وروستي خبرونه
آخرین اخبار
کود خبر: 12291
منبع خبر: آزادي راډیو

هلمند کې د جګړې ۶مه ورځ؛ طالبان وایي پر لښکرګاه مو برید نه‌دی کړی

24 میزان 1399

هلمند.jpg

طالبان وایي پر لښکرګاه مو برید نه‌دی کړی او د هلمند والي وایي چې افغان ځواکونو د طالبانو د لښکرګاه د نیولو مخه ونیوله.


د هلمند مرکز ته په نږدې سیمو او د دې ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې نن شپږمه ده چې جګړه روانه ده.


د هلمند والي ازادي راډیو ته وویل چې د لښکرګاه ښار یو مخ خوندي دی، د نادعلي له لوري او د نهر سراج له لوري چې طالبانو بریدونه کړي وو هغه په شا تمبول شوي دي، د ناوې ولسوالۍ لار له لښکرګاه سره وصل شوې ده او پر باباجي به پراخ عملیات وشي.


 د هلمند والي محمد یاسین زیاته کړه چې د سیمې د یو شمېر ترهګرو او القاعده په مرسته طالبانو پر لښکرګاه حمله وکړه.


ښاعلي محمد یاسین وویل: “دغه حمله چې دوی وکړه د لښکرګاه او د دې سیمې د سقوط نیت‌یې درلود، د خدای په فضل او د هلمند د خلکو په ملاتړ او د امنیتي او دفاعي ځواکونو د سختې دفاع په نتیجه کې له شکست سره مخامخ شول.”


په دوحه کې د فبرورۍ په ۲۹مه د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې په تړون کې طالبانو منلې ده چې پر ښارونو به حملې نه‌کوي.


 د طالبانو د فرهنګي کمېسیون مرستیال احمدالله وثیق ازادي راډيو ته وویل چې د پخوا په نسبت په ټول افغانستان کې د جګړې د شدت کچه ټیټه شوې ده او دوی د لښکرګاه د نیولو لپاره عملیات نه‌دي کړي.


نوموړي زیاته کړه: “ځیني هغه ساحې وې چې د دښمن له لوري د ملکي خلکو په کورونو کې د هغوی په کښتونو کې اډې جوړې کړې وې، د دې په خاطر چې ولسي خلک خپل نورمال حالت ته راوګرځي په همدې خاطر په هغو سیمو باندې عملیات ترسره شول او طالبانو خپلې هغه سیمې چې د خاصو ملحوظاتو له امله‌یې مخکې ترې شا تګ کړی و، بېرته ونیولې نور د لښکرګاه پر ښار عملیات نه‌دي ترسره شوي.”


د راپورونو له مخې شااوخوا ۳۵ زره کسان د دې جګړو له امله بې‌ځایه شوي دي.


په افغانستان کې د ماشومانو د ملاتړ د نړیوال دفتر ویاندې مریم عطایي ازادي راډيو ته وویل چې اکثر بې‌ځایه شوي ماشومان دي او د جګړې دواړه لوري باید د جګړې قوانینو ته درناوی وکړي.


 هغې وویل: “بریدونه باید له ښوونځیو سره، له روغتونونو سره او هغو ځایونو سره نږدې ترسره نه‌شي چې ماشومانو ته په‌کې ډېر زیان اوړي. پر ښوونځيو باید حملې ونه‌شي چې د ماشومانو زده‌کړې ګډې وډې کېږي.”


د بخښنې نړیوال سازمان هم په دې جګړو کې ملکیانو ته اندېښنه ښکاره کړې ده. د دې سازمان د جنوبي اسیا د برخې رئیس عمر وړایچ په یوه بیان کې وویل چې وضعیت په لښکرګاه کې د ملکي خلکو لپاره خطرناکه دی او ممکن په راتلونکو ورځو کې ناڅاپه ګډوډ شي او په لسګونه زره کسان په خونړۍ جګړې کې ایسار پاتې دي.


