وروستي خبرونه
آخرین اخبار
کود خبر: 12394
منبع خبر: آزادي راډیو

امرالله صالح:

پر کابل پوهنتون د برید درېیم طراح هم ونیول شو

28 عقرب 1399

په کابل پوهنتون له حملې پوره ۱۶ ورځې وروسته د افغانستان د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح د دغې حملې په تړاو د تازه نیونو او پرمختګونو خبر ورکړ.


ښاغلي صالح د چهارشنبې (د لړم ۲۸مه) په ورځ د سهار د شپږنیمو بجو د غونډو په دوام په خپل فیسبوک پاڼه ولیکل: “بیا هم د کابل پوهنتون د قضیې په تړاو زیات پرمختګونه شوي، د نیولو شویو په شمېر کې زیاتوالی راغلی، دا ځل مو د رحمت الله په نامه د دغه جنایت مستقیم شریک او د هستې غړی نیولی دی.”


د افغانستان د جمهوري ریاست لومړي مرستیال د کابل پوهنتون له مشرتابه وغوښتل چې د نیولو شوېو کسانو پر وړاندې دعوه پرانیزي.​


 نوموړي دغه شان د بشر حقونو په خپلواک کمېسیون هم انتقاد وکړ او ويې ویل، تمه لري چې دغه کمېسیون له خپل همیشني عادت چې انتقاد دی راووځي او له راپور لیکنې دباندې د خلکو د حقونو لپاره له نړیوالو مؤسساتو سره خبرې وکړي.


ښاغلی صالح هره ورځ د سهار په شپږ نيمو بجو د کابل له امنيتي مسؤلينو سره ګوري او د غونډې جزئيات په خپله فيسبوک پاڼه هم شريکوي.


نوموړي ته په دې وروستيو کې د ولسمشر غني له خوا د کابل د امنيت د څارنې دنده سپارل شوې ده.


د جمهوري ریاست د لومړي معاونیت د عامه اړيکو او مطبوعاتو د دفتر رئیس رضوان مراد وايي چې تر اوسه د دغې حملې درې طراحان نیول شوي او هڅه دا ده چې نور يې هم ونیول شي.


ښاغلي مراد زیاته کړه: “تر اوسه د دغې حملې د طراح د هستې درې تنه نیول شوي، یو بل کس چې له کابله د تېښتې په حال کې و، له امنیتي ځواکونو سره په حمله کې له منځه تللی، پرمختګونه روان دي او د ټولې هستې د نیولو لپاره کار دوام لري.”


د ښاغلي مراد په خبره په کابل پوهنتون حمله یو بشري جنایت دی او د پېښې د قربانیانو له کورنۍ او د کابل د پوهنتون له مشرتابه د دوی غوښتنه دا ده چې د نیولو شویو کسانو پر وړاندې حق العبدي دعوه پرانیزي.


د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون بيا په دغه کمېسیون د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال د انتقادونو او غوښتنو په تړاو خبرو ته حاضر نه شو.


خو د کابل پوهنتون مسؤلین وايي چې د حملې د قربانیانو له کورنیو سره په همغږي به په کابل پوهنتون د حملې د طراحانو پر وړاندې دعوه پرانیزي.


 د دغه پوهنتون د محصلانو د چارو مرستیال فیصل امین په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: “په دې اړه د کابل پوهنتون جدي دی، د کابل پوهنتون مشرتابه به د شهیدانو له کورنیو سره په همغږي په دې اړه خپل تصميم اعلان او حق العبدي دعوه وکړي، څو رسېدنه ورته وشي.”


پوره ۱۶ ورځې وړاندې د روانې لړم میاشتې په ۱۲ مه نېټه درې ځانمرګي بریدګر کابل پوهنتون ته ننوتل او د حقوقي ستاژ په برخه کې يې په محصلینو ډزې وکړې، وروسته له افغان ځواکونو سره په جګړه کې ښکېل او په شااوخوا شپږ ساعته جګړې کې له منځه ولاړل.


دغه حمله چې په ملي او نړیواله کچه سخته وغندل شوه، شااوخوا ۲۲ تنه په کې ووژل شول او ۴۰ نور تپيان شول.

ملا برادر و جواد ظریف.jpg

وزیر امور خارجه ایران:

ایران طالبان را از گروه تروریستی خارج نکرده

29 قوس 1399
محمدجواد ظریف وزیر امور خارجه ایران گفته است که این کشور طالبان را هنوز یک گروه “تروریستی” می‌داند.
کابل آلودگی هوا.jpg

کابل امروز در صدر فهرست آلوده‌ترین شهرهای جهان قرار گرفت

29 قوس 1399
سایت هواشناسی امریکایی (Air Visual) از منابع بررسی کننده هوا، در بررسی‌های روز شنبه، بیست‌ونهم قوس، کابل را آلوده‌ترین شهر جهان قرار داده است.
 غنی  .jpg

غني:

د سولې لومړي پړاو پرمختګونه دې له خلکو سره شریک شي

29 قوس 1399
د افغانستان جمهور رئیس د سولې له مذاکراتي پلاوي سره په لیدنه کې ټینګار کړی، چې د سولې لومړي پړاو پرمختګونه دې له خلکو سره شریک شي.
لویه جرگه 11.jpg

