وروستي خبرونه
آخرین اخبار
کود خبر: 12299
منبع خبر: آزادي راډیو

افغان مرکچي پلاوی:

که جګړه شدت ومومي له طالبانو سره پر خبرو به بیا غور وکړو

24 میزان 1399

د افغانستان دولت د سولې مذاکراتي ټيم ځيني غړي وایي که چېرې په افغانستان کې جګړه شدت ومومي دوی به له طالبانو سره پر خبرو بیا غور وکړي.


له دې ډلې نادر نادري او حبیبه سرابي ازادي راډیو ته وویل چې په افغانستان کې د جګړې شدت به د دوی او طالبانو ترمنځ د سولې پر خبرو اغېز وکړي او دا خبرې به نورې هم پېچلې کړي.


نادر نادري ازادي راډيو ته وویل، که چېرې د جګړې شدت دوام پیدا کړي دوی به له طالبانو سره پر روانو خبرو بیا بحثونه او مشورې وکړي: “که چېرې هم‌مهاله جګړې شدت ومومي او موږ دلته د سولې په خبرو بوخت واوسو او هغه وخت به د دې لپاره چې د افغانستان خلک د جګړې او تاوتریخوالي د پای غوښتونکي دي، نو د افغانستان د دولت د سولې مذاکراتي ټيم به له داخلي مشورو او د حکومت د رهبرۍ او خلکو تر سلا مشورو وروسته به د دغو مذاکراتو د پرمختګ د څرنګوالي په اړه بحث او خبرې وکړي.”


د دغه پلاوي بله غړې حبیبه سرابي بیا د هلمند روانې جګړې ته په اشاره وایي چې د جنګ زیاتوالی په دوحه کې د دوی او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې نورې هم پېچلې کوي: “جنګ او تاوتریخوالی د حل‌لاره نه‌ده، په هېڅ ډول موږ نه‌شو کولای د جګړې په میدان کې بریالي شو، په هېڅ توګه نور د افغانستان خلک نه‌شي کولای دا تاوتریخوالی وزغمي، په حقیقت کې د جګړې او تاوتریخوالي اعمال د سولې خبرې اترې نورې هم مغلقې او پېچلې کوي.”


تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د امریکا شارژدافیر راس وېلسن په خپله ټویټرپاڼه د امریکایي ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر له هغه دریځه ملاتړ وکړ چې له طالبانو یې د جګړې د کمولو غوښتنه کړې ده.


همدارنګه د امریکا لوی درستیز مارک میلي د امریکا ملي راډیو سره په خپلو تازه خبرو کې ویلي، د طالبانو له‌خوا، په لویو ښارونو حملې نه‌کول، په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو د پایلو یو له اصولو څخه شمېرل کېږي.


دا په داسې حال کې ده چې د هلمند ولایت په یو شمېر سیمو او ولسوالیو کې له پنځو ورځو راهیسې جګړه روانه ده او د تازه شمېرو له مخې د همدغو جګړو له امله شااوخوا ۳۵ زره خلک بې‌ځایه شوي دي.


دا چې جګړه لا هم روانه ده د تلفاتو او د بې‌ځایه شویو شمېر د بدلون په حال کې دی.


د هلمند ولایت د سیمه‌ییزو چارواکو په خبره، د دغه ولایت څلورمه امنیتي حوزه باباجي سیمه په بشپړ ډول د طالبانو په ولکه کې ده، په درېیمه او لسمه حوزه کې جګړه روانه ده، د نادعلي ولسوالۍ له مرکز پرته په نورو سیمو کې جګړې روانې دي او د هلمند کندهار لویه لاره هم د طالبانو تر ولکې لاندې ده.


په هلمند ولایت کې د ازادي راډيو د خبریال په خبره په دغه ولایت کې د بست دولتي روغتون ترڅنګ ایمرجنسي روغتون ته هم ټپيان وروړل شوي چې ملکي خلک، پولیس او طالبان دي.


تازه د هلمند په ناوې ولسوالۍ کې د هوایي ځواکونو د دوه هلیکوپټرې لوېدلي او په‌کې ۹ سپاره وژل شوي دي.


د افغانستان دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان ازادي راډيو ته وویل: “له بده مرغه د افغانستان د هوایي ځواک دوه هلیکوپټرې تېره شپه د جګېدو پر مهال له تخنیکي ستونزې سره مخ شوي او سقوط‌یې کړی، د هلیکوپټرو ۹ سپاره کسان په شهادت رسېدلي، د دفاع وزارت به د دغې پېښې څرنګوالی وڅېړي.”