ښاغلي وړایچ زیاته کړه، د دې لپاره چې یوه انساني فاجعه رامنځته نه‌شي باید د جګړې دواړه لوري د ملکیانو حفاظت وکړي او اجازه ورکړي چې ملکیان د جګړو له سیمو ووځي.

طالبان سابق.jpg

طالبان:

تورو لېستونو کې زموږ د مشرانو نومونه د سولې پر وړاندې لوی خنډ جوړوي

15 ثور 1400
افغان طالبانو ویلي، په هېواد کې د سولې پر وړاندې یو لوی خنډ دا دی چې د دوی د یو شمېر مشرانو نومونه لا هم په ‘تورو لېستونو’ او د ‘جایزو په لېستونو’ کې دي.‌ طالبانو له ملګرو ملتونو او نورو اړونده ادارو…
کمک فقر نان خشک زنان.jpeg

برنامه جهانی غذا:

یک سوم نفوس افغانستان امنیت غذایی ندارد

14 ثور 1400
دریک گزارش تازه حکومت، برنامه جهانی غذا و سازمان غذا و کشاورزی سازمان ملل آمده است که یک سوم نفوس افغانستان امنیت غذلیی ندارد.
بمبار.jpeg

دفاع وزارت:

هلمند کې 'د هند لپاره د القاعدې شبکې' ۲۲ غړي وژل شوي دي

14 ثور 1400
د افغانستان دفاع وزارت اعلان کړی چې په هلمند کې یې له څو ورځو راهیسې روانې جګړې په ترڅ کې د هند جزيرې لپاره د القاعده شبکې ۲۲ غړي وژلي. یاد وزارت وایي، دا وسلوال د پاکستان د پنجاب ایالت اصلي اوسیدونک…
طالبان جنگ.jpg

د افغانستان دفاع وزارت:

تېر یوه شپه او ورځ کې ۱۸۱ وسله‌وال طالبان ووژل شول

14 ثور 1400
د افغانستان دفاع وزارت وایي، تېر یوه شپه او ورځ ۱۸۱ وسله‌وال طالبان د افغان ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي او ۸۷ نور یې ټپيان دي.
اشرف غنی نمبر یک.jpg

اشرف غني:

طالبان د سولې په پرتله واک رسېدو ته ډېر لیوال دي

14 ثور 1400
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني له طالبانو سره د سولې، مذاکرې او جګړې د طرحې په اړه یوه مقاله لیکلې چې «Foreign Affairs » خپره کړې ده.
موادمخدر.jpg

نتایج یک سروی:

کشت کوکنار در افغانستان ۳۷ درصد افزایش یافته است

14 ثور 1400
  اداره ملی احصاییه و معلومات و دفتر مبارزه با مواد مخدر و جرایم سازمان ملل متحد (UNODC) در یک اعلامیه مشترک اعلام کرده‌اند که کشت کوکنار در افغانستان ۳۷ درصد افزایش یافته است.

  • خوستوال په خپلو پیسو د ښوونځیو لپاره کتابونه چاپوي

  • 15 ثور 1400
    خوستوالو په یوه بل نادر اقدام کې له مدنیت او پوهې سره خپله مینه ثابته کړه.

  • پاکستان وايي، د افغانستان له لوري په برید کې یې ۴ پوځیان وژل شوي

  • 15 ثور 1400
    پاکستان نن ادعا وکړه چې څلور پوځیان یې په هغه حمله کې  ووژل شول چې د افغانستان له خاورې څخه پرې وشوه.

  • په ۲۰ ولایتونو کې د سختو بارانونو وړاندوینه شوې

  • 15 ثور 1400
    د افغانستان د هوا پېژندنې اداره د هیواد په ۲۰ ولایتونو کې د شدیدو بارانونو او تالندې وړاندوینه کړې ده.

  • به‌دنبال خروج نیروهای خارجی تحولات نظامی در افغانستان سرعت یافته است

  • 15 ثور 1400
    همزمان با تأیید سقوط ولسوالی برکه ولایت بغلان در شمال افغانستان به دست طالبان، مقامهای امنیتی از عقب‌زدن نزدیک به ۹۰ حمله این‌گروه در ولایت جنوبی هلمند خبر داده‌اند.

