د افغانستان لوړو زدکړو وزارت وايي، د کورونا وېروس ډېرېدو له کبله د هېواد لوړو زدکړو ادارې د دریو میاشتو لپاره رخصت کېږي.
د دې وزارت له لوري په یوه خبر پاڼه کې ویل شوي، د لیندۍ میاشتې له ۱۵ مې به د کب میاشتې تر پنځلسمې پورې د لوړو زدکړو دولتي او شخصي تعلیمي ادارې رخصت وي او پاتې درسونه به له انلاین لارې ورکول کېږي.
په خبر پاڼه کې راغلي، د انلاین زدکړو لپاره به نور جزیات وروسته له محصلینو سره شریک کړي.
‘کورونا وېروس افغانستان کې ښځې ډېرې زیانمنې کړې’
د کورونا وېروس ضد د اکسفورډ پوهنتون واکسین “خوندي او ګټور” وبلل شو
په افغانستان کې تعلیمي کال د کورونا وبا سره هممهاله پیل شو، چې له کبله یې ښوونځي او پوهنتونونه له یوې میاشتې ځنډ وروسته پیل شول.
د لوړو زدکړو وزارت په پیل کې ویلي و، چې د زدکړو لپاره یې انلاین بڼه غوره کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان پلازمېنه کابل کې د ۲۴ ساعتونو کې څو ساعته برېښنا پرچاوي سربېره خورا لږ شمېر محصلین انټرنېټ ته لاسرسی لري، چې له لارې یې له زدکړو برخمن شي.
درې ورځې وړاندې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت دغه هېواد کې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ د نوې څپې د پیل خبر ورکړ.
پلازمینه کابل او هرات هغه ولایتونو دي چې تر اوسه د کورونا وېروس ډېر مثبتې پېښې په کې ثبت شوي دي.
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وېروس لپاره د ۸۹۲ کسانو معاینه شوې ده له دې ډلې ۱۴۰ یې مثبتې پېښې دي.
دغه راز چارواکي وايي له پرون راهیسې د کوویډ-۱۹ له امله ۱۲ تنه مړه شوي دي.
په دې وروستیو کې ورځو کې د رسمي شمېرو له مخې د کورونا وېروس مثبتې پېښې زیات شوي دي.
د دې رسمي شمېرو له مخې اوس په افغانستان کې د کورونا وېروس مثبتې ۴۴ زره او ۵۰۳ ته رسېدلي او د مړو شمېر ۱۶۷۵ ښودل شوی دی.
د عامې روغتیا وزارت له خوا خپرې شوې شمېرې هغه مالومات دي چې د روغتونو او لابراتوارونو له خوا ورکړل شوي دي.
خو ویل کیږي چې د کورونا وېروس د مثبتو پېښو او له دې امله د مړینې اصلي شمېرې له دې څو ځله لوړې دي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویلي د نوې څپې له امله پلان نه لري چې کوم ښار یا ولایت کې په بشپړه توګه قرنطین عملي کړي، خو غواړي ځینې محدودیتونه وضع شي.
له دې ډلې لا له وړاندې ځینې ګامونه اخستل شوي لکه دا چې د ودونو صالونو ته ویل شوي چې د یوې میاشتې لپاره به تړلي وي. د پوهنتونو تړل دې لړ کې دوهم مهم ګام بلل کېدای شي.