خو د ځایي خلکو او چارواکو په خبره په دغه پېښه کې څلور پیلوټان او ۱۱ کمانډو ځواکونه چې دغې ولسوالۍ ته د ټپيانو د انتقال لپاره ورغلي وو، د هلیکوپټرو د ټکر له امله ووژل شول.


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم په دې هېواد کې د جګړې د شدت خبر ورکړی.


دې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې طالبانو په تېرو دوو اوونیو کې یوازې په هلمند کې دوه انتحاري او ۷۲ تهاجمي حملې ترسره کړې دي.


د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو دوو اوونیو کې په ټول هېواد کې د طالبانو د حملو او جګړو له امله ۸۲ ملکیان وژل شوي او ۱۶۵ ټپیان شوي دي.


طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي، خو د دغې ډلې یو ویاند قاري یوسف احمدي ازادي راډيو ته د هلمند د جګړې په اړه وویل چې د دغه ولایت ځينو سیمو او ولسوالیو ته د دوی جنګیالي ورننوتي دي.


د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد هم هلمند ولایت ته رسېدلی او هلته‌یې د دغه ولایت له والي او نورو چارواکو سره د امنیتي مسایلو اړوند خبرې کړې دي.

هلمند.jpg

هلمند کې د جګړې ۶مه ورځ؛ طالبان وایي پر لښکرګاه مو برید نه‌دی کړی

24 میزان 1399
طالبان وایي پر لښکرګاه مو برید نه‌دی کړی او د هلمند والي وایي چې افغان ځواکونو د طالبانو د لښکرګاه د نیولو مخه ونیوله.
ترمپ و طالبان.jpg

طالبان:

هیله لرو ټرمپ ټاکنې وګټي؛ ټرمپ: ستاسو ملاتړ ته اړتیا نه لرم

20 میزان 1399
طالبانو ویلي، د ډونالډ ټرمپ صحي وضعیت ته اندېښمن دي او هیله لري چې د ژر روغېدو تر څنګ راتلونکې ټاکنې هم وګټي؛ خو د سپینې ماڼۍ یو ویاند د طالبانو دې څرګندونو ته غبرګون کې ویلي، ټرمپ د طالبانو ملاتړ ته…
مسجدی سخنگوی وزارت مالیه.jpg

سخنگوی وزارت مالیه افغانستان در مصاحبه با افغانستان مانیتور:

سرنوشت موترهای یک کلید دست افغانستان در شورای امنیت تا یک هفته دیگر مشخص خواهد شد.

20 میزان 1399
 وزارت مالیه  افغانستان اعلام کرد که غالبا تا یک هفته  دیگر موضوع صدور یا عدم صدور اسناد به موترهای یک کلید دست  افغانستان در شورای امنیت حل خواهد شد.
انفجار در جلال آباد.jpg

سخنگوی والی ننگرهار:

انفجار موتر بم‌گذاری ‌شده در ننگرهار؛ ۱۵ کشته و ۴۰ زخمی

12 میزان 1399
مقام‌ها در ولایت ننگرهار می‌گویند که در نتیجۀ انفجار موتر بم‌گذاری شده در ولسوالی غنی‌خیل، ۱۵نفر کشته و ۴۰ تن دیگر زخمی شده اند.
بیرق وطالبان.jpg

ملا خیرخواه:

داسې ښکاري چې مقابل لوری قصداً بین الافغاني مذاکراتو کې خنډونه رامنځته کوي

6 میزان 1399
په دوحه کې د بین الافغاني‌ مذاکراتو لپاره د طالبانو د مرکچي پلاوي غړی ملا خیرالله خیرخواه وایي،‌ داسې ښکاري چې مقابل لوری (د افغان دولت پلاوی) قصداً په دې خبرو کې خنډونه رامنځته کوي او غواړي چې دا پر…

  • کندز کې امنیتي سرچینه: طالبانو بریدونو کې ۸ سرتېرو ژوند بایللی

  • 27 میزان 1399
    کندز ولایت کې امنیتي سرچینه د ۸ سرتېرو چې په کې سیمه ییز پاڅون کوونکي او سیمه ییز پولیس شامل دي، له ژوند بایللو خبر ورکوي.

  • گلبدین حکمتیار به پاکستان می‌رود

  • 27 میزان 1399
    مقام‌های پاکستان از سفر گلبدین حکمتیار رهبر حزب اسلامی افغانستان به این کشور خبر داده‌اند.