  • پس از اعلام زمان خروج نیروهای خارجی جوانان در حال ترک کشور استند

  • 15 ثور 1400
    با اعلام زمان خروج نیروهای امریکایی از افغانستان، شماری از شهروندان کشور، به‌ویژه جوانان تصمیم گرفته‌اند تا افغانستان را ترک بگویند.

  • د افغانستان ۱۵ ولایتونو کې سېلابونو ۴۶ کسان مړه کړي

  • 15 ثور 1400
    طبیعي‌ پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، د تیرې څلورو ورځو راپدېخوا په ۱۵ ولایتونو کې د سېلابونو را وتلو له امله ګڼ ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

  • د پکتیکا د سروضې ولسوالۍ امنیه قوماندان ماین چاودنه کې وژل شوی

  • 15 ثور 1400
    د پکتيکا پوليس وايي چې د دغه ولايت د سروضې ولسوالۍ امنيه قوماندان د سړک غاړې په يوه بمي چاودنه کې وژل شوی دی.

  • چهار نظامی پاکستانی هنگام حصارکشی در مرز افغانستان کشته شدند

  • 15 ثور 1400
    نظامیان پاکستانی گفته اندکه چهار سرباز آن کشور هنگام حصار کشی در امتداد مرز آن کشور با افغانستان، در کمین تندروان مسلح کشته شدند.

    د لښکرګاه ایمرجنسي روغتون:

  • څلورو ورځو کې تر ۱۰۰ ډېر ټپیان راوړل شوي

  • 15 ثور 1400

    د امریکا استخبارات:

  • افغانې میرمنې ښایي خپل حقونه وبایلي

  • 15 ثور 1400

    غني طالبانو ته:

  • بهرني ځواکونه وځي؛ جګړې ته پلمې مه‌لټوئ، افغانستان مه‌بربادوئ

  • 14 ثور 1400
    د افغانستان جمهور رییس محمد اشرف غني وايي، طالبان دې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د جګړې د دوام پلمې نه لټوي او د پردیو په غوښتنه دې افغانستان نه بربادوي.

    معنوي:

  • یو شمیر پخواني افغان چارواکي د انسان په قاچاق تورن دي

  • 14 ثور 1400
    د افغانستان د عدليې وزیر فضل احمد معنوي وايي چې د افغان حکومت یو شمېر پخواني چارواکي د انسانانو او د کډوالو په قاچاق تورن دي.

    وزیر امور خارجه امریکا:

  • خروج نیروهای امریکایی به معنای ترک کامل افغانستان نیست

  • 14 ثور 1400
    آنتونی بلینکن، وزیر امور خارجه امریکا می‌گوید که خروج نیروهای امریکایی از افغانستان به معنای ترک کامل این کشور نیست.

    د نورو خبرونو د لیدو لپاره لاندې نیټه کلیک کړئ / برای دیدن اخبار قبلی تاریخ آن را کلیک کنید

    <
     
    >
    SunMonTueWedThuFriSat
      

    1

    2

    3

    4

    5

    6

    7

    8

    9

    10

    11

    12

    13

    14

    15

    16

    17

    18

    19

    20

    21

    22

    23

    24

    25

    26

    27

    28

    29

    30

       

    گالری تصاویر

    مشاهده همه

    په کابل کې د څارنوالانو ترور
    انفجار در مسجد
    کورونا په افغانستان کې
    کورونا او طالبان
    افغانستان و خودکفایی از خرما
    طالب جنګیالي په جومات کې
    مراسم افتتاح کاسا یکهزار
    زیبایی کابل در زمستان سرد امسال
    زیبایی ولایت کنر/ د کنر ولایت ښکلا

    گالری ویدیو

    مشاهده همه

    موادمخدر در افغانستان و بحران آن / بدون تبصره
    مصاحبه با نستوه نادری و سونامی اعتیاد در افغانستان
    میز گرد/ مواد‌مخدر در افغانستان و اسلام
    اسلام آباد کې د ولسمشر مهمه وینا