په ورته ډول راکټونه توغول کېږي.


لومړی ځل د اسد په ۲۸ مه چې د افغانستان د خپلواکې ورځې په مناسبت مراسم روان وه او دویم ځل بیا د ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې د مراسمو پر مهال وتوغول شول.


دفاع وزارت


د افغانستان د ملي دفاع وزارت پخوانی مرستیال او د امنیتي چارو پوه تمیم عاصي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: “دا یو نوی انکشاف دی چې تروریستان ترې استفاده کوي او دا به لکه د سوریې، عراق او لیبیا په شان ښاري جګړو ته زمنیه برابره کړي.”


دا په داسې حال کې ده چې نن سهار د کابل په چهلستون او پلچرخي سیمو کې د دوو مقناطیسي ماینونو دوه چاودنې هم شوي دي، د امنیتي چارواکو په خبره، دواړه چاودنې په پوځي موټرو شوي چې له امله یې دوه کسه وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.


غبرګونونه


د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني ددې بریدونه په غندلو سره زیاتوي چې د نړیوال ترورېزم د ځپلو لپاره ګډې مبارزې او د ملګرو ملتونو امنیت شورا له لوري له ترورېزم سره د مبارزې ستراتېژۍ ملاتړ ته اړتیا ده.


د هیواد جمهور رئیس مسوولینو ته د دغو بریدونو د عاملینو د موندلو او مجازات، د ټپیانو د درملنې او د شهیدانو کورنیو ته د رسیدګي په اړه د لارښوونو ترڅنګ د شهیدانو کورنیو ته د غمشریکۍ او خواخوږۍ مراتب څرګندوي.


هاخوا د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا رئیس ښاغلی عبدالله عبدالله پر کابل ننني راکټي بریدونو د غندلو تر څنګ زیاتوي چې پر دې ډول بریدونو به د افغانستان خلک له پښو ونه غورځيږي او نه به ترورېزم ته تسلیم شي او په ټکو یې یو ورځ به دا ترورېزم نابود شي.


هاخوا د عامې روغتیا د وزارت مرستیا ویاند نورالله ترکی د لومړني معلوماتو له مخې وايي، له دې پېښو پنځه تنه مړي او ۲۵ ټپیان د روغتيا وزارت اړوندو روغتونونو ته وروړل شوي دي.


وسله والو طالبانو په دې پېښو کې لاس لرل رد کړي دي.


پخواني معلومات


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي پر کابل ښار ۱۴ توغندي لګیدلي چې په پایله کې یې درې تنه ملکیان وژل شوي دي.


د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي نن شنبې (د لیندۍ په لومړي نېټه ) سهار مهال د کابل ښار په یو شمېر سیمو کې د ۱۴ توغنديو په لګیدو سره ۱۱ تنه ټپیان شوي هم دي.


ښاغلي ارین زیاته کړه: “دا راکټونه د کابل ښار د چهار قلعه برج برق سیمه کې، د طاهري کوڅه، نعمت پلازا، سلام پوهنتون ته څېرمه، د ګل سرخ څلور لارې، د صدارت څلور لارې، پل باغ عمومي، د سپین زر واټ، ملي ارشیف ته څېرمه، د لېسې مریم په مربوطاتو کې او ۵۰۰ فامیلیو سیمه کې لګیدلي دي.”


هاخوا د عامې روغتیا د وزارت مرستیا ویاند نورالله ترکی وايي، له دې پېښو پنځه تنه مړي او ۲۵ تنه ټپیان د روغتيا وزارت اړوندو روغتونونو ته راوړل شوي دي.


وسله والو طالبانو په دې پېښه کې لاس لرل رد کړي دي.

ملا برادر و جواد ظریف.jpg

وزیر امور خارجه ایران:

ایران طالبان را از گروه تروریستی خارج نکرده

29 قوس 1399
محمدجواد ظریف وزیر امور خارجه ایران گفته است که این کشور طالبان را هنوز یک گروه “تروریستی” می‌داند.
کابل آلودگی هوا.jpg

کابل امروز در صدر فهرست آلوده‌ترین شهرهای جهان قرار گرفت

29 قوس 1399
سایت هواشناسی امریکایی (Air Visual) از منابع بررسی کننده هوا، در بررسی‌های روز شنبه، بیست‌ونهم قوس، کابل را آلوده‌ترین شهر جهان قرار داده است.
 غنی  .jpg

غني:

د سولې لومړي پړاو پرمختګونه دې له خلکو سره شریک شي

29 قوس 1399
د افغانستان جمهور رئیس د سولې له مذاکراتي پلاوي سره په لیدنه کې ټینګار کړی، چې د سولې لومړي پړاو پرمختګونه دې له خلکو سره شریک شي.
لویه جرگه 11.jpg

غني:

طالبان دې کندهار کې د سولې خبرې وکړي، طالبان: په کور دننه خبرو ته شرایط نه دي برابر