  • د هلمند جګړې اوومه ورځ؛ د نښتو له سیمو ۱۰ زره کورنۍ بې ځایه شوې

  • 27 میزان 1399
    افغان حکومت او امنیتي چارواکي وايي، د جګړې پر اوومه ورځ هم د هلمند نادعلي او ناوه ولسوالیو کې او لښکرګاه د لویې اکمالاتي لارې په اوږدو کې جګړه روانه ده.

  • د افغان دولت او طالب پلاوو له یوې میاشتې وروسته دوهمه عمومي ناسته وکړه

  • 24 میزان 1399
    د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان د دولت او طالبانو د مرکچي پلاوو ټول غړي د نږدې یوې میاشتې په ترڅ کې د دوهم ځل لپاره غونډې ته سره کېناستل.

    نبیل:

  • طالبان قطر می‌دانند حمله به هلمند توسط طالبانی نزدیک به ایران انجام شده است

  • 24 میزان 1399
    درگیری‌ها میان نیروهای امنیتی افغان و طالبان چهارشنبه 14 اکتبر در شهر لشکرگاه مرکز ولایت هلمند در جنوب افغانستان وارد پنجمین روز شد، اما رحمت‌الله نبیل رئیس سابق امنیت ملی این کشور می‌گوید، طالبان قط…

    پولیس پکتیکا:

  • یک عضو مهم شورای کویته در کمین پولیس کشته شد

  • 24 میزان 1399
    پولیس پکتیکا اعلام کرده است که یک عضو مهم شورای کویته در پی کمین پولیس در ولسوالی جانی‌خیل این ولایت کشته شده است.

    سخنگوی پولیس بدخشان:

  • در ۲۴ ساعت گذشته ۱۳ تابوت نیروهای امنیتی به بدخشان منتقل شده است

  • 24 میزان 1399
    پولیس بدخشان می‌گوید که ۱۳ تابوت متعلق به نیروهای امنیتی در ۲۴ ساعت گذشته به ولایت بدخشان انتقال داده شده است.

  • پولیس کابل در دو شبانه روز بیش از ۵۰۰ تن را بازداشت کرده

  • 24 میزان 1399
    پولیس کابل گفته که در دو شبانه روز بیش از ۵۰۰ تن را در اقدامی پیشگیرانه مرتبط با جرایم جنایی بازداشت کرده، اما شماری از آنان با گرفتن ضمانت رها کرده است.

    یک مقام سازمان ملل:

  • ایمن الظواهری هنوز با طالبان روابط نزدیک دارد

  • 27 میزان 1399

    د افغانستان ټولګټو وزارت:

  • طالبانو د ۱ میلیارد افغانۍ عامه تأسیسات له‌منځه وړي

  • 24 میزان 1399

    اندرابي پولیسو ته:

  • که مجرم مقاومت وکړ، په سر يې وولئ

  • 20 میزان 1399

    حکومت افغانستان:

  • طالبان در دو هفته ۶۵۰ حمله انجام داده اند

  • 12 میزان 1399

    عبدالله عبدالله در گفت‌وگوی ویژه با ۸صبح:

  • از حوزه‌ی جمهوریت باید صدای واحد بلند شود

  • 5 میزان 1399

    فرمانده عمومی نیروهای حمایت قاطع در افغانستان:

  • حملات طالبان شدت یافته، خشونت‌ها باید کاهش یابد

  • 3 میزان 1399

    وزارت اطلاعات و فرهنگ:

  • جایگاه رسانه‌ها در مذاکرات دوحه روشن نیست

  • 2 میزان 1399

    د نورو خبرونو د لیدو لپاره لاندې نیټه کلیک کړئ / برای دیدن اخبار قبلی تاریخ آن را کلیک کنید

    <
     
    >
    SunMonTueWedThuFriSat
        

    1

    2

    3
    4

    5

    6

    7

    8

    9

    10

    11

    12

    13

    14

    15

    16

    17

    18

    19

    20

    21

    22

    23

    24

    25

    26

    27

    28

    29

    30

    31

    گالری تصاویر

    مشاهده همه

    په کابل کې د څارنوالانو ترور
    انفجار در مسجد
    کورونا په افغانستان کې
    کورونا او طالبان
    افغانستان و خودکفایی از خرما
    طالب جنګیالي په جومات کې
    مراسم افتتاح کاسا یکهزار
    زیبایی کابل در زمستان سرد امسال
    زیبایی ولایت کنر/ د کنر ولایت ښکلا

    گالری ویدیو

    مشاهده همه

    اسلام آباد کې د ولسمشر مهمه وینا
    د طالب پلاوی وینا
    زورواکو ته د ولسمشر خبرداری
    زورواکو ته د ولسمشر خبرداری