غني:

طالبان دې کندهار کې د سولې خبرې وکړي، طالبان: په کور دننه خبرو ته شرایط نه دي برابر

27 قوس 1399
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پنجشنبې پر ورځ کندهار کې د عالمانو یوې غونډې ته وینا کې وسلوالو طالبانو ته بلنه ورکړه چې په کندهار کې دې له افغان دولت سره د سولې خبرو ته کېني. نوموړي پر طالبانو غږ وکړ چ…
اشرف غنی نمبر یک.jpg

ولسمشر غني:

تاوتریخوالی نور د منلو نه دی، ملګري ملتونه د جدي مرسته وکړي

26 قوس 1399
افغان ولسمشر محمد اشرف غني له ملګرو ملتونو په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي کمولو برخه کې جدي مرسته غوښتې ده.
وزارت خارجه.jpg

بهرنیو چارو وزارت:

'اسلام اباد ته د ملا برادر سفر د افغان دولت په سلامشوره شوی'

26 قوس 1399
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، اسلام اباد ته د طالبانو د سیاسي کمېسیون د پلاوي سفر د پاکستاني چارواکو په بلنه او افغانستان ته د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان سفر کې له افغان حکومت سره د سلا م…

د خوست ولايت امنيه قوماندان:

  • په خوست کې د ماین چاودنې پنځه تنه وژلي

  • 2 جدی 1399
    د خوست امنيتي چارواکي وايي د صبریو په ولسوالۍ کې د سړک غاړې د ماین په چاودنې کې پنځه کسان وژل شوي دي.

  • یک نهاد قطری یک شهرک رهایشی معیاری را در کابل می‌سازد

  • 29 قوس 1399
    نهاد «الغرافه» با سرمایه‌گذاری۱۱۰میلیون دالر یک شهرک رهایشی معیاری را در کابل می‌سازد.

  • ۷ تن از محافظین امنیتی شرکت سرک‌سازی در بادغیس کشته شده اند

  • 29 قوس 1399
    هفت تن از محافظین امنیتی شرکت سرک‌سازی در ولایت بادغیس شب گذشته در یک حمله مسلحانه کشته شده اند.

  • د غزني ولسي جرګې او ولایتي شوراګانو ټاکنې د ۱۴۰۰ تلې میاشت کې کېږي

  • 29 قوس 1399
    ولسمشر محمد اشرف غني د افغان سولې له مرکچي پلاوي سره په لیدنه کې له هغوی غوښتي چې د سولې د مذاکراتو د دویم پړاو له پیلېدو څخه مخکې له خلکو سره سلا مشورې وکړي.

  • د اقینې-اندخوی د اورګاډي پټلۍ '۸۵ سلنه' چارې بشپړې شوې

  • 29 قوس 1399
    د افغانستان د اورګاډو پټلۍ اداره وايي د اقینې – اندخوي د اورګاډي ټپلۍ تر ۸۵ سلنې ډېرې چارې بشپړې شوې او ژر به ګټه اخیستلو ته چمتو شي.

  • در شش سال گذشته یک‌هزار خبرنگار زن در افغانستان از کار دست کشیده‌اند

  • 27 قوس 1399
    بربنیاد آمارهای نهاد پشتیبان رسانه‌های آزاد افغانستان (نی) از سال ۲۰۱۴ تاکنون یک‌هزار خبرنگار زن به‌علت‌های گوناگون وطیفه را ترک کرده‌اند.

  • اداره اترا بازی انترنتی "پاپ‌جی" را ممنوع قرار می‌دهد

  • 27 قوس 1399
    اداره تنظیم خدمات مخابراتی افغانستان (اترا) تصمیم گرفته که بازی انترنتی (پاپ‌جی) را ممنوع قرار بدهد.

    ارزګان چارواکي:

  • دهراود کې ۱۲ طالبان وژل شوي

  • 27 قوس 1399
    د ارزګان چارواکې وايي د دې ولایت په دهراود ولسوالۍ کې ۱۲ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

    د نورو خبرونو د لیدو لپاره لاندې نیټه کلیک کړئ / برای دیدن اخبار قبلی تاریخ آن را کلیک کنید

    <
     
    >
    SunMonTueWedThuFriSat
         

    1

    2

    3

    4

    5

    6

    7

    8

    9

    10

    11

    12

    13

    14

    15

    16

    17

    18

    19

    20

    21

    22

    23

    24

    25

    26

    27

    28

    29

    30

    31

          

    گالری تصاویر

    مشاهده همه

    په کابل کې د څارنوالانو ترور
    انفجار در مسجد
    کورونا په افغانستان کې
    کورونا او طالبان
    افغانستان و خودکفایی از خرما
    طالب جنګیالي په جومات کې
    مراسم افتتاح کاسا یکهزار
    زیبایی کابل در زمستان سرد امسال
    زیبایی ولایت کنر/ د کنر ولایت ښکلا

    گالری ویدیو

    مشاهده همه

    اسلام آباد کې د ولسمشر مهمه وینا
    د طالب پلاوی وینا
    زورواکو ته د ولسمشر خبرداری
    زورواکو ته د ولسمشر خبرداری