27 قوس 1399
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پنجشنبې پر ورځ کندهار کې د عالمانو یوې غونډې ته وینا کې وسلوالو طالبانو ته بلنه ورکړه چې په کندهار کې دې له افغان دولت سره د سولې خبرو ته کېني. نوموړي پر طالبانو غږ وکړ چ…
اشرف غنی نمبر یک.jpg

ولسمشر غني:

تاوتریخوالی نور د منلو نه دی، ملګري ملتونه د جدي مرسته وکړي

26 قوس 1399
افغان ولسمشر محمد اشرف غني له ملګرو ملتونو په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي کمولو برخه کې جدي مرسته غوښتې ده.
وزارت خارجه.jpg

بهرنیو چارو وزارت:

'اسلام اباد ته د ملا برادر سفر د افغان دولت په سلامشوره شوی'

26 قوس 1399
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، اسلام اباد ته د طالبانو د سیاسي کمېسیون د پلاوي سفر د پاکستاني چارواکو په بلنه او افغانستان ته د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان سفر کې له افغان حکومت سره د سلا م…

د خوست ولايت امنيه قوماندان:

  • په خوست کې د ماین چاودنې پنځه تنه وژلي

  • 2 جدی 1399
    د خوست امنيتي چارواکي وايي د صبریو په ولسوالۍ کې د سړک غاړې د ماین په چاودنې کې پنځه کسان وژل شوي دي.

  • یک نهاد قطری یک شهرک رهایشی معیاری را در کابل می‌سازد

  • 29 قوس 1399
    نهاد «الغرافه» با سرمایه‌گذاری۱۱۰میلیون دالر یک شهرک رهایشی معیاری را در کابل می‌سازد.

  • ۷ تن از محافظین امنیتی شرکت سرک‌سازی در بادغیس کشته شده اند

  • 29 قوس 1399
    هفت تن از محافظین امنیتی شرکت سرک‌سازی در ولایت بادغیس شب گذشته در یک حمله مسلحانه کشته شده اند.

  • د غزني ولسي جرګې او ولایتي شوراګانو ټاکنې د ۱۴۰۰ تلې میاشت کې کېږي

  • 29 قوس 1399
    ولسمشر محمد اشرف غني د افغان سولې له مرکچي پلاوي سره په لیدنه کې له هغوی غوښتي چې د سولې د مذاکراتو د دویم پړاو له پیلېدو څخه مخکې له خلکو سره سلا مشورې وکړي.

  • د اقینې-اندخوی د اورګاډي پټلۍ '۸۵ سلنه' چارې بشپړې شوې

  • 29 قوس 1399
    د افغانستان د اورګاډو پټلۍ اداره وايي د اقینې – اندخوي د اورګاډي ټپلۍ تر ۸۵ سلنې ډېرې چارې بشپړې شوې او ژر به ګټه اخیستلو ته چمتو شي.

  • در شش سال گذشته یک‌هزار خبرنگار زن در افغانستان از کار دست کشیده‌اند

  • 27 قوس 1399
    بربنیاد آمارهای نهاد پشتیبان رسانه‌های آزاد افغانستان (نی) از سال ۲۰۱۴ تاکنون یک‌هزار خبرنگار زن به‌علت‌های گوناگون وطیفه را ترک کرده‌اند.

  • اداره اترا بازی انترنتی "پاپ‌جی" را ممنوع قرار می‌دهد

  • 27 قوس 1399
    اداره تنظیم خدمات مخابراتی افغانستان (اترا) تصمیم گرفته که بازی انترنتی (پاپ‌جی) را ممنوع قرار بدهد.

    ارزګان چارواکي:

  • دهراود کې ۱۲ طالبان وژل شوي

  • 27 قوس 1399
    د ارزګان چارواکې وايي د دې ولایت په دهراود ولسوالۍ کې ۱۲ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

    د نورو خبرونو د لیدو لپاره لاندې نیټه کلیک کړئ / برای دیدن اخبار قبلی تاریخ آن را کلیک کنید

    <
     
    >
    SunMonTueWedThuFriSat
         

    1

    2

    3

    4

    5

    6

    7

    8

    9

    10

    11

    12

    13

    14

    15

    16

    17

    18

    19

    20

    21

    22

    23

    24

    25

    26

    27

    28

    29

    30

    31

          

    گالری تصاویر

    مشاهده همه

    په کابل کې د څارنوالانو ترور
    انفجار در مسجد
    کورونا په افغانستان کې
    کورونا او طالبان
    افغانستان و خودکفایی از خرما
    طالب جنګیالي په جومات کې
    مراسم افتتاح کاسا یکهزار
    زیبایی کابل در زمستان سرد امسال
    زیبایی ولایت کنر/ د کنر ولایت ښکلا

    گالری ویدیو

    مشاهده همه

    اسلام آباد کې د ولسمشر مهمه وینا
    د طالب پلاوی وینا
    زورواکو ته د ولسمشر خبرداری
    زورواکو ته د ولسمشر خبرداری